Home خانه
!دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه
دې بېوزلې کورنۍ سره د پیمان خیریه بنسټ له لوري لس زره افغانۍاو د خوراکي توکو مرسته وشوه!
کابل، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
دا کورنۍ د ارزان قیمت د پل شينه په سیمه کې، په یو تش په نوم کور (سرپنا) کې ژوند کوي.
ذهیر،خوار او مظلوم بابا خپل مالي ګټونکی اتلس کلن زوی په لوګر کې په یوه چاودنه کې له لاس وکړی او د شپږ کالو راهیسې، دی او مېرمن یې په کابل د خپلو وړو ماشومانو د ساتلو او بقا لپاره خیر ټولوي.
د بابا یو وړوکی ګولالی زوی د سرطان ْپه ناروغۍ اخته دی. ډاکټرانو ورته ویلي: چې هره میاشت باید ۵۰۰ سي سي وینه ورته بدله شي... خو بابا راته په ژړغونکي غږ وویل: د وینې د اخستلو توان یې نه لرم، شفاخانو ته ځم او په سوال خپل زوئ ته وینه غواړم. ترڅو ژوند یې وژغورل شي.
د دې کورنۍ په هکله بشپړ راپور په ویدیو کې وګورۍ!
!د کابل لوګر د لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د ولایت رهبرۍ د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې څخه لیدنه اوارزیابي وکړه
د کابل لوګر د لویې لارې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه د ولایت رهبرۍ د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې څخه لیدنه اوارزیابي وکړه!
نیټه ۱۳۹۷/۳/۶
نن ورځ د لوګر والی محمد انور خان اسحاقزي،امنیه قومندان سمونوال محمد ابدالي، برید جنرال رازق صافي، دملي امنیت رئیس مير فیض الله سادات د ولایتي شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي او سیمې ته د سفر هم یونو د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سیمې ته د ورستیو نا امنیو په پار سفر وکړ.
د ټولې رهبرۍ د پریکړې پر اساس د یادې ولسوالۍ په ناظر کلا سیمه کې د ملي اردو یوه امنیتي پوسته ځای پر ځای شوه.
!په لوګر ولایت کې دوه تنه د مختلفو جرمونو په تور د پولیسو لخوا ونیول شو
په لوګر ولایت کې دوه تنه د مختلفو جرمونو په تور د پولیسو لخوا ونیول شو!
نیټه ۱۳۹۷/۳/۶
د جنایې جرمونو پر وړاندی د مبارزی مدیریت کارمندانو لخوا یو تن سمیع الله ولد محمد ۱۷ کاله عمر لری د مرکز اړونده پښتون اباد سیمی اوسیدونکی ده پر یو ۶ کلن ماشوم چې عتیق الله ولد احمدالله نومیږی د لواطت عمل په ترسره کلو له امله ونیول شو او د لا زیاتو څیړنو په موخه څارنوالی ته وروپیژندل شو.
!نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا د یو یتیمی او بیوزلی کورنۍ سره د خوراکي تو کو مرسته وشوه
نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا د یو یتیمی او بیوزلی کورنۍ سره د خوراکي تو کو مرسته وشوه!
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
احسان الله او ورونه یې چې لا ماشومان دي، د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي، نن د پیمان د خیریه بنسټ د شرقی ولایاتو مسؤل ښاغلي تمهیدالله سیلانی ورته د جاوید عابد په نوم یو افغان ورور چی دسویډن نه یی ورته مرسته لیږلی ول نوموړی بیوزلی کورنی ته وسپارل احسان الله هغه ماشوم دی، چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي....
نن د پیمان خیریه بنسټ لخوا ورسره د خوراکي تو کو مرسته وشوه.
!د خدای ج رضا حاصل کړی او د روژی مبارکی میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی
د خدای ج رضا حاصل کړی او د روژی مبارکی میاشتی ثواب وګټی او ددغه کونډی مورکی دعا واخلی!
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
هېواد والو! په خپلو مرستو د یوې مظلومې کورنۍ ژوند وژغورئ.
احسان الله او ورونه یې چې لا ماشومان دي، د اته کسيزې کورنۍ سرپرستي کوي. دی کله رنګ مال سره شاکردي کوي، کله مندوي کې له خپلو ورونو سره شاقه کارونه کوي.... په دې ډول د خپلې کورنۍ مصارف پوره کوي. هغه وايي: موږ د ورځې ۳۰۰ کلدارې ګټو او په دې دکور سرپرستي کوو..
