Home خانه
راځئ، چې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړو!
راځئ، چې د مطالعې فرهنګ ته وده ورکړو!
شېرمحمدامیني ستانکزی
په هېواد کې د لوست او مطالعې فرهنګ ته وده ورکول زموږ د ټولو ملي وجیبه ده. اړینه ده، چې خپل هېوادوال او د کورنۍ غړي وهڅوو، څو د کتابونو لوست او مطالعې ته مخه کړي او ځانونه پرې عادت کړي. ځکه مطالعه د فردي او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي.
که څه هم له تېرو کلونو راهیسې په ټولنه کې د لوست فرهنګ ته د خلکو پام زیات شوی، خو د ټولنیزو شبکو ناسمه استفاده او په کې بېځایه بوختیا د مطالعې پر وړاندې یو ستر خنډ ګرځېدلی دی.
دا باید ونه ویل شي، چې ټولنیزې شبکې په بشپړه توګه د مطالعې مخالفې دي؛ بلکې که سمه استفاده ترې وشي، د خلکو لپاره ډېرې ګټورې تمامېدای شي. نن سبا ګڼ شمېر پوهان، لیکوالان، علما او فرهنګپالان په انټرنیټي پاڼو کې علمي مطالب خپروي، چې زیاتره یې د لوستلو ارزښت لري. اصلي ستونزه دا ده، چې ځینې کسان له دې زرین فرصت څخه سمه ګټه نه اخلي او خپل ارزښتناک وخت پر ناسمو بوختیاوو لکه ګېمونو، فلمونو او بېګټې لیکنیزو بنډارونو تېروي.
تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت "تخت طاؤس."
تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت "تخت طاؤس"
"ویل کیږي چې دا تخت طاؤس دی. دا کوم عادي تخت نه و. دا د نړۍ د تاریخ تر ټولو قیمتي او شاهانه تخت و — "تخت طاؤس."
کال 1628... مغولي بادشاه شاه جهان — چې د تاج محل په څیر یوه معجزه جوړه کړه — یو بل بې تصوره خوب هم ولید: یو داسې تخت بايد جوړ شي چې پر ځمکه د جنت منظره وړاندې کړي. شاه جهان امر وکړ، او د امپراتورۍ تر ټولو غوره زرګران، جواهر تراشونکي، او هنرمندان يې راوغوښتل او سره یو ځای يې کړل.
سلطان محمود غزنوي
سلطان محمود غزنوي
شاوخوا زر کاله وړاندې (۱۰۲۵م کال) کې د غزنوي دولت ځواکمن پاچا سلطان محمود غزنوي د هند پر لور لښکر بوتلو. د دې لښکرکښۍ تر ټولو مشهوره پېښه د سومنات مندر فتحه وه؛ هغه مندر چې د هندوانو له پاره تر ټولو سپېڅلی او له شتمنیو ډک عبادتځای ګڼل کېده.
کله چې جګړه پای ته ورسېده او مندر د محمود تر واک لاندې راغی، د مندر مشرانو او پادریانو سلطان ته وویل: «بوتان مه ماتوَه، موږ به تا ته زیاته خزانه، سره زر او ډېرې پیسې درکړو.»
سوانح مختصر پروفیسر داکتر خلیلالله مقدر
سوانح مختصر پروفیسر داکتر خلیلالله مقدر
د پوهاند ډاکټر خلیل الله مقدر لنډ ژوندلیک
عمر پربار استاد گران ارج پربارتر و طولانی باد.
ناصر اوریا
۶ جنوری ۲۰۲۶ - تکزاس Naser Oria
پروفیسر الحاج داکتر خلیلالله مقدر، از چهره های برجسته، تأثیرگذار و ماندگار علمی و اکادمیک افغانستان، به تاریخ یازدهم جدی سال ۱۳۱۹ هجری شمسی در شهر کابل دیده به جهان گشود. وی در سال ۱۳۲۵ش شامل لیسهٔ عالی حبیبیه گردید و پس از تکمیل موفقانهٔ تعلیمات ابتدایی و ثانوی، تعلیمات عالی خویش را در همان لیسه ادامه داده و در سال ۱۳۳۸ش دیپلوم بکلوریا را در رشتهٔ فیلوساینس با درجهٔ عالی به دست آورد.
