Get Adobe Flash player

Calendar جنتری

آوریل 2026
دسچپجشی
12345
6789101112
13141516171819
20212223242526
27282930

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 220 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

جنتری ، کلیزه یا تقویم سال ۱۴۰۴

مرحوم تورن جنرال الحاج نصرالله خلیل

janral nasrullah khalil A 200سوانح مختصر مرحوم الحاج تورن جنرال نصر خليل

پوهنیار حمیدالله "فاروقی" سمبول وحدت

مرحوم تورن جنرال یحیی نوروز

janral20yahya20nawrozمرحوم تورن جنرال یحیی نوروز مسکونه قریه کلنگار ولایت لوگر.

الحاج جنرال عبدالمجید خوشیوال

مرحوم الحاج كندك مشر سيدعلم خان خوشيوال

دست پخت غذاهای افغانی

معرفی داکتر صاحب فضل الله مجددی

لوی پاسوال غلام مجتبی پتنگ

شهید انجنیر محمد صابر مشهور به ټپک

سوانح مختصر داکترعزیزالله لودین

وزیر محمد ګل خان مومند د افغانستان پخوانی د کورنیو چارو وزیر

معرفی تیم فوتیال زرغونشهر

پلان انکشافی ولایت لوگر

افتتاح اولین مکتب متوسطه برکی راجان حکومت کلان لوگر

ښاغلۍ تمهيد الله سيلاني

د لوګر د جریدي چاپ شوی ګڼي

ښاغلۍ شیرمحمد (ستانکزی) د لوګر اونیزې مسؤل مدیر

د الحاج زمرک پادخوابي ټولنیز بنسټ

د لوګر د ځوانانو ټولنیزي او کلتوري ټولنه

د مرحوم انجنرسردار خان لنده پپيژندنه

حافظ قرآنکریم و انجینیر

تیم گل بابا قهرمان کرکت در لوگر شد

معدن طلاى حصارك ولايت لوگر

"خواجه یعقوب چرخی" كيست ؟

Statistik

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
8.3.29
MySQLi
10.11.14-MariaDB-log
زمان
08:56
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1450
نمایش تعداد مطالب
4236871

محمد نبی عیسی خیل

داكتر سید الف شاه غضنفر

پهلوان شاه محمد لوګرى پيژنئ ؟

محمد ابراهیم کمیدان

شهيد دگرجنرال پیلوت مصطفی قهرمان

شهید بسم الله خان ستانکزی

عبدالرحمان رحیل د شعرونو غور چاڼ کتاب چاپ کوي

دکتورعبدالصبورستانکزی

کلپ های ویدیویی استاد دری لوگر

کلپ های ویدیویی سلام لوگری

خبر نگار تلویزیون طلوع در ولایت لوگر

Login Form

Home خانه

د لوګر ولایت پېژندنه

د لوګر ولایت پېژندنه

624847354 1208055261460358 6364146396342844444 nلوګر ولایت د هېواد له مهمو، لرغونو او تاریخي ولایتونو څخه دی، چې د شمالي عرض‌البلد په ۳۳ درجې او ۶۰ دقیقو او د ختیځ طول‌البلد په ۶۹ درجې او ۸۸ دقیقو کې موقعیت لري او د افغانستان له مرکزي ولایتونو څخه شمېرل کېږي.

د لوګر ولایت مرکز (پل‌علم ښار) د کابل ښار په جنوب کې د کابل–گردېز د عمومي لویې لارې پر غاړه، شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې پروت دی. دا ولایت له شماله له کابل، له جنوبه له پکتیا، له ختیځه له پکتیا (یوه برخه قبایلي سیمه پاړه‌چنار) او د ننګرهار ولایت له حصارک ولسوالۍ، او له لوېدیځه له میدان وردګ او غزني ولایتونو سره ګډه پوله لري.

