Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 21 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdinمرحوم مدیر صاحب الدین مسکونه قریه زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر.

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
11:19
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
914
نمایش تعداد مطالب
3066063

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي ژوند او مبارزې ته کتنه

لیکنه: عبدالرؤف حکمت

mohammad nabi mohammadi1sمرحوم مولوي محمد نبي محمدي د افغانستان د معاصر تاریخ یو پیژندل شوی شخص دی،نوموړی د شوروي ضد جهاد په مهال د افغان مجاهدینو یو مهم رهبر او د حرکت انقلاب اسلامي په نامه د مجاهدینو د تنظیم مشر و.
مولوي محمد نبي محمدي چې په جهادي مبارزه سربیره یې د علم،تدریس،سیاست او دعوت په ډګرونو کې اوږده مبارزه کړې او د افغان اولس د سعادت،هدایت او فلاح لپاره یې ستر ستر خدمتونه ترسره کړي پردې اولس حق لري چې د خپل ویاړلي تاریخ د یوه ځلانده ستوري په حیث یي یاد ولمانځي او نوی نسل یي له کارنامو او خدمتونو خبر کړي .

د اپریل میاشتې ۲۲ نیټه د مرحوم مولوي صاحب د وفات نیټه ده نوموړي د ۲۰۰۲ میلادي کال د اپریل په ۲۲ نیټه خپل روح ملک الموت ته وسپاره او له دې فاني نړۍ څخه یي دتل لپاره سترګې پټې کړې.
راځئ دلته د نوموړي د وفات د دیارلسم تلین په مناسبت د نوموړي له ژوند او کارنامو خبر شو او په یادونو یې تنده خړوبه کړو .

پیدایښت او کورنۍ:
مولوي محمدنبي محمدي صاحب په ۱۳۰۰ هـ ش کال د افغانستان د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلا کې وزیږېد،نوموړي چې د پښتنو د اندړ قوم له لکڼ خیل پښې سره تړاو درلود د پلار نوم یې الحاج ملاعبدالوهاب او د نیکه نوم یي ملا طره باز و.
د مولوي صاحب د کورنۍ پخوانی ټاټوبی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د ګنډه هېر کلی دی،دنوموړي نیکه مرحوم ملا طره باز د ځوانۍ په مهال د دیني زده کړو د حصول لپاره د لوګر ولایت برکي برک ته راغلی و،همدلته یې د طالبۍ مرحله پای ته رسولې او له فراغت وروسته یې همدلته کوژده او واده کړی او د قریه عباس په کلي کې یي دامامت او تدریس په سپیڅلې دنده پیل کړی.
د مولوي صاحب کورنۍ له پخوا راهیسې د علم او فضل کورنۍ وه، د نوموړي د اجدادو غوندې دده پلار ملا عبدالوهاب او ترونه یې ملا عبدالرحیم ،ملاسیدګل او ملاعبدالرشید هم ټول دعلم او فضل خاوندان و، چې په خپله سیمه کې یي دیني خدمتونه ترسره کول ،د مولوي صاحب پلار ملا عبدالوهاب چې په ۱۳۲۵ هـ ش سنه کې وفات شوی دوه زامن مولوي محمدنبي او نصرالله او یوه لورترې پاته شوې ده .

د علم د حصول شل کلنه دوره:
مولوي صاحب محمدنبي محمدي پنځه کلن و چې په خپل کور کې یي د علم په حصول پیل وکړ،نوموړي له ۱۳۰۵ هـ ش کال څخه تر ۱۳۲۵هـ ش کال پورې شل کاله د علم په حصول کې تیر کړل،په پیل کې یي قران کریم،د فقهې ابتدایي کتابونه او فارسي نظم په خپل کور کې له خپل پلار او تره ملاعبدالرحیم څخه زده کړل،په یوولس کلنۍ کې یي په عربي صرف او نحو او نورو دیني علومو پیل وکړ،تر څوارلس کلنۍ پورې یي له خپل پلار څخه ترکافي حده دیني کتابونه ولوستل،په ۱۳۱۴هـ ش کال کې مولوي صاحب د څوارلس کلنۍ په عمر د علم د حصول لپاره سفر ته ملاوتړله او د افغانستان په مختلفو سیمو کې یي د وخت له زبده عالمانو څخه دیني پوهه ترلاسه کړه،د نوموړي ددغه تحصیلي سفر لنډیز په مرتب شکل په لاندې ډول دی.
نوموړی چې د علم په سفر پسې روان شو لومړی یي د لوګر ولایت د پاخواب شانه په سیمه کې د مولوي محمود په مدرسه کې داخله واخیسته،ورپسې یې دلوګر د هونۍ سیدان د مولوي عبدالکریم مدرسه،د لوګر دکلنګار په قلعه خیرالله خان کې د مولوي امیرمحمد خان تګابي مدرسه،د وردګو ولایت د میدان په بادام سیمه کې د مولوي سیدرحیم مدرسه،د لغمان ولایت په لړه موړه سیمه کې د مولوي عبدالرشید مدرسه،د لوګر د شلک سیمې مدرسه ،د لوګر په پادخواب شانه کې دقاضي ملااحمدصاحب مدرسه،د لوګر د شلک سیمې مدرسه،د دهنو په سیمه کې د مولوي عبدالخالق مدرسه،د محمدآغې مدرسه،د قاضي ملااحمد مدرسه په یادو شویو مدارسو کې یي د فنونوکتابونو پای ته ورسول او په پای کې یي په ۱۳۲۵هـ ش کال کې د احادیثو دوره د لوګر ولایت په مغل خیلو سیمو کې ترسره کړه او دهمدې کال د میزان په میاشت کې د مشهور عالم مولوي دادمحمد صاحب لخوا ورته له دیني علومو د فراغت دستار ورپه سر کړای شو .

