Home خانه
د ۷ د ثور انقلاب ۱۳۵۷ کال
د ۷ د ثور انقلاب ۱۳۵۷ کال :
[[ دا یو انقلاب وه ، دا یو نظامی پاڅون وه او که دا یوه نظامی کودتا وه …….]]
دوهمه برخه
دا بحث به دری برخو کی خپور کړو ….
۱- د ثور انقلاب څنګه وشو ……؟
۲- سور شهزاده سردار محمد داود څنګه ووژل شو ؟
۳- د ثور انقلاب د تاریخ رڼا کی څه وو « انقلاب ، نظامی پاڅون او که نظامی کودتا ….»؟
درنو هیواد والو !
[[ امین …….د کوماندو د ټولی قوماندان تورن امام الدین نه تر سره شهزاده سردار محمد داود پوری ]]
محترم مجتبی دوست !
ستاسو د کمنت مورد کی چه تیره برخه کی مو لیکلی وه چه جګړن محمد رفیع د نظامی انقلابی شورای غړی وه خو ولی فزیکی موجودیت ئی شورای کی نه درلوده ….
لتاسو سره ٪۱۰۰ موافق یم رفیع د مصلحت له رویه راوستل شوی وه نه د انقلاب د کلیدی عنصر په توګه ….
انقلابی نظامی شورای د امین په مشری ټوله رهبری د افغانستان د هوائی او مدافع هوائی قوماندانی ، محل چنار ته د خوندی ساتلو په منظور ولیږل ….
وروسته د رهبری تر لیږلو محل چنار ته په رادیو کی د انقلابی پروسی د مخته بیولو لپاره دا دری کسان رادیو افغانستان کی پاتی شول
- حفیظ الله امین
- جګړن محمد اسلم وطنجار
- خیال محمد کټوازی د خلقیانو نظامی رابط غړی
په اوم ۷ ثور ۱۳۵۷ کال د انقلاب په ورځ لاندی قطعات د انقلابینو په خلاف جنګیدل ….
- جمهوری ارګ کی ټول ۱۶۰۰ تنه افسران ، خوردظابطان او سرتیری موجود ول …
- په ارګ کی دغه پرچمی افسران د داود په نفع جنګیدل د « تاجیار د ګارد د اپراسیون امر له قوله»
- جګتورن عبدالحق علومی د کشف امر
- جګړن سید جان د اوپراسیون مرستیال
- جګړن محمد عزیز حساس د دوهم پیاده کندک قوماندان …..
په دی منځ کی جمهوری ارګ کی دوه خلقی افسران هم ول چه د انقلاب په بری کی ئی لوی لاس درلوده …
- جګړن اغا محمد د ارګ د مخابری امر
- لمړی بریدمن جمعه خان د ارګ د مخابری امریت غړی …..
- دوی دواړو د ارګ د مخابری سیستم فلج کړ او د داود ارتباط له بیرون سره قطع شو ….
- په دی شپه د بالاحصار د کوماندو قطعی کی چه پرچمیان پکی ول د سره شهزاده داود په پلوی پاڅیدل
- د بلوا کونکو قوماندان له منځه یووړل شو او خلقی شهنواز تڼی قدرت لاس کی ونیوه …
- د مهتاب قلعه د توپچی لیوای قوماندان پرچمی ډګروال خلیل الله بابکر خیل چه « سګباز» باندی مشهور وه د داود په نفع د کابل ښار په لور حرکت وکړ ….
- چه د خلیل الله مقابل کی د میرویس میدان سیمه کی «کوټه سنګی» ورته د ښایسته خان اندړ له خوا سخت شکست ورکړ شو او بیرته وتښتیدل ….
- هوائی قوای جنګ ته نه وه داخل شوی نو ځکه معلومیده چه انقلابی قواوی د یوه لوی تشی سره مخامخ ول …
- ډګروال عبدالقادر چه د هوائی قواو د قوماندان وظیفه ورکړ شوی وه په کومه کوټه کی نظر بند وو
- داسی روایت شوی چه سید داود تړون دی له نظارت نه خلاص او هلیکپر ئی تهیه او د باګرام خوا ته لاړ
- د هوائی قواو په وخت عمل نه کول د سید محمد ګلابزوی د خپلی انقلابی دندی نه پر ځای کول ول
- قادر چه باګرام ته ورسید نو د باګرام د ګارنیزیون د قوماندان ډګروال غلام سخی پیلوټ له خوا بیرته کابل ته ولیږل شو او غلام سخی خان د الوتکو د پرواز او سوق او اداری اختیار لاس کی ونیوه ….