متعاقباً، وارد پوهنځیهای طب و فارمسی پوهنتون کابل گردیده و در سال ۱۳۴۲ش درجهٔ لیسانس را حاصل نمود. پس از فراغت، در همان سال به صفت عضو کادر علمی پوهنتون کابل مقرر گردید و فعالیتهای تدریسی خویش را در پوهنځیهای طب و فارمسی آغاز کرد.
صوبیدار عبدالخیل چې د مولانا فضل الرحمٰن نیکۀ ؤ
صوبیدارعبدالخیل چې د مولانا فضل الرحمٰن نیکۀ ؤ
صوبیدار عبدالخیل چې د مولانا فضل الرحمٰن نیکۀ ؤ پۀ 1878 کال کښې برطانوي استخبارتي سازمان Mi-6 ته جذب شو او انگریزي فوج سره د وزیرستان اورکزو او خېبر او نورو پښتنو غازیانو په ځپلو کښې د پام وړ مرسته وکړه چې انگریزي سرلښکر ورته د صوبیدار افتخاري فوجی رتبه په 1884م کال کی ورکړه.
مصطفی کمال اتاترک د اسلام د زوال لوی لامل
مصطفی کمال اتاترک د اسلام د زوال لوی لامل
کله چې د عثماني خلافت وروستي ورځې راورسېدې، نړۍ د ستر بدلون د درشل پر لور روانه وه. اروپا د ساینس او سیاست په نوم د اسلام پر وړاندې فکري جګړه پیل کړې وه، او د همدې فکري جګړې له منځه یو نوم را پورته شو مصطفی کمال اتاترک. هغه سړی چې د “ترک ملت د پلار” په نوم یادېږي، خو د اسلام له نظره د ده کړنې د امت د ټوټه کېدو او کمزورۍ سبب شوې.
اتاترک په 1881م کال کې په سلونیک ښار کې وزېږېد. هغه د پوځی ښوونځي زدهکوونکی و او وروسته د عثماني پوځ افسر شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې پوځي مهارتونه وښودل، خو د جګړې تر ختمېدو وروسته یې د سیاست میدان ته مخه کړه. د عثماني خلافت د سقوط وروسته، ده د نوي ترکیې بنسټ کېښود داسې ترکیه چې اسلام ترې لرې، او لوېدیځ ته نږدې شوه.
تور نجنرال محمد عمرخان ناصري مشهور په(سورجرنیل) دنایب سالار غلام نبی خان ناصري چرخی زوی
تور نجنرال محمد عمرخان ناصري مشهور په(سورجرنیل) دنایب سالار غلام نبی خان ناصري چرخی زوی
تور نجنرال محمد عمرخان ناصري مشهور په ( سورجرنیل ) دنایب سالار غلام نبی خان ناصري چرخی زوی او په اووم پښت کې د سپه سالار سیدال خان ناصر (کودی) و (زوکړه ۱۲۵۲هجري شمسي - مړینه ۱۳۳۲ هجري شمسي)۰
د افغان او پېرنګیانو په دریمه جګړه (۱۹۱۹ زیږدیز / میلادي ) کی د جلال آباد په جبهی کې یو پوځي قوماندان و، ده په ختیزه جبهه کې د انګریزي دښمن پلیو او سپرو لښکرو ته ډیر زیانونه ورواړول.
