Home خانه
مرحوم ډګر جنرال، فرقه مشر خواجه فیض محمد خان عباسي
مرحوم ډګر جنرال، فرقه مشر خواجه فیض محمد خان عباسي
مرحوم ډګر جنرال، فرقه مشر خواجه فیض محمد خان عباسي (کلنګاری)، د خواجه نواب خان زوی او د خواجه ګلزار خان لمسی و، چې د عباسیانو له کورنۍ سره تړاو درلود. فیض محمد خان د ظاهر شاه د دورې له مهمو شخصیتونو څخه شمېرل کېده.
هغه د لوګر ولایت د کلنګار په سیمه کې زېږېدلی و او د هېواد په جنوبي سیمو کې یې د اوږدې مودې لپاره د قدر وړ او اغېزمن خدمات ترسره کړي دي. د ده د واکمنۍ پر مهال په جنوبي ولایتونو کې مکتبونه، روغتونونه، سړکونه او د ژوند ډېر بنسټیز اسانتیاوې جوړې شوې، چې دغه سیمې یې نږدې نیمه ښاري بڼه خپله کړه.
ډېر پوهان او د جنوبي سیمو مخور شخصیتونه د مرحوم فیض محمد خان د تعلیمي هڅو او زمینې برابرولو له برکته په ټولنه کې راټوکېدلي دي. د جنوبي سیمو مشران او ډېری ځوانان هغه د “سور جنرال” په نوم پېژني او ژور درناوی ورته لري.
هغه د ظاهر شاه په دربار کې لوړ مقام او ځانګړی احترام درلود. ان داسې هم ویل کېږي چې ظاهر شاه به هغه ته “کاکا” خطاب کاوه.
وروسته د درملنې لپاره د افغانستان د دولت له خوا جرمني ته واستول شو، خو له بده مرغه هلته وفات شو. د هغه جنازه د کورنۍ او شاهي کورنۍ په غوښتنه په کابل کې د تپۀ مرنجان (تپۀ نادر خان) کې خاورو ته وسپارل شوه، ځکه چې فیض محمد خان د شاهي کورنۍ د غړي په توګه ګڼل کېده.
هغه یو مدبر، هوښیار او د لوړ فکر خاوند انسان و. مرحوم د اوږدې مودې لپاره د پکتیا د نائب الحکومه او د درېیم قول اردو د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي.
ګرانو ملګرو کولای شئ خپلې خاطرې، نظریات او روایتونه له موږ سره شریک کړئ.
په درناوي
عبدالصمد عزیزی





























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