- دغه لاندی پیلوټانو د ۷ثور په انقلاب کی برخه وال ول
- ډګرمن میر غوث الدین «ګاګارین»، جګړن تیمورشاه ، جګړن عبدالکافی ،تورن صفت الله ، تورن عبدالروف ، لمړی بریدمن مختار ګل ، لمړی بریدمن شرف الدین ، لمړی بریدمن محمد رسول ، لمړی برید من محمد دوران ، لمدی بریمن عبدالوهاب وردګ ،
- همدا رنګه د « سو » الوتک پیلوټان هر یو ډګرمن محمد حکیم ، جګړن شیرمحمد ، جګړن ګلیار او جګړن رحیم خان ول ….
- الوتکو په ۷ ثور ۱۳۵۷ کلی تر ۵:۳۰ پوری په ارګ پروازونه وکړل …
- د شپی د ۸:۳۰ چه راپورونه انقلابی نظامی شورای ته ورسیدل واضح شوه چه انقلابیون بر لاسی دی ……
- خو ارګ کی جنګ روان وه « پرچمیانو او د ارګ منسوبینو ـ » جنګ ته ادامه ورکوله
درنو هیواد والو !
د سره شهزاده داود خان د مړینی مورد کی مختلف روایتونه وجود لری چه یو له بل نه تفاوت لری او کومو کسانو چه دا روایات کتابونو کی درج کړی یو هم ددوی نه « عینی» شاهد نه وه …. او روایات قصیی اوریدلی دی …
د شپی ۹:۰۰ رادیو افغانستان :
تورن امام ادین : د شپی ۹:۰۰ امین رادیو افغانستان ته وغوښتلم …. امین راته وویل چه ؛
- په ارګ او ریشخورو کی مقاومت روان دی …
- که چیرته دا مقاومت ختم نشی نو امکان شته چه ډیر قطعات به د داود په نفع را پورته شی …
- له دی کبله باید د ارګ برخه لیک ژر تژره معلوم شی
- انقلابی نظامی شورای او نظامی افسران په دی باور دی چه د درنو جنګی امکاناتو تر څنګ باید پیاده قوتونه د ارګ منځ ته رخنه وکړی …
- امین ( ما تورن امام الدین ته امر وکړ چه ) جه سبا ۸ثور ۱۳۵۸ مخکی له سيده داغ نه په ارګ باندی تعرض ته اماده شم …..
- زه (امام الدین) له دوه نفرو سرتیرو سره د پیاده نظام د تکتیک سره ګلخانی ماڼی ته ورسیدو
- ډ ګلخانی ماڼی سره یو پهره دار ولاړ وه چه عبدالحمید کلنګاری نویده او مونږ ئی په تیرس کی نیولی وو …
- کلنګاری داود خان نه اجازه واخیسته او مونږ داخل شولو ….
- کله چه ننوتم نو سم دلاسه می داود خان ته رسم تعظیم وکړ …..
- داود خان چه تفنګچه ئی لاس کی وه وویل څه خبره ده ؟
- امام الدین : ما وویل چه خبره له خبری تیره ده ، تسلیم شی داود په قهر وویل چه زه هیڅکله تاسو ته نه تسلیمیږم
- امام الدین ؛ انقلابی نظامی شورای ته تسلیم شی
- داود خان : هیڅکله نه تسلیمیږم
- امام الدین ؛ داود چه تفنګچه ئی لاس کی وه په ما ډزی وکړی او زه شدیدا زخمی شوم
- په دی لړ کی زما د افراد و پهره دارانو منځ کی ډزی تبادله شوی چه نتیجه کی داود خان ووژل شو ……
د داود خان د کورنی مورد کی مختلف نظرون وجود لری چه هر یو زیات تشریحات ګوی که دوستان علاقه مند وی نو « یوتیوب ، او ګوګل کی » پوره معلومات تر لاسه کولای شی
افغان ټولنه :
دا خبری د مختلفو لیکوالانو د لیکنو ( ګوګل ، یوتیوب ، انترنیتی کتابخانو ، انترنیتی سایتونو ……) نه راټول شوی دی …….
په درناوی
چپی افکار






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























