Home خانه
صبغت الله مجددی واکمنی ته لنډه کتنه
صبغت الله مجددی واکمنی ته لنډه کتنه
د پیښور څخه د صبغت الله مجددی په مشری د نوی اسلامی حکومت کاروان د کابل پر لور د مجاهدینو تر منځ د سوی تړون په اساس حرکت وکړ تر څو د یاد تړون سره سم هغه د دوو میاشتو لپاره د واک پر ګدی کښینی په لومړی ورځ د حزب اسلامی د ځینو قومندانانو لخوا د هغوی کاروان ته لږ موانع ایجاد سوی څرخی پله ته په رسیدو سره نبی عظیمی هرکلی وکړ کله چی د ډاکټر نجیب حکومت نسکور کیده وروسته مجاهدین د مجددی په کاروان کی کابل ته نږدی سول کارمل چی له ګانیزیون سره نږدی د مکرویانو په یوه بلاک کی اوسیده او دا هر څه یی څارل او رهبری کول نبی عظیمی ته یی وویل ګوره مجددی له هر څه د لاس په ښکلولو سره خوشحالیږی که دی په لومړی کتنه کی دده لاس ښکل کړ داسی وګڼه چی یو ځل بیا مو میدان ګټلی دی.
عظیمی چی د مجددی مخی ته د پلچرخی تتګی ته ورغلی و د کارمل نخسه یی یو ځل بیا وکاروله چی د هغی له امله ستم او پرچم حاکم سول مجددی د شهید داود خان د ورور نعیم خان په کور کی واړول او بالاخره په دوهمه ورځ د ولسمشری ماڼی ته ورسید د واک د لیږد مراسم د بهرنیو چارو وزارت په سالون کی ترتیب سوی وه
صبغت الله مجددی د مجاهدینو د ۵۱ کسیزه شورا د مشرانو سره یو ځای په یادو مراسمو کی ګډون وکړ غونډه د ولسمشر ډاکټر نجیب الله مرستیال او قاضی القضات په خبرو را پیل سوه صبغت الله مجددی چی دداسی مراسمو لپاره هیڅ ډول چمتو والی نه درلود او اوږده سفر هم ستړی کړی و کراری او ورو خبری یی وکړی
بیانیه یی ډیره سړه وه خو کله کله به یی د بیانیی په منځ کی د هغه د ساتوونکو او د مجاهدینو لخوا د الله اکبر په نعرو سره بدرګه کیدله د ډاکټر نجیب الله قاضی القضات عبدالکریم شادان د خپلو خبرو په یوه برخه کی داسی وویل
ستاسی مجاهدینو وروڼو په راتګ سره به په یو هیواد کی د یوی لسیزی وینه توییدنه پای ته ورسیږی خو هغه خبر نه و
چی په دا سبا یوه بله نوی جګړه پیل سوه
د کابل په خپلمنځی جګړو کی ۳۰۰۰۰ بی ګناه کسان خو ځینو بیا دغه شمیر ۷۰۰۰۰ یاد کړی ووژل سوه
یو لک کسان زخمیان سوه او نیم میلیون کابل میشتو کابل پریښود۔






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























