Home خانه
داکترعزيزالله لودين ومړ
Jan 05 2015
له اداري فساد سره د مبارزې پخوانى مشر داکترعزيزالله لودين په امريکا کې د زړه ناروغۍ له امله مړ شوى دى. نوموړي ته يوه نږدې کس محمد اسماعيل محمدي د يکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې داکترعزيزالله لودين د تېرې اوونۍ د يکشنبې په ورځ د درملنې لپاره امريکا ته لاړ.
خلص سوانح انجینر نصیر احمد درانی کاندید وزیر وزارت انکشاف دهات
محترم انجنيرنصيراحمد "درانى" فرزند شهيد حاجى شاه محمد، درسال ١٣٣١ خورشيدى متولد گرديده وباشندۀ قريۀ پل کندهارى ولسوالى محمدآغه ولايت لوگر ميباشد.
محترم درانى تحصيلات ابتدايى و متوسطه خود را از سال ١٣٣٨ خورشيدى تا ١٣٤٨ در مکتب متوسطۀ محمد آغه ولایت لوگر به اتمام رساند و سند بکلوريا درسال ١٣٤٩ خورشيدى از بخش برق ليسۀ تخنيک ثانوى کابل دريافت کرده است.
د لوګر په محمدآغې ولسوالی کې د زرغون ښار د هلکانو لیسه
په دغه لیسه کې اوس مهال شاوخوا ۳ زره زده کوونکي پر زده کړ وبوخت دي. دغه لیسه په محمدآغې ولسوالی کې یو د هغو لیسو له جملې شمیرل کیږي، چې ډیر زیات زده کوونکي لري. د لوګر د پوهنې ریاست یو شمیرچارواکي نن ورځ یادې لیسې ته ورغلي وه او د کلنۍ ازموینې له پروسې یې لیدنه او څارنه وکړه.
محمد ابراهیم کمیدان
شیرمحمد ((ستانکزی))
محمدابراهیم چې کمیدان باندې مشهور، دخپلواکۍ په لاسته راوړلوکې یې ډیرې مبارزې اومجاهدې کړې دي. میرغلام محمدغبارپه خپل تاریخ «افغانستان درمسیرتاریخ» کې لیکلي چې دی په یوه بزګره کورنۍ کې زیږیدلی دی، پلاریې بازمیرنومیده. محمدابراهیم د لوګر ولایت په بورګ کې زیږیدلی، نیکه یې میرګل له پکتیاولایت څخه دغې سیمې ته راکوچیدلې اومیشت شوی دی.
د کلنګار د جهادي لیسی زده کوونکي هلکانو د نن ورځې په کلنۍ ازموینه کې
د لوګر دپوهنې ریاست:
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د کلنګارجهادي د هلکانو دلیسې زده کوونکي د نن ورځې په کلنۍ ازموینه کې.
د پوهنې رئیس د ریاست لپاره د جوړیدونکي څلورپویزې ودانۍ د جوړیدو له چارو څارنه او لیدنه وکړه
د لوګر د پوهنې رئیس ښاغلی انجینر محمد اکبر̕ستانکزی̔ بیاهم د نورو ورځو په شان نن ورځ دندې د راتلو پرمهال لومړی د دغه ریاست لپاره د جوړیدونکي څلورپویزې ودانۍ د جوړیدو له چارو څارنه او لیدنه وکړه.
ټاکل شوې ده، چې په لوګر کې ترټولو دغه لویه او عصري ودانۍ په راتلونکي نوي کال کې ګټي اخیستنې ته وسپارل شي.
لوګر کې يو قومي مشر او څلور پوليس ووژل شول
1393/09/04
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو يو قومي مشر وواژه او دغه راز د ماين چاودنې څلور پوليس وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش د ليندۍ په ٤مه وويل، ناپېژانده وسله والو نن سهار د يادې ولسوالۍ د لشکري خېلو په سيمه کې د حاجي نبي په نامه يو قومي مشر وژلى دى.
په پکتیکا ولایت کی د بی کناه هیوادوال وحشیانه قتل په کلکه غندو
د حقیقت د وب پانی مسؤلین په سویدن کی:
په پکتیکا ولایت کی د بی کناه هیوادوال وحشیانه قتل په کلکه غندو او په غم کی یی ځان شریک بولو. الله تعالی دی د شهیدانو شهادت قبول او زخمیان ته عاجله شفاء ورکړی. ددوی دردیدلو کورنیو ته د الله نه جمیل صبرغواړو. الله تعالی دی زمونږ په هیواد کی تل پاتی صلح او آرامی راولی. آمین.
