Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 62 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
15:37
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4238775

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

مرحوم محمد علم بڅرکی

مرحوم محمد علم بڅرکی

592519230 2978732995645010 5040120488481528784 nجنتي زحمت کښ

مرحوم محمد علم بڅرکی د یوه خوب دلیدلو په جرم څرنګه د عدام یا عمري بند د حکم څخه نجات پیدا کی ؟

کله چی د محمد علم بڅرکی د (جنتی زحمت کښ ) په نوم مضمون د هغه وخت په بیلا بیلو خپرونو کی په پراخه پیمانه خپور سو .

نو سمدستی يوه ډله خلک (لکه ځيني ملايان اوخوندان، خانان ، ددولت لوړ پوړي چارواکي اودټولني ورسته پاته خلک )دمرحوم محمد علم بڅر کي پر مضمون با ندي عصبيان سوي دا هغه کسان وه چي دمرحوم محمد علم دفکر مخاليفه وه او نوموړی مضمون يې نه خوښیدی .

نو په همدغه سبب په ټولنه کی دملایانو دوی ډلی جوړي سوي ، چي يوه يي دمضمون مخاليفه ډله وه اوبله یي هم موافقه ډله وه مخاليفينو نوموړى خوب يوشيطاني خوب ګاڼه خو دمرحوم محمد علم بڅركي پلويانو ملايانو بيا نوموړی خوب یو رحمانی خوب گانه او د دې ادعا د ثبوت لپاره یې د سلامی علماوو د خوبونو بیلا بیلي بیلګی بیانولی او د معتبره احادیثو په حوله به یې دا یو رحماني خوب ګاڼه . د دغو ډلو تر منځ به تل بحثونه کیدل او یو پر بل به یې نیوکی هم کولی .

هغه مولوی صاحبان چي دمرحوم محمد علم بڅرکی پلویان ووه ، دهغوی دلايل دير قوي اوپه اگهانه توکه یی نوموړی مضمون یا خوب یو رحمانی خوب او دافغانستان دخلکو او اسلام د اصولو سره برابرګاڼه ، خو هغه ملایان چي ددي نظريه مخالف لوری کی ولاړوه هغه کسان وه چي دخينو خانانو او دولتی حلقو دخوا تحریک كيدل .

نوموري بحثونه په دكندهار په اطلاعات او کلتور په چمنانو کي سره کيدل . په دې وخت کي چي زما پياد دي د ملایا نو رش یا بیروبار خورا ډيرو و ځینو ملایانو داسي هڅي هم كولي چي دخلکو احساسات د مرحوم بڅرکی په مقابل کي را وپاروي او يوه غټه موضوع ځنی جوړه کړی خو د دې توان یې ونه درلودی ځکه چی د مرحوم بڅرکی په طرف کي عام ولس منورين اوډير درانه ملایان ودريدل .

لکه څنګه چي مووويل په نوموړي مسئله او مناقشه کي ترډیره ځایه د خانانو اوزړو بروکراتانو ونډه هم وه ، نو يې په محکمه کي پر مرحوم محمد علم بڅرکي باندي رسمي عرض او ادعا وکړه ، څو چی دا ثابته کړي چي نوموری خوب دشریعت خلاف دی او قاضيانوهم نوموړي موضوع ترهغه سره لوړه کړه چي تر ورستی محکمي پوري يې ورسوله او په پای کې پریکړه صادره شوه چي نوموړی مضمون دخانانو خلاف ليکل سوی دی او په ټولنه کي فساد را پيدا کوي .

په نتيجه كي يي مر حوم محمد علم بڅرکي ته ددايمي زندان پریکړه وکړه ؛ خو څر نگه چي دټول عمر زندان او مرگ حکم يوازي شاه امضا کاوه، نود محمد ظاهر شاه یاور اونورو مسؤلو کسانوچي و پاچاته نوموړي پيښه په هغه خپل اصلي خصوصیت سره واضیح اوبیان کړه، هغه يعني پاچا محمد ظاهر خان ودي ته بيخي په حيرت كي سو، چي يوليکوال دومره ښه تحلیل يې دټولني کړی دی اوزموږ ټولنه يې په خپل هغه اصلي ډول پيژندلې او هغه يي تعبير کړيده،.

