Home خانه
د حبيب الله کلکاني ظلمونه !؟
د حبيب الله کلکاني ظلمونه !؟
۱. د نوموړي مرستيال حسین امر وکړ چې د امير عبدالرحمن خان اؤ امير حبيب الله خان له ښځو سره دې هغه کارونه وشي لکه دوی چې هزاره ګانو سره کول تر څو نورو ته عبرت شي.
۲. يو څو تنه هزاره ګانو ددوی مخالفت کړی و دوی ددرې تنو سرونه پرې کړل او په ۱۹ تنو يې ميخونه وهلي وه اؤ په بازار کې يې ګرځول اؤ ويل يې چې څوک د خادم الدين رسول الله مخالفت وکړي دا به يې انجام وي.
۳. د حبيب الله کلکاني په پوځ کې به که چا دنده پرېښودله نو سزا يې اعدام و. ملک محسن خان د لوګریانو سره په جګړه کې هغه څلور تنه عسکر ووژل چې له پوځ يې تېښته کړې وه.
۴. په هره علاقه کې به چې دوی عمليات کول، پيغلې انجونې ، څاروي او مالونه ددوی وه .
۵. د ابوالقاسم پنوم يو شعيه سيد چې دده ملګری هم و خو هزاره ياغيانو ته يې پناه ورکړې وه ددوی لخوا يې جايداد ضبط اؤ اوه ډزه وويشتل شو. لور يې حميد الله ځان سره بوتله اؤ اته مياشتنی ځوی يې ورته په مځکه وويشت. اؤ ومړ.
۶. ددوی کسان به چې کله په پرديو کورونو ننوتل نو خلک به يې په کنداغونو ددې لپاره وهل تر څو د کور د مالکانو سره اؤ سپين که له دوی نادرکه وي دوی ته پيدا کړي.
۷. د ارګ د مطبعې له سوځولو وروسته تاريخي پخواني کتابونه کوم چې ددوی څخه پاتې وه هغه يې په ډېر ناچيزه نرخ خرڅول.
۸. انګريز ژورناليست رانالډوايلډ چې په هغه وخت کې د حبيب الله کلکاني تر څنګ و ليکي چې د حبيب الله اؤ وحشي ترمنځ هیڅ توپیر نه و، حتا په ارګ کې به يې د نورو خلکو په مخکې خلک وهل.
۹. د کلکاني سزاوې دومره درنې وې چې په ښار کې به د هغه انسانانو سرونه راځړول شوي وه چې دده مخالفت به يې کولو.
زموږ يو کليوال و، سرګل نوميده ده ترنه لمړی پښه پرې کړه اؤ بيا يې په دار وځړاوه.
وايي چې ده نه يوازې په خلکو ميخونه وهل بلکې خپل مخالفين يې په تيلو کې هم ايشول.
۱۰. غبار ليکي: قاضي عبدالرحمن اؤ مولوي عبدالواسع چې ډېر اوچته خلک وه د کلکاني په امر يې اندامونه پرې کړل شوه اؤ په پل خشتي کې په ديوالونو پورې راوځړول شوه.
نوټ: الکانو د حبيب الله کلکاني په اړه له تاريخي حقايقو پرده پورته کوو شير کول يې پر تاسو لازم دي.































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























