Home خانه
د افغانستان په معاصر تاریخ کښې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله رول!
د افغانستان په معاصر تاریخ کښې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان رحمه الله رول!
لیکوال: ښاغلی کاندید اکاډمیسین Azam Sistani
پښتو ژباړه: MK Abdali
د پخواني شوروي د یووالي پر مهال د ماتریالیزم د پلویانو په منځ کښې دوه اړخه په تاریخ لیکلو کښې څرګند شوي، یوه اړخ چې د شخصیتونو رول یې تر خلګو ارزښتناکه ګڼی او بل اړخ چې د خلګو رول یې تر شخصیتونو په تاریخ او بدلونونو کښې ارزښتناکه ګڼی.
د خلګو د اړخ پلویانو ویل چې د خلګو رول ځکه ارزښتناکه دی چې خلګ د ژوند پړاوونه بدلوي او که خلګ نه وي نو شخصیتونه لارښودان او مذهبي مشران په یواځې ځان هیڅ نشي کوالای، دا یواځې خلګ دي چې لوی غورځنګونه را منځته کوي او ظالم ځواکونه نسکور کوي او انسانان د غلامۍ تر جغ لاندې له ژوند کولو او د ظلم له سیوري څخه ژغوري.
د شخصیتونو د اړخ پلویان پدې اند ول چې د تاریخي سیاسي او ملي شخصیتونو رول ارزښتناکه او اړین دی، ځکه همدا شخصیتونه دي چې د ژوند د تاریخي پړاوونو څخه تر تېرېدلو څرنګوالی او لارښودنه کوي او هغوي پخپله وړتیا او لارښودنو سره د سم او ناسم راتلونکي لار ټاکي او په دې توګه پر ټاکلي مهال د ټولنې د تاریخي ژغورلو لامل شي او که دوي ټولنه کږې لارې ښودلو ته وهڅوي نو د ټولنې د شاتګ او له منځه تلو لامل کیږي.
په شلمه زېږدیزه پېړۍ کښې ځینو سیاسي او مذهبي شخصیتونو او کیڼ اړخو ناسیونالیستي مشرانو په ټولنیزو بدلونو او نظامي کودتاوو سره چې د زړو نظامونو درشلونه یې ونړول او نوي نظامونه یې پخپل ټولنه کښې را منځته کړل نو ځان یې پخپل هیواد کښې د ټولو ښو لاسته راوړنو سرښاخ ګڼی او ګړده دولتي رسنۍ به یې هم په چوپړ کښې ولوېدې ترڅو نوی مشر وستایي او لوی یې وګړو ته وروپېژني، ددې رسنیو ویاندویانو او اورېدونکو به ځانونه اړ ګڼل ترڅو د نوي مشر ستاینې او لوی پېژندني ولولي او وا یې وري چې رسمي مطبوعاتو به په پرلپسې توګه خپرول، خو کله چې به دا مشران له منځه ووتل او ځای به یې نورو نوو سیاسي سیالانو ونیوی نو د زړو مشرانو پر کړنو به نیوکي پیل شوې، همدا وو چې په ویناوو کې به د شخصیتونو رول په تاریخ او سیاسي ترمینالوژۍ کښې ورډیر شو چې منفې ژباړه یې لرله، لکه کمونستي او فاشستي مشران لنین او استالین په شوروي یووالي کښې، هټلر په المان کښې، موسیولیني په ايټالیا کښې، مائو په چین کښې، کیم ایلسونګ په شمالي کوریا کښې او نورمامد تره کی په افغانستان کښې.
له نېکمرغه مونږ د خپل هیواد په تاریخ کښې ډيرښه او لوی مذهبي کلتوري سیاسي او ټولنیز شخصیتونه لرو چې ډيرو هغو یې خپل رول په یو ټاکلي مهال کښې په ډيرښه توګه ترسره کړی دی او تللي دي، د هغوي د کړنو یادوني نه یواځې دا چې زمونږ لپاره ګټوري او ښوونکي دي بلکې ویاړ بخښونکي هم دي.
خو له بدمرغه هغه سیاسي شخصیتونه چې د پردیو په ملاتړ په افغانستان کښې واک ته رسېدلي دي نو ویې نشو کوالای چې د ټولنې په ښه توګه لارښودنه وکړي، دوي د خپل واک ساتلو لپاره ملت ټکولی دی، ناخوالي یې زېږولي دي او د پردیو ځواکونو یرغل ته یې لاره پرانیستې ده.
