Home خانه
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې دوو ښوونځیو درسي بهیر وکوت
پل علم ، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبې، غبرګولي ۲۶ مه
د لوګر د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالې مینې سادات د نجونو او هلکانو د دوو لېسو درسي بهیر له نږدې وکوت.
نوموړې نن له غرمې وروسته د حضرت عمر فاروق (رض) د هلکانو او د بي بي آمنې د نجونو لېسو ته تللې وه څو د دغو دواړو ښوونځیو درسي بهیر له نږدې وګوري.
هغې په دې لیدنه کې د یادو لېسو زده کوونکي وهڅول، چې په خپلو درسونو کې کوښښ وکړي او هم یې له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چې غیر حاضر ونه کړي او هره ورځ خپلو درسونو ته حاضر شي.
له بل لوري د نوموړو دواړو لېسو مدیرانو، سر ښوونکو او ښوونکو هغه آوازې بې ځایه وبللې، چې ګواکې په مرکز پل علم پورې اړوند ښوونکو درسي اعتصاب کړی.
له لوګره تر قطره؛
له لوګره تر قطره؛
د شېرمحمد عباس ستانکزي د لوړو ژورو مزل:
د لوګر د بره کيبرک ولسوالي په عباس کلا کې د پاچاخان زوی شېرمحمد عباس ستانکزی پخوا په شېرمحمد لوګري پېژندل کېده. لوګری په ۱۹۶۳مېلادي کال کې زېږېدلی اوله لويه سره د لوګر دبره کي برک اوسېدونکی دی.
شېرمحمد چې اوس شېرمحمد عباس ستانکزی دی او د طالبانو د سولې په مذاکرتي ټيم کې د افغانستان د راتلونکي په هکله تېزه ژبه کاروي، د کمونيسټي رژيم په وخت کې د خلق او ډيموکراټيک ګوند غړی و.
عباس ستانکزی په کابل کې زېږېدلی، ښوونځی يې لوستی او تر فراغت وروسته يې لوړې زدهکړې هم کړې دي. د غزني پخوانی والي موسی خان اکبرزاده او ليکوال او سياسي شنونکی فريد بهمن يې ټولګيوال دي. موسی خان اکبرزاده سيحون خبري اژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي ستانکزی د پاکستان استخباراتي ادارې يا ISI ته ډېر نږدې کس بلل شوی، وويل، "هغه وخت ټول جهادي تنظيمونه همدغسې وو، دا د سولې په پروسه کې دين محمد چې دی، دی هم دغسې و، زه پخپله هم همدغسې وم."
جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ
جمهوررئیس غني د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګر د ولایتي شورا مرستیال مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل جنازې ته درناوی وکړ.
جمهور رئیس غني په شهید محمد داوودخان روغتون کې د مرحوم ډاکټرعبدالولي وکیل اروا ته د دعا پرمهال وویل، ډاکټرعبدالولي وکیل هېواد او خلکو ته د خدمت او صداقت ژمنه لرله. هغه د اخلاقو نمونه و او هیچا هم تونده خبره ترې وانه ورېده.
جمهور رئیس د هغه پر وفات د خواشینۍ څرګندولو پرمهال د مرحوم ډاکټر عبدالولي وکیل کورنۍ ، د لوګر ولسونو، د ولایتي شورا استازو او د افغانستان خلکو ته تسلیت ووایه.
په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي
په لوګر کې نړیوال هوايي ډګر جوړېږي
د کابل په سویل ۴۰ کیلومټري لوګر کې د یوه لوی نړیوال هوايي ډګر د کارپیلېدو تیاری پیل شوی دی چې د پلان له مخې به پرې اته سوه میلیونه ډالره لګښت وشي. د محمد اغې ولسوالي د دولت کلا په دښته کې دغه نوی جوړېدونکی هوايي ډګر به د ولسمشر محمد اشرف غني د پلرني کلي په شمال لوېدیځه څنډه کې جوړ شي چې پلان یې په لومړي ځل له ننه ۴۴ کاله وړاندې د سردار محمد داود خان په واکمني کې رامخې ته او یوه نیمه لسیزه وړاندې یې پخواني حکومت د جوړولو لپاره لومړنۍ طرحه جوړه کړه چې د۳۰۰ میلیون ډالرو لومړنی لګښت ورته په پام کې ونیول شو چې د یولړ ستونزو لپاره یې عملې کېدل تر اوسه ځنډېدلي دي.
