Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 33 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdinمرحوم مدیر صاحب الدین مسکونه قریه زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر.

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
06:11
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
910
نمایش تعداد مطالب
3065932

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو کتابښود

لیکوال: تمهيد الله  (( سيلاني ))

Tamhedullah 200Aپه دې برخه کې د دابي فنونو اړوند موضوعات (معاني، بديع،بيان، قافيه،عروض) په لنډ ډول تشريح کيږي.

د بلاغت علوم:(معاني، بديع، بيان)

په ټوليز ډول دبلاغې علومو بنسټ په ختيځ او لوديځ کې د ارسطو (بوطيقا او رطويقا) اثار دي. تر ارسطو وروسته بيا د سيمسرو په نامه يوبل پوه د (بدعت) په نامه کتاب وليکه او ترهغه وروسته دکنتيليان په نامه بل عالم بيا د (اصول خطابه) په نامه اثر را منځته کړ.

په (۲۱۱)هجري کال د خليل بن احمد شاګرد ابو عبيده بن مثنی د مجازالقران په نامه کتاب تاليف کړ او د بلاغې ځينې برخې يې په کې ځای کړې، تر هغه وروسته حافظ په اعجاز القران، ابن قتيبه په الشعرو الشعرا او مبرد په الکامل کې دا علوم وپلټل او کار يې ورته وکړ.

 Tamhedullah Book 380

خاطره 

ښاغلی تمهيد الله  (( سيلاني )) په جلال آباد مومن افغان ترک – عالي لېسې په  دولسم ټولګي کې مونږ ته تدريس پيل کړ، زه يې د هماغه وخته پېژنم ، دهغه صميميت، نېکو اخلاقو او دوستانه  اړيکو له امله د پښتو مضمون سره زمونږه مينه لازياته شوه .

استاد سيلاني د ښووکي په توګه خپل ټول مسؤليتونه درک کړي و او زمونږه حقوق يې په پوره توګه ادا کړي دي . الله ( ج ) دې سيلاني صاحب په خپل ژوند کې بريالی اوسوکاله ولري .

درنښت !

نثار احمد (( دوست )) 

د دولسم  ( الف ) ټولګي زده کوونکی  

۴/۲/۱۳۹۵ ه ش

Flower 380

ډالۍ !

دا کتاب زما له خوا  ګران،زړه ته نږدې او زړه سوانده پلار   شهيد ډګرمن سيد احمد (( سيلاني )) ته دې ډالۍوي، چې ماسره يې د زده کړې په بهير کې هېڅ ډول مرستې نه دي سپمولي.  ياد يې په خير او ځای  جنت...

Flower 380

ارزونه

په پښتو ژبه کې دادبي فنونو کتابښود په نـامه دغه اثر تمهيد الله  (( سيلاني ))  زما په لار ښوونه له ډېر زيار او کړاو وروسته په ښکلې او منظمه توګه ليکلی. زه يې په اړه خپل نظر په لاندې ټکيو کې څرګندوم:

منوګراف  يې په  ( ۲۴۷ ) معياري مخونو کې ليکلی او د ادبي فنونو اړوند ( ۴۳ ) اثاره يې راپېژندلي دي.

دهر اثر په معرفۍ کې يې دا لاندې ترتيب په پام کې نيولی دی چې دا کار دده د ليکوالۍ هنر ډېره ښه ځانګړنه  بللی شو، هغه په دې ډول دي :

د اثر نوم 

دليکوال پېژندنه 

په اړوند اثر کې دنورو اثارو څخه استفاده،کال،دمخونو شمېر همدارنګه د چاپ ځای او د ټوکو شمېر

په اړوندو اثارو باندې د نورو ليکوالو دسريزو او تقريضونو راوړول ، چې دا کار يې د يوه اثر د لا ښې پېژندې او د پخواني ليکدود د پېژندنې  لپاره ترسره کړی دی

د ټاکلي اثر محتويات او دلويو سرليکونو معرفي 

دغه منوګراف خپله دليکوال په سريزه پيل او په ډېرو خوږو او ساده جملو کې يې متن برابر او ليکوالو او مينه والوته دهغوی د څېړنې لپاره د ماخذونو څرک ښودلو کې ښه مرسته کولی شي.

