Home خانه
د فاطمینو د واک پای او د مصر د خلکو مذهب بدلون
د فاطمینو د واک پای او د مصر د خلکو مذهب بدلون
صلاح الدین ایوبي د تاریخ ځلانده څیره چی نه یوازی بیت المقدس يی له صلیبیانو ازاد کړ بلکه د مصر واکمن مذهب يی د اهل تشیع څخه اهل سنتو ته بدل کړ ..
د 1169 کال د مارچ په میاشت کې صلاح الدین ایوبی وتوانید د مصر واک تر لاسه کړی ،تر دې د مخه په مصر اسماعیلی شیعه ګانو د فاطمیانو په نوم تقریبا دوه سوه کاله حکومت درلود ،دا وخت د فاطمیانو څوارلسم خلیفه العاضد چی ډیر ناروغ ؤ په واک کې ؤ ،صلاح الدین هغه پریښود تر څو به طبعی ډول وفات شی ،کله چی العاضد مړ شو فاطمی خلافت لغوه او صلاح الدین واکمن شو. دا چی په مصر شیعه ګانو دوه سوه کاله حکومت کړی و نو یی هڅه پیل کړه په مصر د شیعیه ګانو کلتور او رواجونه بدل کړی ،لومړی یی اعلان وکړ چی نور به په جوماتونو کې د عباسی خلیفه په نوم خطبه ویل کیږی ،د مذهب بدلول اسانه نه ؤ شیعیه ګانو فتنو ته لاس اوږد کړ ، دوی غوښتل بیرته خپله واکمنی راولی ګڼی دسیسی يی وکړی ،له دی دسیسو څخه د فاطمیانو یوه مشهور مشر عماره الیمنی د صقلیه واکمن ته چی عیسوی و.
ډیری پیسی ورکړی تر څو د بحر له لاری په مصر یرغل وکړی ،پلان یی دا و چی کله صلاح الدین د هغوی د دفاع په موخه لښکر له قاهری وباسی نو د شیعیه ګانو پټ ځواکونه به واک ونیسی خو صلاح الدین په دی پوه ؤ نو یی د یرغل مخنیوی ته لښکر واستاوه او خپله د دسیسی په انتظار شو ، دسیسه پیل ،او ډیر زر کنترول ،او د فتنی مشر ونیول شو ، اعدام شو ، هغه لومړی په اذان کي د (حي على خير العمل) خبره منع کړه ،د لمانځه په اړه یی هم تغیرات راوستل ،د هغو سنتو را ګرځول یی پیل کړل چی فاطمیانو ترک کړی ؤ لکه سنت لمونځونه، تراویح او داسی نور .ډیر د شیعیه ګانو کتابونه یی وسوځول ،د دوی مذهبی عیدونه او لمانځل يی منع کړل ،همدا شان يی په دوو لویو جوماتونو الازهر او الحاکم کی د جمعې د ورځې لمونځونه چی د شیعیه ګانو مرکزونه و منع کړل دا تر سلو کلونو منع و تر څو ظاهر بیبرس راغی او بیرته یی لمونځ پکښې پیل کړ . همدا شان هغه سکه چی فاطمیانو علی ولی الله پری لیکلی و راټوله او نوې سیکه يی خپره کړه ،د سني مذهب د ترویج لپاره يی د څلورو اهل سنت مذهبونو مدرسې جوړی او تدریس يی پیل کړ ،د ناصریه مدرسه د شافعی مذهب لپاره
د قمحیه مدرسه د مالکی مذهب لپاره
د سیوفیه مدرسه د حنفی مذهب لپاره
د صلاحیه مدرسه د حنبلی مذهب لپاره ،نوموړی د مصر خلک ازاد بریښودل چی د اهل سنتو د مذاهبو څخه هر مذهب غوره کوی او د علمی ودی لپاره هلته یوه علمی سیالی د مدرسو ترمنځ پیل شی
د اهل تشیع د قاضیانو په ځای یی اهل سنت وګمارل ،همدی پالیسی کرار کرار د فاطمیانو شیعیه مذهب په مصر کې له منځه یوړ ، د اهل سنتو مذاهبو يی ځای ونیو ،چی نن د مصر خلک تول اهل سنت او زیاتره د حنفی او شافعی مذاهبو پیروان دی او د اهل تشیع هغه فتنه چی مصر یی له نوری اسلامی نړې پیل کړی و له منځه یوړه . خو اسماعلیه ؤ د مصر په ځای ایران ،افغانستان او شام ته مخه کړه هلته يی مرکزونه جوړ کړل
رحمه الله وغفر له واسكنه الفردوس الأعلى من الجنه
اللهم صل وسلم وبارك على سيدنا محمد وعلى آله وصحبه وسلم
ژباړه






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