تدریس او دعوت:
د زده کړو له پای ته رسولو وروسته مولوي صاحب څلور کاله په خپل کلي کې واوسید او د دیني علومو په تدریس بوخت پاته شو،په ۱۳۲۹ هـ ش کال کې د افغانستان شمال ته لاړ او د بلخ او فاریاب په شمول یي مختلفو سیمو ته سفرونه وکړل،مولوي صاحب د دعوت او دیني علومو د تدریس لپاره د درزاب ولسوالۍ په ترمن دادي کلي کې سکونت غوره کړ چې هغه مهال درزاب علاقه داري وه او دفاریاب ولایت مربوط وه،په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د سرپل د خواجه چارګنبد سیمې ته لاړ او ۱۳۳۳ لمریز پورې هلته تدریس ته ادامه ورکړه،په همدې کال نوموړی حج ته لاړ او د حج د مبارکې فریضې له اداکولو وروسته بیرته خپل اصلي ټاټوبي لوګر ولایت ته راستون شو او په خپل کلي عباس کلا کې یي ددیني علومو په تدریس پیل وکړ.
مولوي صاحب محمدي تر ۱۳۳۸ لمریز کال پورې په لوګر کې واوسید او دده په قول چې دغه مهال یي په لومړي ځل داسې ګنګوسې واوریدې چې په افغانستان کې د کمونیستانو یوه ډله پیدا شوې چې په پټه فعالیت کوي،خلک بیدینۍ ته دعوتوي او داسلام او مسلمانانو په خلاف ګمراه کوونکي تبلیغات کوي.
په ۱۳۳۸ لمریز کال نوموړی بیرته د سرپل چهارګند سیمې ته لاړ او د تدریس او امامت دنده یې پیل کړه،یوکال وروسته یې د سرپل په تاش ګذر سیمه کې یو مقدار ځمکه واخیسته کور یي ورباندې ودان کړ او په ۱۳۴۲ لمریز کال کې یي په لومړي ځل خپل کور هم له لوګر څخه سرپل ته انتقال کړ.
په سرپل کې د ژوند تیرولو په مهال که څه هم د مولوي صاحب معلومه وظیفه تدریس او امامت و،خو نوموړي په مسجد او د ولسي تجمعاتو په مهال په تقاریرو کې د عامه مواعظو تر څنګ همیشه د هیواد په سیاسي اوضاع هم غږیده او په ځانګړي توګه یي د کمونیزم د خطر په وړاندې د هیوادوالو د تنویر او اماده کولو په خبرو ډیر تمرکز کاوو.
په ۱۳۴۵ لمریز کال نوموړي خپل کور یوځل بیا له سرپل څخه لوګر ته انتقال کړ او په لوګر او کابل کې یي د کمونیستانو دتحرکاتو په څار او دولس دتنویر چارې ته تر ۱۳۴۷ لمریز کال پورې دوام ورکړ،دغه مهال چې له کابل څخه د خلق جریده خپریدله او د کمونیستانو رسمي افکار او عقاید یي خپرول مولوي صاحب یي چاپیدونکي ګڼې په دقت تعقیبولې او ساتلې تر څو د کمونیزم په پیژندلو او د اولس د اګاه کولو په چاره کې د شواهدو په حیث ترې استفاده وکړي.
په ۱۳۴۷ لمریز کال مولوي صاحب له همدې جرائدو سره د هیواد په شمال کې د سرپل سنګ چارک سیمې ته لاړ او د تغای خواجه په سیمه کې یي دتدریس او امامت دنده پیل کړه دغه مهال یي نه یوازې په سنګ چارک او شاوخوا سیمو کې د کمونیستانو په ضد د ولس ویښولو مبارزه کوله بلکې د سرپل مرکز او نورو سیمو ته یې سفرونه کول،تردې چې یوه ورځ د جمعې د لمانځه په مهال نوموړي د سرپل په مرکزي جامع مسجد کې د کمونیزم په ضد ترخه او له جذباتو ډکه وینا وکړه،محلي کمونیستان یي سخت وپارول او په معارف کې د خپل نفوذ په توسط یي د سرپل د لیسې کمونیست فکره شاګردان د مظاهرې په حیث راوایستل او د مولوي صاحب محمدنبي محمدي په ضد یي د جوزجان په مرکز شبرغان کې حکومت ته رسمي عریضه وکړه خو داچې تردې مهاله په حکومت کې د متدینو اشخاصو نفوذ زیات و، محکمې مولوي صاحب ته برأت ورکړ او دکمونیستانو هڅه ناکامه شوه.

