Home خانه
امير عبدالرحمٰن خان بارکزی
امير عبدالرحمٰن خان بارکزی
د اوسني افغانستان بنسټګر او لمړی امیر!
امیر عبدالرحمٰن خان د امیر محمد افضل خان زوی او د امیر دوست محمد خان بارکزي لمسی وو چې په 1840 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
نوموړي دهغه مهال مروجي زدکړي پخپل کور کښې وکړې او بیا د خپل پلار سره په ټولو نظامي او سیاسي چارو کښې په کار کولو بوخت شو.
امیر عبدالرحمٰن خان په 1864 زېږدیز کال کښې په ترکستان کښې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان رحمه الله په وړاندي د خپل پلار امیر محمد افضل خان د بغاوت ملتیا کوله چې پلار یې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان لخوا ونیول شو او بندي شو خو دی بخارا ته وتښتېدی.
نوموړي په 1866 زېږدیز کال کښې د خپل تره امیر محمد اعظم خان چې انګریزانو یې ملاتړ کاوه او له برېټانیوي هند څخه د بدخشان له لارې یې پر افغانستان برید وکړ، په ملتیا له اعلیحضرت امیر شیر علي خان څخه هغه مهال کابل ونیوی او خپل پلار یې له بندخونې څخه خوشي کړ چې اعلیحضرت امیر شیر علي خان په کندهار کښې د باغیانو سره په جګړه بوخت وو.
د امیر محمد افضل خان له وفات وروسته په 1867 زېږدیز کال کښې کله چې امیر محمد اعظم خان په کابل کښې ځان د افغانستان امیر اعلان کړ نو امیر عبدالرحمٰن خان یې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان په وړاندي جګړه کولو ته ولیږی او عبدالرحمن خان وکوالای شول چې په بلخ کښې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان ځواکونه هرات ته پر شا وتمبوي.
کله چې په 1868 زېږدیز کال کښې اعلیحضرت امیر شیر علي خان کندهار او غزنی ونیول او کابل هم د اعلیحضرت امیر شیر علي خان د پلویانو لاسته ورغی نو عبدالرحمٰن خان د امیر محمد اعظم خان سره یوځای په غزني کښې د اعلیحضرت امیر شیر علي خان پر ځواکونو برید وکړ خو بریالي نه شول او وزیرستان ته وتښتېدل او له هغه ځای څخه بیا ایران ته وتښتېدل، امیر محمد اعظم خان په ایران کښې وفات شو او عبدالرحمٰن خان بخارا ته ولاړی.
پر افغانستان د انګریزانو د دویم تېري او یرغل پر مهال انګریزانو ته تر سترو مالي نظامي او ځاني زیانونو اوښتلو وروسته انګریزان دېته چمتو شول چې لویدیځ افغانستان خوشي کړي خو ختيځ افغانستان له ځان سره وساتي او د لویديځ افغانستان سیاسي واک هم ولري نو د داسي یو چا په لټه کښې شول چې د دوي د موخو سره سم وي او د کابل تخت ور وسپاري، چې داسي یو څوک عبدالرحمن خان کېدالای شو.
په 1880 زېږدیز کال کښې انګریزانو امیر عبدالرحمن خان ته له بخارا څخه د راتلو بلنه ورکړه او عبدالرحمٰن خان هم کابل ته راغی او پر انګریزانو د نیم افغان خاورې، نیم افغان ملت (ډیورنډ کرښې) او سیاسي خپلواکۍ په پلورلو سره یې د اوسني افغانستان بنسټ کښېښودی او د انګریزانو لخوا د اوسني افغانستان امیر شو (د افغانستان د دوې ټوټې کېدو پلان چې د انګریزانو او عبدالرحمٰن خان ترمنځ جوړ شوی وو، له ملت څخه تر 1993 زېږدیز کال پوري پټ ساتل کېدی ترڅو اساسیتونه را و نه پاروي خو ملي مبارزین پرې خبر ول).
عبدالرحمٰن خان د غازي محمد جان خان وردګ او نورو ملي مبارزینو په ملاتړ د امیر موسٰی جان خپلواک حکومت د 1880 زېږدیز کال د جولای میاشتې په 22 نېټه له منځه یووړ او په اوسني ټول افغانستان کښې یې په غوڅ دریځ او بېرحمانه ډَوَل د انګریزانو د ټولو مخالفینو نیولو اعدامولو او تبعید کولو ته مټي بډ وهل چې د انګریزانو په سیاسي او مالي ملاتړ بریالی هم شو.
د امیر عبدالرحمٰن خان کور وداني!
