Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

مارس 2024
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 102 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdinمرحوم مدیر صاحب الدین مسکونه قریه زرغون شهر ولسوالی محمد آغه ولایت لوگر.

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.27
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
03:02
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
910
نمایش تعداد مطالب
3065855

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

له لوګره تر قطره؛

له لوګره تر قطره؛

د شېرمحمد عباس ستانکزي د لوړو ژورو مزل:

Shirmohammad 400د لوګر د بره‌ کي‌برک ولسوالي په عباس کلا کې د پاچاخان زوی شېرمحمد عباس ستانکزی پخوا په شېرمحمد لوګري پېژندل کېده. لوګری په ۱۹۶۳مېلادي کال کې زېږېدلی اوله لويه سره د لوګر دبره‌ کي‌ برک اوسېدونکی دی.
شېرمحمد چې اوس شېرمحمد عباس ستانکزی دی او د طالبانو د سولې په مذاکرتي ټيم کې د افغانستان د راتلونکي په هکله تېزه ژبه کاروي، د کمونيسټي رژيم په وخت کې د خلق او ډيموکراټيک ګوند غړی و.
عباس ستانکزی په کابل کې زېږېدلی، ښوونځی يې لوستی او تر فراغت وروسته يې لوړې زده‌کړې هم کړې دي. د غزني پخوانی والي موسی خان اکبرزاده او ليکوال او سياسي شنونکی فريد بهمن يې ټولګيوال دي. موسی خان اکبرزاده سيحون خبري اژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي ستانکزی د پاکستان استخباراتي ادارې يا ISI ته ډېر نږدې کس بلل شوی، وويل، "هغه وخت ټول جهادي تنظيمونه همدغسې وو، دا د سولې په پروسه کې دين محمد چې دی، دی هم دغسې و، زه پخپله هم همدغسې وم."

ښاغلي اکبرزاده وويل، "زه چې په سعودي سفير وم، ستانکزي، طيب اغا او د طيب اغا پلار را نه خواهش وکړ چې زه د دوی حکومت په رسمیت وپېژنم، خو بيا ما و نه منل. دی پخپله ډېر واضح سړی دی، لمونځ‌ ګذاره هم و."
خو شېرمحمد عباس د ده په خپله سيمه کې ځينې ځوانان «ابن الوقت» بولي، د لوګر د بره‌کي برک ولسوالي يو اوسېدونکی وايي، «د پلار پاچاخان يې زما له نيکه سره انډيوالي وه، موږ يې پېژنو چې دی به په هر حکومت او هر ګوند او ډله کې شاملېدو ته لېوال و. حتی خپل ظاهري کرکټر به يې هم تغييراوه.»

