Home خانه
د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعیل کلي کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لوري د اوبو رسولو یوې نوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.
دغې شبکې ته ١٦٠ متره ژوره څاه کیندل کیږي او یو منظم او پرمختللی لمریز سیستم ورته برابر شوی، چې په یوه وخت کې د ٦٠ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغه راز د ١٠ میلیونه او ٣٥٠ زره افغانیو په لګښت په عصري او پرمختللې بڼه د ٣ میاشتو په موده کې جوړيږي، چې په دې سره به له ٤٠٠ څخه زیاتې کورنۍ د څښاک اوبو له نعمته برخمنې شي.






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























