Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 111 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdinمرحوم مدیر صاحب الدین مسکونه قریه زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر.

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
03:17
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
910
نمایش تعداد مطالب
3065860

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

د ارواښاد مولوي عبدالله «فیض الباري» پیژندګلوی

mulawi abdullah abdulbari 1a 200د اسلام داعی، علمی، جهادي او د افغانستان په سیاست کی مطرح شخصیت، د افغانستان پخوانی قاضی القضات او د ستری محکمی رئیس او د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان مرستیال الحاج مولوی عبدالله فیض الباری ژوند ته لنډه کتنه: ارواښاد مولوی صاحب عبدالله فیض الباری د ارواښاد ملا صاحب عبدالقادر اخند زاده زوی چی په ۱۳۲۹ هجری شمسی کال کی د لوګر ولایت په مرکز د حصارک په کلی کی زیږیدلی.

لومړنی دینی زده کړی یی له خپل پلارڅخه چی یودینی عالم اوروحانی شخصیت و سرته رسولی اونوری لوړی خصوصی دینی زده کړی یی دهیواد په یو شمیر لویو دینی مدارسو کی چی دلوګر اوغزنی ولایت دینی مدارس اودکندوز ولایت د تخارستان دارالعلوم کی دهیواد له یوشمیر نامتو اوجیدو علما، کرامو څخه ترسره کړیدی. خدای بښلی مولوی صاحب په ۱۳۵۷ کال کی دکابل پوهنتون دشرعیاتو د پوهنځی دفقه اوقانون درشتی دوروستنی ټولګی اول نمره محصل و چی ۱۳۵۷ ه ش کال دثور په اوومه دکمونیستی رژیم کرغیــړنی کودتاه یوځل بیا افغانان دغم اوبد بختی په ټغر کښینول نوموړی هم دخپل دینی اواسلامی مسولیت اورسالت پر اساس دتحصیل په څنګ کی یی دحق دعوت اوباطل په وړاندی مبارزه کی دهیڅ ډول تهدیدونو پروا نه ساتله اوداخرنی سمستر یواځی څو امتحانونه یی پاتی و چی بیا هم نوموړی دخپلوپاکو او باعزمه احساساتو حتی څو ساعتونه هم دسره ښکیلاک دغلامی لاندی ژوند ونه شو زغملای اوبیایی هم دتحصیل په ځای د مقدس جهاد ډګر ته ترجیح ورکړه اوپاتی امتحانونه یی دکابل دفتحی اوکمونیستی رژیم له نسکوریدو وروسته تکمیل او له یاد پوهنځی څخه یی دفراغت سند ترلاسه کړچی داپخپله دتحصیل سره دنوموړی بی نهایت دعلاقمندی اوټینګ عزم ښکارندویی کوی. دخدای بښلی مولوی صاحب د دینی سیاسی او جهادی مبارزی دو هم ډګر دلوګرولایت و چی نوموړی پکی پوره دوه کاله دمجاهدینو په صفوفو کی دحرکت انقلاب اسلامی د تنظیم فرهنګی مسؤل و چی بیا نوموړی دحرکت انقلاب اسلامی دامیر ارواښاد مولوی صاحب محمد نبی محمدی په غوښتنه دمجاهدینودهجرت دیارته راوغوښتل شوچی بیا دهغه په هدایت دنوموړی تنظیم فرهنګی ریس اوداجراییه شورا غړۍ شو همدارنګه خدای بښلی مولوی صاحب دنوموړی دندی په خواکی دمجاهدینو دبچیانو دښوونی اوروزنی دنصاب عضواوبیا ریس وټاکل شو چی دارواښاد مولوی صاحب دلوړفکر په بنسټ جوړشوی ښوونیزنصاب دافغانستان دښوونیزو نصابونو په منځ کی ترټولو ممتاز نصاب بللی شوعلاوه پردی جناب مولوی صاحب په پیښورکی دمجاهدینو دموقت حکومت داوپراسیون دعمومی ریاست اودفاع وزارت نماینده او دتنویرالمجاهدین دریاست ریس هم و. دکابل دفتحی پرمهال خدای بښلی مولوی صاحب دحرکت انقلاب اسلامی دتنظیم باصلاحیته نماینده اودهغه پنځوس کسیزه هیآت برجسته غړی و چی موخه یی دکمونیستی پرځول شوی نظام دقدرت انتقال اودمجاهدینو دیوواقعی آرمانی اسلامی نظام جوړول و. محترم مولوی صاحب دخپل لوړلیاقت او فوق العاده استعداد په اساس په نوموړی نظام کی دافغانستان دجهادی شورا عمومی منشی او دافغانستان داسلامی دولت قاضی القضات اودستری محکمی ریس وټاکل شو. علاوه پردی ارواښاد مولوی صاحب په کابل کی د حرکت انقلاب اسلامی دمرکزی دفترسرپرست او دنوموړی تنظیم نماینده هم و. د یادونی وړده چی دافغانستان په ستره محکمه کی دارواښاد په ابتکار رامځته شوی نوښتونه تراوسه هم دکاڼی دکرښی په شان په ځای پاته دی. په افغانستان کی دمجاهدینود یوباثباته واقعی اسلامي نظام ارمانجن مولوی صاحب په کابل کی دکورنیوجګړو دپیل نه وروسته دحرکت انقلاب اسلامی د سترقایداو آمیرارواښاد مولوی صاحب محمد نبی محمدي په خوښه اوهدایت د خپلی دندی څخه استعفا وکړه اوله هغه وروسته د ژوند ترآخرنی ورځی دوخت حکومتونو