پیام تبریکی کار مندان حقیقت به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
پیام تبریکی کار مندان حقیقت به مناسبت فرارسیدن جشن باستانی نوروز و حلول سال نو خورشیدی
بسم الله الرحمن الرحیم
با درود بر روان پاک شهدای راه جهاد مقدس ملت مسلمان و آزاده افغانستان!
حلول سال ۱۳۹۸هجری شمسی سال نو و بهار پرطراوت را که نشانه قدرت لایزال الهی و تجدید حیات طبیعت می باشد را به کافه ملت مسلمان، مجاهد ، سرفراز و غیور افغانستان، به خصوص به جلالتمآب رییس جمهور کشور، معاونان ریاست جمهوری، رییس و اعضای ستره محکمه، روسای ولسی جرگه و مشرانو جرگه، اعضای کابینه، اعضای شورای ملی و منسوبان نهادهای امنیتی کشور تبریک و تهنیت می گوییم. و سالی سرشار از برکت و معنویت را ازدرگاه خداوند متعال و سبحان برای شماعزیزان مسئلت مینماییم.
د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ
د لوګر والي او ورسره پلاوي د محمدآغې ولسوالۍ، د زرغون ښار سیمې ته سفر وکړ
کب ــ ۱۹ ــ یکشنبه
په دغه سفر کې د لوګر د والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي سربېره د څلورمې پلې لوا قوماندان تورن جنرال عبدالرازق صافی، ملي امنیت رئیس برید جنرال امیر جان ناصري، امنیه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص ،د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزی غړي محب الله صالح ،د یادې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبیدي او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.
د سفر په لومړیو کې د یادې سیمې قومي مشرانو د لوګر والي او نور مسئولینو ته د خپلې سیمې په سطحه هغه ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل چې دوی ورسره لاس او ګریوان ول.
د سیمې اوسېدونکو ته د لوګر والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي په خبرو کې وویل ستاسې ستونزې اورېدل او هغو ته د حل لاره موندل زمونږ دنده او مسئولیت دی،هغه له قومي مشرانو غوښتنه وکړه تر څو خپل قومي جوړښت وساتي او ددغه جوړښت د لا قوي کېدو هڅه وکړي،اسحاقزي زیاته کړه ستاسو نه مو هیله ده چې په خپله سیمه کې د ملي پروژو په پلي کولو کې له دولت سره همکار ووسئ.
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ کړنې وستایلې
پل علم ، د پیمان خیریه بنسټ د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، کب ۷ مه ۱۳۹۷
مشرانو جرګې د پیمان خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او د دغه بنسټ رئیس، مرستیالانو او کارکوونکو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.
په ستایل شویو کې د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) ، مسلکی مرستیال ښاغلۍ انجنیر محمد کبیر، اداري مرستیال ښاغلۍ محمد شاه پور (عرب) ، اجرایی مرستیال او د ختیځو ولایتونو او کابل ښار مسوول ښاغلۍ استاد تمهیدالله (سیلاني) او دوه تنه نور کارکوونکي ښاغلۍ صفي الله (یوسفزی) اوښاغلۍ محمد شریف (یوسفزی) شامل دي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال ښاغلۍ داکتر محمد آصف (صدیقي) د پیمان خیریه بنسټ د مشر او کارکوونکو د ستاینې پر مهال د دغه خیریه بنسټ فعالیتونه وستایل او دغه خیریه بنسټ یې یو فعال او تر ټولو مخکښ خیریه بنسټ یاد کړ.
هغه له دولتي ادارو، مرسته کوونکو موسسو او شمتنو هېوادوالو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې د پیمان خیریه بنسټ له لارې تر یتیمانو، ګونډو او بېوزلو کورنیو ورسوي.
د پیمان خیریه بنسټ رئیس ښاغلۍ الحاج محمد شاه (پیمان) د مشرانو جرګې د ستاینې له امله مننه او قدر داني کوي او ژمنه کوي، چې له اړمنو هېواد والو سره به خپلې مرستې د پخوا په څېر جاري ساتي.
