Home خانه
د پاکستان غلامي دوی ته د پلارنه میراث پاتی دی
د پاکستان غلامي دوی ته د پلارنه میراث پاتی دی
په زر کاله ضمانت درته وایم چې دوی به هېڅ افغان حکومت ته درد سر جوړ نشي کړی ، ځکه د دوی مبارزه غیر مقدسه ده، کثیف او دتعصب نه ډکه مفکوره لري یو څوک چې د افغانستان د اکثریت ملت نه نفرت ولري، په ژبه یې تکلم نشي کولای، دهغوی موجودیت نشي زغملی، هغوی کنترولولی نشي په هغوی حکومت نشي کولای څنګه به وتوانېږي چې دوی د یو حکومت یا ملت ته چلېنج شي؟؟؟!
دوی پخپل تاریخ کې هروخت خپلو بادارانوته دروغ ویلي دي هغوی ته یې فریب ورکړیده او ځانونه یې کاغذي زمریان ورته معرفي کړیدي.
سقاو یې انګلیسانوته وویل چې وسلې او پیسې راکړی موږ حکومت چپه کوو د انګرېزانو په مرسته یې چپه کړو خو حکومت یې نهه میاشتې دوام ونکړو!
کارمل روس ته فریب ورکړو یو لک او شل زره فوج یې ورته ورکړو اخریې انجام هغسې شو!
رباني او مسعود یې د پاکستان غلامي اختیار کړه هغه د دوی حکومت وو چې په پنځه کاله کې یې د حکومتولی شعاع تر یو کېلومتر زیاته نه وه.
لوړ پوړي پوځي جنرال فیض حمید ته د عاصم منیر په حکمراني کي ولې سزا ورکول کیږي؟
لوړ پوړي پوځي جنرال فیض حمید ته د عاصم منیر په حکمراني کي ولې سزا ورکول کیږي؟
د برتانوي پوځ له لوري را منځته شوی پاکستانی پوځ او استخبارات د جوړېدو له نیټې راهیسې تر دې دمه په زور او جبر باور لري.
د پاکستاني پوځي جنرالانو تېرو کړنو ته په کتو، دوی هغه وخت په نورو جنرالانو او سیاسیونو بې رحمه بریدونه کړي او یا یې زنداني کړي چې د حاکمې پوځې کړۍ شخصي او ناروا ګټې یې ګواښلې دي.
جنرال فیض حمید چې د پاکستاني استخباراتو پخوانی مشر او لوړ پوړی جنرال دی، هم د ظالمانو مسبتدو جنرالانو په ظالمانه لومه کې د دې له امله ګیر شوی دی چې نوموړي د پوځ د اوسني مشر جنرال عاصم منیر د استبدادي پالیسیو سره بشپړ مخالفت درلود او د جنرال نعمان زکریا په ګډون یې د هغو جنرالانو سره چې د عاصم منیر مخالفین دي، د عاصم منیر د ظالمانه کړنو خلاف د تصمیم نیولو پلان جوړاوه.
مشهور لیکوال عبدالسلام وزیروال داسی لیکی
مشهور لیکوال عبدالسلام وزیروال داسی لیکی
د افغانستان مشهور لیکوال عبدالسلام وزیروال د مقاومت جبهې او د پاکستان د یوې ظالمانه کړنې د نوي اړیکو په اړه پر خپل فیسبوک پانړه داسې ویلي دي:
د احمد مسعود پلار لمړی د پنجاب غلامي وکړه، هلته یې ګټې کمې شوې، بیا یې د امریکا او ناټو غلامي پیل کړه، او اوس دي هم پر هماغه لار روان دی.
احمدشاه مسعود لومړی په پنجاب کې د غلامۍ طوق واغوست؛ هلته چې یې ګټې ټکنۍ شوې، د روسانو غلام شو او وروسته د امریکا تر نفوذ لاندې راغی چې په پایله کې یې مرګ د هغه مېلمه شو. خو زوی او ملګرو یې په ښه ډول د امریکایي غلامۍ دوام ورکړ.
