Home خانه
امان الله خان چا کافر کړ !؟
امان الله خان چا کافر کړ !؟
د پل خشتي جومات يو امام چې ټي ای لارنس نوميده، خو خلکو د پير کرم شاه پنوم پېژنده.
نوموړي په بشپړه توګه افغاني جامې اغوستې او په خورا روانه فارسي او پښتو ژبو یې خبرې کولې. هغه د انګريزانو د ګټو لپاره شل کاله په افغانستان کې کار کړی و.
هغه د کابل په خلکو دومره ګران و، چې هر چا به يې لاس مچو کولو.
هغه د دیني چارو برجسته عالم و، د امان الله خان څخه خفه قامي مشران، ملايان او حتا وزيرانو سره به یې هم ناستې کولې.
نوموړي به دلته د کابل د خلکو اؤ حتا امان الله خان اؤ ميرمنې عکسونه هم اخيستل اؤ بیا به یې په جعلي شکل په لندن کې لوڅ جوړول ، له لندن څخه به په زرګونو انځورونه دلته راوړل کېدل او په کليو اؤ اطرفونو کې به پخش کېدل.
پير کرم شاه ته بریتانیا زیات امکانات په لاس کې ورکړي وه چې نوموړي به قامي مشرانو اؤ ملایانو ته پيسې هم ورکولې، هغه شينوارو ، منګلو، سرخرودو او خوږياڼو ته هم سفرونه درلودل او له ټولو ملايانو څخه يې غوښتنه وه چې د امان الله خان د کفر په اړه فتوا صادره کړي.
کله چې امان الله خان په مساجدو کې کافر شو، اؤ اطلاع يې ترلاسه کړه چې ددې هر څه تر شاه پيرکرم شاه قرار لري ، نو په پيرکرم شاه پسې يې پوځيان ولېږل چې ويې نیسي.
پير کرم شاه چې خبر شو نو ميرانشاه ته وتښتید او له هغه ځايه په الوتکه کې بریتانیا ته لاړ.
د نوموړي مريدانو دا خبره ډنډوره کړه چې پيرصاحب د خدای ولي و، په ځمکه ننوتلو.
کله چې پيرصاحب ورک شو، نور نو د پيرکرم شاه د مريدانو عقده د امان الله خان په ضد نوره هم زياته شوه، چې امان الله خان کافر د الله ج ولي هم خفه کړ.
امان الله خان که هر څومره وويل چې ای خلکو پيرکرم شاه د انګريزانو جاسوس دی، افغان نه دی انګريز دی، هيچا ونه منله او خلکو په امان الله خان پسې توپکونه اؤ کوتکونه راپورته کړل.
کله چې امان الله خان افغانستان پریښود پيرکرم شاه د يوې ورځپاڼې له طریقه افغان ولس ته پيغام راولېږه چې د کابل خلکو خپل لمونځونه مو راوګرځوئ زه مسلمان نه کافر يم! خو د پيرکرم شاه غږ ترننه چاته ونه رسېده اؤ پټ پاتې شو.
پير کرم شاه بيا د بايسکل په ځغلولو کې بريتانيا کې مړ شو. چې ځينې يې مرګ سياسي لوبه بولي.
نوټ: الکانو زه خو درته کرښې راټولووم شير کول يې پر تاسو ډېر اړين دي نور مو خوښه !






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