وکالت او له کمونیستانو سره مخامخ ډغرې:
په ۱۳۴۷ لمریز کال مولوي صاحب له شمال څخه بیرته خپل اصلي ټاټوبي لوګر ولایت ته راغی او په عباس کلا کې میشت شو،دغه مهال دلته هم خصوصا د معارف په بنسټونو کې د کمونیستانو فعالیتونو زور اخیستی و،مولوي صاحب دکمونیزم په خلاف مبارزه خپل اولویت وټاکه او په هرمجلس،هره جنازه ،هر وعظ او هر فرصت نه په استفاده یي د کمونیستانو په ضد تنویري بیانات پیل کړل،تردې چې د سرپل غوندې د برکي برک د لیسې کمونیست شاګردان او استادان یي هم دې ته ورسول چې د نوموړي په ضد مظاهره وکړي،خو مولوي صاحب له خپلې مبارزې پر شا نه شو.
په ۱۳۴۸ لمریز کال کله چې د ولسي جرګې د دیارلسمې دورې انتخابات پیل شول،مولوي صاحب د لوګر ولایت دعلماء کرامو،مشایخو او متدینواشخاصو د ټینګار له امله وکالت ته ځان کاندید کړ،دغه مهال کمونیستانو د پوځ، معارف او نورو بخشونو غوندې په ولسي جرګه کې هم نفوذ کړی و، خو په وړاندې یې د متعهدو او مبارزو وکیلانو شمیر خورا کم و، دهمدې تشې د ډکولو لپاره نوموړي د برکي برک له ولسوالۍ څخه ځان ولسي جرګې ته کاندید کړ خو داچې نوموړي له وړاندې د ولس ذهنیت اماده کړی و،له خپلو ۸ تنو سیالو کاندیدانو څخه یي په لوړ اکثریت رایي وګټلې او په پارلمان کې د لوګر دخلکو وکیل شو.
د پارلمان دا څلور کلنه دوره چې د ظاهرشاهي پارلمان وروستۍ دوره و،د حق او باطل د داعیانو ترمنځ په مناظرو او مشاجرو تیره شوه، په دې دوره کې ۳۶ تنه کمونیست وکیلان پارلمان ته کامیاب شوي و،چې د ببرک کارمل او حفیظ الله امین غوندې ژبور کمونیستان هم په کې وو، په وړاندې یې هغه څوک چې همیشه یې ددوی د کمونیستي نیرنګونو په وړاندې خنډونه ایجادول او ددوی بي دینه څیره یي اولس ته رسوا کوله مولوي محمدنبي محمدي و،چې په هره خبره او هره ناسته کې یي د کمونیستانو په خلاف موضع نیوله .
مولوي صاحب محمدي په دې دوره کې د خپل فعالیت په اړه وایي : د شورى ددغې دورې له پيل څخه تر پاى پوري چي څلورکاله موده يې درلوده زما فعاليت دوه اړخونه درلودل، اول اړخ يې زما مبارزه او مجادله له کمونستو وکيلانو سره وه، چي په دغه دوره کي يې شمېر تقريباً شپږ دېرش کسانو ته ورسيده او په سر کي يې ببرک کارمل او حفيظ الله امين واقع وو، ددې جريان تفصيل په دې ډول سره دى :
د شورى په جلساتوکي به چي کومه موضوع تر بحث لاندي کيدله، دهغې اجندا به قبلاً اعلان شوه چي په آينده جلسه کي فلانۍ موضوع مطرح کېږي، زه به متوجه وم موضوع به مي تحليلوله، چي پوه به شوم په دې موضوع کي کمونستي نظريات ځاى لري او کمونست وکيلان خصوصاً ببرک کارمل به خپل کمونيست نظريات څرګند کړي او کوښښ به وکړي چي موضوع د کمونستي مسلک خوا ته کش کړي، نو ما به ړومبى تر ړومبى بعضي مسلمان او مخلص وکيلان چي له ما سره يې د اخلاص علاقه درلوده، پوه کړل چي په آينده جلسه کي چي فلانۍ موضوع مطرح کېږي په هغې کي به کمونيستان خصوصاً کارمل خپل کمونستي نظريات څرګند او په ډېر طمطراق سره به خپل انحرافي دلائل وړاندي کړي او کوښښ به وکړي چي د وکيلانو په مغزو کي يې ځاى کړي، په هغوى يې ومني او د هغوى ذهنيتونه ور واړوي او په اکثريت سره د نوموړې موضوع په هکله له مجلس څخه دخپل نظر مطابق فيصله ترلاسه کړي، خو تاسو متوجه واوسئ، وګورئ چي د هغه په تقرير او دلائلو ونه غولېږئ او باور پرې ونکړئ، زه به په کارمل پسي متصل نوبت واخلم او دده نظريات به په شرعي او سياسي دلائلو رد کړم او دلائل به يې جرح کړم او تاسي به يې په جديت سره تائيد کړى، دوى به مي آماده کړل او ما به په کارمل پسي متصل نوبت ونيو، ده به چي خپل کفري او کمونستي تقريرونه وکړل او بيانيه به يې خلاصه شوه ما به متصلاً په تقرير شروع وکړه، دده په نظرياتو او دلائلو باندي به مي ردونه وکړل او د مطرح شوې موضوع په هکله به مي سالم اسلامي نظريات په مدلل طور سره ارائه کړل او مصلحتي او مخلصو وکيلانو به په شور او زوږ سره تائيد کړل.
څلور کاله د شورى دوره په دغه شکل زما له (کارمل)، (امين) او نورو کمونستانو سره په مجادله او مبارزه کي تيره شوه ، چي لله الحمد په هيڅ موضوع او هيڅ مرحله کي دوى غالب او کامياب نه شول، بلکي هميشه به ناکام، مغلوب او مقهور وو او د (ان الباطل کان زهوقا) سره به مخامخ وو. والحمدلله على ذالک.
مولوي صاحب محمدنبي محمدي چې د وکالت پرمهال یي د کمونیستانو د فعالیت او دحکومت د ناروا کړنو پر خلاف ټینګه مبارزه کوله او د کمونیستي رهبرانو لکه مارکس، انګلز، لینن ، سټالین او نورو په اړه یي په پارلمان کې همیشه په ترخه ژبه څرګندونې کولې او ددوی افکار یي د دین او انسانیت له دائرې وتلي بلل تردې چې د شوروي حکومت په دې اړه رسما ظاهرشاه ته شکایت وکړ چې ستاسو په پارلمان کې زموږ د رهبرانو سپکاوی کیږي او ظاهرشاه هم له شوروي سره د اړیکو د خرابتیا له ویرې د مولوي ابلاغ په توسط مولوي محمدي صاحب ته احوال ولیږه چې د کمونیستي رهبرانو په اړه دې ترخه ژبه نه کاروي، همدا جریان د داودخان د کودتا تر مهاله روان و، په ۱۳۵۰ لمریز کال نوموړی د دوهم ځل لپاره حج ته لاړ، په ۱۳۵۲ لمریز کال چې کله په هلمند کې ناقلینو ته د ځمکو توزیع پیل شوه مولوي صاحب هم د هلمند په مارجه کې یوه اندازه ځمکه ترلاسه کړه، په همدې کال د داودخان لخوا کودتا وشوه، ظاهرشاهي سلطنت ړنګ او پارلمان منحل شو،مولوي صاحب له لوګر څخه هلمند ته لاړ او هلته لومړی د نادعلي ولسوالۍ دزرغون کلي په سیمه کې د سلیمانخیلو د مسجد امام او بیا په مارجه سیمه کې د امامت او تدریس په دنده بوخت شو، خو څرنګه چې د داودخان په وخت کې کمونیستانو ډیر واک درلود د برکي برک ولسوالۍ د کمونیستانو د شیطانت له امله یوه ډله عسکر د همدې کال د قوس په ۱۷ مه نیټه په هلمند کې د مولوي صاحب کور ته ورغلل ، نوموړی یي ونیو او د بندي په حیث یي کابل ته احضار کړ،په کابل کې له نوموړي څخه تحقیقات پیل شول، خو دری ورځې وروسته دالله تعالی په فضل د حکومت له توقیف څخه آزاد او بیرته هلمند ولایت ته ستون شو چې هلته یي د ثور تر کودتا پورې د تدریس او امامت دندې ته ادامه ورکړه .