شاه امان الله خان در مسجد عيدگاه شهر كابل
شاه امان الله خان در مسجد عيدگاه شهر كابل
عكسي تاريخي از شاه امان الله خان در مسجد عيدگاه شهر كابل، و اعلان جهاد در مقابل انگليس ، در اين خطابه او به مردم شهر كابل و تمام افغانستان اعلان جهاد در مقابل انگليس به خاطر استقلال افغانستان را فرض اعلان كرد و همان بود كه قطعات قومي با قواي نظامي با انگليس ها به خاطر استقلال به جنگ اغاز نمودند ((( جنگ سوم افغان و انگليس))) خداوند بزرگ ارواح او را شاد داشته باشد.
د نورزي قوم یو تاریخي شخصیت: الحاج محبوب خان نورزی او د هغه خدمتګاره اولادونه
د نورزي قوم یو تاریخي شخصیت: الحاج محبوب خان نورزی او د هغه خدمتګاره اولادونه
مقدمه: پښتني ټولنې تل د خپلو اصیلو مشرانو، بااحساسه شخصیتونو، او ولسپالو زعیمانو ویاړي کوي. د تاریخ په اوږدو کې دا ملت همېشه داسې شخصیتونه روزلي، چې د خپلې خاورې، ولس، او عقیدې خدمت ته یې ژوند وقف کړی دی. له دغو ویاړمنو څېرو څخه یو هم الحاج محبوب خان نورزی دی، چې د نورزي قوم د مشرتابه یوه مهمه ستنه بلل کېږي.
د ژوند لنډه پېژندنه: الحاج محبوب خان نورزی د کندهار ولایت، د سپین بولدک ولسوالۍ، د رباط کلي اصلي اوسېدونکی و. نوموړی د الحاج جنرال فضل محمد خان نورزی زوی او د الحاج شاه فصن خان لمسی و. دا کورنۍ د نورزي قوم په اوږده تاریخ کې د مشرتابه، تدبیر، او ولسي باور نښه ګڼل کېږي.
۱۱ ډسمبر ۲۰۰۱ ع کال کندهار تیر وختونه
۱۱ ډسمبر ۲۰۰۱ ع کال کندهار تیر وختونه
۲۴ کاله وړاندي په همدغه ورځ د نوي والي د مطبوعاتي کانفرانس سره کندهار نوي پړاو ته داخل سو.
د نوي والي ګل اغا شیرزی تر څنګ بل پخوانی والي انجنیر پښتون ناست دی. چي دده ترجماني کوي.
په دریم عکس کي امریکایی ځواکونه د عیدکاه دروازې د ششک څخه د ولایت د ودانۍ پر لور روان دي. او دهغه وخت تازه افغاني عسکر په عکسو کي لیدلای سی.
نوټ: د ګل اغا تر څنګ د مولوي عبالرب اخندزاده زوی عبدالله فیاض هم ناست دی.
ستر جنرال عطامحمد نور
ستر جنرال عطامحمد نور
ستر جنرال استاد عطاء محمد نور په کابل کې
د چنار تر سیوري لاندې کرنل امام ته د افغانستان د بربادی
او د پاکستان د ابادۍ په اړه توضیحات ورکوي
استاد عطاءمحمدنور او ملګرو یې په ٢٠٢١ م کې د کابل له سقوط نه یوه ورځ ترمخه اسلام اباد ته پناه یوړه
زړګی کندهاری
شهید محمد هاشم میوندوال
شهید محمد هاشم میوندوال
شهید محمد هاشم میوندوال، دمرحوم حاجی عبدالحلیم په کور کې سترګي وغړولي دغزني ولایت د مقر ولسوالي اوسیدونکی و. (ویل کیږی چی پلرنی فامیل یی له مرکزی آسیا څخه راغلی وه او مور یی پښتنه وه) .