دلته نا اهله کسان را پيدا کيږي اوزموږ دهیواد ليکوالان بيروي اوپه دغسي دسيسويي زندانوته استوي ؛ دايي ډيره ظالمانه وبلل او د مکتوب لاندي يي په ډير وضاحت سره وليکل چي نوموړي دوسيه دي وسائل سي. پا چا وقاضي القضات ته وويل چي نوموړي ليكوال زما دتجريبي له مخي هم رښتيا واي : ځکه چي ما هم په دي هیواد کی څلویښت کاله خدمت وکړ لیکن زما دخدمت په نتیجه کی خيني خلک نه دي خوشحاله اودنوموري خوب تعبیر او نتیجه باید خلک درک کړي .

د (جنتـــي زحمتګښ ) د خوب کیسه داسي پیل کیږي :

محمد علم بڅركي لیکی :

چي زه يوه شپه دیوه خان پرکور میلمه وم ..

خود خانانو ډوډۍ همیشه درنه وي ، خواره يي خوندور او د راز ، راز ویتا مین وډك وي .خوماهم دخورو هر نوع څخه څه ناڅه به پوره اشتیها سره وخوړل ، دخوړلو ورسته دنوموړي خان صاحب په کورکی پر دي درنې ډودی خورلو وروسته هلته بیده سوم .

هر څوک چي دشیی دطرفه درنه دودی وخوړي اوژر هم پر بیده سی نوزموږ به اصطلاح هغه ښه او بد خوبونه وینی ، ما هم خوب ليده چي زه مرسوى يم او جنت ته ولارم به جنت کی مي دجنت راز راز نعمتونه به نصيب وه ،هر څه راته په پراخه پیمانه حاصیل وه او هرڅه چي به مي وغوښتل کمی به يي نه درلودل .

دجنت، ښکلي هوا ښكلي باغونه دشيدو ډكي ويالي، پریمانه شرابونه ، کبابونه، هوري او غيلمان مي پر هر لوري راته څرکندوه خوشحالی او نوري غو ښتني مي ترسره کيدي.

لحظه په لحظ مي دحال او احوال څخه آسماني ملايكي خبريدي او د جنتيانو خبريي اخیستی، دباغو چکرونه او گرخیدل خو په خپل خان کي ماته خوشحالونکي شيبه وه دانسانانو ترمنځ پردودی باندي شخړي نه را منخته کيدي هر يوجنتي زما په شان په خپل شاه وخوا کي هرڅه لرله خودا توله مفت او وړیا وه ، دهیچاه په بل چاه قصد نه کيده چي دی ډير لري او زه کم خو دغه توله په لو مړيو سلو کلونو کي يو په بل سر بیره تقرار کیده او مرخه راته تقرار سوه، ددوهم صدى او دريمي صدى په جريان کي هر څه راته تکرار سوه داخکه هر څه راته بیله زحمته رسيدل ، نه، مي لاس اونه مي هم پښي په ستري كيدې .

خو زما عادت ټول وخت دکار او زحمت په نتيجه کي د ډوډۍ پيدا کيده وه.

هغه قدر چي ماته دکار او زحمت په نتیجه کی دودی خوند را کاوه ، تر دغه مفتی دودی دیروو.