هجرت او د جهاد ابتدایي هڅې:
د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور په اوومه نیټه د نورمحمد ترکي په مشرۍ کمونیستانو کودتا وکړه،په وړاندې یي مسلح پاڅون پیل شو او دافغانانو د هجرت او جهاد لړۍ پیل شوه،مولوي صاحب محمدي هم د نورو افغانانو غوندې په هلمند کې له خپل کور څخه هجرت وکړ او د پاکستان د بلوچستان په کویټه کې میشت شو،په کویټه کې یي له مهاجرو علماء کرامو او مخورو سره لیدنې کتنې پیل کړې تر څو د کمونیزم په خلاف د جهاد په اړه ورسره سلا مشورې وکړي،د دغه جریان په اړه مولوي صاحب په خپله داسې توضیحات ورکړي:
د (تره کي) له کودتا څخه دوه هفتې وروسته ما له افغانستان څخه پاکستان ته هجرت وکړ او په کوټه کي مقيم شوم، څو ورځي پس په اول قدم کي ما او دوو کسو علماوو چي يو (مولوي دوست محمد) صاحب د فراه ولايت او بل مولوي سيف الدين اخندزاده دغو دريو نفرو تصميم ونيو چي بايد د (تره کي) د کفري نظام په مقابل کي جهاد پيل کړو.
په دې وخت کي د افغانستان بعضي علماء چي کويټي ته را مهاجر شوي وو او تعداد يې تقريباً دېرش نفرو په شاوخوا کي و چي د کندهار (محمدرسول جان اخندزاده) او (لعلکو اغا) ددوى په جمله کي و، دوى مو سره ټول کړل او د جهاد موضوع مو ورسره مطرح کړه، دوى ټولو موافقه وکړه.