په غازي او حبیبه لیسه کې زده کړي وکړي. په ۱۹۴۱ز کال کې د حبـیـبـیې له لیسې څخه په فوق العاده عالي درجې فارغ سو. د امریکا په متحده ایالاتو کې یې په انگلیسي «ادب- ژ» کې تحصیل وکړ. له ۱۹۴۲ تر ۱۹۴۵ز کال پورې د ادبي ټولنې رﺌـیس او په هرات کې د اتفاق اسلام د دولتي ورځپاڼې محرر.
د افغان انسایلکوپیدیا عمومي مدیر. د انیس محرر. د مطبوعاتو د ریاست مرستیال رﺌـیس. په ۱۹۵۰ز کال کې د کابینې غړی او د مطبوعاتو رﺌـیس. په ۱۹۵۲ز کال کې په واشنگتن ډي. سي. کې د افغان سفارت قـنـسـل.
امیر حبیبالله خان او سردار نصرالله خان
امیر حبیبالله خان او سردار نصرالله خان
د امیرحبیبالله خان او سردار نصرالله خان (د امیرعبدالرحمن خان زامن) د کوچنیوالي انځور، له خپلوافغان استادانوسره چې دا ماشومان یې روزل او تربیه کول. مطلب: په دې جمله کې ویل شوي چې دا یوه تاریخي عکس ته اشاره ده چې پکې د افغانستان د پاچا امیر عبدالرحمن خان زامن — امیر حبیبالله خان او سردار نصرالله خان — د خپل کوچنیوالي یا طفولیت په وخت کې لیدل کېږي. دوی د هغو افغان استادانو تر څنګ ناست دي چې د دوی د ښوونې او روزنې مسؤلیت یې درلود. دا انځور د هغه وخت د شاهي کورنۍ د زدهکړې او تربیې دود څرګندوي.
اخرين ديدار امير شيرعلي خان با افسران انگليسي
اخرين ديدار امير شيرعلي خان با افسران انگليسي
عكسي تاريخي از اخرين ديدار امير شيرعلي خان با افسران انگليسي قبل از اينكه براي گرفتن كمك از روسيه تزاري ان زمان كه با امير پيمان نظامي داشتند به طرف مزار شريف حركت كند ، براي معلومات مختصر تاريخي انگليس ها تصميم داشتند كه افغانستان را مانند هندوستان اشغال كنند به همين خاطر امير شير علي خان را به هندوستان دعوت واز او تقاضاي زيادي نمودند كه مورد قبول امير قرار نه گرفت.
د کندهار د شهیدانو چوک تاریخچه
د کندهار د شهیدانو چوک تاریخچه
د شهیدانو چوک يا د هرات دروازه په پخواني اسنادو کي د میوند یادګار په نامه هم پېژندل کېدی د کندهار ښار په منځ کي یو تاریخي ګومبده ده هغه وخت چې انگرېزانو د لومړي ځل لپاره (اپريل ١٨٣٩) افغانستان تر اشغال لاندي راوستئ نو د ملك په بېلا بېلو ښارو كي جنگونه ورسره كېدل او دغو جنگونو كرار كرار شدت پيدا كړ او غازيانو د افغانستان په لويو ښارو كي پر انگرېزانو باندي شپه او ورڂ يوه كړې وه او دوئ د خپل اشغال په ټوله موده کې د هېواد په ګوټ ګوټ كې د افغانانو د پرله پسې بریدونو نه په عذاب وه په پائ كي هغه وخت چې سردار محمداكبر خان د انگرېزانو سياسي نماينده ويليم مكناټن په كابل كي وواژه.
حفیظ الله امین څوک و
حفیظ الله امین څوک و
حفیظ الله امین د حبيب الله خروټي زوی په (۱۳۰۸) هجري شمسي د کابل په پغمان ولسوالۍ کي زېږېدلی، ابتدايي زده کړي يې د ابن سينا په لېسه کي تر سره کړي دي او د دارالمعلمين څخه فارغ سوی دی بيرته د همدې ابن سينا لېسې او دارالمعلمين مدير په توګه مقرر سو.
