Home خانه
عبدالرشید دوستم څوک و
عبدالرشید دوستم څوک و
عبدالرشید دوستم د عبدالرحیم زوی د جوزجان ولایت په خواجه دوکه ولسوالی کی زیږیدلی دی تر شپږم ټولګی پوری یی زده کړی دی په لومړیو کی یی د پلار سره په بټیو کی کار کاوه ( ۱۳۵۸ ) په کال کی یی د شبرغان د تیلو او ګازو په کان کی د عاجر په توګه دنده ترلاسه کړه نوموړی ته به خپلو همکارانو د دوستم خطاب کاوه ځکه په همدی نوم مشهور و او وروسته یی ځان ته همدا تخلص غوره کړ دری کاله وروسته د پرچمیانو له طرفه جذب سو او له عاجری یی سربازی ته ارتقاع وکړه د دوستم ظلم او وحشت ددی سبب سو ډیر ژر مشهوره سو.
د پرچمیانو خو داغسی خلګ په کار وه
د سربازی وروسته د ټولی قومندان او ور پسی د ولایت منشی او د برید جنرال په لقب ونازول سو
( د دوستم کارنامی )
دوستم او ملګرو یی د تاریخ په اوږدو کی دومره ظلمونه وکړل چی قلم یی د لیکلو څخه عاجز دی
زه زړګی به یی د یو څو ظلمونو یادونه وکړم
( ۱ )
( په کال ( ۱۳۷۲
لمریز کی د دوستم ملګری یا جنبش ګوند د جمعیت اسلامی ګوند عطا محمد نور سره د مزار شریف ښار د نیولو پر سر جګړه وکړه په سلګونه عام خلګ یی شهیدان او مالونه یی لوټ او په پنځوسو ښځو یی جنسی تیری وکړ
( ۲ )
( ۱۳۸۶ / ۹ / ۱۰ ) په کال
دوستم او ملګرو یی د سرپل ولایت د سید اباد ولسوالی پنځوس کورونی چی اسحاقزی پښتانه وه په زور او جبر یی له سیمی و ایستل پنځه سوه جریبه مځکه یی ځنی غصب کړه او مشران یی د وژلو وروسته په سپیانو و خوړل
( ۳ )
( ۱۳۷۵ / ۲ / ۹ ) په کال
لمریز کی د لوی اختر لومړی ورځ وه د دوستم او خزب اسلامی ګلبدین حکمتیار ډلی تر منځ د تاشکرغان په خلم ښار کی جګړه شروع سوه د جګړی په پای کی یی ښار ته اور واچاوه دوکانونه یی چور او پینځویشت دوکانداران یی په شهادت ورسول
( ۴ )
( ۱۳۷۴ / ۶ / ۲۲ ) په کال
لمریز کال د بلخ ولایت د شولګری ولسوالی اوسیدونکی د دوستم د ظلمونو څخه تنګ راغلی وه او غوښتل یی چی د دوستم ځایی قومندانانو ته سزا ورکړی د دوستم ملګرو برید ورباندی وکړ د نارینوو په ګډون یی شل ښځی او کوچنیان شهیدان کړل په وژل سوو کی د زانګو کوچنیان هم وه
( ۵ )
( ۱۳۷۵ / ۱ / ۲۲ ) په کال
لمریز کی دوستم او ملګرو یی د ګلی سرخ د میلی څخه
یوه ( ۷ ) کلنه انجلی وتښتول او له جنسی تیری وروسته یی ووژل
( ۶ )
( ۱۳۸۲ / ۶ / ۲۴ ) په کال
د دوستم باډیګاټ قومندان میح الدین له یو روزنتون څخه ( ۸ ) کلنه انجلی وتښتول او د جنسی تیری وروسته یی د شبرغان په جنګل باغ کی ووژل
( ۷ )
( ۱۳۸۰ ) په کال
لمریز کی د دښتی لیلی پیښه چیری چی له ( ۳۰۰۰ ) څخه زیات جنګی عسکر چی اکثره یی پښتانه وه د دوستم په لاس په ډیره بی رحمی سره شهیدان کړل
له پورتنیو جنایتونو بغیر دوستم او ملګرو یی په زرګونو وژنو تښتونو جنسی تیریو باج اخیستلو غلاو او لوټماریو کی پیژندل سوی دی
مظلومو افغانانو له څلویښت ( ۴۰ ) کلنو څخه محاکمی ته انتظار باسی
خو افغان حکمرانان یی د جزا پر پر ځای رتبی ور بالا کوی
( ۱ )
ډاکټر نجیب الله له عادی سربازی څخه ډګر جنرالی رتبه ورکړه
( ۲ )
صبغت الله مجددی د خالد بن ولید لقب ورکړ
( ۳ )
برهان الدین ربانی د زوی لقب ورکړ
( ۴ )
حامد کرزی د ستر جنرالی رتبه ورکړ
( ۵ )
اشرف غنی لومړی خپل معاوین کړ او وروسته یی مارشالی رتبه ورکړ
لیکوال زړګی کندهاری






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























