Home خانه
ملي شخصیت، جنرال عبدالملک خان عبدالرحیمزی درپېژنو
ملي شخصیت، جنرال عبدالملک خان عبدالرحیمزی درپېژنو
"عبدالملک خان د عبدالرحیم خان زوی د غازي بهاوالدین لمسی او په خټه عبدالرحیمزی دی چې په ۱۲۹۳ ھ ل کال کې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ګمران کلي کې زیږیدلی دی.
عبدالرحیمزي په هیواد کې د لومړنیو زده کړو وروسته ترکیه کې د لوازم پوهنځی ولوست او لوژستیک یې د هیواد په ارکان حرب اکاډیمي کې پای ته ورساوه په عمومي اداره کې یې هم د امریکا له متحده ایالاتو څخه سند ترلاسه کړ د ده اصلي مسلک عسکري وه او د اردو په مختلفو ساحو کې له لیوا څخه نیولې تر فرقې او قول اردو پورې د عملي دندې په ترڅ کې د لوژستیک آمریت ، د جګړني دوه رتبې او ډګرمني یې د محاربوي خدماتو په ترڅ کې ترلاسه کړي او قدم په قدم د برید جنرالۍ تر رتبې ورسید.
عبدالرحیمزي ډیر نوښتونه را منځ ته کړل چې د وسله پالي ټولګي تأسیس ، د تفتیش ریاست تأسیس ، د لوازم پوهنځی ، د سرې میاشتې مؤسس غړی ، د عسکري کوپراتیف او کانټین تأسیس په افغانستان کې د ده له ابتکاراتو څخه دي او په حربي پوهنځي کې د استادي ویاړ هم له ځان سره لري.
کله چې شهید داود خان صدراعظم شو عبدالرحیمزی یې د ډګروال په رتبه کې د مالیې وزیر وټاکه عبدالرحیمزي د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د دولت بودیجه په علمي او قانوني متن سره په ۱۳۳۳ ھ ل کال کې له پارلمان څخه تائید کړه.
عبدالرحیمزي د داود خان د انکشافي پلان لپاره خپله تیاري وښودله مالیه یې لوړه کړه او مالیات یې پر عایداتو وضع کړل هر پلو یې د عایداتو د راټولولو او سپمولو د پاره هڅه وکړه حتی د ارګ او پاچاهي دربار خرڅ یې تر حساب لاندې را ووست او د بهرنیو هیوادونو څخه یې د مرستې را جلبولو لپاره لومړی سفر امریکا ته وکړ دغه سفر ډیر بریالی و ځکه چې د امریکا دولت د لویو مرستو وعدې ورسره وکړې خو د امریکا له سفره تر راستنیدو وروسته سمدلاسه تر څارنې لاندې ونیول شو.
د لومړي ځل لپاره جګړن سیدکریم سردار عبدالولي ته د وزیر عبدالرحیمزي تر مشرۍ لاندې د خپلې اتمې فرقې د قومندان جنرال خواجه خلیل د کودتا راپور ورکړ د کودتا راپور سمدلاسه صدراعظم ته چې د ملي دفاع وزیر هم و ورکړل شو د راپورونو په حواله د ۱۹۵۷ م کال د لوی اختر ورځ د دغې تش په نامه کودتا د ورځې په حیث ټاکل شوې وه چې عبدالرحیمزی د کودتا د مشر او سمبول په حیث مد نظر نیول شوی و په توندۍ سره د تش په نامه کودتا د شنډولو لپاره عملیات پیل شول عبدالرحیمزی تر نظارت لاندې ونیول شو د ده دوه وروڼه عبدالرحمن عبدالرحیمزی د سپین غر شرکت رئیس او د فاریاب د څارندوی قومندان عبدالله عبدالرحیمزی چې په عبدالله ترافیک مشهور و د نورو تورنو سره یو ځای د مخه بندیان شوي وو.
شاید د عبدالرحیمزي د امریکا له سفره د منفي راپور پر بنسټ د کې جې بي له خوا دغه توطیه په ډیر مهارت جوړه شوې وي ځکه شوروي له امریکا سره د افغانستان نږدې والی نه شو زغملی داسې اوازه هم خپره وه چې روسیې د کودتا په شنډولو کې له افغان حکومت سره مرسته کړې ده په کودتا ځکه د خلکو باور راته چې زمونږ په هیواد کې د کودتا نوم نوی و.