لوګر تر ۱۳۴۳ لمریز کال پورې د کابل ولایت برخه وه، خو له همدې کال وروسته له کابل څخه جلا او د یوه خپلواک اداري واحد په توګه وپېژندل شو. د لوګر اوسېدونکي له پښتنو، تاجکانو او هزاره قومونو څخه دي. تر تېرو څلورو لسیزو پورې د برکي برک ولسوالۍ په برکي راجان سیمه کې د هندو کورنیو محدود شمېر هم اوسېده. د دې ولایت ډېری خلک په پښتو او دري ژبو خبرې کوي، او سربېره پر دې یو شمېر اوسېدونکي په اورمړي، زرګري او سنگتویي ژبو هم خبرې کوي.

د لوګر ولایت مساحت ۴۵۶۸ مربع کیلومتره دی، او د ۱۴۰۰ لمریز کال د سرشمېرنې له مخې یې نفوس شاوخوا ۴۳۴،۳۷۴ تنه (نارینه او ښځې) اټکل شوی دی. د دې ولایت اقلیم په اوړي کې ګرم او په ژمي کې تر منفي ۳۵ درجو پورې سوړ وي، او له سمندر څخه شاوخوا ۲۰۰۰ متره لوړوالی لري.

ولسوالۍ:

لوګر ولایت له مرکز سره یو ځای ۷ اداري واحدونه لري. مرکز یې پل‌علم ښار دی، او ولسوالۍ یې محمدآغه، برکي برک، چرخ، ازره، خوشي او خروار دي.

د اوبو بندونه:

لوګر ولایت درې مشهور د اوبو بندونه لري، چې د سرخ‌آب بند، د خروار بند او د خوشي د آبتک بند په نومونو یادېږي. د دغو بندونو اساسي رغونه به د کرنیزو ځمکو د لا ډېرې خړوبولو لامل شي. همدارنګه د مرحوم سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د لوګر د پرمختیايي پلان له مخې د لوګر سیند پر سر، د وردګ د تنګي په دوه‌آب سیمه کې د «کړومبي بند» په نوم د یوه اوبه‌ګرځوونکي بند د جوړېدو طرحه موجوده وه، خو تر اوسه نه ده عملي شوې. برسېره پر دې، د لوګر عمومي سیند ترڅنګ د «درې اوبو (سي‌او)» په نوم یو بل سیند هم شته، چې د چرخ او خروار له غرونو سرچینه اخلي او د بابري او ده‌مغلان په سیمو کې له لوګر سیند سره یوځای کېږي. په دې ولایت کې نورې اوبیزې سرچینې هم شته.

فرهنګ:

په لوګر ولایت کې فرهنګي هڅې له پخوا راهیسې د میاشتنۍ، اوونیزې او کلنۍ خپرونو له لارې په رسمي ډول پیل شوې دي. د لوګر د تاریخي مخینې له مخې، په دې ولایت کې سلګونه عارفان، شاعران او لیکوالان تېر شوي، چې له نېکه مرغه اوس هم سلګونه تنه یې ژوندی دي.

همدارنګه په لوګر کې ګڼې ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي، او ډېر فرهنګیان ادبي ناستې لري او یا د نوو شاعرانو او لیکوالانو د اثارو د چاپ زمینه برابروي. د سنجد ګل دودیزه مېله او مشاعره هر کال په دې ولایت کې لمانځل کېږي. برسېره پر دې، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون، د لوګر پوهنتون کتابتون، او د برکي برک، محمدآغه او چرخ ولسوالیو کې درې نور کتابتونونه فعال دي. سربېره پر دې، په ښوونځیو کې هم کوچني کتابتونونه شته، چې خلک ترې ګټه اخیستلای شي.

په لوګر ولایت کې د ښوونځیو ترڅنګ پوهنتون هم شته، چې د ښوونې او روزنې، جیولوجي او کانونو، کرنې او شرعیاتو پوهنځي لري. همدارنګه دارالعلومونه، دارالحفاظونه، دیني مدرسې، تخنیکي او مسلکي لیسې، دارالمعلمینونه، حمایوي مرکزونه، انسټیټیوټونه او بېلابېل کورسونه، په ځانګړي ډول د ښکلي خطاطۍ کورسونه فعال دي، چې زرګونه زده‌کوونکي پکې زده‌کړه کوي. همدارنګه د «حسان ډیجیټل اسلامي سټوډیو» په نوم یو سټوډیو هم شته.