د افغان جهادي حرکت د سرتاسري امیر په حیث ټاکل کیدل:
د داود خان د استبداد او کمونیستانو د اذیت له امله دافغانستان د اسلامي نهضت یو شمیر مشران د داودخان د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې له افغانستانه پاکستان ته مهاجر شوي و، په دې کسانو کې برهان الدین رباني، انجنیرګلبدین حکمتیار،مولوي نصرالله منصور،مولوي حبیب الرحمن،مولوي جلال الدین حقاني،مولوي فتح الله،قاضي محمدامین وقاد،احمدشاه مسعود،مولوي فریدالدین محمود، شیخ جمیل الرحمن او یوشمیر نورمشهور اشخاص شامل وو، د مجاهدینو ددغه ټولي لومړنی مشر مولوي حبیب الرحمن و، خو د نوموړي له نیول کیدو وروسته دمشرۍ په موضوع اختلاف راپورته شول،مجاهدین په دوو ډلو وویشل شول چې د یوې ډلې مشر حکمتیار او د بلې ډلې مشر رباني و،ددغو دوو ډلو ترمنځ بیا بیا د اتحاد کوششونه وشول خو کومه نتیجه یي ورنکړه.
په همدې مهال مولوي محمدنبي محمدي اود فراه ولایت مولوي دوست محمد صاحب په بلوچستان کې دمیشتو مجاهدینو لپاره د وسلو او امکاناتو د موندلو په نیت پیښور ته لاړل ترڅو دمجاهدینو له مشرانو سره وویني.
مولوي محمدنبي محمدي وایي دغه مهال په پیښور کې د مجاهدینو د اتحاد لپاره کوښښ روان و او د مهاجرو علماء کرامو دیرش کسیزه جرګه په دې تلاش کې وه تر څو د ګلبدین حکمتیار او برهان الدین رباني ډلې سره متحدې کړي.
مولوي صاحب محمدي دا جریان داسې روایت کوي : زه او ملګرى مي د علماوو دجرګې مجلس ته ورغلو دوى په (هارون منشن) کې په یوه کرایي اطاق کې راټول و.
په مجلس کي کيناستو، ( انجنیر حکمتيار) راغى، په مجلس کي شامل شو چي مجرد مجلس شروع شو، (حکمتيار) غږ وکړ چي : مجلس ته يو پيشنهاد لرم.
مجلس متوجه شو، ده ماته اشاره وکړه وې ويل که مولوي محمدنبي زموږ امارت قبول کړي زه بغير له قيد او شرط څخه له رباني سره اتفاق کوم، مجلس له ډېري خوشحالي په هيجان کي شو، له هري خوا د شاباس او آفرين نارې شوې، چي کله شور او ځوږ قرار شو، ما مجلس ته وويل چي دا ډېره مهمه موضوع ده، ځکه چي د يوه مملکت په سرنوشت باندي تمسک کول دي، هغه هم په حالت د جنګ او جهاد کي، نو ماته لږ څه فرصت راکړئ چي زه يو څه فکر او تامل وکړم، پس له هغه به د هو يا نه ځواب درکړم، او په زړه کي مي دا تصميم وو چي له دغه مجلس څخه ووتم، مخامخ به کوټي ته ځم، په دغه حال کي دننګرهار د ولايت يو سپين ږيري عالم (مولوي ګل محمد) را ولاړ شو ماته راغى لاس يې په لاس کي راکړ او وې ويل : چي له يوې خوا وطن تباه دى، له بلي خوا دغه دوه نفره (رباني) او (حکمتيار) په اختلاف کي دي، د علماوو جرګه تقريباً دا يوه مياشت کوښښ کوي چي دوى سره اتفاق کړي نه کېږي اوس چي په تا باندي اتفاق راځي، ته څنګه مسلمان يې چي وايي زه به فکر وکړم، بيا به د هو يا نه ځواب درکړم”.
نوموړي مولوي زما لاس هم هغسي کلک نيولى وو او مجلس ته يې مخ واړاوو او غږ يې وکړ : چي د هو ځواب دى دعا پرې وکړئ!
ټولو لاسونه په دعا پورته کړل او دعا يې وکړه، (حکمتيار) د خپلي موافقې خط نوشته کړ، امضاء يې کړ، مجلس (رباني) را وغوښت، جريان يې ورته ووايه هغه هم هغه ليکلى خط امضاء کړ، خبره جوړه شوه، په دغه وخت کي تقريباً د دري سوه نفرو په شاوخوا کي له (حکمتيار) سره وو او د دوه نيم سوه نفرو په شاوخوا کي له (رباني) سره وو چي دا ددوى سابقه نفر وو او نور مهاجر هم مسلسل پاکستان ته را روان او دهجرت لړۍ جاري وه.
کله چي د جمعې ورځ راغله، دوى د جلسې اعلان وکړ، د دوى پخواني نفر او بعضي نوي مهاجر د سکندرپورې په جامع جومات کي سره ټول شول چي تخميني تعداد يې يو زر او سل نفره اټکل کيده، جلسې ته (حکمتيار)، (رباني) او (قاضي امين وقاد) خبري وکړې، دخبرو خلاصه مضمون داوو چي موږ په اختلاف کي وو، اوس مو اتفاق وکړ او مولوي محمد نبي (محمدي) مو شرعي امير وټاکه، تاسي به ټول شرعي بيعت ورسره کوئ، زه په ممبر باندي کښينستم، بيعت شروع شو، فرداً فرداً به خلق راتله مصافحه به يې کوله او خپل تعهد به يې اظهاراوه او تيريدل به، تر څو ټول تمام شول.
پس له هغه يې تشکيل جوړ که، (حکمتيار) د فرهنګي انجمن رئيس، (رباني) د نظامي انجمن رئيس او مولوي نصرالله (منصور) د امارت د مقام معاون وټاکل شو، دنورو انجمنونو رئيسان او معاونان هم تعين شول، شورى جوړه شوه، ددې اتحاد نوم (حرکت انقلاب اسلامي افغانستان) کښيښودل شو او په کار مو پيل وکړ.