ورته دافغانستان دستری محکمی دریاست په ګډون د خپلی خوښی وزارتونو او لوړو حکومتی دندو دترسره کولو مکرر وړاندیزونه کول اویو زیات شمیر دوستانو به هم د نوموړی له خوا نه ددغه وړاندیزونو په منلو ټینګار کاوه خو ارواښاد به په جدیت سره ردول او ویل به یی هغه څه چی زما آرمان و ونه شول نور نو دحکومتی لوړو دندو په ځای چی دملت آرمانونه پکی تحقق ونه موی همدا د ملنګی ژوند غوره بولم. خوبیا یی هم د خپلی دینی اوعلمی مبارزی ډګرسوړ ندی پریښی او د وخت د نظامونو دناصح او مصلح په توګه یی تل نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی چی له دی جملی څخه یی د ۱۳۹۴ ه ش کال د ثور په اتمه په لوګرولایت کی هغه هراړخیزه وروستنی تاریخی وینا چی دافغانستان اونړی په موجوده حالاتو، افغانستان اونړی کی دمسلمانانو په هیلواو په هیواد کی دحکومت او ملت په مسولیتونو متمرکزه وه یادولی شو چی دچارواکو اوهیوادوالودتکبیر په بی اختیاره نعرواوهغه ته داحترام په دریدو بدرګه کیده . ارواښاد مولوی صاحب د افغانستان اونړۍ د سیاسي حالاتود څیړنی په خوا کی د شاګردانو د روزنی، تدریس او تالیف مسولیتونه هم خپله اهمه دینی وجیبه بلله چی دلوګر ولایت د محمدی دارالعلوم تآسیس یی دبیلګی په توګه یادولای شو چی نن سلګونه شاګردان آن ترڅوارلسم ټولګي پکی رسمي زده کړی کوي او نوموړي پکی دخپل ژوند تروروستنۍ ورځی پوری د استاد او رهنما په حیث کارکاوه. علاوه پردی ارواښاد مولوی صاحب د خپل مبارک ژوند په دوران کی زیات علمي اثار لیکلی دي او یوه لحظه هم ورباندی بی مطالعی ،تحقیق او لیکني څخه نه تیریده . (د اسلامي دولتونو انحطاط د نوي استعمارپه مقابل کی له قرآن څخه پیداکړئ) دارواښاد هغه لیکلی اثر دی چی فقط دوه ورځی مخکی له وفات څخه یی تکمیل کړ. او نور تکمیل شوي اثار یی عبارت دی له :قرآنکریم دژباړی ډولونه اوحکم د تفاسیرو،احادیثواو فقهی په رڼاکی ، فقهی قواعد، طبقات الفقهاْ ، تنویرالمجاهدین، الموجزفی العقیده، الموجزفی اصول فقه الحنفی، دنورالانوارپښتو ژباړه، دهدایی د بیعی او شفعی برخی ترجمه، د سورت بقره ترجمه او تحقیق، د سورت یوسف ترجمه اوتحقیق، او ځینی نوری تصوفي اوسیاسي لیکنی . پاتی د نه وی چی د ارواښاد مولوی صاحب زیاتی مقالی ، دینی اوسیاسی لیکنی اومرکی په یوشمیر ملی او بین المللی رسنیو کی هم خپری شویدی او ځینی نور غــږیز او ویډیویی ریکارډونه چی مختلف دینی او سیاسی موضوعات په بر کی نیسی دنوموړی د تنده ماتوونکو اثارو څه بللی شو د ارواښاد مولوی صاحب وروستی ارمان د علماو مجاهدینو او متدینو روشن فکرانو او له هغه څخه دحرکت انقلاب اسلامی د یوباکفایته دیني او سیاسي ټولنی رامنځته کول و چی په هغه کی د یوواقعی اسلامی نظام د تحقق کفایت متصور وي . چی هدف یی دحرکت انقلاب اسلامی افغانستان د تنظیم په ښه او پرمختللی بڼه را ژوندی کول و. او ددی هدف لپاره یی ډیری صادقانه، مخلصانه او نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی تر هغه چی ونه شو نو بیایی دحرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان دتنظیم په رسمیت موافقه وکړه ولی دتنظیم دټولو مجاهدینو او علما‌‌ؤ ټینګار دا ‌‌‌‌‌‌‌و چه مرحوم مولوی صاحب د ددی تنظیم مشری اورهبری په غاړه واخلی ولی ارواښاد مولوی صاحب به په جدیت سره رد کوله او تل به یی ویل چی زه دځان لپاره نه بلکی دعلما‌ؤ اومجاهدینودآرمانونو د پوره کولو لپاره یوی باثباته پایګاه ته معتقد یم اومناسبه داده چه یوځوان او با انرژی شخص چی د ډیرو منډو او ترړو زغم ولری دغه مسؤلیت په غاړه واخلی چی بیا دتنظیم دټولومجاهدینواوعلماؤ په مکرر ټینګار مرحوم مولوی صاحب دهمدی تنظیم دمرستیال په توګه انتخاب شو. نوموړی دغه ارمان ته درسیدولپاره حتی دخپل ژوند داخرنی ورځی وروستنی شیبی یی هم ددغو مبارزوملګرو سره تیری کړی چه له هغوی سره یی دا دژوند وروستنی مخه ښه وه. ارواښاد مولوی صاحب د ۱۳۹۴ ه-ش کال دثور دمیاشتی په یوولسمه د جمعی د سهار په څلورنیموبجو دسهار د لمانځه د ادا کولووروسته دقرآنکریم د تلاوت پرمهال د اجل داعی ته لبیک ووایه او هغه وروستنی ارمان او عرض یی خپل لوی څښتن ته یووړ.

(انا لله وانا الیه راجعون)

روح دی ښاد او یادونه دی تل ژوندي وي.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.