د هیواد د تاریخ د لویو مېړنیو لوستل او پېژندل به راتلونکو او نوو پېړیو ته د تاریځ ځانګړې زدکړه ورکړي، پرېږ دئ چې زمونږ اوسنۍ او راتلونکي پېړۍ خپل تاریخ او د خپل هیواد ریښتیني اتلان وپېژني او پخپل ژوند کښې د هغوي د هیوادپالنې ریښتینولۍ غښتلتیا یووالي او مېړانې څخه الهام واخلي او د خپلو زړورو او مدبرو نیکه ګانو ستري او ویاړلي کړني د خپل ژوند سرلیک وګرځوي او خپل شخصیت سترو پوړیو ته ورسوي.
زمونږ د هیواد د تاریخ د سلګونو نومیالیو ملي شخصیتونو څخه چې د پردیو د واک په له منځه وړلو او په افغانستان کښې د ملي حاکمیت په رامنځته کولو کښې یې ستر رول درلودی کوالای شو د بیلګې په توګه دغه څو شخصیتونه یاد کړو لکه! حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله چې د پرديو صفویانو د یرغل او ظالم نيواک پر وړاندي یې مټي بډ وهل او د هغوي تر شړلو وروسته یې په کندهار کښې ملي مرکزي حاکمیت را منځته کړ. لوی احمد شاه ابدالي بابا رحمه الله چې په 1747 زېږدیز کال کښې یې د معاصر افغانستان بنسټ کښېښودی. ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان چې د کابل د ملي پاڅون د یوې میاشتې تر مشرتوب وروسته یې د مکناټن داسي اسناد ترلاسه کړل چې مکناټن غوښتل چې د ملي پاڅون مشران یو په بل ووژني او پر افغانستان خپل حاکمیت وغځوي خو غازي وزیر محمد اکبر خان وړاندي له دې چې مکناټن خپل موخې ته ورسیږي مکناټن یې د مکناټن د یوې ټولۍ سرتیرو په وړاندي په څرګنده غونډه کښې ووژی او انګریزان یې دېته اړ کړل چې له افغانستان څخه ووځي او پر افغانانو خپل حاکمیت ته د پای ټکی کښېږدي [13 - 6 جنورې، 1842 زېږدیز کال]. غازي میر مسجدي خان کوهستانی د انګرېزانو په وړاندي په 1840 زېږدیز کال کښې د پروان ولایت په "جلګه خواجه خضري" کښې د ملي پاڅون پیلوونکی. غازي نائب امین الله خان لوګری، غازي نائب محمد زمانخان محمدزی، غازي عبدالله خان آڅکزی او غازي محمد شاه خان بابکرخیل د انګریزانو په وړاندي د افغانانو د لمړي ملي پاڅون مشران. غازي عبدالقادر خان اوپیانی، غازي میر بچه خان کوهدامنی، غازي محمد جان خان وردګ او فاتح میوند غازي سردار محمد ایوب خان د انګرېز او افغان ترمنځ د لمړۍ جګړې ملي مشران. او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته لاسته راوړلو محصل اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان هغه څوک دی چې د انګرېزانو او افغانانو تر منځ تر دریمې جګړې کولو وروسته یې د افغانستان بشپړه خپلواکې د نیواکګرو له منګولو څخه وکښله او افغانستان یې د نړۍ د خپلواکو هیوادونو په څنګ کښې د لمړي اسیایي هیواد په توګه ودروی.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د افغانستان هغه لمړی حکومت مشر وو چې د نارینوو سره د ښځو د حقوقو د يو ډَوَل کولو او د ټولو افغانانو د حقوقو د یو ډَوَل کولو لپاره یې مټي بډ وهل او له همدې امله یې خپل حکومت تاج او ګدۍ بایلل.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان هغه لمړی افغان حکومت مشر وو چې د لمړي ځل لپاره یې افغانستان د هغه مهال ترټولو د غوره اساسي قانون څښتن کړ او د نوموړي قانون د پلي کولو لپاره یې پرېکنده او رغنده ګامونه اوچت کړل.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان هغه لمړی څوک وو چې د خپل حکومت پر مهال یې هیڅ مخور او خپلواکې غوښتونکی مشر بندخونې ته و نه لېږی او هیڅوک یې مړ نکړ.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د افغان حکومت هغه لمړی مشر وو چې د پوهنې د دود کولو لپاره یې په ټول هیواد کښې مټي بډ وهل او خپله به د ښوونځیو او دولتي ادارو څارنې ته تلی، د زدکړو د پرمختګ په اړه به یې ښوونکي او زده کوونکي پوښتل، ریښتینو او چوپړي کارکوونکو ته به یې ډالۍ ورکولې او ورانکاران به یې مجازات کول چې د غازي دغو کړنو د ټولو دولتي مامورینو په اندونو کښې د قانون ارزښت ځای پرځای کړی وو.