جهادي دوره:
سره له دې چې د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د مجاهدینو متحد تنظیم په خپل حال پاته نه شو،بلکې په جهادي صف کې پرلپسې انشعابات رامنځته شول تر دې چې د تنظیمونو شمیر اوو ته ورسید، خو مولوي صاحب چې تر پایه د حرکت تنظیم مشر و،د کمونیزم په خلاف جهاد کې د یوه بارز او مخکښ رهبر په حیث فعال پاته شو.
مولوي صاحب محمدنبي محمدي د نورو مجاهدو وروڼو سره اوږه په اوږه د کمونیزم په وړاندې جهاد ته ادامه ورکوله،په دې لړ کې یي د هیواد په ټولو ولایاتو کې خپل مربوط جهادي تشکیلات رامنځته کړل،او دهیواد په لراوبر کې یي د جهادي پاڅون په رابیدارولو کې د نورو مجاهدینو سره په ګډه ستر رول اداء کړ.
د جهاد په اوائلو کې چې مجاهدینو هیڅ نوع وسلې او جنګي اعداد نه درلود او نه هم ورسره بهرنۍ مرستې او امکانات موجود و، د مولوي صاحب په وینا د ۱۳۵۷ لمریز کال تر پایه د مجاهدینو اصلي فعالیت د وسلو او امکاناتو پیدا کول او د جنګیدونکو مجاهدینو روزل و، تردې چې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې مجاهدین تر ډیره جهاد ته اماده او د۱۳۵۸ لمریز کال پسرلني عملیات یې د حمل په پنځمه په ۷ محاذونو کې په هم مهاله توګه پیل کړل چې همداپسرلني عملیات د څوارلس کلن منظم جهاد سرآغاز او پيلامه وه .
د کمونیستانو په خلاف د جهاد او دافغانستان د ازادۍ په مبارزه کې مولوي صاحب نه یوازې په نظامي جهادي بخش کې ستر جهادی خدمتونه ترسره کړل،بلکې په تعلیمي،دعوتي،فرهنګي او رفاهي برخو کې یي هم لوی خدمات انجام کړل،د نوموړي تر اشراف لاندې دمهاجرو افغانانو د تربیې لپاره په سلګونو مدارس،مکاتب او جهادي تربیوي مراکز جوړ شول،د عام اولس د تنویر او توجیه لپاره دعوتي غونډې ، سیمینارونه او پروګرامونه منسجم شول او په مختلفو وسائلو د هیوادوالو د سعادت اوهدایت لپاره خدمتونه ترسره شول.
په ۱۳۶۷ لمریز کال کې چې د ټولو تنظیمونو په ګډون د مجاهدینو عبوري حکومت جوړ شو،مولوي محمدنبي محمدي یې د دفاع وزیر په حیث وټاکل شو،د ډاکټر نجیب د سقوط په مهال نوموړي د مجاهدینو د قیادي شوری غړیتوب درلود او کله چې برهان الدین رباني واک ته ورسید نوموړی یې په خپل سر د لومړني معاون په حیث اعلان کړ خو مولوي محمدي صاحب دغه څوکۍ ونه منله او د رباني له حکومت سره یي پریکون وکړ .

د طالبانو د راتګ په مهال:
په کابل کې د تنظیمي جګړو په مهال مولوي محمد نبي محمدي له هیڅ لوري سره توافق او ملګرتیا نه درلوده بلکې په خپلو بیاناتو کې یي همیشه ښکیلې خواوې سولې او تفاهم ته رابللې،نوموړی د رباني په حکومت کې د کمونیستانو له شتون سره مخالف و له همدې امله یي له دوستم سره هیڅکله په مخامخ کتنه کې برخه وانخیسته،یوځل چې رباني ترکیې ته په سفر تللی و او دوستم یې د کفیل په حیث په ارګ کې په ځای پاته و، مولوي صاحب کابل ته د سفر په مهال د ارګ په ځای پغمان ته لاړ او تر هغه وخته په پغمان کې و چې رباني راغی او دوستم له ارګ څخه مزارشریف ته لاړ .
کله چې د طالبانو اسلامي تحریک د جګړود ټغر ټولولو په نیت قیام وکړ مولوي محمدنبي محمدي یې ټینګ ملاتړ وکړ او په هره سیمه کې یي خپلو قومندانانو ته امر وکړ چې دطالبانو د تحریک ملګري شي،نوموړی د طالبانو د واکمنۍ په مهال د اسلامي امارت ټینګ حامي و، په مطبوعاتي مرکو او غونډو کې یي همیشه د طالبانو له داعیې دفاع او ملاتړ کاوو، او له طالبانو سره د ملاقاتونو په مهال یي همیشه هغوی ته نیکې مشورې او لارښوونې کولې.
د جهاد په مرحله کې د مولوي صاحب د اخبره مشهوره وه چې نورو جهادي مشرانو ته به یي ویل چې دافغانستان له ازادۍ وروسته که تاسو د قدرت څوکۍ ته پورته کیږئ زه به د مسجد لاره نیسم او هیڅ منصب به قبول نکړم،نوموړي دا خبره ثابته کړه او د روسانو له وتلو او دکمونیزم له شکست وروسته یې کاملا ګوشه نشیني اختیار کړه، نه خو د قدرت لپاره په جګړو کې اخته شو او نه یې هم د منصب شوق وکړ.

د امریکایي یرغل په وړاندې دریځ :

unnamed

د امریکایي یرغل په اړه د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي دریځ په غږ کې


د امریکایانو لخوا په افغانستان د یرغل په شپو ورځو کې سره له دې چې حالات فوق العاده امتحاني و،او ټول وطني او منطقوي سیاسیون تر رعب لاندې و،مولوي محمدنبي محمدي په پوره ایماندارۍ دامریکایي یرغل په خلاف خپل موقف څرګند کړ او دامریکا په خلاف جهاد یي فرض عین وباله.
د مولوي صاحب هغه غږیز پیغام چې دامریکایي یرغل په اړه یي خپل دریځ په کې څرګند کړی دی په یوه برخه کي يي داسې راغلي:د امریکا لخوا په افغانستان باندې حمله سراسر ظلم، تجاوز او ناروا اقدام دی او د ټولو نړیوالو اصولو او بین المللي معیارونو څخه مخالفت دی .
زه په ټولو نړیوالو او خصوصا افغان اولس باندې غږ کوم چې ددې فرضي جهاد په مرحله کې له قوي ایمان څخه کار واخلئ په پوره ایماندارۍ او ایماني توکل سره د غیرت ملا وتړئ اود ملکوتي تکبیر په جبروتي نعره سره راپاڅئ ، د امریکا په مقابل کې جهاد شروع کړئ الله تعالی درسره دی هغه قهار او جبار خدای به تاسو ته فتحه درکړي او امریکا به ټوټې ټوټې کړي و ماذالک علی الله بعزیز. والله خیرالناصرین