1 لمړی واده يې د سردار فقير محمد خان بارکزي د لور مریم بېګم چې لقب يې بوبو جهان قلای هزارا وو سره کړی وو.
2 دويم واده يې د بدخشان د يوه اوزبک مشر د لور ولیده جهان بېګم سره کړی وو.
3 درېيم واده يې د بخارا د امير سيد امير مظفر الدين عبدل خان بهادر سلطان د لور سره کړی وو.
4 څلورم واده يې د واخان د يوې کنيزې اصل بېګم چې پخوا ګلراز بي بي نومېده کړی وو.
5 پنځم واده يې د سيد امير عتيق الله خان لور بي بي حليمې سره چې لقب يې بوبو جهان جاغدار بېګم وو سره کړی وو.
6 شپږم واده يې د مير حکيم خان د شبرغان نظام الدوله د لور سره کړی وو.
7 اووم واده يې د يوې چترالۍ پېغلې صفورا بېګم چې لقب يې بي بي ستارو وو کړی وو.
8 اتم واده يې د بلخ د مزاري سيد د لور پادشا بېګم سره کړی وو.
9 نهم واده يې د یوې کولابۍ پیغلې سره کړی وو چې بي بي ګلراز دويمې نومېده.
10 لسم واده يې د يوې بلې کولابۍ پېغلې سره وکړ.
11 يوولسم واده يې د بدخشان د مير محمد علي خان يفتلي د مشرې لور ساجده بېګم سره وکړ.
12 دوولسم واده يې د يوې بلې کولابۍ پېغلې سره وکړ.
13 ديارلسم واده يې هم د يوې چترالۍ سره چې نوم يې بي بي نېک آدمه وه کړی وو.
14 څوارلسم واده يې د محمد حسين خان منګ د لور سره کړی وو.
د امير عبدالرحمن خان 12 زامن او 4 لوڼې وې او په نوموړي تر ټولو ګراني کور وداني یې: مریم بېګم، ولیده جهان بېګم، حلیمه بېګم او اصل بېګم وې.
د امیر عبدالرحمٰن خان زامن او لوڼې!
سردار عبدالله خان د مريم بېګم زوی.
سراج الملت و دين امير المومنين حبيب الله شاه سرکار والا د اصل بېګم زوی.
سردار نصرالله خان نايب السلطنة اتواد الدوله د اصل بېګم زوی.
سردار فتح الله خان د اصل بېګم زوی.
سردار عبدالفحد خان د اصل بېګم زوی.
سردار شمس الدين خان د بي بي حليمې زوی.
سردار حفيظ الله خان د بي بي ګلراز زوی.
سردار محمد امين خان د بي بي نېک قدم زوی.
سردار اسد الله خان د کولابۍ کنيزې زوی.
سردار محمد افضل خان د پادشا بېګم زوی.
سردار محمد عمر خان د بي بي حليمې زوی.
سردار غلام علي جان (سخي داد خان) د پادشا بېګم زوی.
ګوهر خانم د بي بي وليده جهان لور.
روقيه خانم دصفورا بېګم لور.
فاطمه بېګم د بي بي زهرا لور.
حاجره بېګم د صفورا بېګم لور.
کله چي انګرېزانو امير عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی د تاشکند څخه راوغوښت نو يې د ده سره د يو شمېر مرستو ژمنه وکړه، پدې شرط چې که دی په خارجي سياست کښې د انګرېزانو سره مشوره وکړي او نیم افغانان او نیم افغانستان انګریزانو ته وسپاري؟ امير عبدالرحمن خان چې له ډيري مودې څخه د واکمنۍ تږی او لیونی وو او بله لار یې نلرله چې واکمن شي، پرته د انګریزانو د شرطونو تر منلو نو د انګربزانو غوښتنو او امرونو منلو ته یې په پراخه غېږ او ورین تندي ښه را غلاست ووایه.
امیر عبدالرحمٰن خان د خپلو او انګریزانو د هر ډَوَل دښمنانو په وړاندي د نه بخښونکي او غوڅ دریځ څښتن وو او د خپلو پلویانو او انګریزانو په وړاندي ډير مخلص او محتاط وو.
امیر عبدالرحمٰن خان وکوالای شول چې د څو ورځو په موده کښې په کابل کښې د عامه وژنو او بلها اعدامونو پر مټ د خپل حکومت امنيت ټینګ کړي او بيا د افغانستان نورو ښارونو ته پام واړوي او پدې ډول د انګریز او افغان ترمنځ دويمه جګړه پایته و رسوي.