اروادې یې ښاده وي
د افغانستان لومړنی امیر المومنین څوک او چیري ښخ دی؟
د افغانستان لومړنی امیر المومنین څوک او چیري ښخ دی؟
امیر دوست محمد خان د هیواد لومړنی امیرالمومنین او د بارکزیو د دورې لومړنی واکمن دی
د امیر دوست محمد خان د ژوند وروستۍ شپې ورځې:
د ۱۲۷۷ ق کال ژمی و، امیر دوست محمد خان د پخوا په څېر په جلال آباد کې مېشت و، چې د هزارګۍ مېرمنې د یوه زوی وکیل سیف الله خان، چې په فراه کې واکمن و، یو ليک ور ورسېد او په هرات کې د خپل زوم، تربور، سيال او دښمن د حکومت جوړونې له نقشې خبر شو. وايي؛ امیر چې له ډېره قهره ایشېده او لړزېده، مشرانو او سپایانو ته یې په یوه اونۍ کې له جلال آباده د روانېدو امر وکړ.
شیرخان قندوز ولایت جوړ کړ او هغه وخت به خلکو ویل مرګ میخواهی قندوز برو
شیرخان قندوز ولایت جوړ کړ او هغه وخت به خلکو ویل مرګ میخواهی قندوز برو
خو د ده او د ده د کورنی خدماتو د زراعت او صنعت په برخه کښي او وجه اوس خلک وايي زندګي میخواهی قندوز برو .
د ده مرګ هم داسي وه چي ظاهر شاه وخت کښي دي په شفاخانه کښي وه . او اخبار کښي چاپ شوی وه چی شیرخان مړ شو . او شیرخان هم دا اخبار لوستلی وه . او ویلي وه چي اوس می نه پریږدي.
څو دقیقی ورسته یو نرسه وايي راغله او پیچکاري يي پری وکړ . او دي مړ شو .
یهودیان افغانستان؛
یهودیان افغانستان؛
از هرات تا کابل
یهودیان افغانستان از کهنترین اقلیتهای مذهبی این کشور بهشمار میرفتند. پژوهشهای تاریخی نشان میدهد که حضور آنان در این سرزمین دستکم به بیش از دو هزار سال پیش بازمیگردد؛ زمانی که پس از تبعید بابلی، گروههایی از یهودیان در قلمرو شرقی امپراتوری هخامنشی، از جمله خراسان تاریخی، ساکن شدند. شهرهایی چون هرات، بلخ و کابل بهتدریج به مراکز اصلی این جامعه تبدیل شد و یهودیان در کنار دیگر ساکنان، در تجارت و زندگی شهری نقش فعالی داشتند.
سوداګر او هټیوال دې په خپل سر بیې نه لوړوي!
سوداګر او هټیوال دې په خپل سر بیې نه لوړوي!
لیکنه: شېرمحمدامیني ستانکزی
په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي، چې دا وضعیت د عامو خلکو اندېښنه زیاته کړې ده.
د بیو د بې ځایه لوړیدو اصلي لامل د ځینو سوداګرو او هټیوالو بې انصافه چلند دی، چې یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي.
د دې کړنو له امله ډېرې کورنۍ په دې سوړ ژمې کې له اقتصادي محدودیتونو سره مخ او ژوند یې له اندېښنو او رواني فشارونو سره مخ کیږي.
ځینې سوداګر او هټیوال یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم یا د مذهبي ورځو لکه؛ اخترونو او روژې په مبارکو ورځو کې د توکو نرخونه تر نورو ورځو دوه برابره لوړوي. دغه ډول چلند بې انصافي ده او د خلکو د ستونزو پر وړاندې بې پروايي ښيي.
شیخ سراج الدین بایزید پیر روښان
شیخ سراج الدین بایزید پیر روښان
شیخ سراج الدین بایزید د قاضی عبدالله زوی او د شیخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنی اصلاح کو ونکی، د خارجی او پردی تسلط کلک مخالف او د اولسی مبارزو لارښوونکی او په عین حال کی ستر مذهبی مبلغ و، چی پیروانو ئې « پیر روښان » باله، او متعصبو مخالفینو د « پیر تاریک » په نامه یاداوه. موریی بی بی امینه نومېدله او د حاجی ابوبکر لور وه، چی د پنجاب په جالندهر کی اوسېدله، او بایزید هم هلته په ( ۹۳۱ ھ ق ، ۱۵۲۴م ) کال کی وزیږید.