د یادونې وړ ده چې د لوګر د جمعې بازار د هېواد له مشهورو بازارونو څخه دی، چې د نورو ولایتونو خلک هم د جمعې په ورځ د موټرو د پېر او پلور لپاره ورته راځي.

لوګر ولایت د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې رغنده رول لوبولی دی. دا ولایت لرغونی فرهنګ لري او له تاریخي پلوه د افغانستان له مهمو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، ځکه پکې بودایي او زردشتي مرکزونه، د آریایانو او کوشانیانو لرغوني آثار، او د اسلامي دورې تاریخي پاتې شوني موجود دي.

کانونه:

لوګر ولایت د معدني موادو له پلوه ډېر بډای دی. دلته د کرومایټ، نفرایت، جست، سرب، مګنیزایت، د سرشوي خټه، تالک، د کاشۍ خټه او نور کانونه شته. تر ټولو مشهور یې د مسو کان دی، چې د نړۍ په کچه دوهم مقام لري او په همدې ولایت کې موقعیت لري.

مشهورو شخصیتونو:

لوګر ولایت د خپلو افتخاراتو ترڅنګ، له پخوا تر اوسه پورې ګڼ علمي، جهادي، سیاسي او ټولنیز شخصیتونه روزلي دي او د هېواد د علم، هنر او ادب له مهمو مرکزونو څخه ګرځېدلی، چې د دوی نومونه د تاریخ په زرینو کرښو کې ثبت دي.

رسنۍ:

په لوګر ولایت کې د یوې دولتي چاپي رسنۍ (میاشتنۍ لوګر) ترڅنګ، ملي راډیو ټلویزیون لوګر، راډیو البدر، او څلور خصوصي غږیزې رسنۍ د راډیو زینت، راډیو پیوند ملي، راډیو مهال او راډیو اتحاد په نومونو فعالیت لري.

معارف:

په تېرو څو کلونو کې د معارف بهیر په لوګر ولایت کې د پام وړ وده کړې ده. دا مهال په دې ولایت کې شاوخوا ۲۷۵ ښوونځي شته، چې له دې جملې ۷۶ لیسې، ۷۸ متوسطه او ۱۲۱ ابتدايي ښوونځي دي. اوس مهال په دغو ښوونځیو کې ۱۴۸،۲۴۸ زده‌کوونکي زده‌کړه کوي، چې ۱۰۲،۵۸۶ یې هلکان او ۴۵،۶۶۲ یې نجونې دي. سربېره پر ښوونځیو، په دې ولایت کې ۲۷ دیني مرکزونه هم شته، چې له دې جملې ۲ دارالعلومونه، ۳ دارالحفاظونه او ۲۲ دیني مدرسې دي. همدارنګه ۵ دولتي او ۲ شخصي انسټیټیوټونه، ۷ تخنیکي او مسلکي لیسې او ۲۴ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري.

کرنه:

لوګر ولایت له کرنیزو ولایتونو څخه دی، او د دې ولایت د خلکو شاوخوا ۸۰ سلنه اقتصاد پر کرنه ولاړ دی. خلک خپل د ژوند اړتیاوې له اوبو لرونکو او للمي ځمکو پوره کوي. کروندګر هر کال زرګونه ټنه کرنیز محصولات لکه غلې دانې، سبزيجات او مېوې راټولوي. په دغو محصولاتو کې غنم، جواري، وربشې، وريجې، ماش، لوبیا او نخود شامل دي. همدارنګه سبزيجات لکه کچالو، شلغم، مولۍ، مرچ، پیاز، ګندنه، زردک، نعناع، بامیه، بادرنګ، ګشنیز، کدو، بانجان رومي او تور بانجان هم کرل کېږي. د مېوو له ډلې انګور، مڼه، زردالو، شفتالو، ګیلاس، الو بخارا، ناک، بهي، تربوز، توت او وچې مېوې لکه بادام، چهارمغز، جلغوزه، سنجد او نور شامل دي. سربېره پر دې، غیر مېوه‌لرونکې ونې لکه چنار، سفیدار، بید، پنجه‌چنار، شنګ او ګز هم په زیاته کچه شته، چې د کورونو د پوښښ او د نجارۍ په صنعت کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

