Home خانه
درنو دوستانو راسی يو اوبل سره وزغمو !
درنو دوستانو راسی يو اوبل سره وزغمو !
تاريخ ثابته کړې ژوندی اوپرمخ تللی ولسونه خپل شخصيتونه په ژوندو نی نازوی اوهڅوی .
ما څوځله دې ټکي ته اشاره کړې چې : زموږ یوه لويه بدبختي داده چې دخپل ليکوال،شاعر،اديب اوعلمی شخصيت په ژوندليک نه يوخبر اودا راته معلومه نده چې دغه شخص چې اوس موږ او تاسو ورته درنا وی لرو تردغه مقامه څنگه راورسيد؟ له ماشوم توب نه تردغه وخته يې ژوند څنگه تېرسوی .
دمرحوم بينوا صاحب یې کور ودان چې دهيواد يو زيات شمېر ليکوال یې په خپل عالی اوتاريخي اثراوسنی ليکوال کي هيوادوالوته وروپېژندل،چې له بده مرغه اوس یې ديوزيات شمېرځاي تش اوخالی دي.
خوترهغه را وروسته موږدنوروغښتلو ليکوالو،شاعرانو،اديبانو اوعالمانو څښتن سوی يو،ولي متاسفانه دهغوي دژوند په اړه دقيق معلومات نلرو.کتابونه یې لولو نوم یې ترغوږو راسېږي ولې دژوندپه اړوند یې دقيق معلومات نلرو. دغې تشي ته په کتو سره زه ترخپله وسه کوښښ کوم دهغو کنفرانسونو تر څنگ چې دلته مې دسويډن دمالمو پښار کي دعلمی او ادبي شخصيتونو ددرناوي اوستاينې په وياړ جوړ کړی غواړم دفيسبوک پاڼي له لاري اوبيا که وسول يوه ټولگه به ورنه چاپ کړو،خپلو ليکوالو نه يوشمېر ليکوال،علمی او ادبي شخصيتونه در وپېژنم،ترڅوپدې وسيله وکولاي شم خپل ځوان ليکوال دکتاب لوستلو اوليکلو ته وهڅوم اودافغان ولس په وړاندي خپل رسالت او مسوليت سرته ورسوم.
زه ديوچاژوندليک زمااودبېشمېره افغانانودنظر دڅېړلونه وروسته ليکم او موخه مې داده چي افغان زلمی پرې خبرشي.خوپه فيسبوک پاڼه کي نشرول یې يوازی ددې لپاره دی چې ترويب پاڼو ژرپرې خبرېږي،ځکه ماليکلی چې بيابه یې که خير وو ديوې ټولگې په بڼه نشرکړم .
هيله مې داده چې يوشمېر افغانان پدې پوه سی چې زه ديوه شخصيت ژوند ليک په فيسبوک پاڼه کي دهر ښاغلي د ارزونې لپاره نه نشروم او نه مې دچا څخه دمطبوعاتي معمول سره سم ددې ارزونې غوښتنه کړېده .
آميدواريم يوشميرسپک خولی خپلی دښمنی له هرچاسره چي یې لري له هغه سره مطرح کړي نه داچي زما تردې ډول ليکنې وروسته سپکي سپوري وليکی اوله دې موقع نه استفاده وکړي.
مهرباني تاسو ديوچا ژوند ليک نشرکړی دهرچاچې وي ،موږ به پرې خبرسو او ممکن يوڅه ترېنه زده کړو.يوازې داچې دا ښه سړۍ ندی اويا ښه سړۍ دی ،دهغه په پېژندنه کي زموږ سره هيڅ مرسته نه کوي .
ټولوته لمرغوندي روښانه ده چې زما هڅې په هره بڼه اونامه ملی اودخپل ولس لپاره دی ،نه دکوم مقام اوچوکۍ ترلاسه کولو لپاره .سره لدې چې زما په ټول سياسي ژوندکي داسي وړانديزونه دچارواکو لخواسوی خو په وياړ وايم ماندي منلی اونه به یي ومنم .ماپه تکرار تاسوته ليکلی چې دلته په سويډن کې دسويډن لمړی وزير يورن پرشون ته مې په خبرو کي مخامخ ويلی چې افغانستان ته دي عسکرو لېږل دافغان ولس اوسويډن ولس سره هيڅ مرسته نه کوي،کله چې دهغه له کوره راووتلواوس هم ژوندی اوفعال سياستوال دی راته وويل ته ولې دومره سرشوخه یې اويو صدرا عظم ته مخامخ وايي چې غلطې اوتېروتنه دې کړې که دې داکارونه کولاي اوس به دې ددې هيواد په سياسي ژوندکي عالی مقام درلوداي.ماورته وويل چې زه معاملگر سيا ستوال نه يم اودسياست هنرپدې بڼه چې پرتېروتنو اوغلطيوسترگي پټي کړم لويه تېروتنه اودولس سره جفا بولم،پخپل وطن کي مې هم درئيس جمهورانو په کچه ددوي تېروتنې ورته په گوته کړېدي.
داټکی په تکرار ليکم : وطن مورده او اوسېدونکی یې زما ورونه اوخوندي . وياړم چې پخپل ټول ژوندکي هلته اودلته وروراوخورته خيانت زماپه روان کي نسته اونه مي دی کړی، کنه ما به هم ډېرقصرونه درلوداي .
پدې یې رالنډوم يوناني تاريخ پوهان وايي: پوه سه هغه ولس چي په ژوندو نې دې قدرنه کوي، پسله مرگه يې پرقبر قدرښودنه سوداگري ده. راسئ دخپلو په ژوندونې قدروکړو،چي مړسوهغه پړسوو. ستاسودخوښيواوښېرازيوپه هيله .






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