امير عبدالرحمن خان په ډېر لږ مهال کښې په هيواد کښې خپل او د انګریزانو مخالفان يا له منځه يووړل او يا يې بنديان او يا يې فراریان کړل.
انګرېزانو هم د ده سره مرستي کولې چې په 1880 زېږدیز کال کښې يې پنځه سوه زره انګلیسي کرنسۍ او څو سوه توپونه او څو زره ټوپکان امير ته ورکړل او هر کال به يې 18000 پونډه مرسته ور سره کوله.
امير عبدالرحمن خان ډېر ژر ټول د خپل حکومت او انګلیس ضد ځواکونه لکه د غزني غرغښتيان او د منځني افغانستان هزاره ګان وځپل او د ځان تابع یې کړل.
د جنرال غلام حيدر خان څرخي په ملتیا يې د اوسني هيواد ټولي هغه برخي چي دده د حکومت په لاس کښې نه وې بيرته په لاس راوړې، په نورستان کښې يې د اسلام دين خپور کړ او هغه ځای يې د نورستان په نوم ونوماوه.
امير په هيواد کښې د جاسوسۍ اداره ورغوله او ځواکمنه يې کړه، بېرحمه قاضيان او جلادان يې وټاکل، د اعلیحضرت امیر شیر علي خان رحمه الله د واکمنۍ د مهال پوستي دفترونه يې بېرته پرانیستل، مخکنۍ شرعي محکمې يې بېرته پرانستلې، د کابل په شاهي ښوونځی کښې يې ديني عالمان د ښوونکو په توګه وټاکل، د اعلیحضرت امیر شیر علي خان رحمه الله د واکمنۍ د مهال چاپخانه او د ټوپک جوړولو فابریکه يې بېرته پرانستل.
د ماليې دفترونه يې بېرته پرانستل او د لارو غله يې له منځه يوړل.
د دباندیني سياست په برخه کښې يې په نرمۍ او د انګریزانو په خوښه ګام اخيسی.
په 1885 زېږدیز کال کښې تزاري روسيې پر شمالي پنجده برید وکړ او هغه يې ونيوله، که څه هم انګرېزانو بايد پدې هکله دده سره مرسته کړې وای خو ويې نه کړه.
امير عبدالرحمن خان تر ټولو ستر او نه بخښونکی تاریخي او ملي خیانت دا کړی دی چې د ډيورنډ په کرښه بیل شوی افغانستان او افغانان یې بېله د ملت له مشورې په خپل سر د خپل قدرت د بقا لپاره انګریزانو ته ډالۍ کړل، ددغه شفاهي تړون له مخي چې په 1893 زېږدیز کال کښې وشو، افغانستان په ختیځ او سویل کښې ډيري مځکي له لاسه ورکړې.
امیر عبدالرحمن خان د انګریزانو په مالي او سیاسي ملاتړ د اوسني افغانستان بنسټ کښېښودی او نژدې 21 کالونه د انګریزانو د ملاتړ ترڅنګ د څلورو نومونو لکه: محمدزی، بارکزی، دُرانی او پښتون څخه په ګټنه د اوسني افغانستان امیر وو، هغه مهال د بارکزیو د ټبر ډيری شتمن په بارکزیو کښې د محمدزیو کورنۍ وه چې امیر هم د نوموړي شتمنې کورنۍ غړی وو او په بارکزیو کښې خپل او د انګریز هر مخالف به یې د محمدزیو د مخالف په نوم د محمدزیو په سردارانو او خانانو ځپی، د ابدالیانو (دُرانیو) په نورو ټبرونو کښې یې خپل مخالفین د بارکزو د مخالفینو په نوم په بارکزیو ځپل، په غرغټیو (غرغښتیو) کرلاڼیو او بیټنیو پښتنو کښې به یې خپل د حکومت او انګریزانو مخالفین د ابدالیانو (دُرانیو) د دښمنانو په نوم په دُرانیانو وژل، په غیر پښتنو او غیر حنفي مذهبو کښې يې د خپل حکومت مخالفین د پښتنو او سُنیانو د دښمنانو په نوم په سُنیانو او پښتنو وژل. په همدې بنسټ ویلای شو چې په افغانستان کښې د قومي او مذهبي جګړې، په ځانګړې توګه د دُراني او غلجي په نوم د پښتنو د خپل منځي دښمنۍ مؤسس هم عبدالرحمن خان دی.
امير عبدالرحمن خان په کابل کښې په 1901 زېږدیز کال کښې مړ شو او پر ځای يې د ده زوی سردار حبيب الله خان د اوسني افغانستان دویم امیر شو.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