ورزش:

لوګر ولایت د ورزش په برخه کې هم د پام وړ لاسته‌راوړنې لري او ډېر ورزشکاران یې روزلي دي. د بېلګې په توګه، د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي د لوګر ځوانان دي. له پخوا راهیسې دودیزې لوبې لکه پهلواني، دوش، توپ‌دنده او د ډبرو غورځول هم دود لري. سربېره پر دې، فوټبال، والیبال، باسکټبال، تکواندو، ووشو، کانګ‌فو او بوکس هم په دې ولایت کې رواج لري او ډېر مینه‌وال لري. همدارنګه په لوګر ولایت کې یو د فوټبال سټډیوم، څو جمنازیومونه او یو د کرکټ میدان هم جوړ شوی دی.

لوگر - افغانستان

You have no rights to post comments

جغرافیایی تاریخی لوگر

Logar Hitori.png 200نویسنده:
پوهندوی استاد شاه محمود محمود

شهید قومندان نصرالله حسین خیل

43 دعا از قرآن و 79 دعا از سنت

مرحوم الحاج مولوی عبدالله فیض الباری

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی

sepasalar ghulam haider khan charkhi as

سپه سالار غلام حیدر خان چرخی


خلص سوانح غازی سپه سالار غلام حیدر خان

نایب سالار(جنرال)غوث الدین خان لوگری

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

abdul malek khan abdurahzai s

عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

معرفی عبدالملک عبدالرحیم زی وزیر مالیه

شهید پوهاند استاد محمد جان احمدزی

غلام نبی خان چرخی

شهید داکتر محمد ولی ناصری

مرحوم الحاج دگروال عبدالجلیل میرباز

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

Ziakhel Madrassa 1 200

بنیاد خیریه پیمان

الحاج محمد اکبر ستانکزی نماینده لوگر

Mohammad Akbar Stanekzai 200الحاج محمد اکبر ستانکزی
نماینده منتخب لوگر

بیوگرافی پوهاند دوکتور نذیراحمد شهیدی

شهید الحاج داکتر اسدالله همتیار

بیوگرافی مختصر مرحوم پوهاند دوکتورعبدالواسع سلطانی

د حنیفی صاحب ژوند ته لنډه کتنه

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

د لوګرد پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

logar pohani reasat 200aد لوګر د پوهنی د ریاست ځانګړی فعالیتونه

داكتر محمداشرف غنی احمدزَی

زيار مدني ټولنې په لوګر کې

zeyaar s

د لوګر مدنی ټولنه / جامعه مدنی لوگر

آموزش حج وعمره همراه با عکس

آثار بودايي پيش از اسلام در ولايت لوگر

د زرغون ښار د هلکانو لیسه

زرغون شهر بستررنگین ولایت لوگر

معرفی قریه زرغون شهر ولایت لوگر

بند آب سرخاب ولایت لوگر

وب سایت حقیقت

مرکز اسلامی افغانها در سویدن

کمپیوتر سرویس

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 Part 1 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن

Muslimkafamiljedagarna 2017 200

روزهای فامیل های مسلمان در سویدن ۲۰۱۷ قسمت دوهم

لوګر له باب الجهاده تر باب الفساده

هشت ثور روز پیروزی ملت مجاهد افغانستان

هفت ثور 1357؛ از سیاه ترین و دردناکترین روزها در تاریخ افغانستان

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.logar.nu ولایت لوگر

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 076- 428 98 78 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.logar.nu All Rights Reserved.