آخرین اخبار
د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي
د لوګر د محمدآغې یو شمېر ښوونکو ته روزنه ورکول کیږي
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبه، سلواغې ۱۵ مه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د لېسو او منځنیو ښوونځیو د ۱۶۶ تنو نارینه او ښځینه ښوونکو د لابراتواري تجربو د عملي زده کړو روزنه پیل شوه.
د دغه روزنیز بهیر د پیل په مراسمو کې،چې د محمدآغې د هلکانو او د سرخ آباد د نجونو په لېسو کې جوړه شوې وه تدریسي مرستیالې مینه سادات، د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمر ښوونمل محمد یاسین احمدي، د نظارت آمر محمد حنیف ستانکزي او ښوونکو ګډون کړی وو.
یاده روزنه د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ آمریت له خوا ورکول کیږي،چې تر دولسو ورځو پورې دوام مومي.
ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي
ماشومان زموږ راتلونکي جوړوي
لکه څنګه چې پوهیږو ماشومان دنن ورځې کوچنیان دي، خو دسبا ورځې زلمیان دی، نو همدا ماشومان دټولنې سیاسي او دټولنې دپرمختګونو برخه ده. که چیرې ماشومان سم وروزل شي او خپل وخت بې ځایه تیر نکړي، نو ژر به ددې ورځې شاهدان واوسو، چې زموږ هیواد خورا زیات د هغو هیوادونو په قطار کې ودریږي، چې نن موږ ورته د مختلفو توکو اړتیاوې لرو او خودکفا وواسي.
هره کورنۍ باید خپل مسؤلیت چې دماشومانو د روزنې اوپالنې پروړاندې لري، په سمه توګه دهغوی د روزنیزاو ښوونیز چارې په ښه توګه سرته ورسوي، ترڅو په راتلونکي کې دخپل د زیار او کوښښ پایله وګوري، هیڅ کله هم خپل ماشومان بې ځایه کارونو ته ونه هڅوو او یاهم دتعلیم او درس ویلو وخت يې ونه نیسو.
شعر
شعر
ولـې ژاړې اې زمــــا خـــوږې مـورکــۍ
دغم اوښکې تویوې زما خوږې مـــورکۍ
کـال نـه بـل کـال تـه زه هـم درتـه لــویږم
دمنصور لالا پـه شـان مـې زلمی کـیـــږم
ته به ډیر خوشحاله ګـرځـې چې زلمی شم
ننــګیالي دزمــانــې اوسـم زمـــــری شـــم
اې مـــورکـــۍ دامـــان الله درتـه ویــنا ده
چـې دا فـانـي دنیا نیمګـړې نیمـه خــوا ده
امان الله ستانکزی
ډالۍ دې وي زما خوږې مورکۍ ته
د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام
د خواشنۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ډيره خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کوچيان قوم ډير دروند او باعزته شخصيت او په ولسي جرګه کې د کوچيانو پخوانۍ تکړه استازي حاجي پړې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې
حاجي پړې پر خبره پوه، د قوم خواخوږۍ، پر قومي مسايلو پوه او ډير دينداره شخصيت وو.
د کوچي قوم لپاره د خداى بښلي ناڅاپي مړينه ستره ضايع دى.
خداى دې پر ده رحم وکړي او کورنۍ ته يې جميل صبر غواړم.
انا الله و انا الله راجعون
دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
په ژورې خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې دلوګر دسيمه ييزې موسيقۍ سرنده غږونکى استادعبدالرشيد مشهور په ماشينى ددې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
استاد ماشينى وړمه ورځ د اتيا کلو په عمر په کابل کې ساه ورکړه او جنازه يې په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شوه.
استادعبدالرشيدماشينى دلوګر د سيمه ييزې موسيقۍ بنسټ ايښودنکى استاد درمحمد مشهور په ۥدرى لوګري زوى ٶ؛ چې دخپل پلار شاګردي يې وکړه او وروسته بيا دهيواد دنورو تکړه هنرمندانو څخه دهنرپه برخه کې زده کړې وکړې.