غازي امیر امان الله خان د حکومت هغه لمړی مشر وو چې د لمړي ځل لپاره یې د لویانو د لوستي کېدو لپاره مټي بډ وهل او په لس ورځي کښې د لویانو د لوستي کېدو لپاره یې یوه ځانګړې تګلاره ورغوله.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د افغان حکومت هغه مشر وو چې پخپل ګړده لس کالونو حکومت کښې یې د هیڅ یو دباندیني هیواد څخه د کرنسیو مرسته و نه غوښتله او په خپلواکه توګه یې حکومت وکړ.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان هغه لمړی حکومت مشر وو چې په 1928 زېږدیز کال کښې یې د پلازمینې کابل ولایت د پغمان اولسوالۍ په لویه جرګه کښې د خپلې ماینې ملکه ثریا له مخ څخه ټيکری لیري کړ او د نوو اصلاحاتو په لور د ګام اوچتولو په موخه یې خپل ماینه ملکه ثریا او خپله خور زېنب په لڅ مخ په جرګه کښې را څرګندي کړې.
غازي امیر امان الله خان هغه څوک وو چې بیله ساتندویانو به د ملت منځته تلی او د هغوي له ستونزو څخه به یې ځان خبروی او دهغوي په ستونزو به خواشینی وو او د ستونزو د له منځه وړلو لپاره به یې هڅي کولې.
اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان هغه لمړی حکومت مشر وو چې دهغه مهال د نړۍوال ځواکمن ځواک انګرېزانو سره یې د خپل ګدۍ او واک ساتلو په موخه هیڅ سودا ونکړه، که یې د خپل پلار په څېر د هیواد په چارو کښې د انګرېزانو د لارښودنو پلوې کړې وای نو کېدای شول چې ترڅو ژوندی وای ترهغو به پر افغانانو د حکومت مشر وای او هیڅوک به دده په ژوند کښې دده ځایناستی شوی نه وای، خو دا چې غازي د خپل ملت او هیواد پر خپلواکۍ او سرلوړی مَیَن وو نو خپل حکومت تاج او ګدۍ یې تر خپلواکۍ ځار کړل.
کله چې غازي امیر امان الله خان د هیواد خپلواکې بېرته ترلاسه کړه نو ځیني ټولنیزو او کلتوري سمونو ته یې پام واړاوه چې انګرېز استعمار یې دا کړني نه شوې زغملای او انګرېزانو د روحانیونو او ملایانو په جامه کښې د خپلو جاسوسانو پر مټ د غازي په وړاندي دُوسَه جوړه کړه چې نوموړو روحانیونو او ملایانو د غازي په اړه د ملت د نالوستۍ څخه په ګټه اخیستنې امپړ وګړي وغولول او په 1924 او 1928 زېږدیز کال کښې یې اماني رژیم له لمنځه تلو سره مخ کړ.
امريکایي لیکوال "لیون بي پولادا" د "ناتمام فصل" تر سرلیک لاندي د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان ستاینه په ښو ټکو کړې ده او د هغه سقوط یې د افغانستان لپاره ناورین بللی دی، نوموړی لیکي: د انګرېز او افغان ترمنځ له دریمې جګړې څخه په بریالیتوب د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان راوتلو نه یواځې دا چې هغه یې د روحانیونو په منځ په یوه مجاهده شخصیت واړاوه، بلکي هغه يې د هغو ناسیونالیستانو لپاره یوه بېلګه کړه چې په نورو اسلامي هیوادونو کښې د انګرېزانو په وړاندي جنګېدل، له افغانستان څخه دباندي د مسلمانانو دا هیله را وټوکېدله چې ګویا اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان کوالای شي چې د له لاسه وتلي عثماني خلافت ځایناستی شي.