وایی چه د بایزید نیکه گان له کندهاره د وزیرستان د « کاڼی کوړم » یا « کانی گرم » سیمی ته تللی وو، او د بایزید سکه نیکه « شیخ محمد » چی د وزیرستان په کاڼی کوړم کی اوسېد، دوولس زامن درلودل، او په دی دوولسو زامنو کی « عبدالله » د بایزید پلار په فضیلت مشهور و، او قاضی توب یی کاوه.
حقیقتِ جنگ غرب کابل را از جایی که خون آغاز شد باید نوشت
حقیقتِ جنگ غرب کابل را از جایی که خون آغاز شد باید نوشت
پاسخ به روایت ناقصِ محمد عبدالله مشهور به مولانا – حقیقتِ جنگ غرب کابل را از جایی که خون آغاز شد باید نوشت»
محمد عبدالله مشهور به مولانا روایتش را از جایی شروع میکند که برایش بیضرر است؛ از روزِ ۱۱ جدی و دهبوری و کارته چهار.
اما تاریخ را نمیتوان از وسطش برید و باقی را پنهان کرد. اگر قرار است حرف زده شود – باید از جایی آغاز شود که خون بر خاک ریخت.
۱. آغاز جنگ؛ نه با مزاری – بلکه با «شش جوالی هزاره»
اولین گلولهٔ جنگ غرب کابل را حزب وحدت شلیک نکرد.
اولین خون، خون شش هزارهٔ کارگر (جوّالی) در سرای هراتی بود؛
کسانی که نه حزبی بودند، نه اسلحه داشتند، نه در سیاست سهمی داشتند.
جرمشان فقط این بود: «هزاره بودن».
د بابړې د شهیدانو قاتل او دخدایی خدمتګارانودغورځنګ(تحریک)ځپونکی قیوم خان
د بابړې د شهیدانوقاتل اودخدایی خدمتګارانو
دغورځنګ(تحریک)ځپونکی قیوم خان
عبدالقیوم خان چې له آره کشمیری و د ۱۹۰۱ زیږدیز کال دجولای دمیاشتې په ۱۶ نیټه زیږیدلی و. دده پلار عبدالحکیم خان دانګریزانو دراج په وخت کې په صوبه سرحد ( اوسني پښتونخوا ) کې دتحصیلدار دنده درلودله .دده یو ورور عبد الحکیم خان دکشمیر دصوبی وزیر اعلی ( لومړی وزیر ) هم پاتې شوی و.دده بل ورور عبدا لروف خان نو میده چې قانونپوه و.
قیوم خان دهند او پاکستان تر خپلواکۍ ۱۹۴۷ زیږدیز کال دمخه د دآل انډیا دکانګرس ګوند غړیتوب هم درلود.نوموړی د۱۹۳۰ زیږدیز کال نه تر ۱۹۳۷ زیږدیز کاله پورې دسینټرل لیجیسلیټیواسمبلې غړی و.هغه وروسته دآل انډیا کانکرس پارټۍ پریښوده او په ۱۹۴۰ زیږدیز کال کې دمسلم لیګ دګوند غړیتوب ومانه چې ددغه ګوند لارښود محمد علی جناح و.ده یو وخت ویلي و چې دی دباچاخان دنظریو ملاتړکوونکی و ، خو وروسته یې جناح دده پر خلاف ولمساوه چې ګواکې باچاخان ستا دمرګ منصوبې او پلانونه جوړوي .
