Home خانه
د افغانستان لومړنۍ ښځينه وزيره؛ کُبرا نورزۍ
د افغانستان لومړنۍ ښځينه وزيره؛ کُبرا نورزۍ
کُبرا نورزۍ: ما ته پوړنی مه را کوئ، د کلينيکو د جوړولو له پاره مځکه را کړئ!
کُبرا نورزۍ د بسم الله خان لور، په ۱۳۱۰ل. کال د کابل په کوچهٔ باغبان کي وزېږېدله. دوی په اصل کي د کندهار نورزي دي، چي کورنۍ ئې د تيمورشاه په وخت کي کابل ته تللې ده.
کُبرا نورزۍ څلور خويندي او درې وروڼه درلودل. دوی په اوايلو کي په باغبان کوڅه کي اوسېدل، وروسته کارتهٔ سه او بيا کارتهٔ چهار ته ولاړل.
زدهکړي:
آغلي کُبرا نورزۍ لومړنۍ او منځنۍ زده کړي د کابل په ملالۍ لېسه کي کړي دي، چي د دغه لېسې په لومړيو فارغانو کي حسابيږي. تر لېسې وروسته د کابل پوهنتون د نسوان پوهنځي په ساينس څانګه کي شامله سوه او په ۱۳۳۲ل. کال کي په ممتازه درجه فارغه سوه.
په ۱۳۳۶ل. يا ۱۹۵۸ع. کال کي د فرانسې د پاريس ښار سوربن پوهنتون ته د ماسټرۍ له پاره ولاړه.
دندي:
آغلې کُبرا نورزۍ له پوهنتونه تر فراغت وروسته د ملالۍ لېسې سرمعلمه او وروسته د همدې لېسې مديره سوه، چي د دې دمخه د دغه لېسې د مديريت دنده د فرانسوي استادانو وه. کله چي نسوان پوهنځي ملالۍ لېسې ته را نقل سوه، نو د دې پوهنځي مسؤليت هم دې ته ور د غاړي وو.
په ۱۳۳۵ل. کال د نسوان مؤسسې يا نسوان انجمن، چي وروسته ئې نوم «د مېرمنو ټولنه» سو، رئيسه وټاکل سوه.
«د مېرمنو ټولنه» يو خپلواک سازمان وو، چي د ښځو د زدهکړو د پرمختګ، د هغوی د ټولنيزي او فکري ودي او په چارو کي د ډېر ګډون په موخه ئې فعاليت کاوه. دغه ټولنه د خپل ښه فعاليت او لاسته را وړنو له امله وروسته د نړۍ د ښځو له انجمنو او ټولنو سره معرفي سوه او په ډېرو کورنيو او نړیوالو سيمينارو کي ئې برخه واخيسته.
د نوراحمد اعتمادي د صدارت پر مهال له دې څخه وغوښتل سوه، چي په ملګرو ملتو کي ماموريت ومني، خو دا د هغه ماموريت پر ځای پاريس ته د خپلي ماسټرۍ له پاره ولاړه.
وطن ته تر راتګ وروسته په ۱۳۴۰ل. کال کي دا د نسوان پوهنځي رئيسه سوه او په ۱۳۴۲ل. کال کي د اساسي قانون د تدقيق مشورتي کميسيون غړې سوه. دغه کميسيون ۲۳ غړي درلودل، چي په دغه ډله کي دوې تنې ښځي وې، چي يوه دا او بله معصومه عصمتي وه.
محترمه کُبرا نورزۍ په ۱۳۴۳ل. کال کي د افغانستان د عامي روغتيا وزارت وزيره وټاکل سوه، چي دا نو د وزارت په سطحه د يوې ښځي اوله مقرري وه او د دغي مقررۍ وياړ له محترمي کُبرا نورزۍ سره دئ.
دې د وزارت پر مهال د روغتيا خدمات له کابل ښاره دباندي تر خورا محرومو ولاياتو پوري ورسول او د هر ولايت د روغتيايي خدماتو د ارزولو له پاره به په خپله هغه ولايت ته د خامو او خرابو لارو په توسط تلله.
