Home خانه
د لوګر برکي برک ولسوالۍ کې د یو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر برکي برک ولسوالۍ کې د یو جامع جومات د جوړولو چارې پیل شوې:
پل علم، باختر، د غویي ۸ مه
دغه جامع جومات، د لوګر ولایت برکيبرک ولسوالۍ اړوند شاهمزار کلي کې د سیمې د یو تن خیرخواه سوداګر او یو شمېر نورو مشرانو په مالي ملاتړ جوړیږي کېږي.
د برکي برک ولسوال، مولوي نورالله غالب وویل؛ دغه جومات پر ۱۲سوه مترمربع ځمکې باندې جوړېږي، چې په یوه وخت کې به د ۱۱۰۰ تنه لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د سیمې د مشرانو په خبره؛ دغه جومات په لوی جامع جومات مشهور و او تاریخي مخینه یې شاوخوا ۱۵۰ ته رسېدو، چې د وخت په تېرېدو، تېرو جګړو او ناخوالو له امله ودانۍ ویجاړه شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم لوګر کې د ځایي اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یو څو نورو جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره د ټولګیو جوړولو کار چارې روانې دي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