ليکوال او سياسي شنونکی ښاغلی عصمت قانع وايي، "ستانکزی خلقي نه و، د خلقيتوب خبره يې پروپاګنډا ده، د لوګر د عباس کلا دی، عباس يې په نيکه‌خېلو کې څوک تېر شوی."
شېرمحمد عباس يو سکنی ورور لري، حبيب نومېږي او په شاه اغا مشهور دی او څلور مېرني وروڼه يې امين جان، محمد اصف، امان او ياسين نومېږي. ده واده په پېښور کې کړی دی، خو ټولګيوال يې ښاغلی اکبرزاده وايي، د هغه له کورنۍ يې احوال نه‌شته، خو په غالب ګمان په دوبۍ کې اوسي.
عصمت قانع هم وويل چې له زامنو او لوڼو يې دقيق خبر نه دی، خو دومره خبر دی چې "اوس په پاکستان او دوبۍ کې اوسي او همالته په بېلابېلو برخو کې په زده‌کړو لګيا دي."
ستانکزی يوه خور لري، انيس نومېږي او اوس په سرطان اخته ده، ويل کېږي چې پر ده ډېره ګرانه هم ده او اوس چې له مرګ و ژوند سره لاس و ګرېوان پر بستر پرته ده، ستانکزی ډېر ورته ځورېږي.
د لوګر د بره‌کي برک ولسوالي يوه اوسېدونکي دا هم وويل چې "يو وراره يې د ننګرهار پوهنتون محصل دی، کله چې د لوګر محصلانو پوښتنه ورپسې کړې وه او د سيمې د قرابت په خاطر يې شناخت ورسره کاوه، ده نه ورسره منله چې ستانکزی يې کاکا دی او اوس هم هلته هيچا ته ځان نه معرفي کوي."
ستانکزی د کمونيسټانو په دوره کې د هندوستان يوې نظامي اکاډمي ته واستول شو. نيويارک ټايمز په خپل يوه راپور کې چې د ولسمشر اشرف غني، د افغانستان لپاره د امريکا د بهرنيو چارو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او عباس ستانکزي په هکله يې خپور کړی، يو ځای ليکي؛ «دغه درېيم افغان شېرمحمد عباس ستانکزي په هند کې حربي زده‌کړه وکړه، په عسکري جامه کې يې د هيماليا د غرونو په لمن کې څو کاله تېر کړل...»
کله چې د هندوستان له دهرادون پوهنتونه فارغ شو، پاکستان ته ولاړ او له جهادي تنظيمونو سره نفوذي ملګری شو.
ښاغلي اکبرزاده دا هم وويل چې "دی يو سرزوری سړی و، له استاد سياف سره هم په مازې خبره واوښت او د مولوي محمد نبي ګوند ته ولاړ. له هغه سره د سيمې په لحاظ هم نږدې و."
د ستانکزي د سيمې يو ځوان د مستعار نامه «حسان» په يادولو سيحون ته وويل، "ستانکزی اول خلقي و بيا جمعيتی شو، وروسته د استاد سياف له حزب سره ملګری شو، بيا اتحاد ته لاړ، له استخباراتو سره يې اړيکې قوي وې، ځکه به يې ايسته. په پای کې د مولوي محمدنبي محمدي حرکت ګوند ته ورغی. د ده زامن او لورانې په پېښور کې اوسېدلي دي او واده يې هم په پېښور کې کړی دی."
يو شمېر راپورونه وايي، د ښاغلي ستانکزي زامن او لوڼې د دوبی په امريکايي پوهنتون کې زده‌کړې کوي او لوی لګښتونه پرې کوي.
د ځينو اسنادو پر بنياد، د طالبانو د امارت د تشکيل په کسانو کې هغه "فراري کمونيسټان" هم شامل وو چې د ډاکټر نجيب الله پر حکومت يې د کودتا هڅه وکړه او بيا پاکستان ته په تګ مجبور شول. شېرمحمد ستانکزي هم د طالبانو د تحريک په ابتدايي وختونو کې يو څه نفوذ پيدا کړی و، د مجاهدينو له ګروپونو سره تر تړاو وروسته له طالباني تشکيل سره يو ځای شو او ويل کېږي چې په ډېر مهارت يې ځان پکې د بهرنيو چارو وزارت تر معينيت پورې ورساوه.
خو له دې سره سره ښاغلی ستانکزی هغسې ږيره نه لري لکه طالبان چې د کومې شرعي ږيرې تصور لري يا يې په عکسونو کې ليدل کېږي او يا يې د خپل رژيم پر وخت افغانان ورته اړ کول. د عباس ستانکزي د شخصيتي بدلون او څېرې تغييرات هم وخت پر وخت د بحث موضوع ګرځېدلې، خو تر هر څه اضح خبره دا ده چې هغه يو طالب دی.
