Home خانه
اقتصادی زیرئ، مـس عـینک وضاحت د قرارداد بشپړ وضاحت او اوسنی حالت
اقتصادی زیرئ، مـس عـینک وضاحت د قرارداد بشپړ وضاحت او اوسنی حالت
اصلي قرارداد: قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو، د زیربنا نشتوالي (لکه اورګاډي پټلۍ او برېښناکوټ)، او په سیمه کې د لرغونو بودايي اثارو د شتون له امله یې عملي کار نه و پیل شوی.
د اسلامي امارت ونډه: اسلامي امارت شرکت ته ډاډ ورکړی چې امنیت به یې ټینګ کړي او ټولې اړینې اسانتیاوې به برابرې کړي. دوی په دې وروستیو کې د شرکت سره د خبرو وروسته د قرارداد موده د نورو ۱۵ کلونو لپاره غځولې ده، چې ټولټال موده ۴۵ کلونو ته رسېږي.
د لرغونو اثارو خوندیتوب: د قرارداد یوه اساسي برخه د لرغونو اثارو ساتنه ده. د کلتور وزارت او د آغا خان باور بنسټ (AKTC) په ګډه د دې اثارو د کیندلو او ملي موزیم ته د لېږدولو چارې پرمخ وړي، څو کان کیندنه په خوندي ډول پیل شي.
عملي ګامونه: د شرکت چارواکو ویلي چې دوی تراوسه ۴۳۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې او د کان کیندنې چارو د پیلولو هڅې روانې دي. د پروژې د یوې برخې په توګه، د ۸.۹ کیلومتره سړک جوړولو کار نږدې بشپړ شوی او شرکت ژمنه کړې چې نور اړین ماشینونه به هم وارد کړي.
د پروژې ګټې
د مس عينک پروژه د افغانستان لپاره سترې اقتصادي ګټې لري:
عاید: تمه کیږي چې دا پروژه به د افغانستان په عاید کې د پام وړ زیاتوالی راولي. د تړون له مخې، افغانستان به هر کال شاوخوا ۲۵۰ تر ۳۰۰ میلیونه ډالره عاید ولري او ۸۰۰ میلیونه ډالر به د تضمین په توګه ترلاسه کړي.
د کار فرصتونه: د کیندنې په پیل سره به په زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي (شاوخوا ۴۰۰۰ مستقیمې دندې
زیربنا پراختیا: د قرارداد له شرایطو سره سم، چینایي شرکت ژمن دی چې په افغانستان کې د مس پروسس کولو فابریکې، یو ۴۰۰ میګاواټه برېښناکوټ، او سلګونه کیلومتره اورګاډي پټلۍ جوړه کړي، چې دا ټول د هېواد په زیربناوو کې اساسي بدلون راوړي
اقتصادي وده: د دې سترې پروژې پیل به نړیوالو پانګوالو ته د باور پیغام ورکړي او د هېواد نورې اقتصادي پروژې به هم ورسره چټکې شي
په لنډه توګه، د مس عينک قرارداد د افغانستان د اقتصاد لپاره یو حیاتي او مهم ګام دی، چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو په برخه کې جدي هڅې کوي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