نومي وملايكو ته خواست وکړ چي ماته کار راپيداکي چي زه په يوه کار مشغول سم، خوملایکو ته زما دغه وړاندیز ډیر نوی او د حیرت و روگرخیده، او زما څخه یی پوښتنه وکړل ، چي ته کارته څه ضرورت لري؟

تاته دڅه شي كمبود سته ولی باید کاروکړي؟

که دي په نعمتونوکي کمبودسته خوموږ ته يې راپه گوته کړه چی تاسوته يي په لږ وخت کي تهيه کرم؟

خوبياهم ما هغوی ته خپل وراندی تقرار کر . چي ماته هر څه دلته را رسيږي ، زما دنعمتونو کوم کمي نه سته ، خو زه په دي مفت ژوند او مفتو نعمتونو نه یم اموخته ، زه باید کار وکړم او کارزما دیوه جنتي انسان په صفت غوښتنه ده پسله څه خبرو او بيان څخه مي ملايکي په

دي خبره قانع کړه چي هغه بايد ماته یو کار را پيدا کړي .

هغوی زما وړانديز ومانه او خدای (ج) ته يي زماوړاندیز ورساوه ، هغوی زما خبري والله تعالاته ورسولي او خدای (ج) ماته کار را کی، ملایکوته يې امر وکړ چي داخوښه خبره ده ورته ووايه چي اوم (۷) آسمان جاروکه، ملا يکي هم په ډیره خوشحالي بيرته ماته راغلي اوراته وې ويل چي خه ولارسه اواوم آسمان جارو که زه هم په دې کار سره ډیر خوشحاله سوم ، ولاړم چی اوم آسمان جاروکړم او یو کوچنی جارو يې هم په لاس را کر ما داوم آسمان په جاروکولو پیل وکړ، داوم آسمان جارو کي مي ديوه كونج څخه راواخيستل او په ډیر دقیق ډول مي د يوي را سپارل سوي دندي په څيردا کار را پیل کړه اوکښ ، پښ جارو کوم .

، خو څه وخت وروسته چي بيا سترى سم ډودی خورم چي دوږي نس دوډۍ داسي خوندرا کوي ، چي دجنت په ډیرو کلنوكي مي د داسي دودی څخه خوند هم نه دی اخیستی،

لکه دکار دستر یا څخه ورسته ډوډی ، په همدغه ډول په سلها و كلونه نورهم تيرسوه... خو په پای کي وينم چی اوم آسمان مي توله جارو کړ.

اوداچي كارمي نتيجه ورکړه نوتر حد زيات په دې سره خوشحاله سوم نومي بيرته خپلو مؤظفو ملايکوته احوال ورکړ چي ما بيرته جنت ته بوزى اواوم آسمان مي جاروكي هغوی هم زه بيرته هغه ښواوښاديوته بوتلم كوم چي په خوله يې کيسه کول گران کاردی او په دې پلا کي چي دکار څخه هم سترى سوی یم او ځان يو څه راته غټ هم ښکاري چي : ماخو کار کړی دی ، نو دیو څه وخت دباره بیا په جنت کی گرخم او را گرځیدم .

خو بیا هم په سلهاو كلونه په جنت کی را با ندي تيرسول ، بيا هم دبیکاری څپې را با ندى غالبه کېږی او دا چی څرنګه به سلهاو كلونه را با ندي تير سوه زه نه پوهيرم؟

خولائی تنهای كلونه دي تيريده لري او پرما هم تیر سوه خو بیا هم دیخوا په شان د بل ځل لپاره د کار غوښتنه وکړل اوملا یکو ته می خيل وړا نديز وړا ندي كړورته می وویل چی زه په کارگی خوشحاله یم، زه به کار باندي دیوه انسان به څیر بلد يم بيله كاره ماته دغه ټوله څه را ته هیڅ دي اوزماسات هم به کار ښه تېریږي .

خوڅنگه چي زه جنتى وم نو دجنتي بايد هره غوښتنه قبوله سي نو بيا پر ملا یکی دخدای (ج) حضورته ودريدلي او بيا يي دخپل دي جنتی به با ب ورڅخه غوښتنه وكړه چي هغه جنتي بيا غواري کاروکړي اود كارغو ښتنه کوي، الله (ج) چي ډير مهربانه دی بيا يې امر وکړ چي اوس دي نو بحر الکاهل صاف کړي .