دا ليکنه زما په آند له مونوګراف څخه لوړه او يوه نوې مرستندويه نوښتيزه ليکنه ده. چې د ښاغلي تمهيدالله (( سيلاني )) د مسلکي مينې او پوره زغم ښکارندويه ده، زه يې په کتابي بڼې سره د چاپ سپارښتنه او تائيد کوم. دده د لا علمي برياو په هيله. 

پوهنوال شاه ولي خان 

د ننګرهار پوهنتون د ژبواوادبياتو 

د پښتو څانګې مشر 

۱/۵/۱۳۹۴ ل

Flower 380

سريزه

(( ادبي فنون )) د ادب يوه مهمه برخه ده ځکه نو ادبپوهان په ادبپوهنه کې د ادبي تيورۍ په چوکات کې د مطالعې ځای ورکړی دی. په عام مفهوم يولړ ټاکلي اصول او موازين دي چې دهغوپه وسيله د ادبي اثارو لفظي او معنوي ښېګڼې ، ښکلاوې او هنري ادبي ارزښتونه پېژندل کيږي . يا په بله وينا :

ادبي فنون هغه موازين تشريح کوي چې د هغو په وسيله کولی شو د ادبي اثارو لفظي او معنوي ښکلاوې وپېژنو .

په ادبي څېړنو کې يې معاني، بيان او بديع په مجموعي توګه د بياني علومو يا ادبي فنونو په نامه ياد کړي دي ، نو ويلای شو چې : معاني ، بيان او بديع د ادبي فنونو لويې څانګې دي.په بيان کې له تشبيه ، استعارې، کناېې اومجاز څخه بحث کيږي . دبديع علم د وينايا کلام لفظي او معنوي ارزښتونه يا لفظي اومعنوي دواړو خواووته پاملرنه کيږي ، په بنسټيزه توګه له فصاحت او بلاغت څخه بحث کيږي.

ادبپانو چې د ادبي فنونو شاليدبيان کړی په هغه کې لومړنی شخص چې په اسلامي دوره کې يې د بياني علومو يا ادبي فنونو تتبع څېړنه او پلټنه کړې هغه او بوعبيده مثنی ( ۲۱۱ ه ق مړ) دی . د نوموړي روسته جاحظ مبرد او ابن قتيبه هر يوپه خپل وار ددې فنونو قواعد وضع کړل ، ترڅو چې عبدالقاهر بن عبدالرحمن جرجاني ( ۴۷۱ ه ق مړ ) بياني علوم ( ادبي فنون ) را ټول ا و تدوين کړل.

روسته ابو يعقوب سکاکي ( ۶۴۶ ه ق مړ ) هغه دخپل اثر(( مفتاح العلوم ))  څلورمه برخه بشپړ کړل او بيا ځينو نورو پوهانو، لکه : تفتازانی ( د مطول مولف ) د جرجاني دسکاکي د نظريو شرحه وکړه او هغوته يې پراختيا ورکړه، د بيان علم عبدالله بن معتز ( ۳۹۶ ه ق مړ ) وضع کړ او بيا ډيرو اديبانو پر دې فن کا وکړ.

ځوان ليکوال تمهيد الله  (( سيلاني )) خپل د لسانس دورې مونوګراف (( په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو کتابښود )) تر سرليک لاندې د ښاغلي پوهنوال شاولي خان په لارښوونه بشپړ او دادی اوس يې د يوڅېړنيز اثر په ټوګه د هغه د چاپ او خپراوي تکل کړی دی.