ارواښاد اتياکاله وړاندې دلوګر دمحمدآغې ولسوالۍ د دهنو په کلي کې زيږيدلى ٶ.
د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه
د محمداغې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د هر اړخیزې څیړنې په موخه د ټولو امنیتي مسولینو په ګډون پدې ولسوالۍ کې فوق العاده امنیتي ناسته ترسره شوه
(سلواغې-۴)
نن ورځ د لوګر والي محمد حلیم فدایي په مشرۍ په محمداغې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د څیړلو په موخه فوق العاده امنیتي غونډه ترسره شوه چې پکې د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي، شورا منشي عدالت عبدالرحیمزي،امنیه قومندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي،د څلورمې پلې لوا قومندان برید جنرال عبدالرازق صافي، ملي امنیت رئیس غلام رباني،امنیت امر، محمداغې ولسوال نورمحمد عبیدي، د ولسوالۍ ټولو امنیتي مسولینو او د همغږۍمرکز مسولینوپکې ګډون کړی و.
د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه
د لوګر د مرکزي ښوونځیو له مسوولینو سره غونډه جوړه شوه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه،د سلواغې ۸ مه
د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو او د مرکزي ښوونځیو د مدیرانو او سر ښوونکو تر منځ غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه نن له غرمې مخکې د دغه ریاست دغونډو په تالار کې وشوه، چې په مرکز پورې اړوند د دولتي او خصوصي ښوونځیو مدیرانو او سر ښوونکو پکې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د راتلونکي نوي تعلیمي کال د چمتوالي، د نوېو زده کوونکو د جذبولو، زده کوونکو ته د درسي کتابونو او قرطاسیې د وېش بهیر پیلولو، په ښوونځیو کې د نیالګیو کېنولو او د ځینو نورو مهمو اداري موضوعګانو په تړاو خبرې اترې وشوې او لازم تصمیمونه ونیول شول.
تقدیر لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر
تقدیر لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر
الیوم مورخ ۳ دلو ۱۳۹۶
لوی پاسوال عصمت الله علیزی قوماندان امنیه ولایت لوگر به پاس خدمات شایسته و اجرای وظایف عالی شان از جانب معاون دوم مشرانو جرگه شورای ملی جمهوری اسلامی افغانستان با اهدا مدال وتقدیر نامه افتخاری مورد تقدیر قرار گرفتند.
په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه
په افغاني ټولنه کې دانګیرنو (فالونواو شګونونو) دودونه
دپښتو شفاهي ادبیاتو کې یوه غوره څانګه انګیرنې ( فالونه او شګونونه) دي، چې لرغونې لړلري.
انګیرنې (شګونونه) دهیواد په ډیریو سیموکې تراوسه هم رواج دی، چې دغه کړنې له پخوانیو خلکو موږ ته راپاتي دي، ځکه پخواني ولسونه دعلم اوفرهنګ څخه دومره برخمن نه ؤ، دوی دخپلو عقایدو او افکارو له مخې دپیښو او واقعو لاملونه دخپل قضاوت له مخې ټاکل، چې ګویا دغه عمل دخلکو په زیان او یا په ګټه يې دی.
د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ
د ولایت امنیه قوماندان په څرخ ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو لیدنه او کنټرول وکړ
نیټه ۲/۱۱/۱۳۹۶
د لوګر ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي نن ورځ د څرخ ولسوالۍ نه په داسې حال کې لیدنه وکړه چې د تیرو پنځو ورځو راپدیخوا د امنیتي ځواکونو لخوا د نصرت په نوم ګډ عملیات پیل شویدي او اوس هم لا روان دي چې امنیه قومندان ددې عملیاتو څخه له نیږدې څخه لیدنه او کنټرول وکړ.
