Home خانه
میړنی به تل یادیږی
میړنی به تل یادیږی
شهید تورنجنرال ارکان حرب محمد یونس خان د هیواد اصلی بچی د ۷ ثور ۱۳۵۷ خونی ورځی د شوروی د وفادارو پر خلاف او د شهید سردارمحمدداؤد په ننګ د شهادت جام نوش کړ ارواح یې ښاده او نوم دی یې تل ژوندی وی نوموړی د ملی اردو یو برجسته نظامی افسر او سردارصاحب ته خاص وفادار شخصیت وو
تورنجنرال یونس خان په ۱۳۰۷ هجری لمریز کال کښی د غزنی ولایت په "پس حصار" نومی کلی کښی نړۍ ته سترګی ورغړولی حربی ښوونځۍ یې ولوست او د اعلیحضرت ظاهرشاه بابا په وخت کی د اردو په صفوفو کی شامل او بیا د لوړو نظامی زده کړو لپاره هندوستان او بیا ترکیې هیواد ته ولاړ تورنجنرال محمد یونس خان د خپل خدمت په دوران کی د هیواد په مختلفو برخو کښی لاندی خدمات ترسره کړل:
لوګر کې د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پیژندنې پرمختللې دستګاه نیول شوې
لوګر کې د تاریخي اثارو او معدني ډبرو د پیژندنې پرمختللې دستګاه نیول شوې
د لوګر امنیې قومنداني چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو هغه پرمختللې کمپیوټري دستګاه نیولې چې له لارې یې په غیرقانوني ډول د بېلابېلو معدني ډبرو، تاریخي اثارو د پیژندنې او د ځمکې د ژوروالې او موقعیت د معلومولو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېدله.
لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي
لوګر کې د ۳۰ ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره سړه خونه جوړیږي
د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه د یونسیار (UNHCR) په مالي ملاتړ جوړېږي، چې د ۳۰ ټنه محصولاتو د ساتلو ظرفیت به ولري.
د دغه ولایت د کډوالو چارو آمر مولوي محمد مسعود اخندزاده جوړو مراسمو ته وویل، یاده سړه خونه په ۹۳ زره ډالرو لګښت د یوې پوړیزې ودانۍ په بڼه جوړېږي او تمه ده چې د راتلونکو څلورو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د محمدآغې ولسوال، قاري صبغت الله تقوا وویل، د یادې ولسوالۍ شاوخوا ۹۰ سلنه اوسېدونکي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او سړه خونه د هغوی له اساسي اړتیاوو څخه ده.
اتل قھرہ مان مرحوم کرنیل غلام جيلانى خان نورزئ سنہ 1927)
اتل قھرہ مان مرحوم کرنیل غلام جيلانى خان نورزئ سنہ 1927)
دا پر نمبر 2چی ولاڑ دئ دا غلام جیلانی خان نورزئ دئ چه دغازى امان الله خان په وخت کى په کندهارکى کرنيل وو ڈیر غیرت مند او پیاوڑئ د شو اخلاقو خاوند او پر قوم مئین او وطن پالہ شخصیت وو.
او مرحوم کرنيل صاحب غلام جيلانى خان د دهراود د ولسوالى وو او د دهراود ولسوالي په ھغہ وخت کی پہ کندهار پورى مربوط وه د دهراود ولسوالي دعليحضرت محمد ظاهرشاه په آخيرنيو وختونو کى په ارزګان ولايت پورى مربوط سوه مرحوم کرنيل صاحب غلام جيلانى خان د شهيد غازى محمد اکرم خان نورزي لمسۍ اود مرحوم سردار ميرعلم خان کړوسۍ وو.
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله!
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله د شاعالم خان زوی چې په 1084 ھ سپوږمیز ـ 1673 زېږدیز کال کښې زېږېدلی وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله پلار شاعالم خان [ښاعالم خان] د اوسني زابل ولایت د سوری اولسوالۍ کره اوسېدونکی او پخپل مهال کښې د هوتکو د ټبر یو هوښیار نومیالی او مخور مشر وو.
د حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله مور بي بي نازو آنا د د اوسني زابل ولایت د توخیو د ارغنداب کره اوسېدونکې او د توخیو د ټبر د نومیالي مشر سلطان ملخي توخي لور وه.
حاجي میرویس خان نیکه رحمه الله په زلمیتوب کښې د هغه مهال مروجه علوم ولوستل او له زدکړو وروسته په تجارت بوخت شو او د تجارت کولو پر مهال يې د ابدالیانو ټبر دهغه مهال د مشر جعفر خان سدوزي له لور خانزادۍ سره نکاح وکړه، جعفر خان سدوزی د پوپلزیو پرګنې د سدوزیو له څانګې څخه وو او د اوسني کندهار ولایت د معروف اولسوالۍ کره اوسېدونکی وو.
