Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2024
دسچپجشی
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
2930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 68 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

Bilexperten i Tyresö AB

bilxeperten AB 2019 200A

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۳۹۹

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.1.28
MySQLi
10.6.16-MariaDB-log
زمان
09:49
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
934
نمایش تعداد مطالب
3096454

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

د لوګر ولایت لپاره نوی والي محمد انور اسحاق زی معرفي او پخواني والي محمدحلیم فدایي مخه ښه وکړه

د لوګر ولایت لپاره نوی والي محمد انور اسحاق زی معرفي او پخواني والي محمدحلیم فدایي مخه ښه وکړه

(حوت-۱)

M. Halim 400 د لوګر ولایت لپاره نوی والي الحاج محمد انور اسحاق زی معرفي او د پخواني والي محمد حلیم فدایي د مخه ښې په مراسمو کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ښاروالیو چارو مرسیتال عبدالباقي پوپل، د ولسمشر سلاکار محمد علم راسخ، ولسي جرګې غړې شکیلا هاشمي، ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي اود شورا ټولو غړو، د استناف محکمې رئیس حقیق الرحمن حقمل، د څلورمې پلې لوا قومندان، د لوګر په سلګونه قومي مشرانو، علماوو، ځوانانو، میرمنو، مدني ټولنو او رسنیو ګډون کړی و.
د ولایتي شورا رئیس میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پخواني والي د تیرو دوه کالونو او اته میاشتو کارونه چې د لوګر بڼه یې بدله کړې وستایل او نوي والي ته یې د مبارکۍ تر څنګ د کامیابۍ هیله وکړه.