د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی
د پردیو فرهنګ په مخنیوي کې دټولو افغانو مسؤلیت دی
فرهنګ دیوملت دهویت څرګندويي کوي، نو دیوې ټولنې شتون په دودیزو فرهنګونو په اساس ولاړه او ژوندۍ پاتي وي . دپیاوړې فرهنګ په درلودو ټول ولسونه په دې آند دي، چې څنګه خپل فرهنګ دپردیو يرغلیزو فرهنګونو څخه وساتل شي، خو دغه ډول نظرونه نن ورځ تنها په خولې ویل کیږي، ولې عمل کې تراوسه هم سارې ندي لیدل شوي.
ولسونه او ځیني رسنۍ په دې ستړي شول، چې افغانستان کې د نورو هیوادونو فرهنګ ورځ تر بلې وده مومي؛ مسؤله اداره ته هم ګوتنوی کیږي، چې ددغو ناوړه دودونو مخه ډب کړي؛ ولې بیاهم پدې ستر یرغلیز برید چې زموږ په اصیل دود باندې ترسره کیږي، نوموړي ادارې هم چندانې سر پرې ندی خوږولې.
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه .
روسانو غوښتل چې دافغانستان خاورې تر ولکې وروسته ځانونه دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.
لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو
لوګر کې د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ښوونکو ته ورکشاپ جوړشو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، یکشنبه، سلواغې لومړۍ نېټه
د لوګر په مرکز پورې اړوند د یو شمېر ښوونځیو د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو ۱۶۷ تنو ښوونکو ته د وړتیا لوړولو لس ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د جوړ شوي کلني پلان پر اساس د ساینس او ښوونیزې ټیکنالوژۍ آمریت له خوا جوړ شوی دی.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د ساینسي او ریاضیکي مضمونونو د تجربو په برخه کې په عملي او تجربوي بڼه روزنه ورکول کیږي، څو ساینسي او ریاضیکي درسونه زده کوونکو ته په عملي بڼه تدریس شي.
د الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې اعلان
د الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې اعلان
محمدالله ستانکزی،انجینر احمدالله فرقاني او استاد حمیدالله فاروقي د مرحوم زامن
مرحوم حاجي غلام نبي ستانکزی، مرحوم حاجي غلام جیلاني ستانکزی او حاجی غلام رباني ستانکزی د مرحوم ورونه
الحاج مولوي غلام صدیق خالد استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، د حج او اوقافو پخوانی ریس شهید الحاج مولوي غلام رسول نعماني، مولوي محمد شفیع ستانکزی سیف الله ستانکری او استاد محمد اسماعیل ستانکزی د مرحوم وریرونه
انجینیر روح الله برهاني، نورالله برهاني، انوارالحق نعماني، عبدالحق نعماني، اسدالله، ولي الله د مرحوم لمسیان
استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، شهید مولوي غلام رسول نعماني، قاري محمدعابد ضیایي، انجینیر احمدشاه هاشمي د مرحوم زومان
حاجي محمد عثمان، مولوي احسان الله حنیفي، ګلرحمن، او قاري فضل الله د مرحوم اوښیګان
د مرحوم الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې خبرتیا
د مرحوم الحاج مولوي عبدالسلام فاروقي د فاتحې خبرتیا
محمدالله ستانکزی، انجینر احمدالله فرقاني او استاد حمیدالله فاروقي زامن.
ارواښاد حاجي غلام نبي ستانکزی، ارواښاد حاجي غلام جیلاني ستانکزی او حاجی غلام رباني ستانکزی د مرحوم ورونه.
الحاج مولوي غلام صدیق خالد، استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، د حج او اوقافو پخوانی ریس شهید الحاج مولوي غلام رسول نعماني، مولوي محمد شفیع ستانکزی، سیف الله ستانکری اواستاد محمد اسماعیل ستانکزی وریرونه.
انجینیر روح الله برهاني، نورالله برهاني، انوارالحق نعماني، عبدالحق نعماني، اسدالله او ولي الله لمسیان.
