Home خانه
د انګریز استعمار له غیرمستقیم یرغل (سقاوي اړدوړ) څخه د افغانستان د ژغورنې (نجات) لارښود
د انګریز استعمار له غیرمستقیم یرغل (سقاوي اړدوړ) څخه د افغانستان د ژغورنې (نجات) لارښود
اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه!
اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه د سردار محمد یوسف خان او شرف سلطانه بېګم زوی او د سردار یحیٰ خان بارکزي لمسی وو چې د 1883 زېږدیز کال د اپرېل میاشتې په نهمه نېټه د برېټانيوي هند په دهرا دون سیمه کښې زېږېدلی وو.
نوموړي تر اتلس کلنۍ پوري دیني او دهغه مهال دودیزي عصري زدکړې په هندوستان کښې وکړې او د خپلې مورنۍ ژبې ترڅنګ یې اردو عربي انګلش او دری ژبي هم زده کړې.
د اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه کورنۍ په 1901 زېږدیز کال کښې له برېټانيوي هند څخه بېرته خپل هیواد او کابل ته هغه مهال ستنه شوه چې امیر حبیب الله خان ټولګډونه بخښنه وکړه او هغو ټولو افغانانو ته یې هیواد ته د بېرته راتلو بلنه ورکړه چې امیر عبدالرحمٰن خان خپل حکومت ته د ګواښ پېښولو له امله او یا د انګریزانو په لارښودنه له هیواد څخه شړلي او تبعید کړي ول.
کابل ته په راتلو سره زلمي محمد نادر خان د امیر حبیب الله خان د ساتندویانو په ټولګه کښې دنده پیل کړه چې بیا په 1907 زېږدیز کال کښې د امیر حبیب الله خان لخوا د جنرالۍ په رتبه ونازول شو او د همدغو ساتندویانو مشر وټاکل شو.
اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه د امیر حبیب الله خان د وژلو پر مهال دهغه سره د لغمان په کله ګوش کښې وو، کله چې امیر حبیب الله خان ووژل شو نو د امیر ورور سردار نصرالله خان په جلال آباد کښې ځان د امیر ځایناستی اعلان کړ او د ګروېږنو لپاره یې اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه بندي کړ چې څنګه امیر ووژل شو او ولي دي وظیفوي غفلت کړی؟.
د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا د سردار نصرالله خان تر رعیت کولو وروسته کله چې د انګریز او افغان ترمنځ دریمه او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو جګړه پيلېده نو اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا خوشي شو او په پکتیا کښې د خپلواکۍ د غازیان د جبهې مشر وټاکل شو.
اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د لويې پکتیا (خوست، پکتیا، پکتیکا او وزیرو) جبهه د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو په موخه د انګریزانو سره د افغانانو په درییمه جګړه کښې په بشپړه مېړانه او مدبرانه توګه رهبري کړه او انګریزان یې تر ټل پوري وځغلول.
د خپلواکۍ تر بېرته لاسته راوړلو او د انګرېزانو سره د افغانانو د درییمې جګړې تر پای وروسته اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا د افغانستان د ملي دفاع وزیر وټاکل شو.
نوموړی په 1924 زېږدیز کال کښې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان لخوا په پاریس کښې مختار وزیر وټاکل شو.
په 1926 زېږدیز کال کښې يې له دندې استعفٰی وکړه او هملته په پاریس کښې استوګن شو.
په 1929 زېږدیز کال کښې د انګرېز استعمار د لاسپوڅي (حبیب الله کلکاني) د افغان دښمنه حکومت د ظلمونو او نا دودیو په وړاندي د لويې پکتیا د ټبرونو او پرګنو مشرانو اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه ته له پاریس څخه افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړه، ترڅو راشي او د انګریز استعمار له غیرمستقیم یرغل (سقاویزم) څخه د افغانانو او افغانستان د ژغورلو د سرښندونکو مبارزینو مشرې وکړي.
افغانستان ته د اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه تر راتګ وروسته په 1929 زېږدیز کال کښې د اکټوبر میاشتې په شپاړسمه نېټه پکتیاوالو له سقاوي ګندګۍ څخه کابل سپېڅلی کړ او اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه یې د افغانستان پاچا کړ.
اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د افغانستان د پاچا په توګه د خپلې دندې له پیل سره سم، د قضا چاري او محکمې دیني عالمانو ته وسپارلې، پر ښځو یې حجاب خامخايي کړ، نوی اساسي قانون یې را منځته کړ، پياوړي ملي ځواکونه یې را منځته کړل، د 1930 زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کښې يې لویه جرګه را وبلل چې د نوموړې جرګې له 150 غړو څخه يې ملي شورا را منځته کړه، ملي شورا د اساسي قانون ترڅنګ د اعلیحضرت غازي محمد نادر شاه پاچاهي هم تائید کړه.
اصلاح ورځپاڼه یې را منځته کړه، انیس ورځپاڼه یې دولتي کړه او د کابل د ادبي ټولنې بنسټ يې کښېښودی چې د کابل میاشتنۍ مجله به یې خپروله، د افغانستان کالیزي په خپرېدو پیل وکړ، وراني شوي زړې لاري یې سمې کړې او نوي لاري او سړکونه یې ورغول، د هیواد په کچه لمړی بانک يې رامنځته کړ.
د اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه د حکومت په وړاندي ځیني وسلوال پاڅونونه هم وشول چې تر ټولو لوی پاڅون په کوهدامن کښې وو چې قبایلي ځواکونو وځپی.
تر ټولو ستره او اوږد مهاله لاسته راوړنه!
اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه په افغانستان کښې د داسي یو پیاوړي نظامې ځواک (ملي ځواکونو، یا فوځ) بنسټ کښېښودی چې د ډوکټور نجیب الله د واکمنۍ تر وروستیو پورې یې دوام وکړ چې په 1992 زېږدیز کال کښې د پنجابستان د استخباراتي شبکې (isi) د مشر جنرال حمیدګل په مشوره پروفیسور برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود له منځه یووړ.
د 1933 زېږدیز کال د نومبر میاشتې په 8 مه نېټه، د 1312 ھ لمریز کال د لړم میاشتې په شپاړسمه نېټه غرمه مهال، اعلیحضرت غازي محمد نادرشاه پداسي حال کښې چې په پلازمېنه کابل کښې د نجات لېسې فارغانو ته يې شهادتنامې ورکولې د يوه زده کوونکي له خوا چي عبدالخالق نومېدی په ماشینګڼه و ويشتل شو او له دې نړۍ څخه یې د تل لپاره سترګي پوټي کړې.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























