Home خانه
دا پنجابي او هنديالاصله مهاجر جرنلستان د ضیاءالحق په اشاره
دا پنجابي او هنديالاصله مهاجر جرنلستان د ضیاءالحق په اشاره
پښتانه لکه ګلبدین او رباني مسعودنور د “جهاد” تر نامه لاندې دې ته وهڅول چې خپل وطن وران کړي، خپلې لوڼې له زدهکړې بېبرخې کړي،او تیاره د دین په نوم حاکمه کړي. حال دا چې حقیقت بل ډول و. په افغان وطن کې ښځې هغه وخت هم د اسلامي اصولو له مخې ژوند کاوه، او دا خاوره په رښتینې مانا مسلمه ټولنه وه. خو د پردې او ظاهري شعارونو تر لمس لاندې، د ولی خان او ډاکټر نجیب د فکر پلویان دومره وروسته پاتې ونه شول؛ هغوی لا هم د امن او تعلیم غوښتونکي دي.
خو بله خوا وګورئ:
ځینې نور دومره ځان “مدرن” بولي چې نن یې حتی ملا او عالم هم د ښځې د شرقي عزت، وقار او ارزښت منلو ته تیار نه دی. پښتون ملا تر ننه نه د علم په لور په ډاډه قدم پورته کوي، او نه د فکر له قیده ځان خلاصولی شي. برقع عربي شوه، اعلان د ضیاءالحق و، پښتون خیراتخور شو، او پښتنه ښځه غلامه شوه. عرب او مریم نواز د اسلام په ظاهري طرز کې سره یو شان ګڼل کېږي، خو موږ— د یوویشتمې پېړۍ پښتانه— لا هم د امن، پوهې او تعلیم نه لرې یوه غمځپلې او ستړې ټولنه یو.
نو پوښتنه دا ده:
دا شاتګ د دین له امله دی، که د دین د غلط تعبیر او سیاسي استعمال له کبله؟
رضا خان پاینده






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























