Home خانه
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په پلان
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په پلان
یو پاکستانی سړی چې په متحده ایالاتو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې په پلان تورن شوی و، د چهارشنبې په ورځ په محکمه کې وویل چې هغه خپله په خپله د دې دسیسې د جوړولو لپاره کار نه دی کړی، بلکې یوازې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو د پلان یوه برخه کې ونډه درلوده.
د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت تور لګولی چې دا کس هڅه کوله څو په امریکا کې نور خلک هم د دې پلان لپاره استخدام کړي، څو ټرمپ او نور امریکایي سیاستوال د واشنګټن لخوا د قول اردو د لوړ پوړي قوماندان قاسم سلیماني د وژنې په غچ کې په نښه کړي.
قول اردو په ایران کې مرکزي رول لري، چې پوځي ځواک، اقتصادي ځواک، او استخباراتي شبکه یو ځای لري.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې دغه کس د محاکمې پرمهال ویلي چې: «ما نه غوښتل چې دا پلان په خپله خوښه ترسره کړم،» او دا یې هم ویلي چې د تهران په ښار کې یې د خپلې کورنۍ د ساتنې لپاره په دې پلان کې برخه اخیستې وه.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