سره له دې چې منوګراف نسبتآ لنډه تنګه او ابتدايي څېړنه وي چې په (۳۰ – ۵۰ ) مخونو کې محصل يوه ټاکلې موضوع د لسانس د مسلکي تحصيلي دورې په پای کې ليکلی او دا معمولآ داسې مهال وي دهغه د مسلکي زده کړې په لومړی پړاو کې د څېړنې او ليکنې له لارو چارو سره نوی اشنا کيږي، نو ځکه بايد د يو استاد تر لارښونې لاندې د اسې موضوع و ټاکي چې له عهدې يې بريالی او تلی شي ، خو ښاغلی سيلاني د معمول خلاف پرځان او خپل پياوړي استعداد باندې د پوره باور پر بنسټ چې په لنډه تنګه ليکنه يې ادبي څېړنيزه تنده نه خړوبېدله داسې يوه پراخه څېړنه يې تر سره کړې چې هغه بايد د نورو لوړو تعليمي سندونو او علمي پوړونو له پاره تر سره شوې وای او فرهنګي ادارو د ليکوال د دې څېړنيزې چارې سرته رسول خامخا له زيار اوکړاو خالي نه وو، ډېرو کتابونو ته يې سر ور دننه کړی د ډېرو دوستانو او فرهنګي شخصيتو نو د کورونو دروازې ېې ټکلولي، ترڅو د پښتو ادبي فنونو په اړه ليکلي خواره واره آثار ترلاسه او خپله څېړنه پرې بشپړه کړي.

نوموړی په دې ليکنه او څېړنه کې لوستونکو ته يوازې د کتاب پېژندنې اصولو له مخې په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو په اړه ليکلي اثار نه ورپېژني ، بلکې د دغو اثارو پېژندنه، د اثر ټولو مفرداتو ليکلړاو آن داچې پر دغو کتابونو د ليکوال پر خپلو سريزو سربېره د نورو پوهانو او نظر خاوندانو سريزې ، تقريظونه ، لارښوونې نظرونه او د خپرندويې ټولنې ياداښتونه يې هم زموږ مخې ږدي ، چې دا دلوستونکو سره د دغو آثارو په ښه او هر اړخيزه پېژندنه کې پوره مرسته کولی شي.

لنډه دا چې زموږ دې ځوان ليکوال ددې اثر په ليکولکې له اړتيا څخه زيات زيار او کړاو پرځان ګاللی او په ورين تندي يې منلی دی، چې دا ټول له خپلې ژبې، ادب او په عامه توګه له فرهنګ سره د دوی د پراخې او ژورې مينې استازيتوب کوي .

که دا اثر په شکلي ،اوډني او دمنځپانګې  د معنا پر ترتيب او تنظيم له مخې څه نا څه نيمګړتيا وې هم ولري ، هغه د له دې امله وي چې د ليکوال لومړنۍ ليکنۍ څېړنيزه چار او هڅه ده ، دا هيله شته چې د فرهنګي ژوند په بهيرکې به هغه له يوه پړاوه بل ته پوره او کره شي او ليکوالي يې يوه ورځ له وړ ځای او دريځ نه برخمن شي.

زه يې دې څېړنيزې چارې ته په کتنه که دوی همداسې خپلې مطالعې ته دوام ورکړي ، له خپلې ژبې اوادب سره مينه نوره هم د زړه په وينه وپالي نو ورته د ادب او د فرهنګ په ډګر کې د روښانه راتلونکي زيری ورکوم. دا اثر يې د پښتو په ادبي، فرهنګي زيرمه کې يوه ګټوره زياتونه ګڼم او په دې بارو يم چې له ادب څېړونکو او زده کوونکو سره به د ادبي فنونو د سرچينو په پېژندنه کې ښه مرستندويه وي. ليکوال ته يې د لابرياليتوب په هيله يم.

په درنښت

سرمحقق سيدمحی الدين هاشمي

د علومو اکاډمۍ – د ژبو او ادبياتو مرکز

کابل – د غبرګولي څلورمه، ۱۳۹۴ لمريز کال

Flower 380

 ادب، فن او کتاب ښود

د ښاغلي تمهيدالله سيلاني اثر( په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو کتاب ښود ) مې ولوست. نو موړي په دغه اثرکې په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو اثار را پېژندلي دي، د هريو اثر دمنځپانګې لوی او واړه سر ليکونه يې پکې ځای په ځای کړي دي. نوموړي کوښښ کړی دی، چې د ليکوال سريزه ،د خپرندويې ټولنې ياداښت او د اثر اړوند خپله تبصره پکې په ښکلې بڼه راوړي .

 زه نوموړی اثر دهغو څېړونکو لپاره اغېزمن ګڼم چې په دغې برخه کې پلټڼې کوي. نوموړی اثر ددوی لپاره يوه ښه کيلي ده، چې ډېری ادبي صنعتونه پکې راوړل شوي دي او په اسانۍ سره کولای شي ، چې د ادبي فنونو اړوند نوي موضوعګانې پکې اضافه کړي او دموضوګانو د نومونو اوتعريفونو له تکرار څخه بچ شي.