د کودتا تحقیقاتو په شدت او بې رحمۍ سره دوام وموند او د دوئ په اړوند د دوئ کورنۍ او ځیني خپلوان هم تر سختې څارنې لاندې وو سپین غر شرکت منحل او شتمني یې ضبط شوه د عبدالرحیمزیو د کورنۍ ماشومان د ښوونځیو نه وویستل شول دوئ په سیاسي جرم تورن شوي وو چې سیاسي تور تر بل هر اتهام بد او خطرناکه وو تحقیق ډیر وخت ونیوه مګر هیڅ اسناد او ثبوتونه پیدا نه شول عبدالرحیمزی د داود خان د ملا تیر بلل کیده تر اخره یې د کودتا راپور رداوه او ځان یې بې ګناه باله عبدالرحیمزي په زندان کې د ملاقات پر مهال د هیواد مشهور جریده نګار ښاغلي محمد حسن ولسمل ته ویلي وو.
ته داود نه پیژنې زما نه یې پوښتنه وکړه چې زه یې اصلي څیره درته ښکاره کړم داود ناځوانه او نامرد انسان دی کله به یې چې ماته د یو وزارت کارونه وسپارل او هغه به مې سم کړل نو بله ورځ به یې وغوښتم او په عذر به یې را نه خواهش وکړ چې د فلاني وزارت چارې هم تاته سپارم که ما به ورته عذر وړاندې کړ چې په هیڅ صورت یې نشم کولای نو په سترګو کې به یې اوښکې ډنډ شوې او راته ویل به یې چې زه خو یوازې تا لرم ته هم راسره همکاري نه کوې مجبور به شوم د هغه بل وزارت د چارو مسؤلیت به مې هم قبول کړ دا منظمه مکانیزه اردو خو ما دې حد ته ورسوله.
ولسمل داود خان سره د لیدنې پر وخت د عبدالرحیمزي د خبرو په ارتباط له داود خان څخه د عبدالرحیمزي د زنداني کیدو په هکله پوښتنه کړې وه چې په کوم جرم دې خپل دغسې یو نژدې او قوي همکار زندان ته واچاوه شهید داود خان یې په ځواب کې ویلي وو.
د وزیرانو په مجلس کې یوه ورځ زما د ورور نعیم خان او عبدالملک خان ترمنځ خبرې لاندې باندې شوې زما ورور په خپلو خبرو کې په عبدالرحیمزي باندې لفظي تعرض وکړ ملک خان یې په ځواب کې وویل پام کوه چې له حده تیری ونکړې یو وزیر ته یې او یو وزیر زه یم داسې ځواب به درکړم چې تصور به یې هم نشې کولی نعیم خان مې ورور و او ملک خان مې دوست او نژدې همکار و ما د یوه طرفداري هم ونکړه او د وزیرانو غونډې ته مې په نوموړې ورځ خاتمه ورکړه له دې وروسته زه خارج ته تللی وم له خارج نه چې راغلم ملک خان بندي شوی و او تر پاچا پورې ټولو په ملک خان باندې تور لګاوه اما خدای ج شاهد او واحد دی چې تر نن ورځې په خپله هم په دې نه پوهیږم چې ملک خان په کوم جرم نیول شوی او نه یې ترې د تحقیق په جریان کې داسې څه ترلاسه کړي چې ملک خان پرې مجرم معرفي شي نو زه ملک خان بې ګناه او د دې وطن یو صادق بچی ګڼم.
عبدالرحیمزی له ۲۳ کاله بند تیرولو وروسته د بشر د حقونو د عفوې د نړیوال سازمان د مداخلې په اثر له زندان څخه ازاد شو او د مرګ تر وخته یې د هیواد درد هیر نکړ او د روسي یرغل مقابل کې یې د هیواد د خلاصون هڅې پیل کړې تر څو د ببرک کارمل د رژیم په وړاندې د ۱۳۶۰ ھ ل کال د قوس په ۱۷ مه د ۶۷ کلونو په عمر په شهادت ورسید






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