لوګر کې یو ځانمرګی بریدگر موخه ته تر رسېدو دمخه نیول شوی
لوګر کې یو ځانمرګی بریدگر موخه ته تر رسېدو دمخه نیول شوی
سلواغه ــ ۲۱ ــ یکشنبه
تېره شپه خوا او شا يوولس بجې د لوګر ملي پولیسو د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د تنګي واغجان په سیمه کې یو ځانمرګی برید ګر چې په یو کرولا ډوله موټر کې یې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو موخه ته تر رسېدو دمخه نیولی دی.
د لوګر د امنیه قوماندان محمد ابدالي په خبره چې ددغه بریدګر موخه د کابل ــ لوګر پر لویه لاره نظامي او ملکي کاروانونه وو چې له نېکمرغه موخې ته تر رسېدو دمخه یې افغان پولیسو مخه ونیوله.
مولوى محمد نبي محمدي
مولوى محمد نبي محمدي
لیکوال: مفتی محمدګل سعید
مولوي محمد نبى محمدي دعباس کلاپه اخونزاده مشهور د مولوي عبد الوهاب زوى دملاتوره باز لمسى د خپل وخت له لويو عالمانو، مشهورو سياست پوهانو او مشرانو څخه ؤ، چى په خټه اندړ، لکڼ خېل ١٣٠٠ لمريز کال دوري دمياشتې په (۲۰) مه د لوګر ولايت د برکى برک ولسوالۍ د شيخي خېلو( عباس کلا )،په يوه فاضله او عالمه کورنۍ کې زېږېدلى ؤ، دى له آده د غزني ولايت د اندړو و لسوالۍ د ګنډه اير کلي ؤ، چې نيکه يې د هغه ځايه ډېر پخوا را نقل شوى او په عباس کلا کې يې سکونت غوره کړى دى. مورنى تعلق يې له رستم خېلوسره ؤو والده يې دمشهور شخصيت حاجي فتح محمدرستم خېل خور وه.
مقاله څنګه وليکو؟
مقاله څنګه وليکو؟
ليكنه يا مقاله د بشر د ژوندانه په بېلابېلو اړخو نو ليكل كېږي، لكه: سياسي، بشري، اقتصادي، ادبي ... ليكنه معمولاً پر هغو مسئلو كېږي ،چې د ټولنې په وګړو منفي يا مثتبه اغېزه ولري، لكه خبر او خبر د ليكنې ستره سرچينه ده . مقاله ليکل يوازې ليکوال په دې بسنه ونه کړي، چې ګوندې ديوې مقالې په ليکلو ځان خلکو اوټولنې ته ور وپېژني. که چېرته فکر وشي دغه ډول مقالې د لوستونکو له پامه غورځي او داچې په خپله ليکوال وخت ضايع کوي، دنورو هم يوڅه وخت بې ځايه نيسي او دلوستونکو تنده پرې نه شي ماتېدلى، ځکه دوى هم له زياتو تکراري ليکلو ستړي شوي او موضوع خوند نه ورکوي، خو اصلي موخه دلته ده، چې مقاله ليکل دڅه لپاره او بايد کوم ډول چې دخلکو غوښتنو ته ځواب وويل شي، په هماغه ډول خلکو ته وليکل او په کې د نوښت او تازه والي اثرات نغښتي وي.
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
موږ دهغه څه په لټه کې یو؛ خوموندلای يې نشو!؟
افغانان څه دپاسه څلویښت کاله دهغه څه په لټه کې دي، چې ترنن ورځې دموندلودرک يې پیدانه کړل، ځانونه يي ستړي کړل، نارې يې ووهلې او لايې هم وهي، خو نه يې چا غږ واوریده اونه څوک شته چې ددې مظلوم ملت په غم کې واوسي .
افغان غیرتي ولس او میشت قومونه په دې ۴۰ کالونو کې په دغه اور، چې دوی يې تل ربړولي او ځورولي دي، ددې لامل پیدا نشو کړای، چې څنګه له دغو بدمرغیو نه دخلاصون لاره پیداکړي؛ څو افغان ځوریدلي ولس ته خوشحالي ورپه برخه او یوبل سره په خلاصه غیږه او دورورګلوي په فضاکې ژوند وکړي .
