Home خانه
غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله
غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله
د انګریز او افغان ترمنځ د لمړۍ جګړې پرمهال د کابل د ملي پاڅون لارښود او د افغانستان ملي آتل!
غازي وزیر محمد اکبرخان رحمه الله د امیر دوست محمد خان بارکزي زوی د سردار پاینده محمد خان بارکزي لمسی د حاجي جمال خان بارکزي کړوسی چې په 1816 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
غازي وزیر محمد اکبرخان رحمه الله زمونږ د اولس د هڅو او جګړو د تاریخ هغه ځلانده څهره ده چې د انګریزانو پر وړاندې د کابل د وګړو د پاڅون په لارښودنه او بری کښې یې رغنده او هیوادپاله ونډه لوبولې ده.
غازي وزیر محمد اکبرخان رحمه الله په 1834 زېږدیز کال کښې په کندهار کښې د شاه شجاع لښکر دړې وړې کړ او دغه بریا ده ته له هغه مهاله وروسته ور په برخه کېدله چې په جلال آباد کښې یې د دغه ولایت سرکښ والي نواب محمد زمان خان ټکولی وو.
په 1836 زېږدیز کال کښې یې د خیبر درې په جمرود کښې د سیکانو لښکر وځپی او د هغوي مشر یې (جنرال هري سینګ) ووژی.
کله چې زمونږ پر هیواد د سیکانو او انګریزانو د ځواکونو لخوا له دوه لوریو تیری وشو نو غازي وزیر محمد اکبرخان رحمه الله د سیکانو د لښکر د مخنیوي لپاره د خیبر تر درې پورې وړاندې ولاړ خو د هیواد د خپلواکۍ دښمنانو هغه ته د جګړې له پیلېدو وړاندي زهر ورکړل او د مړېنې تر پولې یې ورساوی خو له نېکمرغه مړ نه شو او یوځل بیا د تاریخ د ننګونو له آزموینې څخه سرلوړی راووتی.
کله چې په 1839 زېږدیز کال کښې غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله د خپل پلار امیر دوست محمد خان بارکزي سره بخارا ته د بخارا د امیر (چې خپل اولس یې د "قصاب امیر" په نوم باله) په بلنه بخارا ته ولاړی نو په بخارا کښې د بخار د امیر سره د لېدنې پر مهال تر اوږدو خبرو وروسته د بخارا امیر غازي وزیر محمد محمد اکبر خان رحمه الله او دهغه پلار امیر دوست محمد خان بارکزی وښکنځل، غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله چې په رګونو کښې یې د افغاني سرښندنې او میړانې ویني په څپو وې، په ډیرې ترخې ژبې یې د بخارا د امیر خبرې بیرته په ورته توګه ورځواب کړې او په غاو یې دهغه له دربار څخه پښه و یستله اوبېرته یې افغان ټاټوبي ته مخه کړه، د بخارا امیر د غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله او دده د ملګرو د نیولو لپاره خپل جنګیالي ورپسې ولیږل چې د بخارا د امیر جنګیالیو افغانان وموندل او د هغوي د تګ مخنیوی یې وکړ، غازي وزیر محمد اکبر خان رحمه الله کاپي
نوټ بلخ مزارشریف کی دغازي وزیر محمد اکبرخان مقبره قبر ته ولاړکس شاه امیر حبیب الله خان دعا ورته کوی.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























