Home خانه
دا د حاجي قدير مېلمستون وه
دا د حاجي قدير مېلمستون وه
که د کرنلانو او مېجرانو د استراحت ځای؟
د برهانالدین رباني د واکمنۍ پر مهال د ( ISI ) کرنلان او مېجران په بېلابېلو وزارتونو کې د داسې “مشاورينو” په توګه کار کاوه چې عملي او بشپړ اداري صلاحيتونه يې هم لرل. په هماغه وخت کې د کابل سوېل او ختيځ ته تلونکي ټولې لارې د حکمتيار تر مشرۍ لاندې د حزب اسلامي جنګیالیو په واک کې وې، او په دغو لارو یې پوستې جوړې کړې وې. د رباني حکومت هېڅ چارواکی جرأت نه سو کولای چې له دغو پوستو تېر سي او کابل ته داخل سي، ځکه په سروبي کې د زرداد فریادي پوسته د دولتي چارواکو لپاره رښتینی “پلِ صراط” ګرځېدلې وه.
خو هماغه د ( ISI ) کرنلان او مېجران چې د رباني له حکومت سره یې د مشاورانو په توګه کار کاوه، د جلالاباد له لارې له پېښوره تر کابل پورې په ډېره اسانۍ سفر کاوه. کله به چې دا افسران له پېښوره کابل ته روان وه نو په لاره کې به يې په ننګرهار کې د حاجي قدير په مېلمستون کې پاته کېدل، شپه به یې هلته تېره کوله، او بله ورځ به د حاجی قدير وسله والو کسانو هغوی په خوندي ډول کابل ته رسول. همداسې د بېرته ستنېدو پر مهال به هم لومړی د حاجي قدير مېلمستون ته راتلل، بيا به له هغه ځايه جلالاباد او پېښور ته روانېدل.
اوس پوښتنه دا ده چې کله دوی له همدې د سروبي له لارې تلل او راتلل، نو ډګر جنرال زرداد فریادي ولې هېڅ نه سو ویلای؟ په دې توګه چې دوی د رباني حکومت “مشاوران” هم وه؟
یادونه: په انځور کې د هغه وخت د ننګرهار له والي حاجي قدير سره، په چپ لوري کې تور واسکټ اغوستی سړی د پاکستان پوځ د ځانګړو ځواکونو (SSG) کرنل یاسب علي خان دی، او سپین واسکټ لرونکی، ږیرې لرونکی سړی کرنل امام دی






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