دلته دسولې اوجګړې له هغو دوو متضادو کلموڅخه یادونه کوو، چې افغان ولس ددغو دو کلیمو سره دومره زیاته آشنايي لري، چې هره ګړۍ پخپله اویا دنورو خلکو له خولې اورو.
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر ولس خپل ولايت ته د چارواکو پاملرنه غواړي
لوګر دافغانستان له مرکزي ولایتونو څخه یوستراتیژیک اومهم ولایت دی، چې په لوړه کچه دکانونو سترکان پکې شتون لري، که دکرنې له پلوه ورته نظر وکړو،نو دکابل کندو يې هم بللی شواو که دجهاد اوفرهنګ له ډګره يې ونیسو؛ نو دباب الجهاد او دفرهنګي ستورو ولایت هم بلل کیږي .
خوداچې لوګر ولایت ته حکومتي چارواکي ځانګړي پاملرنه نده کړې او یا يې نه کوي، ستونزه دلته ده، چې دغه ولایت به نورهم دشاه تګ په لوري مخه کړي .
لوګر ولایت دسیاست له ډګره هم بې برخې ندی پاتې شوې، په هرنظام کې ډیري سیاسیون او حکومتي لوړپوړي چارواکي لرلي دي او اوس هم په شته نظام کې په لوړو څوکیو دندې مخته وړي.
ولې داچې دوی دسیاست په بیړۍ کې ناست دي؛ باید لوګر او دنوموړي ولایت ولسونو لوري ته يې پام واوړي او دخپل دردیدلي ولسونو په ټپونو دملهم پټۍ کیږدي، څو ددې خوار ولس لپاره څنګه چې لیدل کیږي، په هماغه اندازه د دردونولپاره يې درمل وګرځي.
په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي
په هیواد کې اورښتونه او دخلکو خوښي
هیوادوالو ته دخوښۍ زیرې ورکړل شو، سپینه واوره ځمکې ته راکوزه شوه، دکروندګرو هیلې يې را ژوندۍ کړې، افغانان دغې ورځې ته ډیر خوښ او خوشاله بریښدل، په ټولنیزو شبکو کې دهیواد دبیلابیلو ولایتونو انځورونه چې په سپینې واورې پوښل شوي ؤ، ښکته او پورته کیدل .
دا په دې څرګندويي کوي، چې افغان ولس دګران هیواد سره مینه د زړه له تله لري،ځکه دوی په دې خوښ دي، چې اورښتونه دهیواد دښتې، غرونه او ځمکې زرغونوي او اوبه پریمانیږي، چې نه یوازې دکرنیزومحصولاتو لپاره بلکې؛ شین او زرغون طبیعت دانسان روح او روان ته هم ګټور تمامیږي او له پاکې هوا نه ګټه اخيستلاي شي .
د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
د لوګر په والي د برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه
۱۳۹۷-۱۰-۳۰ یکشنبه
د لوګر په والي الحاج محمد انور خان اسحاقزي او دده په امنیتي کاروان نن شا او خوا ۱۰ بجې د لوګر کابل په لاره د سفیدسنګ سیمه کې ځانمرګی برید ترسره شو چې په پایله کې والي الحاج محمد انور خان اسحاقزی او د ملي امنیت رئیس جنرال امیر جان ناصري له بریده روغ وتلي خو ۸ ساتونکي یې شهیدان شوي او خوا او شا لس تنه نور ټپیان دي.
یاد برید په داسې حال کې د موټر بم په وسیله ترسره شو چې د لوګر والي او د ملي امنیت رئیس له کابل څخه لوګر ته خپلو دندو ته روان وو، په شهیدانو کې د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ منسوبین هم شامل دي. د لوګر والي یاد برید باندې ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد او خاورې دوښمنان هر وخت غیر انساني او غیر اسلامي کړنې ترسره کوي.