دا چې د ليکوال په کتابي بڼه دليکنې په برخه کې لومړۍ هڅه ده تمه کېدای شي په راتلونکي کې ښه ليکوال شي .

درنښت 

پوهندوی محمد ابراهيم همکار

شنبه ۱۹/۲/۱۳۹۴ ل

Flower 380

د ذوق لاروی

  دادبي فنونو په نړۍ کې پښتو ادبيات کومه ځانګړې لاسته راوړنه نه لري،اوسمهال چې څه دفنونو په برخه کې، پښتو ادب کې لولو دا زموږ داسلافو پاتې شونې دي چې په ټوليز ډول يې په خپلو ادبياتو کې کارولي دي،له هغو راوروسته کوم نوښت نه دی شوی،اکثره اثار چې په دې برخه کې سره وکتل شي،ورته دي او کله کله سړی پرې داسې حکم کولی شي چې له دې دومره اثارو بايد يو يې موجود وای.

  په دې راوروسته کې چې دفنونو  په برخه کې  کوم اثار ترتيب شوي پرته له فني اوکمي بدلونه کيفي بدلون نه لري،په تعريفاتو کې اوسمهالي څېړنيزې پرېکړې نه دي اخيستل شوي او يواځې پرهمغو پخوانيو تعريفاتو يې بسنه کړې ده،دډېرو ماخذو نه همغه داستاد رشاد درسي لکچرنوټونه او داستاد بېنوا دادبي فنونو کتاب دی چې  موږ يې په پښتو ادب کې پرفنونو پوه کړو،دهمغوی کړې هڅې يې بل کتاب ته اړولي او دنوي کتاب بڼه يې ورکړې اما يو شمېر هغو اديبانو بيا لږ څه کړي چې  عربي ادب سره يې آشنايي وه او هغه ادبيات يې لوستي دي،دوی په خپلو اثارو کې يوشمېر کيفي بدلونونه هم راوستي خو دفصاحت او بلاغت دضعف له مخې يې دليکنې ژبه لرې مفهوم لري او ذهن پرې ژر نه خلاصېږي.

ددې اثارو پېژندنه تر اوسه په ټوليزه توګه نه وه شوې،ځينې يې ورک دي او ځېنې چې  شته سمه پېژندګلوي يې نه شته ده،ددې فني اثارو دپېژندنې لړۍ په خپله بڼه دلومړي ځل لپاره همدې ځوان پيل کړه او دا پيلونه يې له خورانوښتونو او فکرونو ډکه ده.

 تمهيدالله سيلاني چې تازه په تازه له ژبواوادبياتو پوهنځي فارغ شوی، د ورته اثارو مطالعې او تدريس سره يې ذاتي مينه ده،دی لا دڅلورم ټولګي د وروستي کال محصل وه چې  په ټولګي کې يې راته ددې اثر دليکلو او چاپ زيری راکړی وه او پرې دليکلو سپارښتنه يې کړې وه،ماچې فنونو سره دده مينه او اشنايي وليده نو پردې ډاډمن شوم چې  دده ځوان ذهن،ځوان انرژي او ځوان تفکر ددې چارې ښه ترسراوي لپاره يو غنيمت دی.

مايې اثر ولوست،حجم يې ډېرزيات دی،دادبي فنونو ټول  اثار يې رااخيستي او په دې اثر کې يې راپېژندلي دي،دپېژندنې لاره يې هم دنورو سره توپير لري،خواږه ساده او روان الفاظ لري،هيڅ ډول تکلف په کې نه ليدل کېږي،داثارو دپېژندنې ترتيب يې ډېرښه رااخيستی دی،هر اثريې چې کله معرفي کړی دمعرفت تسلسل يې ښه ساتلی دی،ده دا اثار دپښتو ژبې په کچه رااخيستي، نه دخاورې په کچه،موخه مې داده چې کوزه پښتونخوا او بره پښتونخوا دواړو کې يې ياد اثار يادکړي دي،تر ډېره يې ټينګار داثارو پرمنځپانګې کړی دی اما يو شی چې دده دکتاب حجم يې لوړ کړی هغه په ځينو کتابونو کې دليکوالو له لوري کښل شوې ليکنې دي چې دسريزو په بڼه يې کړي او ده همغه ليکنې کټ مټ رااخيستي،البته زما په شخصي نظر ددغو ليکنو يادولو ته هم اړتيا نه شته، خو ددې ترڅنګ يې دکتاب دغني په پلمه ديادواثارو هغه اړونده موضوعګانې چې په کې بيان شوي،ياد کړي  دي او دا يې دکتاب يوه ځانګړنه ده.