لېسانس يې د ښووني او روزني په پوهنځۍ کي تر سره کړ او د ماسټرۍ لپاره امريکا ته ولاړی په (۱۳۴۲) هجري شمسي کال په کولمبيا کي د محصلينو د اتحاديې د مشر په توګه مقرر سو.
په (۱۳۴۴) هجري شمسي کال افغانستان ته راغلی د نظامي کمېټې د جلب او جذب مسؤل وټاکل سو.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس ستانکزي، پاکستان ته په توند خطاب کې ویلي چې که پاکستان بیا د حریم نقض کولو تکرار وکړي، بیا به نه پنجاب پاتې شي او نه به د دوی واک په پښتونخوا کې دوام وکړي.
ستانکزي ویلي، د افغانستان حوصله باید کمزوري ونه ګڼل شي او د افغانستان پر چارو لاسوهني کې به د سخت غبرګون لامل شي.
د ده په وینا، افغان حکومت غواړي له ټولو ګاونډیو سره پر متقابل احترام ولاړې اړیکې ولري، خو هر ډول تجاوز ته د جواب ویلو ظرفیت لري.
میړنی به تل یادیږی
میړنی به تل یادیږی
شهید تورنجنرال ارکان حرب محمد یونس خان د هیواد اصلی بچی د ۷ ثور ۱۳۵۷ خونی ورځی د شوروی د وفادارو پر خلاف او د شهید سردارمحمدداؤد په ننګ د شهادت جام نوش کړ ارواح یې ښاده او نوم دی یې تل ژوندی وی نوموړی د ملی اردو یو برجسته نظامی افسر او سردارصاحب ته خاص وفادار شخصیت وو
تورنجنرال یونس خان په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال کښی د غزنی ولایت په "پس حصار" نومی کلی کښی نړۍ ته سترګی ورغړولی حربی ښوونځۍ یې ولوست او د اعلیحضرت ظاهرشاه بابا په وخت کی د اردو په صفوفو کی شامل او بیا د لوړو نظامی زده کړو لپاره هندوستان او بیا ترکیې هیواد ته ولاړ تورنجنرال محمد یونس خان د خپل خدمت په دوران کی د هیواد په مختلفو برخو کښی لاندی خدمات ترسره کړل:
لوګر کې د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پیژندنې پرمختللې دستګاه نیول شوې
لوګر کې د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پیژندنې پرمختللې دستګاه نیول شوې
د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو هغه پرمختللې کمپیوټري دستګاه نیولې چې له لارې یې په غیرقانوني ډول د بېلابېلو معدني ډبرو، تاریخي اثارو د پیژندنې او د ځمکې د ژوروالې او موقعیت د معلومولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېدله.
لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي
لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي
د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه د یونسیار (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د ۳۰ ټنه محصولاتو د ساتلو ظرفیت به ولري.
د دغه ولایت د کډوالو چارو آمر مولوي محمد مسعود اخندزاده جوړو مراسمو ته وویل، یاده سړه خونه په ۹۳ زره ډالرو لګښت د یوې پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي او تمه ده چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د محمدآغې ولسوال، قاري صبغت الله تقوا وویل، د یادې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او سړه خونه د هغوی له اساسي اړتیاوو څخه ده.
اتل قھرہ مان مرحوم کرنیل غلام جيلانى خان نورزئ سنہ 1927)
اتل قھرہ مان مرحوم کرنیل غلام جيلانى خان نورزئ سنہ 1927)
دا پر نمبر 2چی ولاڑ دئ دا غلام جیلانی خان نورزئ دئ چه دغازى امان الله خان په وخت کى په کندهارکى کرنيل وو ڈیر غیرت مند او پیاوڑئ د شو اخلاقو خاوند او پر قوم مئین او وطن پالہ شخصیت وو.