د ښاغلي ستانکزي د مکتب د دورې يو ټولګيوال فريد بهمن وايي، "په اووم او اتم ټولګي کې زه «فرید» «محب» او «سیدغیاث» ټولګیوال وو. شېر «شېرمحمدغباس ستانکزی» ډېر پوچ‌خولی و او محب یې د دې له امله چې ډنګر و، پفک باله. په نهم کې «شېر» او محب بل ټولګي ته ولاړل او موږ پاتې شوو. په نهم ټولګي کې سیاسي شوو، خو غياث نه. محب د وراره له امله چې قوماندان و لږ اخوانی پاتې شو، زه شعله‌اي او شېر خلقي شو."
بهمن د خپل ټولګي په هکله وړاندې وايي، "شېر او محب تل له یو بل سره وو، خو زه او شین‌سترګی سید غباث بیا ځان ته سره ګرځېدو. له شېر او محب سره مو تاوده بحثونه کول. محب به ملنډې وهلې خو شېر به په منطقي ډول د شوروي اتحاد د کړنو او یرغل دفاع کوله، مهمه دا وه چې شېر روسانو ته شعوري ژمن وو."
ښاغلی بهمن زياتوي، "له فراغته وروسته زه د کابل ادبیاتو ته ولاړم، محب د ننګرهار طب ته، غیاث حربي پوهنتون ته او شېر لاړ هند ته چې د پارامیډیکل زده‌کړې وکړي. کلونه تېرشول، یوازې سیدغیاث مې لیده، شېر او محب ورک وو. وخت و، پلار شوم، د ژوند سختیو پاکستان ته کډوال کړم. هلته مې داکټر محب پیدا کړ او د هغه له لارې خبر شوم چې شېرمحمد عباس له سیاف سره په جهاد لګیا دی.»
د فريد بهمن له خبرو ښکاري چې شېرمحمد عباس ستانکزی خلقي و او داسې فکري خلقي چې په مباحثو کې به يې د روسانو يرغل توجيه کاوه.
ښاغلی بهمن وايي،" کلونه مو د مهاجرت سختې تېرې کړې، ډاکټر محب مې کم لیده، معاینه‌خانه یې لرله او ما په اسلام‌اباد کې غریبي کوله. یوه ورځ مې محب په پېښور کې ولید، د شېر پوښتنه مې ځنې وکړه، خو ده راته وویل چې «شیر ویل فرید ته ووایه چې راسره مخ نه‌شي، کنې وژنم یې...» خو زما باور نه کېده چې دومره دیني توندلاری دې ترې جوړ شوی وي."
بهمن د خپلې ماضي په تړاو د دې ليکنې په وروستيو کې غوسه کېږي، دی وايي د طالبانو په وخت کې يې په مزار کې کار کاوه او وېرېده به چې شېر پرې خبر نه‌شي. بهمن ستانکزي ته د خلقي، سيافي او وهابي القاب کاروي او بيا وايي، "طالب شوی شېر نن په روسیه کې زموږ د ولس پر برخلیک خبرې کوي. دا تورلونګی همدی دی، که وسله راسره وای تر ځان مې مخکې کاوه، خو ښه ده چې په پخواني رنګ کې راښکاره شو او یو وخت امریکا ته ژمن ملایان، توندلاري، عرب‌پلوي او پاکستان‌پالي یې بېرته د کمونیزم پښو ته کښته کړل."
ستانکزي د طالبانو په تحريک کې ځان په ډېر مهارت خورا چټک تر هغه ځايه ورساوه چې په رژيمونو کې ور رسېدل دومره په کم وخت کې اسانه نه وي، خو د طالبانو تحريک هم په افغانستان کې د نظامونو د تاريخ يوه مستثنی دوره بلل کېږي.
د طالبانو په رژيم کې ټلوېزيون حرام اعلان شوی و، ځينې افغانان باوري دي چې لویه وجه يې دا وه چې د دوی اصلي څېرې افشا نه‌شي، ځکه خو ان د دوی د مشر ملا محمد عمر مجاهد څېره هم تر پايه په انځور کې بشپړه باوري نه‌شوه.
ځينې لاسوندونه وايي، ستانکزی له هغو کسانو څخه دی چې د وخت د ملي امنيت د رييس اسدالله سروري په دستور يې سلطان علي کشتمند او جنرال رفيعي شکنجه او جلادي کړي وو.
