Home خانه
د لوګر بیګنۍ پيښه څنګه وشوه؟
د لوګر بیګنۍ پيښه څنګه وشوه؟
ددې وحشت تر شاه څه کیسه نغښتې؟
د لوګر د مرکز اړوند د حصارک په سیمه کې چې مرکز پلعلم ته بیخي نیږدې سیمه ده بیګاه د شپې له تیارې په استفادې څو تنه وسله وال کسان د موسی اکا په نوم د یو کس کور ته د ننه شوي.
د موسی اکا په ګډون د هغه میرمن او دوه زامن مطیع الله او حسیب الله په ډیرې بې رحمي سره ش هیدان شوي.
ددې کورنۍ یوازې نږور چې نوې را واده شوې وه ژوندۍ پاتې ده.
د سیمې خلک څه وایي؟
موسی اکا نهایت غریب،بې آزاره او خواريکښ انسان وو،زامنو یې مطیع الله او حسیب الله چې نوي را زلمکي شوي وو په مرکز پل علم کې خیاطي کوله.له چاسره یې شخصي خصومت یا حساب کتاب نه لاره.
د ژوند ټوله هستي یې څو پولې او یوه غوا وه.
کلیوال وايي چې موسی اکا د پيښې څخه ورځ مخکې غوا هم د مجبوریت له امله په یو لک افغانۍ خرڅه کړې وه او ښايي پنځه تنه انسانان د یو لک افغانيو لپاره شه یدان شوي وي. دا زموږ د ټولنې هغه بد مخ دی چې موږ یې نه وینو خو وحشیانو ته د پنځو انسانان قتل عام ایله یو لک افغانۍ ارزښت لري.
د سیمې خلک وايي چې پيښه د شپې له دولس بجو وروسته شوې ځکه د کلیوالو په خبره تر څه باندې يولس بجو د شپې خلکو په کروندو کې اوبو لګولې.
مسولینو د درې شکمنو کسانو د نیولو او اصلي عاملینو د موندنې او سزا ورکړې ژمنه کړې.
خلک ولې ګیله من دي؟
د لوګر ولسونه چې دې وحشت سخت ویرولي ګیله کوي چې دا په تقریبا تیرو څه کم دوو کلونو دوهم ځل دی چې وسله وال کسان د مرکز سره په بیخي نیږدې سیمه کې داسې وحشیانه عمل ترسره کوي.
دوی وايي که تر دې مخکې د #پښتون_آباد د غميزې قاتلينو ته په عام محضر کې سزا اورل شوې وی ښايي دداسې ظلمونو په مخنیوي کې موثره تمامه شوې وی.
پښتون آباد کې تیر کال همداسې ځناور یو کور ته د ننه شول مور او لور یې لومړی شهی دان او بیا ټوټه ټوټه کړل او نور له کوره وتښتېدل چې وروسته ونیول شول خو لا هم سزا نه ده ورکول شوې.
دوی همداراز دا هم وايي چې د حکومتي ادارو تر منځ همغږي نشته او د ولس اساسي ستونزو ته حل لاره نه کتل کیږي.
انځورونه:
جنازه او د کلي دوه مخور چې په دې اړه یې رسنیو ته معلومات ورکول.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