نو دامر سره سم ملایکی را غلی او ماته يې يوه لونته او ستل په لاس را کړه او دبحر به تشولو مي پيل وکړ خو دڅو پيريو په جريان کي مي نوموړی لوی سمندر هم په داسي حال کي وچ کر، چي د لونتو اوستلنوپه خالي کولو سره مي احساس کاوه چي کرا کرا بحر تشيري ، چي په پای کي تول بحرتش سو . د خوب كلونه دي او دخوب کار دی هر څه مي فکر کاوه چي په رښتيا سره تيريږي .

پسله هغه چي مي هم او م آسمان جاروكي او هم مي بحر القاهل تش کی په دوا ړو کارو باندي مي هم خوند واخيست او هم بيرته هغه دكاراو فعاليت د نیا را په زړه سوه.

بيرت مي خپلي ملا يكي خبري کړي او بيا مي وجنت ته دتللو تکل وکړ هغوی هم بيرته جنت ته را وستلم او بيا مي دپخوا په خير دڅو سوو کلونو په جریان کي دبیکاری او چکروهلو څخه خوند وا خیستی ، خو بیا هم بیرته دپخوا په څير د ډیرو چرتونو او چکروهلوڅخه خسته سوم، بیا مي خيلي ملايکي را وغوښتلي او هغه ته مي بيا هم ديوه جنتي به حيث درخواست وکړ چي زه بیا هم کار غوارم، او غواړم چي خان بوخت کرم .

دا ځل لکه زه چي دملايکو څخه شرميدم او نه مي سوای ورته ويلاى چي زه کار غوارم هم دغسي ملا یکی هم پر خدای (ج) نه سو ورتلای اوزه يي يو جنجالي جنتي و كڼلم، خو څر نګه چي زه بیا هم جنتي وم او دجنتي هره غو ښتنه مل كېري نو زما غوښتنه هم ومنل سوه او بيا هم زما دياره ملایکی دلوی او مهربانه خدای (ج) و حضورته ورغله او بیا یی ور ته درخواست و کر...

چی زمور دټولو قاعناتولوی او مهربانه خدايه؛ هغه بنده چي محمد علم بڅركي نومیږي او دخپلو عملونويه نتیجه کی جنتى سوى دى ؛ هغه بیا هم دكار غو ښتنه کوي که چیري دا سي يوكار ورته ورکړی چی هغه دټول عمر دپاره په هغه مصروف او بوخت سي ، نو دا به ترټولوشه .کاروی اومور به هم دهغه دغو ښتنو ځى بيغمه سو.

خدای (ج) چی بیله شکه هم مهربانه او هم رحيم دى امرى وكړجى اوس به یی په یوه داسی کار بوخت کرم، چي ټول عمر بوخت وي او خلاصیدل ونه لري .

ورسه ورته ووايه چي دافغانستان اصلاحات وكړه ملايکي هم په ډیره خوشحالی سره بیرنه راستنى سوي اوورته وه یې ویل ته به دافغانستان اصلاحات وكري.

په دی کار سره زه ډیر خوښ سوم دا ځکه چي دیوه طرفه خو مي دخيل كران هیواد سره مینه او علاقه موجوده وه او د بله پلوه بيا زما د کلونوا ميدونه په همدغه کاركي نغيتي وه.

دخبر په اوریدو ډیر خوشحاله سوم . نو دهمدغه خایه یی په مستقیم ډول دکندهار دښار په هرات دروازه کي پلي كړم داچي پسله ډيروخته خپلو خلکو ته را ستون سوم ، نوهغه خوشحالي مي احساسول چي تر اوسه مي نه وه احساس كري .