د لوگر د وب پانی مسؤلین په سویدن کی
شماری از جوانان نهاد های مدنی فرهنگیان وخبرنگاران با اعضای شورای ولایتی لوگر دیدار وگفتگو نمودند
اعضای ارگان ملی جوانان افغانستان نهاد های مدنی و فرهنگیان ولایت لوگر امروز طی مراتب تبریکی به اعضای شورای ولایتی لوگر خواستار توجه و هماهنگی نهاد های دولتی برای جوانان شدند. محمد شفیق پوپل ریس اطلاعات وفرهنگ ولایت لوگر به نماینده گی آنها صحبت نموده و اعضای جدید شورای ولایتی را ستون جامعه خوانده افزود که که درین دور شورا اکثریت وکلا جوانان بوده و امید همه به طرف جوانان می باشد.
پوهنې وزارت د لوګر ښوونکي په ستاینلیکونو وستایل
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبې ، لیندۍ دویمه نیټه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۹۷ تنه غوره او مخکښ ښوونکي د پوهنې وزارت له خوا په امتیازي ستاینلیکونو وستایل شول. دغه ښوونکي، د ښوونکي د نړیوالې ورځې په ویاړ او زده کوونکو ته د ښې روزنې او زده کړې د ورښودلو له امله د یاد وزارت له لوري وویاړل شول.
په لوګر کې یوه زده کوونکي سکواټور جوړ کړی
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د سرخ آباد د هلکانو لیسې یو تن زده کوونکي زین الله خپل جوړکړی سکواټور ماشین نندارې ته وړاندې کړ. زین الله د شپږم ټولګي زده کوونکی دی او سکواټور ماشین یې د ساینس مضمون له ورکړل شوې کورنۍ دندې وروسته په شپږو ورځو کې جوړ کړی.
په لوګر کې د بدني روزنې جمنازیم پرانسته وشوه
خبرجوړونکی: شیرمحمد«ستانکزی»
دلودین خصوصي سرپټې جمنازیم دلړم په ۲۹ مه دیوې جوړه شوې غونډې پرمهال پرانستل شو، په دغه پرانسته غونډه کې دلوګرولایتدولایتي شورا وکیل سید قریبالله سادات، دالمپیک آمر ډاکټرعبدالولی د ستانکزی، د لودین د جمنازیم مسؤل نقیب الله لودین، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو عمومي مدیر محمدکاظم ابراهیم زاده، دځینی دولتي ادارو مسؤلینو، د سپورټ مینه والو او ګڼ شمیر لوبغاړو ګډون کړي ؤ.
په لوګر کې له اووم تر دولسم ټولګیو پورې کلنۍ ازموینه پیل شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبې، د لیندۍ لومړۍ نیټه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې د منځنۍ او ثانوي دورې له زده کوونکو د کلنۍ ازموینې د اخیستلو بهیر نن پیل شو. هغه بیلا - بیلې غونډې، چې د دې ازموینې د پیل په موخه د حامد ̓کرزي̒ او د کوچیانو په لیسو کې جوړې شوې وې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وزیراحمد ̓مهمند̒ د ښوونیزې څارنې او ارزونې آمرفضل عمر پکې برخه لرله.
لوګر کې چاودنې د دوو پوليس افسرانو په ګډون درې کسان وژلي
1393/08/28
په لوګر ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس وژ ل شوي دي. د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي طوفان د لړم په ٢٨مه وويل چې دا چاودنه نن له غرمې وروسته دوه بجې په بره کي برک ولسوالۍ کې شوې ده. هغه زياته کړه چې په چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، يو ټپي دى او موټر يې هم ويجاړ شوى دى.
د بره کي برک ولسوال انجنير محمدرحيم امين وويل چې پوليس د ولسوالۍ په بره کي راجان سيمه کې پر ګزمه بوخت وو چې پر موټر يې چاودنه وشوه. دى وايي چې د چاودنې له امله د دوو افسرانو په ګډون درې پوليس وژل شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئیس په پرمختیایې غونډه کې برخه واخیسته
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، چهارشنبې ، لړم ۲۸مه
د لوګر د پوهنې رئیس د والي مرستیال په مشرۍ د دولتي ریاستونو او مرسته کوونکو موسسو د رئیسانو ترمنځ په میاشتنۍ ولایتي پرمختیایې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه، چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.