او مرحوم کرنيل صاحب غلام جيلانى خان د دهراود د ولسوالى وو او د دهراود ولسوالي په ھغہ وخت کی پہ کندهار پورى مربوط وه د دهراود ولسوالي دعليحضرت محمد ظاهرشاه په آخيرنيو وختونو کى په ارزګان ولايت پورى مربوط سوه مرحوم کرنيل صاحب غلام جيلانى خان د شهيد غازى محمد اکرم خان نورزي لمسۍ اود مرحوم سردار ميرعلم خان کړوسۍ وو.
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د شاعالم خان زوی چې په 1084 ھ سپوږمیز ـ 1673 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله پلار شاعالم خان [ښاعالم خان] د اوسني زابل ولایت د سوری اولسوالۍ کره اوسېدونکی او پخپل مهال کښې د هوتکو د ټبر یو هوښیار نومیالی او مخور مشر وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله مور بي بي نازو آنا د د اوسني زابل ولایت د توخیو د ارغنداب کره اوسېدونکې او د توخیو د ټبر د نومیالي مشر سلطان ملخي توخي لور وه.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په زلمیتوب کښې د هغه مهال مروجه علوم ولوستل او له زدکړو وروسته په تجارت بوخت شو او د تجارت کولو پر مهال يې د ابدالیانو ټبر دهغه مهال د مشر جعفر خان سدوزي له لور خانزادۍ سره نکاح وکړه، جعفر خان سدوزی د پوپلزیو پرګنې د سدوزیو له څانګې څخه وو او د اوسني کندهار ولایت د معروف اولسوالۍ کره اوسېدونکی وو.
بعضی چهره های شکست خورده
بعضی چهره های شکست خورده
اتمر این لنگ هزار چهره که نه سرمایه مردمی و نه نام نیک و نه کدام سواد و دانش بجز از جاسوسی دارد، می تواند به عنوان یک فرد عضو جبهه باشد، اما او را بالا و در صدر این جبهه جا دادن اشتباه است.
برادران پشتون مانند اتمر و ،،،،،،تا هنوز در مقابل گروه حاکم نه یک اففانی مصرف کرده اند و نه یک پوچک فیر کرده اند، چطور شما آنها را شاه کلید آزادی افغانستان می پندارید.
به برادران و اقوام محروم توصیه می کنم، حالا که قدرت را از دست داده اید، صبور باشید و آدرس اپوزیسیون را هم از دست ندهید.
بعضی چهره های در صدد این است تا از تضعیف امارت اسلامی که فعلا با پاکستان به بن بست خورده و پاکستان در صدد بر اندازی آن شده جلوگیری کند.
زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ
زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ
د ۱۳۷۱ کال د غویي ۱۰مه (۱۹۹۲ کال د اپریل ۳۰مه) زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ ده. په دې ورځ، د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان ملکي او پوځي واکمنان کابل ته راغلل او د افغانستان د زیربناوو د ویجاړولو لپاره یې خپلې ناوړه پالیسۍ جوړې کړې او خپل د خوښی خلګ یې زموږ په خلکو واکمن کړل.
زړګی کندهاری
تخار، افغانستان، ١٩٨٨
تخار، افغانستان، ١٩٨٨
د افغانستان د جمیت اسلامي د جها دي تنظیم قومندان عطامحمد نور د جنرال ضیاالحق د فاتحې اخیستلو پر مهال...
جنرال ضیاالحق (۱۹۸۸-۱۹۲۴م) پوځي دېکتاتور او سیاستوال وو چي د کودتا له لارې یې لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو له مخه چپ کړ او بیا ېې پاکستان ته د خیانت په تور په دار وځړاوه. د مارشالا په اعلانولو یې په واک منګولي ښخي کړې او د سوچه اسلامي نظام او شرعي قوانینو د پلي کولو په موخه میدان ته ووت.
ضیاالحق مدني آزادۍ بندي او د مطبوعاتو سانسور زیات کړ. هغه د دیموکراتیکو بنسټونو د کمزوري کولو او سختو شرعي قوانینو په پلي کولو، تر نیوکو لاندي وو.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