کُبرا نورزۍ نه د چا په مېلمستياوو کي حاضرېدله او نه ئې هم د چا ډالۍ منلې. کله چي ئې يوې محرومي سيمي دهراود ته سفر کړی وو، نو د هغه ځای خلګو غوښتل، چي دې ته پوړنی ور پر سر کړي، خو دې ورته وويل: ما ته پوړنی مه را کوئ، د کلينيکو د جوړولو له پاره مځکه را کړئ!
په وزير اکبر خان مېنه کي د کوچنيانو روغتون، د سترګو صحي مرکز، نور کلينيک او د کندز د امام صاحب روغتون د کُبرا نورزۍ په هلو ځلو جوړ سول.
د کُبرا نورزۍ د وزارت پر مهال زېږنتونو او وړکتونو ته هم پاملرنه وسوه او د نرسينګ، قابلګۍ او روغتيايي معلوماتو د خپرولو په نيامت په مرکز او ولاياتو کي روزنيز کورسونه او مرکزونه پرانيستل سول. ميرويس او مهري وړکتونونه د کوچنيانو د ښه روزلو له پاره او «د کورنۍ لارښووني ملي ټولنه» کورنيو ته د روغتيايي لارښوونو او مشورو د ور کولو په پار په دغه دوره کي جوړ سوي دي.
کُبرا نورزۍ تر ۱۳۴۸ل. کال پوري د عامي روغتیا د وزيري په حيث وظيفه اجراء کړه او د ۱۳۵۳ل. کال د سلواغې د مياشتي په ۱۴مه نېټه د محمدداوود خان د جمهوريت په دور کي يو وار بيا د «د ښځو ټولنه» د رئيسي په حيث وټاکل سوه. د دې په دوهم رياست کي دغه ټولني خورا ډېر روزنيز کورسونه، کنفرانسونه، سيمينارونه او نور پروګرامونه جوړ کړل، چي د ښځو د ذهنونو د روڼولو او د دوی د ژوند د سويې د لوړولو رسالت ئې په ښه ډول اداء کړی.
د ابوالکلام آزاد لمسۍ ډاکټره نجمه هبت الله د «د مېرمنو ټولنه» د رئيسي کُبرا نورزۍ په غوښتنه د يوې هفتې له پاره کابل ته راغلې وه او د يوګوسلاويا د بهرنيو چارو وزيري آغلې مينيچ هم کابل ته د خپل سفر پر مهال له «د مېرمنو ټولنه» څخه ليدنه وکړه.
د ۱۳۵۵ل. کال د زمري د مياشتي په ۶مه نېټه د امريکا سفير تيودو رايليوټ آغلي کُبرا نورزۍ ته د ښځو له پاره د غوره خدماتو د وړاندي کولو په موخه مډال ور کړ او د دغو خدماتو د قدردانۍ په پار ئې په خورا ښه ډول د مېرمنو ټولني د ډېرو خدماتو يادونه وکړه.
د مېرمن کُبرا نورزۍ وروستۍ دنده په ۱۳۵۵ل. کال کي په لويه جرګه کي د کابل ښار د اوومي ناحيې استازيتوب وو، چي د لويي جرګې د يوې غړي په حيث ئې د نوي اساسي قانون په تصويب کي برخه واخيسته.
آغلې کُبرا نورزۍ يوه مهربانه او خدمتګاره کندهارۍ مېرمن وه، چي د روغتيا او د افغان نجونو د زدهکړي او پوهاوي په برخو کي ئې خورا ډېر او ارزښتمن کارونه وکړل. دې د ژوند تر پايه پوري واده و نه کړ او ټول عمر ئې د افغان ښځو د ژوند د ښه کولو له پاره تېر کړ. د ژوند په اخيرو کلونو کې له مور او کشري خور سره د کابل د کارتهٔ سه په خپل شخصي کور کي اوسېدله، چي په ۱۳۶۵ل. کال کي هلته وفات او جنازه ئې په شهدای صالحين کي خاورو ته وسپارل سوه.
مأخذونه:
«کُبرا نورزۍ؛ لومړۍ وزيره» د اميرجان وحيد احمدزي اثر
«کُبرا نورزی؛ نخستین وزیرِ زن در افغانستان» د آغلي ثريا دليل مقاله
د کندهار منورین
کُبرا نورزۍ، په افغانستان کې لومړنۍ ښځینه وزیره
---
Kubra Noorzai, the first woman minister in Afghanistan.
زړګی کندهاری






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