بعضی چهره های شکست خورده
بعضی چهره های شکست خورده
اتمر این لنگ هزار چهره که نه سرمایه مردمی و نه نام نیک و نه کدام سواد و دانش بجز از جاسوسی دارد، می تواند به عنوان یک فرد عضو جبهه باشد، اما او را بالا و در صدر این جبهه جا دادن اشتباه است.
برادران پشتون مانند اتمر و ،،،،،،تا هنوز در مقابل گروه حاکم نه یک اففانی مصرف کرده اند و نه یک پوچک فیر کرده اند، چطور شما آنها را شاه کلید آزادی افغانستان می پندارید.
به برادران و اقوام محروم توصیه می کنم، حالا که قدرت را از دست داده اید، صبور باشید و آدرس اپوزیسیون را هم از دست ندهید.
بعضی چهره های در صدد این است تا از تضعیف امارت اسلامی که فعلا با پاکستان به بن بست خورده و پاکستان در صدد بر اندازی آن شده جلوگیری کند.
زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ
زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ
د ۱۳۷۱ کال د غویي ۱۰مه (۱۹۹۲ کال د اپریل ۳۰مه) زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه شرمونکې او توره ورځ ده. په دې ورځ، د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان ملکي او پوځي واکمنان کابل ته راغلل او د افغانستان د زیربناوو د ویجاړولو لپاره یې خپلې ناوړه پالیسۍ جوړې کړې او خپل د خوښی خلګ یې زموږ په خلکو واکمن کړل.
زړګی کندهاری
تخار، افغانستان، ١٩٨٨
تخار، افغانستان، ١٩٨٨
د افغانستان د جمیت اسلامي د جها دي تنظیم قومندان عطامحمد نور د جنرال ضیاالحق د فاتحې اخیستلو پر مهال...
جنرال ضیاالحق (۱۹۸۸-۱۹۲۴م) پوځي دېکتاتور او سیاستوال وو چي د کودتا له لارې یې لومړی وزیر ذوالفقار علي بوټو له مخه چپ کړ او بیا ېې پاکستان ته د خیانت په تور په دار وځړاوه. د مارشالا په اعلانولو یې په واک منګولي ښخي کړې او د سوچه اسلامي نظام او شرعي قوانینو د پلي کولو په موخه میدان ته ووت.
ضیاالحق مدني آزادۍ بندي او د مطبوعاتو سانسور زیات کړ. هغه د دیموکراتیکو بنسټونو د کمزوري کولو او سختو شرعي قوانینو په پلي کولو، تر نیوکو لاندي وو.
ننګیالیو افغانانو !!
ننګیالیو افغانانو !!
هغه مشهوره خبره ده چی وایی یابه یو کیږو کنه ورکیږو په پکستان کی عاصم خنځیر یوزل بیا ځینی علماسۇ راټول کړی دنوی شوم پلان جوړولو لياره، دافغانستان په هکله داڅلور کاله په مختلفو هیوادو کی ناست کیږی، هیڅ پایلی نلری له بلی خواه بیا نړیوالو، اسلامی امارت ته ډاډ ورکړی چی ستاسی بدیل نشته، بل یی ویلی چی مخالفینو ته به هیڅکله اجازه ورنکړو چی دی خارو ته جنګ راوړی یا دجګړی لاره خپله کړی.
لوګر کې یو کس د جعل کارۍ به تور نیول شوی
لوګر کې یو کس د جعل کارۍ به تور نیول شوی
د لوګر امنیه قوماندانۍ وایي چې د دې ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو یو تن د جعلکارۍ او دوکې کولو په تور نیولی دی.
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي چې یاد کس به له خلکو څخه د پاسپورت او وېزو د برابرولو په پلمه پیسې اخیستلې او ورسره یې جعلي اسناد جوړول.
نیول شوي کس په خپلو کړنو اعتراف کړی او څرگندوي چې د یادو پېسو په ترلاسه کولو او جعلي اسنادو په جوړولو کې ښکیل و.
انس همدارنګه زیاتوي، چې دا قضیه به د لا زیاتو څېړنو لپاره د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت ته وسپارل شي.
لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات ګټې اخېستنې ته وسپارل شو
د لوګر ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې ددغه ولایت مرکز پلعلم ښار اړوند د کلنگار سیمه کې یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر دوالي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډيو ته وویل، دغه جومات په دوو پوړونو کې جوړ شوی او د ضروري اسانتیاوو لکه وضوخانه، د ښوونځي لپاره تعلیمي خونې او منظم فضا برخې لري.
