Home خانه
اميري: د عينکو د مسو کان تخنيکي ستونزې لري
کابل ۱۳۹۳/۰۸/۲۲
د لوګر والي وايي، د مس عينکوکان تړون تخنيکي ستونزې لري چې له امله يې د دغه کان د استخراج چارې ځنډېدلې دي. د مس عينکو د را ايستو تړون شپږ کاله مخکې له چينايي اېم سي سي کمپنۍ سره لاسليک شو چې له مخې به يې ياده کمپنۍ په دې پروژه او د اړوند زېربناوو په پراختيا کې پنځه ميليارده ډالره پانګونه کوي او له دې پروژې به افغان دولت په کال کې ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالر عوايد ولري.
طالبانو، د افغانستان په ختیځ کی، د افغان قواؤو په اډو باندی حمله وکړه
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د افغانستان د لوګر په ولایت کی، د افغان او بهرنیو قواؤو په امنیتی اډو باندی د دغی ډلی دغړیو د حملی خبر ورکړ. زموږ د خبریال د رپوټ له مخی، د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، ادعا وکړه چی، نن سهار د دغی ډلی غړیو، د لوګر ولایت د برکی برک ؤلسوالۍ ته څیرمه، پر بهرنیو پوځیانو او افغان امنیتی قواؤو باندی حمله وکړه چی، له کبله یی، یو ټانګ ویجاړ شو، او د هغه ۴ تنه سپرلی ووژل شول.
د ازرې د ځانمرګي بريد له زيانمنو سره مرستې وشوې
شیرمحمد((ستانکزی))
دازرې ولسوالۍ د ځانمرګې برید له امله زیانمنو کسانو سره مرستې وشوې.د دومیيلونو اته لکو پنځوس زرو افغانیو؛ مرسته د لوګر ولایت د ازرې په ولسوالۍ کې د ځانمرګې برید له زیانمن شو کسانو سره، چې په دغه بریدکې ځاني زیان لیدلي ؤ مرستې وشوې.د لوګر د سرپرست والي د ویاند دین محمد درویش په خبره؛ دغه مرستې د لوړ پوړې هیت چې د وزارتونو استازو څخه جوړ او په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو منتخب وکیل انجنیرصاحب خان هم ملګرې ؤ د جمهوري ریاست د مقام پلاوي پوهاند حمیدالله فاروقي ترمشرۍ لاندې پرون دلړم په ۲۰ مه د لوګر ولایت د سرپرست والي نیازمحمدامیري سره په ګډ سفر نوموړې ولسوالۍ ته سفر وکړل.
ډاکټرمحمدآصف صدیقي مشرانوجرګې ته دسناتورپه توګه وپیژندل شو
شیرمحمد((ستانکزی))
دلړم په ۱۹ مه دلوګرولایت دولایتي شورا په ریاست کې دټاکنو دطرزالعمل سره سم دمشرانو جرګې دسناڅوکۍ لپاره ټاکنېترسره شوې، په دغه ټاکنو کې دولایتي شورا ټول وکیلان حاضرؤ. دمشرانوجرګې دسناڅوکۍ ته دوه تنه وکیلانو؛ ډاکټر محمدآصف صدیقي او ډاکټرعبدالولي وکیل ځانونه ونومول، چې په پایله کې ډاکټر محمدآصف دپنځه رایو په ګټلو وکړای شول چې دغه څوکۍ ترلاسه کړي او ډاکټرعبدالولي وکیل دڅلور رایو په اخیستو پاتې راغی.
رسانه ها وجامعه مدنی
رسانه ها به مثابه عضو فعال جامعه مدنی همواره در تعمیم و نهادینه ساختن ارزش ها مورد پسند جامعه مدنی وگذر از جامعه بدوی موثر بوده است. در واقع جامعه مدنی و رسانه ها لازم و ملزوم و مکمل همدیگر است. با تو جه به اینکه در افغانستان سالها اندیشه جامعه مدنی مورد تخریب قرار گرفته است و جنگ هه سه دهه اخیر در این کشور در همه ابعاد تاثیرات ناگواری داشته است می توان گفت تعمیم جامعه مدنی در این کشور شرقی وآسیای بدون حضور فعال رسانه ها ناممکن است.
د لوګر دارالمعلمین پر ښځینه محصلینو نغدي مرسته وویشل شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې ، لړم ۲۱ مه
د لوګر ولایت په دارالمعلمین کې د مخکې خدمت پروګرام له ۱۵۷ تنو ښځینه محصلینو سره د پیسو نغدي مرسته وشوه.
دغه مرسته د پوهنې وزارت د سکالرشیف پروګرام له لوري، چې په ټولیز ډول ۲۶۸۱۲۸۰ افغانۍ وې پر ۱۵۷تنو مستحقو محصلینو وویشل شوې.
په دغه مرسته کې ۱۰۳ تنومحصلینوته ۲۰۱۶۰ افغانۍ اوپاتې ۵۴ تنو نورومحصلینو ته ۱۱۲۰۰افغانۍ ورکړل شوې.