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، یو مریض د فتح الله په نوم سره مرسته وکړه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له یو ناروغ فتح الله سره د یو ملګری په دوکان کی مصاحبه کړې وه، نن ښاغلي جاوید (عابد) د سویدن څخه، نوموړی مریض فتح الله سره د خوراکي توکو مرسته مرسته کړې، دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د عمومي رئیس ښاغلي محمد شاه پیمان مشر ځوی ښاغلي جاوید (عابد) د روژې مبارکې میاشتې په ویاړ وکړه. په دې مرسته کې پنځوس کیلو اوړه، ۲۴ کیلو ورېجې، پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلوبوره، یوکیلوشین چای او دولس بستې مالګه ورکړل شول. چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مې له ناروغ او بوډا باباجان سره مصاحبه کړې وه، نن یو ورور ښاغلي میرویس (عابد) د سویدن څخه، باباجان سره یو انذازه مرسته کړې، چې دپیمان خیريه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر
څو ورځې وړاندې مو چې یوې بې وزلې مورکۍ سره مصاحبه کړې وه، یو ورور ښاغلي همایون (عابد) له سویدن څخه دې مورکۍ سره مرسته کړې وه، چې دپیمان خیریه بنسټ شرقي زون مسؤل ( تمهیدالله سیلاني ) لخوا ورته وسپارل شوه.
جمهور رئیس غني په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن پرانیست
جمهور رئیس غني په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن پرانیست
د ۱۳۹۷ کال د غویي د میاشتې په ۲۵ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته د خپل سفر پرمهال په لوګر کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا سب سټېشن او د یاد ولایت د غونډو د تالار له پرانیستې وروسته د لوګر مشرانو او متنفذینو، دیني علماو، ښځو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره وکتل.
په پیل کې د لوګر والي محمدانور اسحاقزي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د لوګر ولسونه ستاسو د برنامو، د سولې د مذاکراتو او د برېښنایي تذکرو د وېش قدرداني او ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، د لوګر ولسونه چې د نظام سخت ملاتړي دي او په دې برخه کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي، له تاسو مننه کوي چې دغه ولایت ته د برېښنا په راتګ سره مو د خلکو هیلې پوره کړې.
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوگر کې له ۲ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
لوگر، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر جمعه، غویي ۲۸ مه
په لوگر کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ محمد شریف یوسفزی نن د جمعی ورځ د روژی مبارک په دوهم ورځ د دوه اړینی بیوزلی کورنیو سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا دواړه کورنی د لوګر ولايت په زرغون ښار سيمه کې اوسيږي، یوی ډیر سپین ژیری دی او د بل خاوند څو کاله پخوا مړ شوی او کونډه ده د ګټی یی څوک نشته ماشومان یی واړه دی.
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
په ننګرهار کې له یوی بېوزلی کورنی سره مرسته وشوه
ننګرهار، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتو دفتر پنجشنبه، غویي ۲۷ مه
په ننګرهار کی د پيمان د خیریه بنسټ مسؤل ښاغلۍ تمهیدالله سیلانی نن د روژی مبارک په لمړۍ ورځ د یو اړینی بیوزلی کورنۍ سره د خوراکی موادو مرسته ورسول یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه.
دا مورکۍ د ننګرهار ولايت په انګور باغ سيمه کې اوسيږي، خاوند يې څو کاله پخوا مړ شوی.
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
په لوګر کې له ۳۷ بېوزلو کورنیو سره مرسته وشوه
پل علم، د پیمان خیریه بنسټ، د مطبوعاتودفتر دوشنبه، غویي ۲۴ مه
د پیمان خیریه بنسټ په لوګر کې له ۳۷ کونډو، یتیمانو،معیوبینو،معلولینو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وکړه.
یاده مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د الله (ج) د رضا او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په هدف وکړه،چې ۱۱۸۶۷۵ افغانۍ ارزښت لري.
د خوراکي توکو په مرسته ۳۲ کورنیو ته، په هرې کورنۍ د ۳ زره افغانیو په ارزښت پنځوس کیلو اوړه،۲۴ کیلو ورېجې،پنځه لیتره غوړي، درې نیم کیلو بوره، یو کیلو شین چای او دولس بستې مالګه ووېشل شول.