وفات:
مولوي محمد نبي محمدي صاحب تر اوږده متعهدانه او مجاهدانه ژوندوروسته د ۱۳۸۱ لمریز کال د ثور د میاشتې په دوهمه نیټه چې د ۲۰۰۲ میلادي کال د اپریل له ۲۲ سره سمون خوري د ورپیښې ناروغۍ له امله د دوشنبې په ورځ د مازدیګر په پاو کم څلور بجې د پاکستان د اسلام اباد په یوه روغتون کې د ۸۱ کلنۍ په عمر له فاني دنیا رحلت وکړ اوخپل روح یي رب العلمین ذات ته وسپاره .
د مولوي صاحب د جنازې لمونځ یوه ورځ وروسته د پیښور په چراټ سیمه کې د زرګونو افغان مهاجرینو او ځایي اوسیدونکو په ګډون ترسره شوه او بیا یي جسد افغانستان ته یووړل شو او د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلا سیمه کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

انا لله و انا الیه راجعون

د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي د شخصیت په اړه :
مرحوم مولوي محمدنبي محمدي د افغانستان د عالمانو په منځ کې څو بُعدیز شخصیت و،چې په ښه علم، سیاسي بصیرت، تقوا او اجتماعي اعتبار سربیره ورته الله تعالی ښه فصاحت او دبیان قوه هم اعطاء کړې وه.
نوموړي د ځوانۍ عمر د علم په حصول،باطني تزکیې او ددیني علومو په تدریس کې تیر کړی و،چې د عمر له پختن سره هم مهال د دعوت او سیاست په میدان ورګډ شو،نوموړي د دعوت او سیاست په ډګرونو کې په خورا پیچلو شرایطو کې خپله دنده په پوره امانت دارۍ او متانت سره ترسره کړه،دغه راز یي د عمر په وروستیو کې په جهادي دوره کې هم خپل مکلفیت په ویاړمنه توګه سرته ورساوو او د قدرت او منصب په جګړو کې ورګډ نه شو.
د لوګر ولایت مشهور عالم مرحوم مولوي محمدصادق وایي، چې مولوي محمدنبي صاحب مجاهدینو ته په وینا کې ویل چې : که کوم مسلمان مو مړ کړ د قیامت په ورځ به مو مسؤلیت په خپله غاړه وي،که کوم مجاهد مو خلع سلاح کوي،نو جنګ ورسره مه کوئ، وسله ورکړئ،څادر ټک وهئ او په خپل کور کینئ،ستاسو همدومره مسؤلیت وو نور مسؤلیت نلرئ،مولوي صادق صاحب زیاتوي چې یو وخت خپل قومندانان ورته راغلل او اراده یي وه چې دقدرت لپاره په جګړو کې مداخله وکړو

نوموړي ورته وویل:
قسم په الله تعالی که د یوه مسلمان پوزه ویني کیږي او په نتیجه کې یي محمدي د کابل په تخت کیني نو زه به د یوه مسلمان پوزه هم وینې نه کړم،تخت او قدرت مې په کار نه دی، زما جهاد له شورویانو او دهغوی له مزدورانو سره و، هغه پای ته ورسید،وخت د کونج ته کیدو دی،خدای مکړه که بیا کفري نظام افغانستان ته راغی تر اخري سلګۍ به ورسره جهاد کوو.
د مولوي محمدي صاحب د شخصیت په اړه نړیوال ژورنالیستان او لیکوالان وایي چې نوموړی د جهادي رهبرانو په منځ کې ترټولو لږ خبرې کوونکی کس و، متواضع، نرم خویه،موقر او معتدل شخص و،چې د شورویانو په ضد د مسلح جهاد ډيری برجسته قومندانان ورباندې راټول و،نوموړي په افغانستان کې په اسلامي نظام او د حنفې فقهې په نفاذ باور درلود .
مولوي محمدنبي محمدي د وینا د بلیغ استعداد په څیرد لیکوالۍ په ځانګړې توګه په پښتو او دري ژبو د شعر لیکلو استعداد هم درلود، چې زیاتره لیکل شوي شعرونه یې تصوفي او د وعظ رنګ لري.
په پای کې د مولوي محمد نبي محمدي صاحب په خپل قلم د لیکل شوي وصیت یوه برخه دحسن اختتام په حیث درته رانقلوو چې لیکي:
له پاک خدای سره د تقوی رابطه ټینګه کړئ،د الهي اوامرو په امتثال او له نواهیو څخه په اجتناب پایبند اوسئ،په خپل مینځ کې صمیمانه اتفاق او له صله رحمۍ،مینې او محبت څخه ډک اتحاد کلک وساتئ چې سعادت د دنیا او آخرت په همدې کې مضمر دی،له اقاربو او دوستانو سره د قرابت رشته په صادقانه او مخلصانه طور سره تعقیبوئ،له عامه مسلمانانو سره په اخلاص ،صداقت او حسن اخلاقو سره معامله کوئ،چې دا د اسلام د مبارک دین تقاضا ده.
د افغانستان مسلمان مجاهد او غیرت من او په عین حال کې مظلوم ملت د پاک خدای ددین د حفاظت په خاطر د روسي ظالم د ظالمانه تجاوز به مقابل کې سر سپر کړ،مقدس جهاد یي وکړ په دې جهاد کې یي ځان او اولاد قربان کړ،قادر او غیور خدای په عوض کې تفضلا بي سارې مبینه فتحه ورپه برخه کړه،علاوه په دې باندې یي په دې آخرالزمان او عصرالفتن کې یو اسلامي دیني شرعي سوچه امارت ورپه نصیب کړ، چې سل په سلو کې الهي،رباني او محمدي امارت دی،چې هغه ددین د طالبانو امارت دی،والحمدلله تاسو ته خصوصا او مسلمان مجاهد ملت ته عموما زما وصیت دادی چې ددې امارت او حکومت اطاعت په ځان فرض وبولئ، په عمل کې ممکنه سالمه مرسته هم ورسره وکړئ،چې په دې دور فاسد او اخرالزمان کې دارنګه حکومت یوه الهي عطیه ده،چې پاک خدای د جهاد له برکته په موږ تاسو باندې پیرزو کړې ده،نو حفاظت ، حمایت او اطاعت یي واجب دی،نور مو په لوی رحمن او رحیم خدای پاک باندې سپارم خدای پاک مو حافظ او حامي شه،په آخر کې مې ټول امت مسلمه ته دعا او سلام دی او رب الجلیل ته مې عاجزانه خواست دی چې یا الله په مسلم امت باندې د رحم نظر وکړې،په کوم ذلت کې چې واقع دی او له کومې تباهۍ سره چې مخ دی ته خدایه پاکه نجات ورکړې،اغیارو چې دفساد او فتنې لاسونه په کې ننه ایستي ته یي په خپل جلال او جبروت سره دغه پلید لاسونه لنډ کړې،قادره خدایه هغه مجد او عظمت هغه علو او رفعت چې ددې امت اسلافو ته تا ورکړي وو،یو وار یي بیا ورته اعاده او بازګشت کړه،او تر موعوده وخته پورې یي ورته قائم او دائم وساته.