په لوګر کې کلنۍ ازموینه پیل شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، سه شنبې، عقرب ۲۰مه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په لومړنیو ښوونځیو کې د لومړنۍ دورې له زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر پیل شو. دغه ازموینه د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت د پریکړې سره سم نن پیل او د همدې میاشتې ترپایه به دوام ومومي.
د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه
جامعه مدنی لوگر:
د افغاني ټولنې په سیاسي جوړښت کې د ښځو ونډه د بحث او پام وړ موضوع ده چې د بېلابېلو بنسټونو په تېره بیا مدني ټولنو او سیاسي اړخونو لخوا مطرح کيږي. د تېرو کلونو په پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې د ښځو ونډې نه یوازې افغانانو، بلکې ټولو نړیوالو ته دا په ګوته کړه چې افغانې ښځې هم د دې وړتیا لري چې د سیاست ډګر ته راودانګي او د هېواد په سیاسي چارو د بېلګې په توګه په پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو کې چې د خلکو د استازيتوب ښکارندويي کوي، د نارینه وو ترڅنګ ودریږي.
جامعه مدنی لوگر
په حکومت کې دې له بشري حقونو د سرغړوونکو مخه ونیول شي
جامعه مدنی لوگر:
د مخكيني جمهور رئيس حامد كرزي د دورې تر وروستيو يوازې د انتقالي عدالت د پلي كولو غوښتنې زياتې وې، خو اوس له دغې پروسې سره همغږې ډله او مدني ټولنې اندېښنه ښيي، كه د ملي وحدت په حكومت كې يو ځل بيا د بشري حقونو ناقضينو ته ونډه وركړل شي، د عدالت د تامين په برخه كې به د ولس ناهيلي هم ورسره زياته شي.
جسد کارمند کشته شدۀ وزارت مالیه در لوگر پیدا شد
یک خانم، که کارمند وزارت مالیه نیز بوده، دو روز پیش توسط افراد ناشناس کشته شدهاست. وزارت مالیۀ افغانستان با نشر اعلامیه یی می گوید که ملالی، کارمند مدیریت مسافرین آمریت گمرک فرودگاۀ بینالمللی حامد کرزی بوده است. بر بنیاد اعلامیۀ وزارت مالیه، خانم ملالی دو روز پیش پس از ربوده شدن توسط افراد ناشناس کشته شدهاست.
کمیسیون انتخابات به اصلاحات جدی نیاز دارد
جامعه مدنی لوگر:
در این شکی نیست که افراد حاضر در کمسیون انتخابات نتوانستند به صورت درست و مؤثر آن، پروسه انتخابات ریاستجمهوری و شوراهای ولایتی را مدیریت نموده و به فرجام و انجام برسانند. همین امر نیز باعث شده است تا میزان باورمندی مردم به این پروسه و انگیزه آنان به مشارکت در روندهای دموکراتیک به شدت کاهش یابد. لذا ضروری است تا هرچه زودتر این ساختار مورد ارزیابی دقیق و شفاف قرار گیرید و با هر راهکار ممکن، توانمندی لازم و قاطعیت قابل اعتماد در کمسیونهای انتخاباتی ایجاد شده و انتخاباتهای آینده از جنجالهای پیشین نجات داده شود.
د لوګر د پوهنې ریاست خبرتیا
د لوګر د پوهنې ریاست:
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ټولو ښوونځیو منسوبینو او زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي ، چې د پوهنې وزارت د دویمې پریکړې له مخې له لومړې ترشپږم ټولګیو پورې د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر د عقرب د میاشتې په ۲۰ مه نیټه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۰ مې نیټې پورې دوام ومومي.
له لوګر څخه محمد آصف صدیقی د مشرانو جرګی غړیتوب ترلاسه کړل
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۹
محمد آصف صدیقی د لوګر ولایتی شورا غړو لخوا د رایی په اکثریت سره د مشرانو جرګی غړی توب ترلاسه کړل. د مشرانو جرګې د درېيمه برخه غړو ٣٤ انتخابي سناتورانو د ټاکلو لپاره نن په ټولو ولايتي شوراګانو کې ټاکنې شوی. د مشرانو جرګی د غړی توب لپاره د لوګر ولایتی شورا څخه محمد آصف صدیقی او ډاکټر عبدالولی وکیل نوماندان وو.
د لوګر امنيه قوماندانۍ کې شوى ځانمرګى بريد سيمه ييز پوليس کړى“
د لوګر ولايت په امنيه قوماندانۍ کې دننه د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان شوى ځانمرګى بريد د يوه نفوذي سيمه ييز پوليس له لوري ترسره شوى دى. په دې ځانمرګي بريد کې د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو قوماندان سبزعلي په ګډون اوه پوليس او درې ملکي وګړي وژل شول او پنځه سيمه ييز پوليس ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي ملی پیوند راډیو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د امنيه قوماندانۍ دننه شوې.