دغه راز په نغدي مرسته کې پنځو کورنیو ته ۲۲۶۷۵ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په هرې کورنۍ ۷ زره، ۶ زره، ۴ زره، ۳۶۷۵ او ۲ زره افغانۍ ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له ۱۷ اړمنو کورنیو سره په کابل کی مرسته وکړه
شنبه، غویي ۲۲ مه
د پیمان خیریه بنسټ مطبوعاتي دفتر
په کابل ښار کې له ۱۷ کونډو، یتیمانو او اړمنو کورنیو سره د پیمان خیریه بنسټ د خوراکي موادو او نغدو پیسو مرسته وکړه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ د مشر ښاغلي محمد شاه پیمان میرمنې آغلې بي بي حاجي د لوی خدای (ج) د رضا، د ثواب لاسته راوړلو او د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په ویاړ وکړه، چې ټول ټال ۱۰۴۰۰۰ افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې ۱۵ کورنیو ته د ۴۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او دغه راز له دوو نورو کورنیو سره ۵۹۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.
۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو
۷ تنه وسلوال مخالفین د پولیسو سره په نښته کې ووژل شو او څلور کړۍ ماینونه کشف او له منځه یوړل شو
د خپرولو نیټه ۱۳۹۷/۲/۲۱
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
تیره ورځ د لوګر ولایت د پولیسو ځانکړۍ قطعې د مرکز اړونده متاڼې پله په سیمه کې د چاڼیزعملیاتو پر مهال د دښمن له کمین سره مخ شول چې د دښمن نیول شوی کمین د پولیسو لخوا په شاه وتمبول شو او دواړه خواو نښتي تقریبآ دری ساعته دوام وکړ چې خوشبختانه دښمن ته په کې درنه مرږ ژوبله واوښته.
د کشفي راپور په اساس په یاده نښته کې د دښمن ۷ تنه وژل شوي دی. او یادوني وړ ده چې امنیتي ځواکونو ته کوم تلفات ندی رسیدلی.
همدا شان د یو بل راپور له مخی څلور کړۍ ماینونه د لوګر ولایت په مرکز حصارک کلی، او برکې برک ولسوالۍ اړونده سیمو کې د پولیسو لخوا کشف او له منځه وړل شوې.
په لوګر کې یو تن وسلوال طالب د امنیتې ځواکونو لخوا ژوندۍ ونیول شو
په لوګر کې یو تن وسلوال طالب د امنیتې ځواکونو لخوا ژوندۍ ونیول شو
نیټه ۱۳۹۷/۲/۲۱
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانې مطبوعاتې دفتر
د لوګر ولایت د ازری ولسوالۍ امنیتې ځواکونو یو تن وسلوال مخالف چې رازی خان ولد ناصر خان نومیږی د یادی ولسوالۍ د آکبرخیلو کلی اوسیدونکۍ دی او د وسلوالو مخالفینو د حمید الله نامی سرګروپ غړی هم دی د کوزی چوتری په سیمه کې د یومیل تفنګچه او یو عراده موټرسیکل سره ژوندۍ نیولۍ او اوس مهال د ازری ولسوالۍ له امنیتې ځواکونوسره د بندی دی.
انفجار در یک مرکز ثبتنام در ولایت لوگر
انفجار در یک مرکز ثبتنام در ولایت لوگر
مقامهای ولایتی لوگر، تأیید کردند که صبح امروز در مکتبی در شهرک مهاجرین مرکز این ولایت که بخشی از آن برای مرکز ثبت نام اختصاص داده شده بود، با بم منفجر گردید.
شاه پور احمدزی، سخنگوی پولیس لوگر، گفت که بم ها در مقابل دروازه انگر این مکتب جاه سازی شده بود و امروز حوالی ساعت ۶:۰۰ بامداد، زمانی که هنوز شاگردان به مکتب نیامده بودند، منفجر گردیده است.
به گفتۀ وی، در این انفجار به کسی آسیب نرسیده است؛ اما شیشه های کلکین و دروازه های مکتب شکسته و بخشی از حیاط این مکتب تخریب شده است.
د خواشینی خبر
د خواشینی خبر
د لوګر ولایت دوالي مرستیال قمرالدین شکیب چې دنیکو اخلاقو خاوند وو د دوه ساتونکو او یو باغوان په ګډون دمحمداغې ولسوالۍ په مربوطاتو د واغجان بازار په منځ کې دطالبانو په کمین کې شهیدان او دولایت مقام ویاند سلیم صالح او داستیناف محکمې رئیس عقیق الرحمن شدید زخمیان شوي دي دا زمونږ دلوګر حال ده .................