د لوګر د ولايتي شورا د کانديد په مشرۍ د غلو ډله ونيول شوه
خبریال: هجرت الله ساحل Monday, 17 November 2014
د لوګر ولايټ امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې ېې د وسلوالو غلو يوه ډله نيولې چې مشري قومي مشر او ولايتي شورا ته یوه کاندید کوله. د لوګر امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زي وويل چې دغه کسان ېې د محمد اغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کاندید په کور کې نيولي خو د کور خاوند، چې د قومندان په ادعا د غلو د ډلې مشر دی تښتېدلی مګر زوی یې نیول شوی دی.
پیام تبریکی مطیع الله (سرور) مسول رادیو پیوند ملی بمناسبت انتخاب هیت اداری شورای ولایتی ولایت لوگر
به نماینده گی از تمام کارمندان رادیو پیوندملی انتخاب هریک:
۱- حسیب الله ستانکزی به حیث رییس شورای ولایتی لوگر.
۲ - عدالت عبدالرحیم زی به عنوان معاون شورا.
۳ - محمدناصرغیرت به عنوان منشی شورا.
را به شما سه جوان موفق و به تمام مردم غیور لوگر وهمچنان خانواده های گرانمایه ی شما تبریک عرض میدارم بدون تردید انتخاب شما، فرصتی است بس نیک برای خدمت به مردم و سرزمین که در دهه بازسازی و نوسازی افغانستان از یک طرف از دید دولت مردان افغانستان افتاده و به سرزمین محروم و دور از همه امکانات نگهداشته شده است و از جانب دیگر رقابت های منفی و رقابت های ناسالم ادارات محلی سبب شده است که این مردم از امکانات دولتی محروم بمانند.
اعلان فاتحه
بزرگان، موسفیدان، مسؤلین ولایتی، نماینده گان مردم در پارلمان ، شورای ولایتی ور هبری شورای سراسری مردم لوگر و فامیل های عزا دار، احتراماً تمنا دارند تا در مراسم بزرگداشت از مقام شهدای مظلوم کشور که در ولایت لوگر در نتیجه حوادث مختلف جام شهادت نوشیده اند حضور شما دوستان گرامی را خیر مقدم گویند.
بدین وسیله از جناب عالی با کمال احترام و قدردانی دعوت به عمل می آورند تا در مراسم غم و اندوه مصیبت های وارده با ما غم شریکی نموده ثواب دارین و مراتب امتنان ما را کمائی نمائید.
با اظهار سپاس
پوهنیار حمید الله فاروقی
رئیس منتخب شورای سراسری مردم لوگر
وقت: روز چهار شنبه مورخ 28 عقرب 1393 از ساعت 1:30 الی 3:30 بعد از ظهر.
محل: مسجد جامع عیدگاه چمن حضوری مقابل استدیوم کابل.
د لوګر د پوهنې رئیس په اداري غونډه کې ګډون وکړ
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، دوشنبه، لړم ۲۶ مه
د لوګر د پوهنې رئیس د والي په مشرۍ د دولتي ریاستونو د رئیسانو ترمنځ د اوونۍ په جوړه شوې اداري غونډه کې برخه واخیسته. دغه غونډه، چې نن له غرمې مخکې د ولایت مقام د غونډو په تالارکې جوړه شوې وه د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" هم پکې برخه اخیستې وه.
! د لوګر والي - سپینه کوتره
محمدظاهر ستانکزی، لوګر:
د لوګر والي د ځان د سپیناوي لپاره له ډیرې غوره لارې ګټه پورته کړه، هدف مې د لوګر د والي هغه د مداري په څیر خبرې دي چې تیره ورځ یعنې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د رسنیو په مرکز کې د خبریالانو او ټلویزیونو د کمرو په مخ کې وکړې، افرین شه دده پر هغه سلاکار چې له دې لارې د ګټې اخیستو مشوره یې ورکړې، دا چې دا مشوره چا ورکړې دا به ښاغلي والي صاحب نیاز محمد امیري ته تر ټول ښه معلوم وي او ډیره مننه به یې هم ترې کړې وي.
میس عینګ کرکیټ لوبډلی اتلولی وګتل
په افغانستان کې د پنځو زونونو دکرکیټ لوبډلو ترمنځ پیل سوی څلور ورځنې سیالې نن د میس عینک کرکیټ لوبډلې په اتلولې پاې ته ورسیدې. میس عینګ کرکیټ لوبډلې کوربه سپین غر لوبډلې ته په خپل کور کې سخته ماته ورکړه. سپېن غر لوبډلې تراوسه کومه لوبه نه وه.بایللې دا لومړې ماته یی وروستې سوه.