Home خانه
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې
له مجازي پیژندنې تر واقعي لیدنې
لیکنه:شېرمحمدامیني ستانکزی
د څو کلونو تر اوږده ځنډ وروسته زما د یوه لنډ سفر پر مهال له یوه پخواني مجازي ملګري سره مخامخ لیدنه وشوه. دغه لیدنه، چې زموږ پېژندګلوی یې په مجازي نړۍ کې پیل شوې وه، د اتفاق له مخې یوه جالبه، خواږه او یادګاري پېښه وګرځېده.
نن سبا د مجازي شبکو لکه؛ فیسبوک، ټویټر، واټساپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې انسانان کولای شي، نه یوازې زاړه دوستان ومومي؛ بلکې نوي ملګري هم پیدا کړي. دا شبکې د فزیکي واټنونو خنډونه له منځه وړي او انسانان له یو بل سره نږدې کوي.
لاندنۍ کیسه دوه مهم ټکي را برسېره کوي:
۱ـ د مجازي نړۍ ارزښت او اغېز
۲ـ د پخوانیو او ورکو اړیکو بیا تازه کېدل او د نویو دوستیوو پیل راځو اصلي کیسې ته: د دندې له رخصتیدو وروسته، چې کور ته روان وم، یو ځوان زما تر څنګ د موټر په مخکینۍ څوکۍ کې کښېناست. زه له شا ناستې ملګري سره په خبرو بوخت وم، خو دغه ځوان هم دومره په خبرو کې مصروف و، چې د موټر ټول ناست خلک یې خبرو ته متوجې وو.
ما تمه لرله، چې څنګلوری به هم له ماسره خبرو ته زړه ښه کړي، نو لږ مې اوږه ور ټیله کړه، تر څو داسې وانګیري، چې ځای یې تنګ دی. هغه موسکی شو او ویې ویل:
استاده، ځای خو به ډېر تنګ نه وي؟
ما ورته وویل:نه وروره خیر دی، ستونزه نشته؟
د ځای له پوښتنې سره خبرو ته لاره پرانیستل شوه. ما ترې د اوسېدو د ځای، زده کړو او دندې پوښتنه وکړه. ویې ویل، چې د کابل طبي پوهنتون د وروستي کال محصل یم. ما ورته د زړه له کومي آفرین او شاباسی ورکړ.
هغه هم زما د کار او ځای په اړه معلومات وغوښتل. ما ځان ور وپېژانده او د خپلو دندو او پخوانیو فعالیتونو په اړه مې هم معلومات ورکړل. ناڅاپه یې راته وویل: آیا تاسو لس کاله مخکې فیسبوک کې دا پوسټ نه ؤ کړی، چې د کانکور د پایلو د لیدو لپاره دې خلک خپل آی ډي نمبرونه در واستوي؟
زه موسکی شوم او ورته ومې ویل: هو ولې نه! ما هر کال د کانکور د نتیجو له اعلان سره جوخت دا ډول پوسټونه کول. محصلینو به آی ډي نمبرونه راته لېږل، ما به یې نتیجه ورته پیدا کوله او مبارکي مې ورکوله.
هغه وویل: ما هم هماغه وخت خپل آی ډي نمبر تاسو ته در لېږلی و. تاسو مې نتیجه وکتله، مبارکي مو راکړه. حتی ستاسې د پیغام سکرین شاټ مې اخیستی و او تر اوسه مې په کمپیوټر کې ساتلی دی.
موږ دواړو فیسبوک خلاص کړ، یو بل مو ولټاوه او سره مو وموندل، چې لا له وړاندې سره دوستان یو. هغه پخوانی پوسټ، پیغامونه او مبارکۍ مو بیا ولوستل. دا یوه ډېره خواږه، زړه راښکونکې او الهام بښونکې شېبه وه.
ما له ځانه سره وویل:هر ښه کار که هر څومره کوچنی هم وي، خپله مثبته نتیجه لرلای شي.
بیا مو یو له بل سره د ټلیفونو او واټساپ شمېرې تبادله کړې او ژمنه مو وکړه، چې د اړتیا پر مهال به یو له بله سره مرسته کوو.
هغه ځوان راته وویل: ما هماغه وخت له ځانه سره ویل، چې دا کس به څنګه پیدا کړم او مننه ترې وکړم. اوس له تاسو نه ډېره ډېره مننه او ژمنه کوم، چې ستاسې طبي اړتیا به د خپلې دندې له پیل سره په وړیا توګه پوره کړم. ما هم ورته وویل: که زما له وسه څه پوره وي، نو هېڅکله به یې درنه درېغ نه کړم.
دا کیسه موږ ته دا په ډاګه کولی شي، چې هر ښه عمل، که هر څومره ساده هم وي، بې اغېزې نه پاتې کېږي. ټولنیزې شبکې که په سمه توګه ترې ګټه واخیستل شي، نه یوازې خلک سره نښلوي؛ بلکې د کلونو وروسته هم ژورې او ښې اړیکې زېږولی شي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