نومي سمدلاسه په کار او هدفمندانه کار او فعالیت لاس پوري کړی اولو مری بیا نيه مي دخلک په منځ کي دکندهار د چار سو په منځ کي ور کړه او خپل اصلاحي پروگرام مي دخلکو په منځ كي طرحه او وړاندی کړل .

خلکو ته مي دعوت ور کر، چي دنړی دهيوادونوپوسیال هیواد باید موږ دخپل هیواد نه جور کرو ، دخپل لاس محصول باید پرې نږدوچي مفتخوره ني وخوري ، بايد دخپل کار، خپل ابتکارکته خپله دزحمت کښ انسان د ز حمتونو راحت اولاسته را وړنه سي، پرديو هيوادوته موږ ددې زمینه برا بره نه کړو چي په مور كي خاي ونيسي او زمور خلک بيرته پرموږ باندي استعمال کړي او په خپلو کي موهم سره وجنګوي او تولنیز ژوند مورا متزلزله او ضعيفه کړي.

موږ باید په هره ساحه کي دژوند په چارو ، دټولنيزو کارونو او دهیواد په وړاندي خپل افغاني او دخلکو دارادی سره سم جورسوي اصول او قوانين ولرو افغانستان دافغانانو دی ، و هیڅ بیگانه ته د مداخلی اجازه ور نه کړو، دنړی د عمومي پر مختګ سره خانونه عيار کړو او د تکامل پرلوردنړی په سیالي کي خانونه تر نورو کم و نه گنو، خپل تاریخ ته متوجه سو ، دآزادی په قدروپوهیږو اودپلرنو اونیکه ګانو قربانی دهيواديا لني روحیه اوزحمتونه باید ژوندي وساتواودغه هيواد چي زموږ اوسني نسل ته په میراث را پاته سوى دى ،

باید راتلونکی نسل ته یی دیوه امانت به توگه ور وسيارو كنه نوموږ دهیواد ، خلکو او مذهب په وړاندي مسؤليت لرواو ددى دنيا د حساب او دهغه دنيا دحساب څخه بايد و بيريږو، دا ځکه چی خلک دتاریخ جورونکي دي او په هروخت او زمان کی زموږ څخه حساب غواړي.

نوموړی بيانيه مي لومرى دكندهار په چارسو کی و خلک ته واوروله او بيا ولاړم، کابل او د کابل په پل باغ عمومي کي مي هم خپل بیان داسی راپیل کر :

گرانو هيوادوالوافغانستان دافغانانودی ، خپله افغانان ددي خاوري ماليكان او ساتونکي دي. خپل قومونه ، خيل خلک خپل مشران تاسو حمايه کړی دخپل تاريخه زده كړه وكړى اوویاړ یی ستاسودی ، تاسي تاريخ جوړونکي یاست پردي هیوادونه ستاسو سره ببغرضه اوبى هدفه مرسته نه کوی .

، نور هیوادودنه ستاسو سر معمله كوي او خپلي كټي غواړي ، تاسو دهيواد دننه اودبا ندي دښمنانو سره ملي مبارزه پرملي اتحاد او خپلو ملي ګتوباندي ترسره کړی. اوداسي نور.

هغه څه چي مي پر ذهن سمي لكيدلي هغه خبري مي دهيواد وخلکو ته ، په مختليفو ولايتونوکي لکه مزار شریف ، کندهار ، ننگرهار ، لغمان ، کابل ، هرات اوداسي نورو ولايتونوكي وړاندي کړل او په پرله پسې توګه مي دخلکو په پراخه ګڼه ګوڼه کي هغه خبري وکړي چي( ښه کوی بد مه کوی) ترعنوان لاندي مي خپل دزړه ټول حال او احوال دخلکو سره شریک کړ. او خلکو هم په ډیرښه غوږ زما بياتونه واوريدل .