د یوه ډییم "بند"د کیندلوپه ترڅ کې یوډلییز قبرمیندل شوی
د یوه ډییم "بند"د کیندلوپه ترڅ کې یوډلییز قبرمیندل شوی
ویل کیږي چې په خوست کې د یوه ډییم " بند " د کیندلو او جوړولو په ترڅ کې یو ډلییز قبر میندل شوی چې په کې د ماشومانو ترڅنګ په کې ښځې هم شهیدانې کړل شوې دي.
د مړو په اثارو کې د سردار داود خان او محمد ظاهر شاه د وخت بانګ نوټونه او کرنسۍ هم تر لاسه شوي ، ویل کیږي چې د ډېرو لاسونه تر شا تړل شوي او د ځینو په هډوکو کې د تیرباران نښې هم شته ، داسې ښکاري چې لومړی کندې ته غورځول شوي بیا پرې ډزې شوي او بیا پرې خاورې اړول شوي دي.
ددغو مړو کره او دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی.
ملي مبارز ارواح ښاد میرا جان سیال رحمه الله!
ملي مبارز ارواح ښاد میراجان سیال رحمه الله!
ارواح ښاد میراجان سیال د حاجي میا جان زوی او د ملک بازوان لمسی وو چې د 1910 زېږدیز کال د مارچ په میاشت کښې د مومندو په كوډاخیلو کښې زیږیدلی وو.
نوموړي دودیزې او لمړنۍ زدکړې پخپل کور او کلي کښې له ګڼو ښوونکو څخه کړي وې، په پښتو دري او اردو ژبو یې لیک لوست کوالای شو او څه ناڅه په عربي او انګلش ژبو هم پوهېدی.
سیال د "ویښ زلمیانو" د غورځنګ غړیتوب درلود، د هند د نیمې وچې تر ویش دمخه یې د مومند او الغازي په نومونو خپرونې کړي او د پنجابستان له جوړیدو وروسته یې د لوی پښتون مجله تاسیس کړې او چلولې ده چې دا مجله لمړی په جلال آباد کښې د اتحاد مشرقي په مطبعه او بیا وروسته په کوډاخیلو کښې دجوړې شوې مطبعې پر مټ چاپېدله او د ویښ زلمیانو لیکوالو او شاعرانو به هم ورسره مرسته کوله.
موضوع بازداشت دكتر مهدى توسط نيروهاى قوماندان شفيع درغرب كابل
موضوع بازداشت دكتر مهدى توسط نيروهاى قوماندان شفيع درغرب كابل
سيد رحمت اللّٰه مرتضوى از رهبران حزب وحدت در صفحه ٣٠١ كتاب خاطرات سياسى «قصه هاى زندكى» موضوع بازداشت دكتر مهدى توسط نيروهاى قوماندان شفيع در غرب كابل را حكايت كرده است. «مجلسى به مناسبت سالگرد سقوط افشار داير شده بود. در آخر مجلس مى خواستم روضه بخوانم، آقاى كاظمى كاغذى را به آقاى اكبرى داد و آقاى اكبرى كاغذ را به آقاى مزارى داد. بين چند نفر گفت وشنود شروع شد. متوجه شدم مجلس حالت عادى ندارد و احساس كردم بايد اتفاقى رخ داده باشد.جلسه را زود ختم نموده، از منبر پايين آمدم.پرسيدم اين كاغذ چه بود كه آرامش مجلس را به هم زد؟ آقاى اكبرى با حالت برافر وختگی گفت :فرمانده شفيع دكتر مهدى،نماينده و رييس هيئت مذاكره كننده دولت را اختطاف كرده واين يك فاجعه است.
د هېواد په آبادۍ کې د ورښت اغېزې!
د هېواد په آبادۍ کې د ورښت اغېزې!
شېرمحمد امیني ستانکزی
په ټولنیزو شبکو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو هغه ښکلي انځورونه خپرېږي، چې غرونه، دښتې او کروندې د سپینې واورې په زړه راښکونکي څادر پوښلي دي.