استاد دکتور مولوي غلام حضرت برهاني، شهید مولوي غلام رسول نعماني، قاري محمدعابد ضیایي او انجنیر احمدشاه هاشمي زومان.
حاجي محمد عثمان، مولوي احسان الله حنیفي، ګلرحمن او قاري فضل الله اوښیګان.
د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو
د لوګر چارواکي: هغه رينجر موټر یې نیولی چې وسله والو تښتولی وو
د لوګر ملي امنیت منسوبینو هغه رينجر موټر، چې څه موده وړاندې وسله والو تښتولي وو د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیولی دی.
د ولایت ویاند سلیم صالح د شنبې په ورځ زینت راډیو ته وویل، چې تیره ورځ د ملي امنیت منسوبینو له لوري د خوښۍ ولسوالۍ اړوند، دوبندي سیمه کې ځانګړي پوځي عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د سیمه ییزو پولیسو تښتول شوی رنجر موټر د وسله والو له منګولو را خوشې کړی او پرمهال یې یو وسله وال مخالف هم وژل شوی دی.
لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو
لوګرکې د لیک لوست یو شمېر ښوونکو ته ورکشاپ پیل شو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، شنبه، مرغومي ۳۰ مه
د لوګر مرکز اړوند د لیک لوست ۱۸ ښځینه ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي ښوونیز نصاب پېژندنې ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په غوښتنه د افغان نېټ موسسې په مالي مرسته جوړ شوی، چې د پنځو ورځو لپاره دوام مومي.
په دې ورکشاپ کې ښوونکو ته د لیک لوست زده کړې د نوي چاپ شوي ښوونیز نصاب پیژندنې سربېره د تدریسي میتودونو، ښوونیزپلان، او د زده کوونکو د ارزونې په هکله روزنه ورکول کیږي.
د پوهنې وزارت د لیک لوست په نوي ښوونیز نصاب کې یو لړ بدلونه راوستي دي، چې ښوونکي یې روزلو ته اړتیا لري.
!!!انتحاري اوس حرام او ناروا شو
انتحاري اوس حرام او ناروا شو!!!
د پاکستان عالمانو د مولانا فضل الرحمن په ګډون څوک چې د طالبانو معنوي پلار یادېږې، انتحاري حملې ناروا وګڼلي چې له دې دريځ څخه څو خبرې جوتېږې:
د طالبانو لپاره نور ددین په نوم جګړه په افغانستان کې ددین له نظره او هغه هم ددوی د مرشدانو او مربيانو له لورې د فتوا په ورکولو سره مشروعیت نلري.
دې فتوا څرګنده کړه چې د پاکستان د ملایانو ددین خبره نه وه، نه د شریعت او یا خلافت، بلکې دین یې د یوې وسیلې په توګه کارولو، ځکه دا فتوا اوس ورکول دا مانا نلري چې پخوا انتحاري روا وو او اوس ناروا بلکې په دین کې د حلال او حرام شارع یوازې او یوازې د الله احکام او رسول الله صلی الله علیه وسلم علیه وسلم دی. حلال او حرام معلوم دي او دا د چا سیاسي فتوا ته اړتیا نلري خو پاکستانی ملایانو او اخوندانو ناروا عمل د خپلو ګټو لپاره کارولو.
!د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل د فاتحه اعلان
د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل د فاتحه اعلان !
د مرحوم حاجی حیات الله سلیمانخیل چی جنازه یی مخکی خاوروته سپارل شوی ده ، د مرحوم فاتحه دجمعی په ورځ د جدی ۲۲/نیټه د احمد مصطفی په جامع جومات کی او زنانه فاتحه هم د رحمان مینه سالون چه د کارته نوپه دريم سړک کی دى د زرغون ښار د سپين ږیرو له خوا اخيستل کيږى.
وخت :3:30- 1:30
انا الله و انا الیه راجعون
































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