نور جزیات زمونږ په ویب سايټ کې ولولئ...
لوګر کې د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې
لوګر کې د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو امریت په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا (UNHCR) په مالي ملاتړ د یوې نوې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
دغه سړه خونه د ٩٣ زره آمریکایي ډالرو په لګښت په ۴ میاشتو کې جوړیږي، چې ١٦ متره اوږدوالی او ٨ متره سور لري او ٣٠ ټنه تازه مېوې او سبزیجات پکې ځاییږي.
افغان حکومت عامى روغتيا وﺯارت ته امر کړى چې په هيواد کى ټول پاکستانى ډاګټران وشړى!
افغان حکومت عامى روغتيا وﺯارت ته امر کړى چې په هيواد کى ټول پاکستانى ډاګټران وشړى!
افغان حکومت وايى افغانستان اوس د هر هيواد په پرتله پوه او قوى ډاګټران لرى او پاکستانى ډاګټران چې ﺯمونږ په ﺯيان او تاوان دى بايد د هيواد څخه وشړل شى!
د عامى روغتيا وﺯارت بيا وايى چې پاکستان کې افغانان سپک ګڼل کيږى نو پاکستانيان هم حق نه لرى چې افغانستان کې په غﺯت ژوند وکړى...
ستاسو په دې اړه نظر څه دى؟
هغه پیلوټان چی د هیواد د خلقی رژیم څخه پاکستان ته د طیارو سره تښتیدلی دی
هغه پیلوټان چی د هیواد د خلقی رژیم څخه پاکستان ته د طیارو سره تښتیدلی دی
( 1989 ) هغه پیلوټان چی په کال کی یی د هیواد د خلقی رژیم څخه پاکستان ته د طیارو سره تښتیدلی دی او هلته یی تود هرکلی تري کړی
د خلقی رژیم پرمهال یو شمیر پیلوټان د الوتکو سره پاکستان ته وتښتیدل چی د پيلوټانو او الوتکو لست په لاندی ډول دی کوم چی د هیواد څخه یی الوتکی تښتولی دی.
*د بشر په تاریخ کې ترټولو چټکه محکمه او ترټولو زړور تورن!*
*د بشر په تاریخ کې ترټولو چټکه محکمه او ترټولو زړور تورن!*
عمر مختار بن عمر د ليبيا د ازادئ ستر مبارز
قاضي: آيا د ایټالیا له دولت سره وجنګېدې؟
عمر مختار: هو!
قاضي: آیا خلګ دې د ایټالیا ددولت پر ضد مبارزې ته راوبلل؟
عمر مختار: هو!
قاضي: په هغه څه چې ودې ويل بیا هم اعتراف کوې؟
عمر مختار: هو!
قاضي: څو کاله کېږي چې د ایټالیايي پوځ په مقابل کې جنګېږې؟
عمر مختار: شل کاله!
قاضي: په هغه څه چې کړې دې دي پښېمانه یې؟
نن ددسمبر۴ مه دبشری چوپړدلوړدپېژندل سوی سمبول ډاکترناکامورادشهادت شپږم تلین !
نن د دسمبر۴ مه دبشری چوپړدلوړدپېژندل سوی سمبول ډاکترناکامورادشهادت شپږم تلین!
داڅهرې دهېرېدو ندی !
ډاکټر ناکامورا ياد به دافغان ولس په زړونو اوروان کې ابدی وی.
ډاکتر ناکامورا د۲۰۱۹ م کال دسمبر په ۴مه نېټه دپاکستان استخباراتو په جلال اباد ښار کې په ډزو وویشت او روغتون ته په لاریې ساه ورکړه.په دې برید کې د ناکامورا پنځه همکاران دپېښې په ځای کې شهيدان شوي دي.
زموږ افغانانو له نظره دجاپانی داکتر کاکا مراد ناکامورو دشهادت مسولیت نیغ په نیغه ای ایس ای ته متوجې دی،ځکه هغه دکنړ سيند اوبونه دکامې اوشينوارو تږی مځکي خړوبي کړې.
د یوه هزاره ورور یادښت !
د یوه هزاره ورور یادښت !
ژباړن مهیدي :
د دوو باوقاره قومونو ګډ درد!
د جمهوریت په وخت کې ما له اغلې انارکلي هنریار سره نږدې او له متقابل احترام لرونکی ډکه اړیکه لرله ؛ هغه چې د هېواد د هندو او سیک له ټولنې یوازینۍ غیرمسلمانه استازې وه او زه له هزاره لږکي، موږ سره له دې چې په بڼه او مذهب کې توپیر درلود، دوه ګډ دردونه مو لرل:
د تبعیض درد، او د دوهم درجه وګړي په توګه ژوند په هغه وطن کې چې باید د ټولو ګډ کور وای.
