Home خانه
د تاجیک قوم تاریخي قهرماني
د تاجیک قوم تاریخي قهرماني
پوښتنه: د تاجیک قوم تاریخي قهرماني د افغانستان د دولت په جوړښت کې څه ده؟
دا پوښتنه د قومیت د سپکاوي لپاره نه، بلکې د تاریخ د عادلانه شننې لپاره مطرح کېږي.
په افغانستان کې تاجیکان ددې خاورې د فرهنګي، علمي او ادبي میراث مهمه برخه دي، خو د یوې پولیټېکل (سیاسي) او دولت سازې قهرمانۍ په تله کې د دوی نقش د هغو لویو تاریخي مرحلو په کچه نه دی چې د هیواد بنسټونه یې بدل کړي.
تر تيموري دورې وړاندې او وروسته ډېری هغه ځواکونه چې له بخارا او سمرقند څخه راغلي، د افغانستان پر خاوره د حکومتونو د جوړېدو برخه نه وه؛ بلکې د جګړو، یرغلونو او سیاسي لاسوهنو برخه وو. دا خپله تاریخي حقیقت دی.
ولې د ملي هویت مسئله باید په انصاف سنجول شي؟
ملي هویت د قربانیو، دولت جوړونې، د سرښندنو، او د هیواد د ساتنې په اساس ټاکل کېږي.
که پوښتنه دا وي چې څوک د افغانستان د خپلواک دولت، بیرغ، قانون، جغرافیې او ملي هویت د جوړولو ستنې دي—نو تاریخي اسناد روښانه ځواب لري:
د دولت جوړونې څلور ستنې:
1. میرویس نیکه – د مرکزي قیام بنسټ
2. احمدشاه بابا – د رسمي امپراطوري بنسټ
3. امیر عبدالرحمن خان – د مرکزي دولت جوړښت
4. امان الله خان – د معاصر دولت د خپلواکۍ اعلان
او ددې څلورو پراخ بنسټونو تر شا د افغان/پښتنو اکثریت قرباني، رهبري او سیاسي شعور ولاړ دی.
نو پوښتنه دا ده:
که د افغانستان د دولت جوړونې په زړه کې پښتون قرباني، رهبري او تاریخي نقش وي، نو ولې باید د افغان ملي هویت له اصلي سرچینې څخه انکار وشي؟
پایله: د هویت دفاع د نفاق لپاره نه، د عدالت لپاره ده
پښتانه دا نه وايي چې نور قومونه د هیواد برخه نه دي—هغوی زموږ ورونه او ددې خاورې ګډ اوسېدونکي دي.
خو کله چې د ملي هویت، د دولت سازۍ، د مقاومت او د ازادۍ د تاریخ خبره کېږي، عدالت ته په کتو باید ووایو:
د افغانستان د موجوده جغرافیې په جوړولو کې د قهرمانۍ، دولت سازۍ او سترې قربانۍ اصلي ستنې پښتانه دي.
او همدا حقیقت د افغان هویت د مشروعیت اساس دی.
اړينه نه ده مو په زور هغه چاته د افغان هويت ورکړو چي نه د دې جغرافيي مالکيت ولري، نه هم دی جغرافيي ته وفادار وي
درنښت
نجي الله سمون
اغظم سیستانی صاحب داسی لیکی:
سالارصاحب
پشتانه داوسنی دولت بنست ایشیدونکی دی. پښتانه دټولو متجاوزو قدرتونو په مقابل کی دریدلی دی. قربانی ورکړی دی. او دا وطن یی ساتلی دی. دټولو متجاوزو قدرتونو هدف په افغانستان کی دپشتون قوم ځپل ول . دانگریزانو نه نیولی بیا تر روسانو او بیا ترامریگاییانو د ټولودبمباریومرکزثقل پښتانه سیمی ول. نوترهرقوم اوقبیله دپشتون قوم ډیر قربانی ورکړی دی. او خپل وطن ساتلی دی.بناپردی باید د وطن ملی هویت د دی قوم دنوم سره سمبال اوتعلق ولری.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