دغه انځورونه په ډاګه کوي، چې افغان ولس له خپل ګران هېواد سره ژوره مینه لري. ځکه وګړي خوشحاله دي، چې ورښتونه د هېواد ځمکې او کروندې زرغونوي، د اوبو زېرمې زیاتوي او د کرنیزو حاصلاتو بهیر وده مومي.
سربېره پر دې؛ د ورښتونو له امله زرغون او شین طبیعت د انسان پر روح او روان مثبت اغېزه لري او پاکه هوا انسان ته تازه انرژي وربښي. همدا د طبیعت ښکلا ده، چې د کافي اوبو په شتون کې زړه راښکونکي انځورونه ټولنې ته وړاندې کوي.
در یک قرنونیم گذشته، سرنوشت سیاسی افغانستان با نامهای بزرگی گره خورده است
در یک قرنونیم گذشته، سرنوشت سیاسی افغانستان با نامهای بزرگی گره خورده است
از امیر عبدالرحمن تا امانالله، از نادر و ظاهرشاه تا داوود، از رهبران دولتهای ایدئولوژیک تا روسای جمهور پس از ۲۰۰۱. اما اگر لایهٔ احساسات را کنار بزنیم و بر مبنای اسناد و تحلیل مورخین داخلی و خارجی نگاه کنیم، یک نکته روشن است: بسیاری از این رهبران، هرکدام در زمان خود، اشتباهاتی ساختاری مرتکب شدهاند که زمینهساز فروپاشیهای بعدی شده است.
امیر عبدالرحمن خان، که در منابع غربی به «امیر آهنین» و «بسمارک افغانستان» معروف است، دولتی متمرکز و نیرومند ساخت، اما بر پایهٔ زور، سرکوب و مهندسی خشن جامعه. مورخین حقوق بشری او را مسئول لشکرکشیهای خونین به هزارهجات و کشتار و کوچ اجباری وسیع میدانند؛ روندی که برخی پژوهشها از آن با تعبیر «نسلکشی هزارهها» یاد کردهاند. اشتباه بزرگ او این بود که وحدت سیاسی را با خشونت و حذف، نه با مشارکت و قرارداد اجتماعی، جستوجو کرد؛ الگویی که بیاعتمادی عمیق میان دولت و بخشی از جامعه را برای نسلها برجای گذاشت.
د کابل ښاروال په یوه رسمي غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې
د کابل ښاروال په یوه رسمي غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې
د کابل ښاروال په یوه رسمي غونډه کې له خلکو سره ژمنه کړې، چې د خپلې دندې تر دوام پورې به د کابل ښار پراختیا او ښکلا ته ځانګړې پاملرنه کوي. نوموړي ویلي، هڅه به یې دا وي چې کابل ښار دومره منظم، عصري او ښکلی شي، چې له نړیوالو ښارونو، په ځانګړي ډول له پاریس څخه هم ښکلی څرګند شي.
دخان شهیدعبدالصمد خان اڅکزی لنډ ژوند لیک
د خان شهید عبد الصمد خان اڅکزی لنډ ژوند لیک
عبدالصمد خان اڅکزی (۷ د جولای، ۱۹۰۷ ز. - ۲ د ډېسمبر، ۱۹۷۳ ز.) د سهېلي پښتونخوا يو مخور ولسي مبارز، سياسي مشر او نامتو ادبي شخصيت ؤ. هغه د خپلو سياسي فعاليتونو او په سياست کې د ښکېل پاتې کېدو په سبب د برتانيوي هند د واکمن حکومت لخوا او بيا وروسته د پاکستاني حکومت لخوا په وار وار زنداني شوی. نوموړی د انجمن وطن په نامه د يوه ولسي غورځنگ مشر او بنسټگر ؤ چې بيا دغه ولسي غورځنگ د هند د کانگرېس او خدايي خدمتگارو له خوا په رسميت وپېژندل شو.

































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