د طالبانو په دوره کې چې ستانکزی يې د بهرنيو چارو وزير و، خلک په ږيره مجازات کېدل، خو د ستانکزي د ږيرې په هکله د قطر د غونډو د عکسونو تر خپرېدو وروسته د هغه ايډيالوژيکو خواخوږو وويل، ناروغي لري او تويېږي.
کله چې ستانکزي له امريکايي پلاوي سره د افغانستان د سولې په هکله شپږ ورځنۍ خبرې وکړې، وروسته يې له يوې رسنيزې وېبپاڼې سره په يوه ۴۱:۵۵ دقيقه‌يي ويډيو کې له ډېرو رازونو پرده پورته کړه، په دې ويډيو کې ستانکزي د عربانو غوندې سټايل کړی او ږيره يې تر پخوا لويه ښکارېږي.
د عباس ستانکزي د دې ويډيو څرګندونو او د سټايل بدلونونو په افغان خواله رسنيو کې په پراخه کچه غبرګونونه او بحثونه را وپارول. د عباس ستانکزي نوم څو ورځې په هشټيګ بدل شوی و او خلکو په جدي او طنزي بڼه تبصرې ورباندې کولې. د ده په مرکه کې د افغان ملي اردو د انحلال خبره هغه څه وه چې خورا پرېمانه خپره شوه او د طالبانو پر وړاندې يې په عمومي افکارو کې يوه کم‌‌سارې کرکه ايجاد او پياوړې کړه.
د روسيې تر غونډې وروسته د ستانکزي يو بله ويډيو هم خپره شوه، ده خپل پيغام تر ډېره نامستقيم وړاندې کړی و او داسې ښکارېده چې خپلې پخوانۍ خبرې جبران کړي. ده دا ځل د اردو له نامه سره انحلال نه ياداوه، بلکې د هغوی د اصلاح خبره يې کوله.
د عباس ستانکزي په هکله ويل کېږي چې د اوسني ملي امنيت د رييس معصوم ستانکزي د کاکا زوی دی، خو ځينې دا نه مني او وايي د خاله زوی يې دی. تر اوسه داسې سند نه‌شته چې وښيي شېرمحمد عباس او معصوم ستانکزی سره خپلوان دي، خو بيا هم په دې هکله اوازې بېلابېلې خپرې شوې دي.
ستانکزی د طالبانو د قطر د دفتر رييس دی، خو اوس يې پر ځای ملابرادر ټاکل شوی دی. څه موده وړاندې چې له امريکا سره د خبرو لپاره د طالبانو يو ۱۴ کسيز مذاکراتي ټيم اعلان شو، د برادر پر ځای يې په مشري کې بيا هم د ستانکزي نوم راغلی و، خو د ۲۰۱۹م د فبروري پر ۲۵ د سولې اړوند د قطر د غونډې مشري ملا برادر کوله.
په قطر کې يوې باوري سرچينې د عباس ستانکزي د يوه زوی په هکله سيحون ته وويل،"فکر کوم عبدالرحمان نومېږي، ځينې وېبسايټونه له دې ځايه چلوي. په همدې خاطر ورته د قطر دولت په غوسه و، ځکه هغه يې په جريان کې نه و اچولی. نړۍ نيوز د طیب اغا دی، له دې ځايه يې چلوي."
دغې سرچينې د کابل پوهنتون دوه استادان ښاغلی فيض محمد ځلاند او اسد وحيدي هم تورن کړل چې د طالبانو د موضوعاتو په ارتباط يې وخت ناوخت قطر ته ور غواړي؛ "ځلاند، وحيدي او امثالهم دلې راولي او پيسې ورکوي. دلته د قطر په شيراټون هوټل کې اوسي، شپه په ۵۰۰ ډالره ده، هلته پکې شراب، کباب او... هر څه شته، پرېمانه."
ولسمشر اشرف غني، افغاني الاصله امريکايي استازی زلمی خليلزاد او د طالبانو د مذاکراتي ټيم مشر شېرمحمد عباس ستانکزی هغه کسان وو چې په ۱۹۷۰م کال کې له افغانستانه د ناسم وضعيت له امله يا په زده‌کړو پسې ووتل، اوس په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان د کابو نيمې پېړۍ جګړې د پای ته رسېدو په برخليک کې کليدي رول لري، خو ستانکزی هغه څوک دی چې د طالباني تړاو له امله يې په خبرو کې سختي ليدل کېږي.
افغان ولسمشر اشرف غني ته پر یوه وخت په کور دننه، له سیمې او امریکا سره د سولې د جنجالي خبرو "اصلي" مسووليت ور په غاړه دی او اړ دی چې ټول لوري قانع او افغان سوله یقیني شي.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.