Home خانه
له کابل څخه تر کولالمپور پورې… د وينو سيوری لا هم ورسره روان دی
له کابل څخه تر کولالمپور پورې… د وينو سيوری لا هم ورسره روان دی
د حزب اسلامي اړوند مطبوعاتي ادرسونه وايي چې د دوی مشر ګلبدين حکمتيار دا مهال د ماليزيا په کولالمپور کې د يو تخصصي او پرمختللي روغتون تر درملنې لاندې دی.
تر دې هم عجيبه دا چې د ماليزيا لومړی وزير انور ابراهيم خپله روغتون ته ورغلی او د هغه پوښتنه يې کړې ده.
خو دلته يو دروند سکوت دی…
د قربانيانو په اړه هېڅوک پوښتنه نه کوي.
نه دي ويل شوي چې حکمتيار په کومه ناروغۍ اخته دی،
خو افغان ولس ښه پوهيږي چې
افغانستان د کومو زخمونو له امله لا هم پر بستر پروت دی.
هغه سړی چې په کابل يې راکټونه ورول،
هغه چې روغتون، ښوونځی او کور يې هدف ګرځول،
هغه چې د جګړې له لمبو يې سياسي سودا جوړه کړه—
نن خپله د عصري روغتون پر سپين بستر پروت دی.
تاريخ څومره ظالم طنز لري!
هغه چې د زرګونو افغانانو د درملنې لارې يې وتړلې،
نن د نړۍ په پرمختللو طبي مرکزونو کې علاج غواړي.
هغه چې د ماشوم ژوند ورته ارزښت نه درلود،
نن د خپل ژوند د ساتنې لپاره د دولتونو پام ځان ته رااړوي.
ماليزیایي چارواکي ورسره ولاړ دي،
خو د کابل کنډوالې لا هم ولاړې دي.
د کونړ، لغمان او ننګرهار قبرونه لا هم پرانيستي دي.
يتيمان لا هم د پلار نوم په تورو ډبرو لټوي.
موږ د چا د مرګ غوښتنه نه کوو،
خو د جنايتونو سپينول هم انسانيت نه دی.
علاج حق دی،
خو پوښتنه دا ده:
ايا عدالت هم حق نه دی؟
ايا هغه څوک چې يو ملت يې ټپي کړ،
يوازې د ناروغۍ په نوم بايد هېر شي؟
او که تاريخ به يو وخت دا پوښتنه خامخا راپورته کوي؟
تاسو څه واياست؟
— رضا خان پاینده






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