پر اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان افغانان زښته ډير ګران ول او ډاډه وو چې نوموړی هیڅ افغان تر بل افغان غوره نه ګڼي.
هغه له دې امله چې د خپل هیواد خپلواکې یې بېرته له یو نړۍوال زبرځواک څخه اخیستې وه د اروپایي هیوادونو نژدې د ټولو مشرانو د تود هرکلي سره مخ شو، د اروپا تر یون وروسته او د ترکیې د مصطفی کمال اتا ترک او د ایران د رضا شاه پهلوي تر لېدنې وروسته اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان ډاډه شو چې کوالای شي چې افغانستان په بېړه د پرمختګ سره مخ کړي.
د هغو وګړو دا وینا ناسمه ده چې ګویا اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان ډارن وو، د هغوي په ځواب کښې باید وویل شي چې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان یو غښتلی سړی وو، هغه په هغو غونډو کښې په یواځې ځان را څرګندېدی او وینا یې کوله چې دده په وړاندي باغیان او دده د سیاستونو مخالفین به پکښې را غونډ ول او ده به مخامخ خبري ورسره کولې او دا ډار شتون درلود چې هغوي دي امیر ترور کړي، کله چې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان له پغمان څخه یواځې پخپل موټر کښې د کابل ښار په لُورَی تلی نو د یو وسلوال تر برید لاندي راغی، غازي موټر ودروی او ورکښته شو ترڅو هغه برید کوونکی یې ونیوی او په لار کښې د پولیسو پوستې ته یې لاس تړلی وسپاری.
د هغه د سیاست فلسفه د امکان تر پولې پورې د خپلو هیوادوالو په وړاندي د خښم څخه سپېڅلې وه، دا هغه سیاست وو چې په هیڅ توګه یې دده د نیکه امیر عبدالرحمن خان له سیاست سره سمون نه خوړی.
لیون بي پولادا وایي: کوالای شو چې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان بېله شکه د نوي فصل پیلوونکی او د افغانستان په تاریخ کښې نوی کوونکی وګڼو، هغه ګامونه چې هغه پورته کړل که عملي شوي وای نو د افغانستان ټولنیز او سیاسي جوړښت به یې بل ډَوَل کړی وای او افغانستان به یې نن د سیمې د ویاړلو او متمدنو ملتونو په څنګ کښې درولی وای، [لیون بي پولادا، فصل ناتمام، ژباړه مجیبالرحمن اتل، راه مدنیت، زمری 1398].
د ډاکټر کاظم په ټکو:«په اماني پېر کښې د واکمن د مشروعیت ډَوَل بیخي دهغه د پلار او نیکه د مشروعیت له ډَوَل څخه بیل وو، لکه تردې وړاندي د امیر حبیب الله خان او امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال واکمن د الله ﷻ سیوری ګڼل کېدی، غازي امیر امان الله خان د لمړي اساسي قانون تر رامنځته کېدو وروسته د لمړي ځل لپاره د واکمن د مشروعیت منبع ملت یاد کړ، چې باید د اسلامي اصولو په پام کښې نیولو سره د ملت د ټاکنې پر بنسټ امیر کړني ترسره کړي، د لویې جرګې رابلل په هرو څو کالونو کښې د ملت د ارادې د لویې تمثیل کوونکې په توګه له همدې ځای څخه الهام اخیستی، رښتیا ده چې د فرعي قوانیو وضع کول هغه مهال چې (نظامنامه) یې ګڼله د ملت د استازو په ټاکنې د اساسي قانون په چوکاټ کښې یو عمده اصل په نوي ډَول د ملت لخوا د ټاکنې یو ډَول مشروعیت وو، دا لمړی ځل وو چې په افغانستان کښې د یو داسي نوي سیاسي نظام چې اوسمهال د ملت او یا دولت د نظام په نوم پېژندل کیږي زمینه مساعده شوه چې هغه مهال په هیڅ ګاونډي او آن په چین کښې داسي اولسواک نظام نه وو مطرح شوی». [شاه امان الله غازي و برنامه های انکشاف معارف درکشور-بخش 22- افغان جرمن آنلاین].