ورپسې قومي مشرانو ملک شاه جهان او سید نثار علي موسوي خبرې وکړې او د پخواني والي کار، مدیرت، اخلاق، انسانیت، سړیتوب او ولس سره حسنه اړیکې وستایلې او نوي والي ته یې هم د بریالیتوب دوعا وکړه.
د سولې ولایتي کمیټې مشر مولوي اسدالله حنیف د علماوو په استازولۍ هم نوي والي ته مبارکي او په کارونو کې یې د بریالیتوب دوعا ورته وکړه، حنیف پخوانی والي د هیواد یوه ستره سرمایه یاده کړه او دوعا یې وکړه چې د لوګر ټول ولس دده څخه راضي دی او خدای پاک دې له ده څخه راضي شي.
د ولسي پاڅون کوونکو مشر سید فرهاد اکبري په دتیرو دوه کالونو او اته میاشتو کې د لوګر والي لاسته راوړنې چې په نتیجه کې ۱۲۰۰ په شاوخوا کې پروژې په لوګر ولایت کې پلې کړي مننه وکړه، هغه وړاندې زیاته کړه چې د لوګر په تاریخ کې دومره خدمت چاندي کړي همدارنګه اکبري نوي والي ته هم د مبارکۍ ترڅنګ د کامیابۍ دوعا وکړه.
د کوچیانو په استازولۍ حاجي سالم نعیم زوی پخوانی والي یو عالم، مدبر، زړه سواند او په ټولو قومي ابجدو پوه شخص یاد کړ چې دده په دوره کې هیڅوک د ده څخه ندی خفه شوي او نوي والي ته یې د بریالیتوب دوعا وکړه.
د استناف محکمې رئیس هم په وار سره نوي والي ته مبارکي وویله او د پخواني والي د کارونو ترڅنګ یې دده ښه همغږي او رهبري وستایله.
د امنیتي ځواکونو په استازولۍ د څلورمې پلې لوا قومندان هم نوي والي ته ښه راغلاست وویل او پخوانی والي یې خپل یو استاد یاد کړ او زیاته یې کړه چې په تیره دوره کې دده څخه مونږ ډیر څه زده کړل او مونږ ته به یې د یو قدم په مقابل کې سل قدمه امتیاز راکولو.
د ولسي جرګې وکیلې شکیلا هاشمي هم په نوبت سره د لوګر نوی والي یو قومي او باتجربه شخص یاد کړ او د بریالیتوب دوعا یې ورته وکړه او د پخواني والي په هکله یې وویل یو وخت دا د وردګو والي وو مونږ به ویل کاش دا زمونږ والي وای خو بلاخره دا ارمان مو پوره شو او اوس دده د خدمت شاهدان یو.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادارې مرستیال د نوي والي د مقررۍ حکم ولوسته او زیاته یې کړه چې نوی والي محمد انور خان اسحاق زی د اقا محمد ځوی چې پخوا د بادغیس والي وو او د پوره تجربې خاوند دی د جلالتماب ولسمشر د ۸۴۶ نمبر حکم په اساس د لوګر د والي په توګه وټاکل شو.
پوپل هم نوي والي ته مبارکي وویله او پخوانی والي یې د هیواد یو ویاړ یاد کړچې په همدې اساس سیمه ییزو ارګانونو اداره دده کارونه ستایې او ترینه مننه کوي.
ښاغلي پوپل وویل چې مونږ په راتلونکې کال کې د ښاروالۍ په برخه کې د ۵ لکه ډالرو پروژې منظور کړیدي.
د لوګر پخواني والي غونډې ته په خپلو خبرو کې لومړی د لوګر ولایت له ټولو محلي، امنیتي،عدلي او قضایي،ملي شورا او ولایتي شورا غړو او د لوګر ولایت د ټولو اوسیدونکو مننه وکړه چې په تیرو دوه کالونو او اته میاشتو کې یې دده سره په پوره اخلاص همکاري کړیده.
فدایي وړاندې وویل زما د لومړۍ ورځې خبر وه چې زه وعده نه بلکې اراده لرم د کار لپاره او همدارنګه د محسوسو او ملموسو خدمات وړاندې کول غواړم، امرانه زهنیت په خادمانه زهنیت بدلول، د خلکو په خوښه نه بلکې د هغوی په ګټه کار کوم، عصري او عنعنوي حکومتولۍ پلي کول غواړو
والي وړاندې وویل چې زه د ولسمشر په یو پارچه راغلی یم او په یوه پارچه بیرته ځم او له هغو سیاسیونو نه یم چې نظام په پیسو ځان چاغ کړي او بیا نظام چیلنجوي هغه وړاندې زیاته کړه چې زه د ولسمشر هر امر ته احترام لرم که چیرته ما د هیواد د یو عسکر په توګه هرې سیمې ته ولیږي هم زه ورته تیار او خدمت ته اماده یم.
والي په پای کې د لوګر په ټول ولس غږ وکړه که سل کاله وروسته مو هم ثابته کړه چې ما خیانت کړیدی نو ما په دار وځړوۍ.
د لوګر نوي والي محمدانور خان اسحاق زي غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل چې زه د ولس خادم او خدمتګار یم او زه د ډیرو خبرو پر ځای عمل کوم او زما دروازه به همیشه د ولس پر مخ خلاصه وي او په هره برخه کې به د ولس له مشورې بغیر کار نکوم.
زما تاسو سره تعهد دی چې خیانت به نکوم او دوالي په توګه نه بلکې د خدمتګار په توګه به تاسو ته کار کوم .
والي له ولس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولس له همکارۍ پرته امنیت نشو را وستلای.
ښاغلي والي په ټولو امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې د خلکو په زړونو حکومت وکړۍ نه په ټوپک سره.
وروسته د ولایت مخکیني والي ته د لوګر ولایت د مختلفوقومونو، دولتي ادارو او ځوانانو لخوا په ستاینلیکونو،مننلیکونو او ډالیو سره ونازول شو او نوي والي ته هم لونګۍ او ډالۍ ورکړل شوې.
په پای کې نوی والي د ټولو مسولینو لخوا په څوکۍ سره کینول شو او رسما یې پر دنده پیل وکړ.

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

ډګر جنرال فیض محمد خان لوګری دخوست د ښار بنسټګر

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.