دبده مرغه چي وخت تيريږي زما د خبرو نتيجه منفي را وزي اود دښمن تبليغ زما ترتبليغ مؤثره تماميږي زه چی هر څه کوښښ کوم هغه ګټه نه کوي ؛ په پای کي اوزي را پسي خپرې سوي چي محمد علم بڅركى دخارجي هيوادو څخه ديوه هيواد اجنت او نما ینده دی (جاسوس دی. په دې باب ډول ډول تبلیغات خپريږي اوزه یې هم اورم ، څوک وايي: داتحاد جماهير شوروي شورويانو) جاسوس دی، څوک وايي د امریکانیانو جاسوس دی، څوک مي په پا کستان پوري تړي او څوک مي هم ایران او انګريزانو پوري تړي؛ خو دا توله مي پر خان ومنل او خپلي افغاني ملي مبارزې ته مي په افغاني او اسلامي روحيه سره ادامه ورکړه،

خوهیڅ تاثیر هم نه کوی ، کله چي دخان سره دمایوسی به روحیه فکر کوم بیا هم تر پخوا می لاخوابده سي ؛ داځکه چي مايوسی خوبیخی نا کامی ده . اوزه نا کامی نه منم په تیره بیا بیا دهیواد په کارونو کي چي دخلکو ژوند و رخ تربلي ورخی

زموږ په هيوادکي مخ پر خرابیدو روان دي .

فقر بيسوادي اودخانانو ظلمونه پر محکوموولسوونو هر افغان ودي ته هڅوي چي دخپلو خلکو دپاره خانونه ستړي كري.

نو ماته هم دملت او خلکودسو کالی په لاره کی د هلو ځلو بسول او مآیو سیت عیب معلو ميري خوپه نتيجه کی پردغه ټولو خبروبرسيره چي دهیواد سره مي مينه او علاقه درلودله او دا يو ښه چانس زما دپاره را ته برابر سوی وو بيا مي هم ونه کولای سوم چي ددی هیواد دخلکو دخدمت مصدر و گرخم .

دډير، فعالیت څخه ورسته و دي نتیجه و رسیدم چي. زما فعالیت دوخت ضايع کيدل دي او په نتيجه کي دجاسوس تاپه را باندي وهل كيږي ، نومي لازمه وکتل چي پردې خلکو زما د .خدمت نه داچي احسان نسته ؛ بلکي نور هم زما په مقابل کي مخالفت ډيريږي.

نومي پسله هغه وخپلو ملايکوته بيرته وويل چي ما بيرته وجنت ته پورته کی، هغوی هم راغلل اوزه يې بيرته د آسمانونو پرلورپورته کړم ، په لاره کي په ډیر درانه چورت اوفکرکي تللی یم چي داخوز مادپاره يوه ښه موقع برابره سوي وه اودخپل هیواد دخدمت چانس وو چي دا زما دكلونو ، کلونو امید اوآرزوهم وه

. خواوس زه بيرته دخپل هیواد څخه راستون سوم په دې فکر کي ډوب تللی يم ؛ چي په غوږ کي مي يوه شيطان را ته وویل : (( بڅرکی صاحب ! ما نه وه درته ويلي چي دافغانستان دخلکو خدمت کول ګران کاردی ، تر څوزه ژوندی یم هیڅوک افغانستان نه سي آبادولای ، خکه زه دهغوی دممبر مشریم.)) ما ته په دي خبره سره نور هم خښم او قهر راغلی نومي پرشيطان مخ را واړاوه او یوه کلکه چپلاخه می پردغه مخ ورسره کړه چي دچا پيري يا چپلاخي په غت ږغ زه دخوبه راوپا څیدم؛ که گورم چي دهغه خان كره چي زه میلمه و مه دهغه تر پزي ويني رارواني دي اومخ يې په وينو سوردی اوزما وخواته په قهراو غضب سره ګوري نومي. كلمه وويل او پرخان مي چوه کړل .

مأخذ : د محمد علم بڅرکی د ژوند ځني برخي

زما نور مضامین د دعوت میډیا په سایت کی لوستلای سئ .

پـــــــــای

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.