آمین یا رب العلمین

په پای کې له پاک خدای څخه دتقصیراتو عفو غواړم او له مسلمانانو وروڼو څخه ددعاء او بخشش طمع کوم .
أشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمدا عبده و رسوله
و صلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد واله و اصحابه و احبابه اجمعین و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمین برحمتک یا ارحم الرحمین .

د مولوي محمد نبي محمدي صاحب د شعر پښتو او فارسي نمونې:
الهی
الهی کی صنم خویش را نظاره کنم
به پای بوسی او جان و دل نثاره کنم
حکایت غم هجران و درد و داغ فراق
بطرز رمز یکایک برش شماره کنم
سرم بخاک در کوی یار بگذارم
به مهر و ماه مباهات و افتخاره کنم
چو طفل دامن او را بگیرم اندر کف
به زار زار بگریم و آه و ناره کنم
اسیر دام هوا و قصیر راه رضا
حقیر و زار جفا حیرتم چه چاره کنم
به تیغ صبر و بشمشیر شکر و تیر دعاء
مگر مجاهده با نفسک اماره کنم
کفایتی چو درین کارزار نیست مرا
مدد ز یار بخواهم و استعاره کنم
روم بکوی و درش مامن صفا گیرم
ضرور نیست درین ره که استخاره کنم
پتنگ وار به شمع شمائل جانان
جهان و جان و شرم صرف یک شراره کنم
بعرض و عجز بگویم به محضر دلبر
که ای حبیب و طبیبم بگو چه چاره کنم
به روی پاک محمد به محمدی حقیر
نظر بکن که حیاتم ز سر دوباره کنم
خوښ یم
زه بندي د یار د زلفو په تار خوښ یم
سوی سکور د عاشقۍ په انګار خوښ یم
عشق له خپلو له پردیو بې پروا کړم
زه په دغه استغناء استکبار خوښ یم
که رقیب راباندې وایي تهمتونه
زه د یار د تهمتو په انبار خوښ یم
نه څه اورم نه څه وایمه و چاته
پټه خوله له هر عبثه ګفتار خوښ یم
هیڅ الفت مې له دې خلکو سره نه شي
زه ګوشه له هر بي عقل و هوښیار خوښ یم
زړه مې هسې شان کوټلی دی غمونو
چې له دوست او له دښمنه بیزار خوښ یم
د ریا له عبادته مې توبه ده
د اخلاص په میو مست او خمار خوښ یم
چې د پاکو په جامه کې ناپاکي کا
زه کنار له داسې ټګ او غدار خوښ یم
که هر څو زه مختورن یمه خالق ته
د مخلوق له غدارۍ نه کنار خوښ یم
ګوښه توب له دې عالمه مې زړه غواړي
د اغیارو له صحبته په غار خوښ یم
سیاست د زمانې مې زړه وهلی
زه د فقر او غریبۍ په روزګار خوښ یم
له چوکۍ او له څوکۍ نه توبه ګار یم
ناست د خاورو او ایرو په انبار خوښ یم
تاج او تخت دی چې یي اهل دنیا غواړي
زه فقیر په خاورو ناست په دستار خوښ یم
اشنايي د خلکو واړه خرخاري ده
له داهسې خرخارۍ په خرکار خوښ یم
نتوانیږم چې له ژونده لاس په سر شم
له دې ژونده د مرګي په ناتار خوښ یم
محمدي نوره ګیله او شکوه بس کړه
پټه خوله په غم کې ډوب غمګسار خوښ یم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
یادونه:
د لوړمتن په ترتیب کې له لاندې مآخذو استفاده شوې.
ــ د مولوي صاحب محمدنبي محمدي خپل لیکلي یاداښتونه چې له کورنۍ څخه یي ترلاسه شوي.
ــ د لوګر نومیالي عالمان . د مولوي شیراغا رشیدي تصنیف
ــ د حرکت انقلاب اسلامي د مشرمولوي محمد نبي محمدي سره مرکه ــ ملامحمد حسین مستسعد

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.