  د ادبياتو پوهنځي محصلينو ته دفنونو په برخه کې  ښه لاسته راوړنه ده،دمونوګرافونو دليکلو پرمهال يې ترې حتی ديوه باوري ماخذ په توګه هم ګټه پورته کولی شي،دفنونو په برخه کې ټول شته اثار يې ورته ښودلي دي.پر هر اثر يې خپله شخصي تبصره کړې ،دکره توب او ناکره توب پام يې ورته کړی دی،داثر پر ارزښت او کيفيت يې خبرې کړي.

  ددې اثر دليکلو ژبه خورا ساده ده،دليکوالۍ پر ارونو يې برابره ليکلې،لوستونکو ته دلوستلو پرمهال کومه ژبنۍ ستونزه نه پېښوي،ليکوال دکتاب پرليکلو ډېر حاکم دی ،دژورې مطالعې څښتن دی ،دليکلو له سبکه يې داجوتېږي چې ديوې ځانګړې لېوالتيا له مخې  يې ورته اراده کړې او ليکلی يې دی،کله چې يو اثر دلېوالتياله مخې وليکل شي، دهغه پايله هم ډېره ښه وي.

معمول داسې دی چې ښه اثر همغه دی چې  ليکوال يې دليکلو پر ټولو چارو برلاسی وي،په هغه برخه کې دښې مطالعې خاوند وي،دتحليل او تجزيې قوه يې ښه وي،دتوپيرونو پېژندلو او دښه والي برسېره کولو وړتيا ولري،خپله د اثر پر موضوعاتو او دموضوعاتو پر موخو قانع وي نو دغه مهال لوستونکي هم دخپل اثر پرلوستلو او دليکلو پر هدف قانع کولی شي.زموږ ليکوال يو له همدې ډول ليکوالو دی ،خپله داثر پرموضوعاتو قانع دی او خپل مخاطب ته دقناعت دا پيغام رسولی شي،دلوستونکي يا مخاطب دقانع کولو لپاره يې داثر ژبه ډېره ساده کړې ده،دالفاظو ترمنځ يې رواني ساتلې،الفاظ يې لنډ خو پرمفهومه اخيستي،تکلف يې نه دی کړی ،موضوع يې ډېره ښه شنلې ده،داثارو دپېژندنې ترتيب يې ساتلی او ديوه ځانګړي نوښت له مخې يې دا پېژندنه وړاندې کړې ده.

  تمهيدالله سيلاني لا د ورته ډېرو نورو نوښتونو او پنځونو وړتيا لري، دده له قلم اوذهنه ډېره تمه کېدای شي، کله چې ذوق، تفکر، نوښت، قاطعيت، قلم،ل يکوالي، ښه مطالعه او دحالت غوښتنه پېژندل سړي سره ملګری وي نو پرته له شکه چې  دښې ليکنې او ښې وينا تمه ترې کيدای شي چې زموږ ليکوال يو له همدې ډول کسانو څخه دی.

زه مې ليکنه پرهمدې ځای پای ته رسوم او دښاغلي سيلاني دلاځلېدا هيله لرم.

دعقيدت په نذرانو

ښوونيار ضياالرحمن حسرت

ننګرهار عالي دارالمعلمين

۱۵/۴/۱۳۹۴ ل

Flower 380

سريزه

ادبپوهانو ادبپوهنه په دريو څانګو وېشلې ( ادب تيوري،ادبي کرکتنه او ادب تاريخ ) چې  هره څانګه يې بيا په خپل وارسره  په څو څو برخو وېشل کيږي،له دې جملې څخه ادب تيوري د ادبپوهنې هغه برخه ده چې په هغه کې ادبي فنونون  تر مطالعې لاندې نيول کيږي.