بیشتراز ده هزارکیلوگرام مواد انفجاری و مواد مخدرازولایت لوگر کشف گردید
بیشتراز ده هزارکیلوگرام مواد انفجاری و مواد مخدرازولایت لوگر کشف گردید
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
روزگذشته، نیروهای قطعات خاص پولیس، عملیاتی ویژه و هدفمند را در منطقه غوگیز ولسوالی ازره ولایت لوگرانجام دادند که درنتیجه آن، یک مخفیگاه بزرگ جنگ افزار، موادانفجاری ومواد مخدرمربوط به گروه هراس افگنان طالب، کشف و از بین برده شده است. جنگ افزار ومواد مخدر انبار شده دراین مخفیگاه، شامل یک میل سلاح 82 ملی متری، یک میل سلاح دهشکه، یک میل سلاح ماشیندار، دومیل تفنگچه، چهار فیرمرمی راکت طیاره، 5 فیرمرمی راکت، ده ها فیرمرمی دهشکه و پیکا، 5000 کیلوگرام امونیم نایتریت و 5300 کیلوگرام چرس و یک عراده موترمی شد، که در محل از بین برده شده است.
عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته
عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته
د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر
شب گذشته تاریخ ۱۳۹۷/۱۰/۲۲/۲۱در یک عملیات مشترک پولیس ملی و امنیت ملی در قریه ابراهیم خیل مربوطات مرکز این ولایت انجام یافته که ساحه مورد نظر تلاشی صورت گرفته در نتیجه تعداد ۵ نفر مشکوکین یکمیل کلاشینکوف معیه یک شاژور و ۲ عراده موتر سایکل از حویلی مشکوکین بدست آمده.
ـــ د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتې دفتر ـــ
لوگریان کابل نشین در پشت دیوارهای ارگ نیز مصئون نیستند
لوگریان کابل نشین در پشت دیوارهای ارگ نیز مصئون نیستند
در چند سال پسین و پس از آنکه نفوذ طالبان بر لوگر سایه افگند مردمان این ولایت بویژه آنانیکه در ارگانهای دولتی عهده دار سمت هایی بودند مجبور به ترک خانه و کاشانه شان شدند و به فکر اینکه شاید زندگی نسبتاً امنی داشته باشند با متحمل شدن زیانهای بزرگ مالی نظر به عایدات شان رو به پایتخت آوردن و در مناطق مختلف این شهر و بیشتر در خانه های کرایی مسکن گزین شدند.
اما چنانچه در چند سال اخیر دیده میشود مردمان این دیار و بویژه کادرهای لوگر زمین حتا آرامش نسبی هم در این شهر نداشته اند و به گونه زنجیره یی مورد سوء قصد و ترورهای سازمانی قرار گرفته اند و تا جایکه عده یی با اخطار و مزاحمت افراد مربوط به طالبان مجبور شده اند با آنکه در پایتخت زندگی میکنند وظایف شان را ترک بکنند و در غیر همانند ده ها جوان دگر این دیار در قلب شهر کشته خواهند شد.
از کارمندان PPS گرفته تا عساکر عادی و قرار دادی همه گان از این ناحیه متضرر شده اند و بسیاری از مردمان این دیار به داشتن وظایف دولتی حتا در پایتخت دل خوش نمیکنند تا زنده بمانند.
ملک شاپورخان د مغل خیلو یوتن قومی مشر شهید شو
ملک شاپورخان د مغل خیلو یوتن قومی مشر شهید شو
یوم الجمعه ۱۴ جدی سال ۱۴۹۷
په ډیری خوا شینی سره موخبر ترلاسه کړل چی د مغل خیلو یو تن قومی مشر د نیکو اخلاقو خاوند، ملک شاپورخان شهید شو الله تعالی دی د جنتونو سردارکی کورنی او خپلوانو ته یی دزړه صبرغواړم .
با تاسف و تاثر فراوان اطلاع حاصل نمودم که شاپور "ستناکزی" نماینده حوزه مغل خیل بر اثر انفجار ماین چسپکی به درجه شهادت نائل شد جنت الفردوس جایش و برای فامیل، اقارب و دوستان شان صبر جمیل و جزیل از دربار الله تمنا دارم ...
و برای دوتن زخمیان حادثه مذکور از الله قادر و توانا شفاع عاجل میخواهم ...