د افغانستان د هندو ــ سیک ټولنه، لکه د عبدالرحمن په دوره کې د موږ هزارهوو برخلیک، درې ځله له بېکوره کېدو، غصب او جبري کوچ سره مخ شوې ده:
قلعه شیرپور یا شیر آباد
قلعه شیرپور یا شیر آباد
قلعه شیرپور یا شیرآباد ؛ قبل از آنکه امیر شیرعلی خان آنرا اعمار نماید ؛ قلعه مستحکمی دیگر بود مستطیل شکل که به نام « چونی » شهرت داشت . این قلعه بیرون شهر به سمت شمال و متصل شرقی به جاده ی بود که به روستای بی بی مهرو وصل می شد.
موقعیت و مشخصات قلعه شیرپور:
شیرپور یا شیرآباد در شمال شهر کابل موقعیت دارد. ارتفاع آن از سطح بحر ۵۷۸۱ فُت میرسد. شیرپور درهنگام اعمار یک میل از مرکز شهر فاصله داشت .
د لیبیا زمری!
د لیبیا زمری!
معمر القذافي په 1942 کال په لیبیا کې زیږدلی دی، په 1969 کال د لیبیا هیواد ولسمشر شو چې تر 2011 کال پورې یې ۴۲ کاله داسې پاچاهي وکړه چې لیبیا هیواد یې په شتمن هیواد بدل کړ، په هیڅ عربي هیواد کې تر دې مخه هیچا داسې کار نه وو کړی!هغه دوې میرمنې لرلې لومړی میرمن یې فاتحه النوري نومیدله چې په کال 1969 ئې واده ورسره وکړ یو کال وروسته یې ترې طلاق ترې واخیست او بله میرمن ېې په کال 1970 وکړه د هغې څخه ېې لس زامن او دوې لوڼې پیدا شوې چې یوه لور ېې عایشه او بله حناء نومیږي، هغه خورا شوقي انسان وو، شپیته خاص ساتونکې یې لرلې چې ښځینه وې د افغانستان پرته د هر هیواد نجونې ورسره وې چې د هغه ساتنه او خدمت به یې کاوه چې تور پوستي او د هر نژاد ولا پکې وې.
د محمد ظاهرشاه په واکمني کې پر مغلکۍ باندې د پاکستاني الوتکو بمبار، لامل او اعلامیه
د محمد ظاهرشاه په واکمني کې پر مغلکۍ باندې د پاکستاني الوتکو بمبار، لامل او اعلامیه
د افغانستان شاهي دولت د پښتونستان د مسلې اړوند خپل دریځ تر پخوا کلک او په اړه یې پراخ تبلیغات کول. انګرېزي مشاورین، چې هغه مهال لا په ډېر شمېر په پاکستان کې موجود وه، پاکستان ته سلا ورکړه، ددې لپاره چې افغانستان د پښتونستان تر داعیې تېر شي، نو باید د امان الله خان ورور امین جان، چې هغه وخت په پاکستان کې و، حمایه او د نظام د سقوط لپاره یې وکاروي.
پاکستاني الوتکو د نوموړي د ملاتړ په موخه د خوست په مغلګۍ کې، د افغاني او قومي سرتېرو پر پوستو هوايي بریدونه وکړل، چې يو شمېر پوځيان او ملکیان یې شهیدان او زخمیان کړل.
د سي آی اې پخوانۍ مامورې او استخباراتي شنونکې
د سي آی اې پخوانۍ مامورې او استخباراتي شنونکې
د سي آی اې پخوانۍ مامورې او استخباراتي شنونکې، سارا اډمز د جان شاه ساپي د نیول کېدو په اړه جدي شکونه څرګند کړي او د امریکا د حکومت د ادعاوو د لا روښانتیا غوښتنه یې کړې ده.
اډمز ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، د امریکا کورني امنیت وزارت له لوري د ساپي پر ضد وړاندې شوې ادعاوې د داخلي استخباراتي معلوماتو له ارزونو سره سر نه خوري.
جان شاه ساپی، چې د جمهوري نظام پر مهال یې د ملي امنیت چوکاټ کې د لوړې کچې دندې ترسره کړې وې، تېره اوونۍ د امریکا د کډوالۍ اړوندو چارواکو له خوا د داعش خراسان څانګې سره د احتمالي اړیکو په تور نیول شوی دی.

































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























