Home خانه
د کابل په قلعه حيدر کې له يو سوداګر څخه د ۲۳ کيلوګرامه سپين زر او پيسو د اخيستو قضيه
د کابل په قلعه حيدر کې له يو سوداګر څخه د ۲۳ کيلوګرامه سپين زر او پيسو د اخيستو قضيه
د کابل په قلعه حيدر کې له يو سوداګر څخه د ۲۳ کيلوګرامه سپين زر او پيسو د اخيستو قضيه کې د شاملو طالب جنګياليو په اړه زاويه نيوز وړاندې جزئيات خپاره کړي دي.
د دغو وسله والو غلو د نيول کېدو او د هغوی د اقرار په تړاو د طالبانو کورنيو چارو وزارت هم ويډيو او معلومات نشر کړي، خو زاويه نيوز په دې قضيه کې د شاملو نورو طالب جنګياليو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي دي.
په نيول شويو کسانو کې د طالبانو د استخباراتو او انسان تښتونې د مشهور بانډ لرونکي ډاکتر بشير خاص نفر محمد، نورالله ولد فضل، نذيرالله ولد محبوب او د نرنګ ولسوالۍ د ترورېزم ضد مبارزې معاون ذکرالله او د طالبانو د استخباراتو يو شمېر نور غړي شامل دي.
دغه عکسونه تېره اوونۍ د یکشنبې په ورځ د همدې بانډ د غړو د خوشې کېدو پر مهال اخيستل شوي دي.
د طالب جنګياليو د غلا دې قضيې په تړاو پخواني خپاره شوي جزييات په دې لېنک ليدلی شئ.































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























