Home خانه
د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو ستر انسان محمد صلی الله علیه وسلم دی
د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو ستر انسان محمد صلی الله علیه وسلم دی
مایکل هارټ 28 کاله د هغه کتاب پر لیکلو تېر کړل، چې نوم یې "سل ستر انسانان " دی. کله چې یې کتاب مکمل کړ نو ټولني ته راووت او ویې ویل:
"د انسانیت په تاریخ کې تر ټولو ستر انسان محمد صلی الله علیه وسلم دی."
په لندن کې په عام محضر کې ودرېد خلکو لاسونه پرې پړکول، د هغه د خبرو د قطعه کولو په پار یې نارې وهلې خو ده خپله خبره پوره کړه او ویې ویل:
"محمد په 611م کال کې په یوه وړوکي کلى (مکه) کې ودرېده او خلکو ته یې وویل چې زه تاسي ته د الله له لوري را استول شوی رسول یم. هغه مهال 4 کسانو ایمان پرې راوړ، یوه یې مېرمن، یو یې ملګری او دوه ماشومان وو.
دادی 1400 کاله تېر شول او د مسلمانانو شمېر په ملیونونو دی او لا هم زیاتیږي.
دا ممکنه نه ده چې دا سړی دي درواغجن وي، ځکه چې هیڅ ډول درواغ 1400 کاله ژوندي نشي پاتې کېدلای او نه ممکنه ده چې یو انسان دي په ملیونونو خلګو ته دوکه ورکړي.
بله خبره دا چې دومره زمانه تېره شوه او په ملیونونو مسلمانانو د هغي کلمې لپاره قربانۍ ورکړې، کومه چې د هغوی نبي راوړې ده . آیا یو مسیحي هم شته چې داسي وکړي؟؟؟
خبره یې په داسي حال کې پوره کړه چې پر ټوله غونډه ژوره خاموشي خپره وه او نوموړی ترې روان شو.
دضیاءلحق حلیمی صیب له وال څخه.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