د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د حکومت پر مهال المان هیواد ته د نوموړي د یون پر مهال په المان کښې میشت ایراني لیکوال چې نوم یې ابوالقاسم وثوق مهندس وو د (مژدگانی بزرگ تشریف فرمائی اعلیحضرت شاه امان الله به آلمان) تر سرلیک لاندي په یوه ارزښتناکه مقاله (مجلۀ علم وهنر ایرانیان مقیم برلین) کښې د غازي امیر امان الله خان د شخصیت، ښو لورېینو په اړه لیکلي دي او المان ته د غازي د ورتګ زیري یې خپلو هیوادوالو ته ورکړي دي او د غازي ښکلی شخصیت یې د پېژندل شوي فرانسوي مورخ (سن سیمون) په ټکو د روسيې د "پطرکبیر" سره پرتله کړی دی، ایراني لیکوال د غازي امیر امان الله خان د شخصیت او ښو لورېینو په اړه لیکلي «موږ د ختیځ اوسېدونکو ته اړینه ده چې د شکر سجده د الله ﷻ وَرْ ته وکړو چې موږ ته یې هم تر پېړیو ناهیلیو او بېوسیو وروسته بيله دې څخه چې هیله یې ولرو، له یوې خوا څخه د پرمختګ او ریښتینې خپلواکۍ فرصت راکړ او له بل خوا یې داسي ځواکمن مېړونه راکړل لکه ګویا چې الهي جوړښت ته یې ځانګړي را لېږلي وي...اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان د هیواد او ملت په شتون او ليدو خپل اروا تازه کاوه او د پطرکبیر په څېر یې یواځې او یواځې د هیواد د ښېرازۍ او ملت د هوساینې لپاره یونونه کول، نه دا چې د ځان د خوښۍ او منزرې لپاره ګرځېدی لکه د بدمرغه چې د ختیځ نور مشران چې په اروپا کښې ګرځېدل، نوموړی ځوان امیر چې هرکله یې له هیواد څخه دباندي پل ایښی دی نو له هغې شېبې او بیا هیواد ته تر تګ پوري يې په پرلپسې توګه د اروپا د علمي او فني آثارو څخه ليدنه کوله او پدې لار کښې یې بې ساری نه ستړي کېدونکي هڅي کولې ترڅو هیواد ته هغه ګټور نوښتونه راوړي، زه او هغه ګړده وګړي چې غازي امیر امان الله خان پېژنو، پرېکنده ډاډ لرو چې غازي په هیواد کښې د اروپایي پرمختګونو په پلي کولو کښې تر پطرکبیر شاته نه وو، لکه څنګه چې پطرکبیر د روسیې د ښېرازۍ لامل شو، هیله لرم چې همداسي افغانستان هم ددغه ځوان امیر په لرلو سره د ښېرازۍ څښتن شي، د (علم و هنر) مجلې کارکوونکي د زړه له کومې او په ځانګړې سپېڅلې موخه د خپل ورور او ګران هیواد وګړو ته له باټو پرته دداسي یو اولسپال مشر نېکمرغیاني وړاندي کوي، او ډاډه یو چې ددغه امیر په ملاتړ کولو سره به ډیر ژر د نېکمرغۍ لوړو پوړیو ته ورسیږئ او ستاسي د دولت د ماڼۍ بریاوي او سرلوړی به دده له امله خوندي وي». [رک:مقاله عزیزگذرگاه، در افغان جرمن آنلاین].
انګرېز استعمار چې پخپل ګاونډ کښې یې پرمختللی او سرلوړی افغانستان نه شو زغملای نو د خپلو جاسوسانو پر مټ يې د مدنیت دښمنه بغاوتونو او ښورښونو په را منځته کولو سره په 1928 زېږدیز کال کښې دغه پرمختګپال او بدلونپال امیر استعفٰی کولو او هیواد پرېښودلو ته اړیستی.
کله چې اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان استعفٰی وکړه او اولسمشرۍ ماڼۍ یې کندهار ته د تګ په موخه پرېښوده نو هزاره ګانو، وردګو، غوربندیانو، تګابیانو، وزیرستانیانو او کندهاریانو... اووه میاشتې دده په پلوۍ په سر او شتمنۍ دده د بیا واکمنېدو لپاره هر اړخېزه هڅي وکړې، خو اولسپال امیر چې نه یې غوښتل چې واک په وینه بهېدلو بېرته ترلاسه کړي نو د افغانانو ترمنځ د جګړې ودرولو په موخه یې هیواد پرېښودی، حال دا چې ډیرو قدرپالو افغانانو د 1929 زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې تر پنځلس نېټې پوري چې سپهسالار محمد نادر خان ځان محمدنادر شاه اعلان کړ داسي انګېرله چې د سقاو په وړاندي زموږ ټولي سرښندني او نزرانې د غازي امیر امان الله خان د بېرته واکمنېدو لپاره دي، نه د محمد نادر خان د واکمنېدو لپاره.
