Home خانه
کابل پوهنتون د علیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال
کابل پوهنتون د علیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال
کابل پوهنتون د علیحضرت محمد ظاهر شاه د پاچاهي پر مهال د کابل پوهنتون استادانو د امریکا، پخواني شوروي اتحاد، جرمني، فرانسي، مصر، هندوستان او نورو هېوادونو په معتبرو پوهنتونو کې په بېلابېلو رشتو کې تر ماسټرې او دوکتورا پورې زده کړې کړي وي. هغه مهال د کابل پوهنتون د طب، انجینری، ساینس، ادبیاتو، اقتصاد او ټولنیزو علومو په پوهنځیو کې داسې علمي نصاب تدریس کیدي، چې د نړیوالو پوهنتونونو له معیارونو سره یې سمون درلود، د پوهنتون د تدریس ژبه یوازې ملي ژبې نه وي، بلکې انګلیسي، روسي، جرمني او فرانسوي منابع په رسمي ډول پکښې کاریدي، چې دا په خپله د نړیوال علمي نصاب د پلي کیدو تر ټولو لویه نښه ده.
نو له همدې امله هغه مهال په کابل پوهنتون کې د افغانانو تر څنګ ډیرو بهرنیو محصلینو هم پکښې زده کړې کولې، نړیوال علمي کنفرانسونه پکښې جوړیدل، علمي مجلې یې خپرولې او علمي څېړونو ته یې ډیر ارزښت ورکاوه. دا هغه وخت وو، چې افغانستان د علمي بې طرفي سیاست درلود او د کابل پوهنتون د نړیوال علمي نظام قوي برخه کڼل کیدل او په هغه وخت کې د کابل پوهنتون نړیوال علمي هویت درلود او ورځ تر بلې لا د پرمختګ پر لور روان وو.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