(( ادبي فنون )) هغه يولړ ټاکلي اصول او موازين دي چې دهغې په مرستې سره  موږ کولای شو په يوې ژبه کې  د ادبي اثارو لفظي او معنوي ښکلاوې په ګوته کړو . ادبي فنون هم  په څو برخو( بديع ، بيان ، معاني ، قافيه...) باندې وېشل کيږي، د ادبي فنونو دغه څانګې په مجموع کې دعربۍ ژبې نه پښتو ژبې ته را دننه شوي دي  چې په هره دوره او پېړۍ کې بېلابېلو ليکوالو په دې برخه کې خپل ادبي اثار راتلونکي نسل ته پريښي، له دې جملې څخه موږ د ښاغلي عبدالروف بېنوا نوم اخستلای شو. عبدالروف بېنوا لومړنی ليکوال دی چې په پښتو ژبه کې يې د ادبي فنونوتر سرليک لاندې يو اثر وليکه،چې روسته دا لړۍ ډېرو نورو ليکوالو  تعقيب کړې او تر خپلې وسې يې ډېر ښکلي اثار پښتو ادب ته نزانه کړي دي،چې شمېر يې اوس  تقريبآ (۴۰ – ۴۵ ) اثارو ته رسيږي. لکه څرنګه چې يادونه  وشوه دغه اثار په بېلابېلو دوروکې د بېلا بېلو ليکوالو له خوا ليکل شوي ،په دغو اثارو کې ځينې داسې پخواني اثار هم شته چې لاسته راوړل خو يې ډېر ګران دي، حتی د نومونو پېژندنه يې هم  د ادب مينوالو ته نه ستونزمن بريښي. دغه اثار پرته د پښتو ژبې دعلمي او تحقيقي مرکز ( علومو اکاډمۍ) او  دځينو ليکوالو ځانګړي کابتونو څخه په نوروکتابتونو کې يې موندل ډېر ګران کار دی.

نو ددې لپاره چې د پښتو ادب دا قيمتي اثار  زموږ د ادب مينوال و پېژني  او د لوستولو هڅه يې وکړي تر څو په راتلونکي کې دې ته ورته  اثارود ليکلو جوګه شي، ماهم دخپلې څلور کلنې دورې پاليک ( منوګراف )  د محترم استاد پوهنوال شاه ولي خان د مشورې او لارښوونې په اساس په همدغې موضوع ( په پښتو ژبه کې د ادبي فنونوکتاب ښود) تر سرليک لاندې پای ته ورساوه چې دادی اوس يې د چاپ کول هوډ لرم.

په پښتو ژبه کې د ادبي فنونودکتابښود تر نامه لاندې داسې کوم اثر تر اوسه زما تر سترګو شوی نه دی چې په هغه کې د پښتو ژبې د ادبي فنونو ټول هغه اثار چې په بره او کوزه پښتونخواکې ليکل شوي، په پشپړه توګه را پېژندلي وي، مخکې له دې چې ما پردې اثر کار پيل کړی  وای ما يوځل خپل لارښوود استاد سره د دې موضوع په هکله خبرې وکړې هغه هم ډاډ راکړ چې د پښتو ادب دا برخه تشه ده او زياته يې کړه چې هڅه وکړه دا موضوع پراخه وڅېړې چې بيا لوستونکو ته د دې اثارو دپېژندې  په هکله کومه ستونزه  پاتې نه شي، ماهم دخپل لارښوود استاد د لارښونې او مشورو په اساس خپله موضوع دې په ډول پيل کړه:

لومړی د ادبي فنونو برخې( بديع ، بيان ، معاني ، قافيه او غروض ) مې په لنډ ډول تشريح کړي ، همدارنګه د هغوی په تاريخي شاليد مې تر خپلې وسې تبصېره کړې، روسته مې د ادبي فنونو دوېش او همدارنګه ددې وېشنې په هکله مې پخوانۍ شرقی نظريې را اخيستي،  ورسته برخه  مې په پښتو ژبه کې د ادبي فنونو د ليکل شويو اثارو پېژندنه ده چې د ليکل شويو اثارو دا پېژندنه په منظمه توګه ترسره شوې، دا پېژندنه په دې ډول شوې : دا کتاب د چا له خوا،په څومره مخونو کې، په کوم کال ليکل شوی،په منځپانګه کې يې کومې سکالووې نغاړلي، څو ځلې، چېرته، دڅو ټوکو په اندازه او دکومې ادارې له خوا دچاپه ګانه سمبال شوی، همدارنګه پردې اثر ليکل شوې سريزې او تقريظونه مې کټ مټ را اخيستي ، د سريزو او تقريظو په را راوړلو کې مې دوه موخې دلودې :

 کوم ليکوال چې د بل ليکوال پر اثر سريزه او يا تقريض ليکي نو په هغې کې داثرپرمنځپانګې، ارزښت، پنځونې،اړتيا، ښېګڼې او بدګڼو... خبرې کوي يعنې په ټوله  کې يو اثر  لوستونکو ته ورپېژني، نو زما موخه دلته داده که زما په پېژندنه کې څه رانه پاتې وي او ياهم د کوم څه په هکله لوستونکي ته پوښتنه پيداکيږي نو دوی کولای شي چې ددې کتاب سريزه او ياتقريض ولولي او دخپلې پوښتنې ځواب تر لاسه کړي.

 کوم اثار چې پخوا ليکل شوي د هغوی سريزې او تقريضونه مې په هماغه ډول کټ مټ را اخيستي په دې کې مې موخه داده چې ګران لوستونکي دهغه وخت ليک دود وپېژني او په دې و پوهيږي چې  پخوانی ليک دود له اوسني ليک دود سره څومره توپير لري اوهمدارنګه دهغه وخت د نورو ليکوالو له نامه سره هم اشنا کيږي.

دې اثر ته د ماخذونو په راټولوکې مې ټولو مربوطو استادانو ته دروازې ورټکولي او ددې اثر په بشپړولو کې مې مرسته ورڅخه غوښتې ، په  دې اثرکې مې ( ۴۳ ) هغه کتابونه ګرانو لوستونکو ته ورپېژندلي چې دا ادبي فنونو په هکله ليکل شوي چې په  ټوليز  ډول دا اثار په (۱۶۵) مخونو کې ليکل شوي دي.

   لوستونکو نه زما  هيله ! ددې کتاب په ليکلو کې که زما نه کومې تېروتنې  شوې شوي نو له ګرانو لوستونکو بښنه غواړم او ګران لوستونکي دې په خپلو مشورو ماته وياړ را په برخه کړي .

په پای کې له خپل ګران لارښوود استاد پوهنوال شاه ولي خان څخه نړۍ مننه کوم چې ماته يې دمنوګراف  د ليکول ترپايه په ورين تندي خپلې مشورې ونسپمولې همدارنګه له هغوګرانو استادانو او ورونو څخه نړۍ مننه کوم چې  ما سره يې د دې اثرپه بشپړول او زما په دې اثر يې ليکنې کړي چې له دجملې څخه هريو ښاغلی سرمحقق سيد محی الدين (( هاشمي )) دې کور ودان وي نه يوازې چې زما په کتاب يې ليکنه کړې بلکې ماسره يې د ماخدونو د تيارولوپه برخه کې هيڅ ډول مرستې نه دي سپمولي ،پوهندوي محمد ابراهيم  (( همکار ))  دې هم کور ودان چې ماسره يې د ماخذونو په اماده کولوکې خپلې مرستې او مشورې نه دي سپمولي ، ګران استاد ښونيار ضياالرحمن (( حسرت ))  څخه نړۍ مننه کوم چې زماپر دې لومړني اثر چې له تېروتنو خالی نوي ښايسته لکينې کړي کور دې ودان وي په پای کې زما ډېر نږدې ملګری ، ورور او ټولګيوال ذاهد الله نوري څخه کوردانی او نړۍ مننه کوم چې ماسره ددې اثر په بشپړولوکې هر ډول منډې ترړې نه دي سپمولي .

درنښت !

تمهيد الله (( سيلاني )) 

د جلال آباد مومن افغان  ـ ترک 

لېسې ښوونکی

۲۲/۴/۱۳۹۴ه ش

کابل شهرک طلايي 

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.