انا لله و انا الیه راجعون
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ په هېواد کې د بدمرغیو پیلامه
د مرغومي شپږمه؛ هغه نه هیریدونکي ورځ چې افغانستان باندې سرو پوځي لښکرو دځمکې او هوا له لارې یرغل راوړل. دا ورځ په تاریخ کې هغه ورځ ده، چې پیلامه يې دهیواد په ټولوسیمو کې دبدبخیتو، ویجاړیو او وژنو سرچینه ګڼل کیږي .
دمرغومي یا جدي شپږمه د۱۳۵۸ هجري لمریزکال روسي یرغلګرو په درندونظامي تجهیزاتوباندې سمبال افغانستان ته راننوتل او د لسو کلونو په اوږدو کې دمجاهدینو د جهاد سره مخ شول. روسي یرغلګرو دهیواد دویجاړیو، دميلیونونوافغانانودشهادت، معلولیت اوبهرنیوهیوادونوته دافغانانو کډه کیدل دا هغه څه ؤ، چې روسانو خپل مردارو موخو ته ورسیدل، خودبریا پایله دافغانانو په برخه او شوروي یرغلګرله کلکې ماتې سره مخ شول.
دمرغومي شپږمه؛ دافغانستان پرخاوره دشوروي سرو پوځ ستره تیروتنه په مادي اوهم په معنوي توګه وه، خو دواړه هیوادونه يې وځپل اوګڼې ستونزې اوناخوالې یې رامنځته کړې.
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
د مرغومي شپږمه په هیواد کې دسترې غمیزې پیل
شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال دمرغومي په شپږمه دسمبالو درندو نظامي تجهزاتو سره پرافغانستان یرغل راوړل . داچې شوروي استعمارګر زموږ په خاوره نظامي یرغل وکړ، ددوی نه یواځې دیرغل وړلو لومړۍ پیلامه وه، بلکې له دې مخکې هم په نولسمه او شلمه پیړۍ کې څومهمې سیمې لکه تاتارستان، مرکزي آسیا، منګولیا او ختیځه اروپا اشغال کړې وه .
روسانو غوښتل چې دافغانستان خاورې تر ولکې وروسته ځانونه دهند تودو اوبوته ورسي، خو دغه آرمان يې له ځان سره یوړل او دافغانانو د سترو مبارزو سره مخ شول.
په افغانستان دروسانو یرغل وړونکو عسکرو شمیر ټولټال دمسکو رسمي سرچینو له مخې؛ له یولک تر یولکو شل زره پورې ښودلي، ولې دیوې بلې سرچینې له مخې دغه شمیر یو نیم لک عسکر ښودلي شوی ؤ، خو کله چې روسانو دخپلو لاسپوڅو په مرسته دافغانانو دسرښندنو او میړانو سرمخ شول، دروسانو پوځونه ورځې تربلې زیاتیدل او شمیريې آن تر دونیم لکو پوځونو ته ورسیدل.
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
دشته بدمرغیو خلاصون، په ملي یووالي رامنځته کیدای شي
موږ ولې دومره بدبخته یو، چې هم پخپلو کې سره وهو او هم پردي هیوادونه موږ ته لاس یو کړې او ګوته په ماشه کمین کې راته ناست دي.
کله په یو نوم او کله په بل نوم موږ وژني، نو بیا خپلو کې هم دقام او ژبې خبرې کوو، هغه پښتون ده، دغه هزاره ده او هاغه تاجک ولې؟
خو پردي هیوادونه موږ ته ترهګر، دهشتګر، قاچاقبر او په سلو نورو نومونو موږ یادوي او په دې سره وژل کیږو او دا لړۍ لا روانه ده.
ښه پوهیږو او بیا دغه پړه ديو هیواد دسیسه ګڼو؛ لامل یې په خپلو کې دباورنشتون، اتحاد نه درلودل او په ژبه دافغان په نوم ویاړ کوو عمل کې بیا هغه څه کوو، چې نه وي موکړي.
زړونه مو نه دي پاک، یو بل ته کوهي کیندو، دیوبل خبره پرځان نه منو، ځان ته من وایو، نیتونه مو په یو بل بد دي، یو چې پرمختګ وکړي، دهغه لپاره دسیسه جوړ ؤ، څو نور مخته ولاړ نشي.