دا په واغجان بازار کی اوله پیښه نده خو زمونږ چارواکی همیشه دامنیت دټینګښت خبری کوي چې په لوګر کې کراره کراري ده !!!
د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه
د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه
الحاج ملا اسدالله «حنیفی» د اما ن الله زوی دعبدالله لمسي د نور خان کړوسي په خټه ستا نيزي په ستا نیز یو کې دشېخېلوپه قبیله پورې تړلی دي چې په (کال ۱۳۳۶) هجری لمریزکې یی فاني دنیا ته ستر لوڅې کړيد ي . لومړنۍ زده کړې یې په خپل کور او د کلي په جومات کې پیل کړې، او د (۱۳۵۰ هجری لمریز کال) په وروستیو کې د دیني علومو دزده کړې لپاره له خپل کور څخه د لوګر ولایت څرخ نومې سیمې ته بیستره یووړه او د طا لبۍ دوره يي پیل شوه. «حنیفی » صاحب له وړوکوالی څخه له پښتو شعر سره مينه لرله د شاعرانو دشعرونو او دیوانونو د مطالعې تلوسه یې په زړه کې په ترپکو وه،هماغه ؤ چې پر )۱۳۵۲ هجري لمريز(کال کې یې په شعر ليکلو پیل وکړ. «حنیفی» لا د دیني علومو له زده کړې نه ؤ فارغ شوي چې د مکلفیت دورې (عسکري) ته جلب شو، له کومه ځایه چې دوخت داساسی قانون د (۱۶) مې مادې له مخې د دیني علومو دعالمانو لپا ره یوې اسانتیا وجود لاره چې څوک په دیني علومو کې ازموينې ته چمتو وي او امتحان کې بریالي شي له عسکري خدمت څخه د معافۍ سند ترلاسه کولي شي.
!پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې
پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې!
دلوګرولایت کړېدلی ولسه!!
د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، دا به له وخته مخکې خبره وي که ووایو؛ چې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په خپل وخت او ړنې ترسره کیږي. خو داساسي قوانینو په رڼا کې حکومت مکلف دی چې ولسمشرۍ، پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې پر خپل وخت تره سره او د شفافیت پروسه یې هم په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.
د لوګر ولایت څخه ولایتي شورا او پارلمان ته تېر کال یو شمېر وکیلان د ولس لخوا غوره شول. نوموړو وکیلانو له خپلو قانوني حقونو زیاته موده خپلو دندو کې تېره کړه. تاسې د ټولو وکیلانو کړنې، خدمات، دقانون تخطيانې، شخصي ګمارنې، ځورواکي، د لوګر پر امنیتي وضعیت سترګې پټول، ولس دخپلو شخصي ګټو لپاره کارول، د والي او نورو دولتي چارواکو سره ګډې پروژې پر مخ بیول، د خلکو ناموس ته په بده سترګه کتل... او داسې نورې کړنې چې تاسې ترې خبر یاست، په خپلو سترګو ولیدې.
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د پیمان خیریه بنسټ له څلورو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
شنبه، وري ۱۱ مه
د پیمان خیریه بنسټ له لوري د کابل او لوګر ولایتونو له څلورو بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د پیمان خیریه بنسټ مشر ښاغلي محمد شاه پیمان کړې ده، چې نږدې ۱۱ زره افغانۍ ارزښت لري.
په دې مرسته کې د کابل ښار درېیو کورنیو ته یوه بوجۍ وریجې، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای او یوه بسته مالګه او د لوګر یوې کورنۍ ته یوه بودجۍ ورېجې، یوه بوجۍ اوړه، پنځه لېټره غوړي، یو کیلو شین چای، یوه کلیو غوښه او یوه بسته مالګه ورکړل شول.
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
د پیمان خیریه بنسټ یو جومات رنګ کړ
دوشنبه، کب ۲۸ مه
د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د واغجان په کلي کې د امام کوفي (رح) جومات ته نوی رنګ ورکړل شو.
دغه جومات ته د پیمان خیریه بنسټ له خوا نوی رنګ ورکړل شوی، چې پر رنګولو یې ۱۲ زره افغانۍ لګیدلي دي.
د پیمان خیریه بنسټ یاد جومات د لوی خدای (ج) د رضا لپاره د واغجان د کلي د قومي مخورو په غوښتنه رنګ کړی دی.
د واغجان د کلي اوسیدونکي وایي،، چې دوی د جومات رنګولو ته ډېر خوښ دي او د پیمان خیریه بنسټ دا اسلامي خدمتونه ستایي.