سبزعلی همدا نن، د ټالیبانو د مایوسۍ د جهاد په یوه ناځوانه برید کې شهید شو
۵۵ کلن سپین روبی، چې د مبارزې او جهاد ژوند یې د روسانو پر خلاف د آزادۍ له یوې جګړې را پیل کړې او د پنجاب خلاف د ازادۍ پر بله جګړه پای ته ورساوه، همدا نن، د ټالیبانو د مایوسۍ د جهاد په یوه ناځوانه برید کې شهید شو. هو، همدا نن له لوګره د کویټې فوجي کمانډ سنټر ته راپور ورغی چې:
د لوګر د پوهنې په ریاست کې د پوهنې سکتوري غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې، لړم ۱۸مه
د لوګر د پوهنې رئیس په مشرۍ د پوهنې په سکتورکې د شاملو ریاستونو د منسوبینو ترمنځ د پوهنې اتمه میاشتنۍ سکتوري غونډه نن ترسره شوه. دغه غونډه، چې پرون له غرمې وروسته د پوهنې ریاست د مقام په دفترکې د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر̓ستانکزي̒ په کوربه توب جوړه شوې وه پکې د اتو بیلا- بیلو ریاستونو استازو، چې د نوموړي غونډې رسمي غړي دي برخه اخیستې وه.
ځانمرګي بريد د لوګر د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۹
په لوګر کې د ځانمرګي بريد له امله د دې ولايت د سيمه ييزو پوليسو د عمومي قوماندان په ګډون اوه پوليس ووژل شول او درې نور ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي ملی پیوند راډیو ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د امنيه قوماندانۍ په قراول کې رامنځ ته شوه.
په لوګر کې د ولایتي شورا نویو وکیلانو د لوړې مراسم ترسره کړل
شیرمحمد ((ستانکزی))
په لوګر ولایت کی ولایتی شورا ته د وکیلانو د لوړی جشن په شانداره مراسمو سره نن ولمانځل شو. د لوګر ولایت د نویو وکیلانو دلوړې په مراسمو کې د لوګر ولایت والي الحاج نیازمحمدامیري، د والي مرستیال فیض محمد میزازاده، په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت استازی انجنیرصاحب خان، د لوګر د استناف محکمو عمومي رییس پوهنوال نجیم حمیدی، د لوګر ولایت دولتي مسؤلین، د لوګر ولایت د سراسري شورا رییس حمیدالله فاروقي، د کابل ولایت د خلکواستازی زمرک پادخوابي، د کرکت بورډ مشر شهزاده مسعود، د لوګر ولایت قومی مشرانو، جهادي شخصیتونو اوګڼ شمیر د لوګرخلکو کډون کړي ؤ.
والي: له لوګره د ايساف سرتېرو وتلو پر امنيت منفي اغېزه نه ده کړې
په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له پوځي اډې ''شنک ''څخه د ايساف سرتېري وتلي او دا پوځي اډه يې افغان ملي اردو ته سپارلې ده. د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري له پژواک سره په مرکه کې وويل، چې افغان حکومت له دغې اډې څخه د خپلو ځواکونو لپاره ښه ګټه اخيستلاى شي. له امريکا سره د امنيتي تړون له مخې به په افغانستان کې له ۱۰ تر ۱۵ زرو بهرني ځواکونه په ځينو محدودو اډو کې پاتې شي، ځکه خو دغه سرتېري يو شمېر سيمې پرېږدي.
د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو د برید په ترځ کی دری پولیس ټپیان شوی
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸
د لوګر ولايت په مقام کې د ولايتي شورا غړو د لوړې پر مراسمو بريد شوى،درې پوليس په کې ټپيان شوي او بريد کوونکى نيول شوى دى. د دې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي وويل، دا پېښه نن کابو ١١ بجې رامنځ ته شوه ؛ خو له امله يې د لوړې مراسم نه دي ګډوډ شوي. قوماندان وويل، يوتن د ولايت د مقام پر دروازه لاس بم غورځولى او وروسته يې غوښتل چې د ولايت ودانۍ ته ننوځي، خو پوليسو يې مخنيوى کړى او هغه يې نيولى دى.
په محمد آغی ولسوالی کی د يوې مېرمنې مړى موندل شوى
لوگر: ۱۳۹۳/۰۸/۱۸
چارواکي وايي، چې د لوګر ولايت په محمداغې ولسوالۍ کې د يوې مېرمنې مړى موندل شوى دى. د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالوکيل حقيار وويل، د ٣٥ کلونو په عمر د دې مېرمنې مړى نن سهار د ولسوالۍ مقام ته څېرمه په دښته کې موندل شوى. امنيه قوماندان زياتوي، چې د وژل شوې مېرمنې هويت او کورنۍ نه ده معلومه او نه هم د هغې د وژل کېدو د څرنګوالي په تړاو معلومات لري، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړي.