Home خانه
ډاکټر نجیب الله؛ هغه شخصیت چې د ډيرو مخالفیونو او ډيرو پلویانو درلودونکی دی
ډاکټر نجیب الله؛ هغه شخصیت چې د ډيرو مخالفیونو او ډيرو پلویانو درلودونکی دی
که د ډاکټر نجیب الله شخصیت تر مطالعې لاندې ونیسو، نو د هغه ژوند پر دریو برخو ویشلای شو. نجیب د ځوانۍ په مرحله کې؛ دوهمه مرحله د ډاکټر نجیب الله د خاد دورې د مشرۍ حالت دی، چې ویل کېدل هغه به سیاسي بندیان په خپله وهل او شکنجه کول یې او همدارنګه د هرات د قیام په ځپلو کې د ګڼو سرتېرو او عامو خلکو په وژنو تورن دی. خو درېیم یې د ولسمشرۍ حالت؛ هغه حالت دی چې د دواړو تیرو دورو بیخي برعکس او سرچپه ورته ویلای شو. په دې معنا چې د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ په دوره کې د بدلونونو، د ملي روغې، جوړې لپاره د زیاتو هلو ځلو او نه ستړې کېدونکو هڅو، د واک څخه ګوښه کېدل، په هيواد کې دننه پاتېدل او بیا د هغه وژنه هغه څه دي چې یو څوک متفاوت ډاکټر نجیب الله مطالعه کوي.
ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په خپل اثر ( افغان – شوروي جګړه) کې د هغه د شخصیت په باره کې لیکي چې ډاکټر نجیب الله د ګورباچوف او شیواردنازي په سپارښتنه په یو لړ سمونونو پيل وکړ، ده په ظاهر کې له هغو کمونستي تمرینونو څخه لاس واخیست، چې د خلقي رژیم او کارمل په وخت کې يې کول. ځان یې مسلمان وښود او د پل خشتي په لوی جومات کې یې د جمعې ورځې لمنځونه له نورو مسلمانانو سره په ګډه ادا کول. په ښار کې یې د شپې ګرځ بندیز، چې په ۱۹۸۰ مې د کابل ښاریانو لخوا تر پاڅون وروسته لګېدلی و، لغوه کړ؛ بندیان یې جوپه، جوپه ازاد کړه او د سولې کمیسیونونه یې په کار واچول.
ډاکټر نجیب الله د غوايي تر کودتا وړاندې د شوروي سفارت سره اړيکې درلودې او څو ځلې شوروي ته د جاسوسي زده کړو لپاره تللی دی.
دی يو ډېر پوه سړی وه، خو د خپلو نورو ملگرو په منځ کې د تکړه جوسې له مخې د نجيب گو په نامه مشهوره شوی و. ویل کیږي چې هغه سوک وهونکی هم و او سیاسي بندیان به یې په خپله په سوکانو او لغتو وهل.
شهزاده مصطفی ظاهر د نجیب الله د شخصیت اړوند ما ته وویل:
نجیب الله که کمونیست هم و، مګر هيواد او بیت المال ته خاین نه و، هغه چې کله واک تر لاسه کړ، نو د خاد د مهال سره یې په کړنو او افکارو کې ښکاره بدلون راغی. هغه ملي شتمني وساتله او څو ځلې یې روم ته د ملي روغې، جوړې لپاره د ملت بابا سره د اړيکې ټینګولو لپاره زنګونه ووهل.
د کي جي بي پخوانی مشر جنرال کریوچکوف په خپل (افغانستان له شخصي دوسیې څخه) اثر کې د ډاکټر نجیب الله د شخصیت په اړوند لیکي:
نجیب الله باانرژي ځوان، تعلیم کړی او په ځوان عمر کې یې وکولای شوای، چې د ژوند تجربه حاصله کړي. او زیاتوي چې یوه ورځ ما نجیب الله ته د یوې لیدنې او کتنې په ترڅ کې د نیمې ټوکې په توګه وویل: چې دی دوې نيمګرتياوې لري، چې هغه له اندازې ډېر تمدن توب او ځواني ده. تمدنتوب په دې مانا چې له پړاونو وهلو پرته د ټولنې د پرمختګ لپاره ټوپ اچول دي.
د افغانستان پر معاصر تاریخ د یوې لنډې کتنې لیکوال وايي: نجیب الله ډېر محبتي سړی و، خو کله چې به قهر ورغی، نو بیا یې رحم نه پېژندی او د هغه په وینا چې د هغه د کمزورۍ یو ټکی دا و چې سمتي علایق یې زیات پالل. همدارنګه زیاتوي چې، دی یو ماهر او زړور سیاستمدار و او په سختو شرایطو کې د واک پر ګډۍ کښېناست، له ستونزو نه ډارېده، د هغه سره ګوندي ملګرو ناځواني وکړه. ځکه ده غوښتل چې د مجاهدينو سره په خپل زړه روغه، جوړه وکړي، مګر ګوندي ملګرو یې پر وړاندې خنډونه جوړ کړه.
تورن جنرال دولت وزیری په خپل اثر ( د افغانستان د وسله پوځ تاریخ) کې لیکي، چې ډاکټر نجیب پوه، زیرک، ښکلی ځوان، زړور، د لوړ استعداد خاوند او ښه ویاند و، تل په ځان باوري، مین، سرټمبه، مغرور او له ستونزو څخه نه ډارېده، پښتو او دري یې ښه زده وه او په انګلېسي یې خبرې کولای شوې. هغه د کې جي بي غړی او د شوروي په خاد (واد) کې یې دنده لرل او د ډېرو انسانانو په وینه یې لاسونه سره وه.
په ١٣٥٣ کال کې يې د پتانه نجیب سره واده کړی او درې لوڼی د هيلې، اونۍ او موسکا په نومونو لري.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