دا د اولسونو ځانتېرېدنه د غازي د بیا واکمنېدو په موخه، ددې ښکارندویې کوي چې لا د کابل، کندهار، سلیمانغر او سپینغر په درو کښې داسي وګړي ول چې د خپل پرمختګپال او پوهنپال غازي امیر په قدر پوهېدل او د سقاو د لوټتالان او تور رژیم څخه یې کرکه لرله او دا کرکه یې هیڅکله پټه نکړه.
د یو سیاسي لارښود مشر لپاره، هغه که واکمن، امیر، پاچا او یا که جمهوررئیس وي، تردې لوی ویاړ نشته چې دښمن د دسیسو له کبله له واک څخه را وپرزول شي خو پلویان او اولسونه یې په پلوۍ ودرېږي او بشپړه اووه میاشتي بیله کوم امتیاز څخه یې دده په نه شتون کښې په پلوۍ هر اړخېزه ځانتېرېدني ورکړي، د چا چې دا ویاړ په برخه دی هغه غازي امیر امان الله خان دی.
ایا د داسي یو هیوادپاله شخصیت د کړنو یادونه چې د خپلواکۍ غوښتلو، د مېرمنو د غورځنګ د پلوۍ، د نیواکګرو ضد، بیلګه وي، بتپالنه او شخصیتپالنه ده او که د هیواد د ملي او تاریخي شخصیتونو درنښت کول؟
د هیواد د لویو مېړنیو ژوند لوستل او د هغوي درنښت کول د تاریخ ارزښتناکه زدکړي دي، ترڅو زموږ زېږنده او راتلونکي پېړۍ ددوي له ژوند ریښتینولۍ او غښتلتوب څخه زدکړه وکړي او خپل شخصیت د همداسي ویاړلو شخصیتونو په څېر ورغوي.
ولي په لسګونه زره افغان کورنیو د خپلو لوڼو نومونه ملالۍ او د خپلو زامنو نومونه امان الله ایښي دي؟
ځکه چې ملالۍ زموږ د هیواد په تاریخ کښې یوه غښتلې پېغله وه چې د میوند په جګړه کښې یې ګډون درلود او د ملي مبارزینو سره یې مرسته کوله ترڅو هغوي بریالي شول، او امان الله هغه څوک وو چې د هیواد خپلواکې یې دهغه مهال د ستر نړۍوال نیواکګر انګرېز له منګولو څخه بېرته ترلاسه کړه، نو له همدې امله د کورنیو هیله دا ده چې د امان الله په څېر یې زامن ملي او ستر شخصیتونه شي ترڅو خپل هیواد ته ښه نوم وګټي.
په (کابل شهر رویا های ویران) فیسبوک پاڼه کښې د اعلیحضرت غازي امیر امان الله خان په اړه لیکلي ول:«هغه داسي څوک نه وو چې د کورنیو جګړو زېږنده دي هغه ته د اتل مقام او لقب ورکړي او یا له هغه څخه دا لقب واخلي، هغه د خپلواکۍ د بېرته لاسته را وړلو بنسټګر وو، هغه د نیواکګرو په وړاندی د جګړې غازي وو، هغه د ټولنیز عدالت پیل کوونکی وو، هغه د پرمختګ او مدنیت را منځته کوونکی وو، هغه د تاج او تخت څښتن وو، هغه له خپلې کورنۍ څخه د مبارزې پیل کوونکی وو، ځلېدونکی مېړنی وو چې تابو شکن دی، هنجار شکن دی، عیار دی، له شاهانه رګ څخه وو خو درویشانه ژوند یې غوره کړ ـ د هیواد ځلانده مېړنیه، امان افغانه، د افغانستان ویاړه، ستا ځای د روڼ اندو هیوادپالو او عدالت غوښتونکو په زړونو کښې تل ژوندی دی۰






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























