Home خانه

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې

Screenshot 2026 05 21 122231 editedAAد لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعیل کلي کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې له لوري د اوبو رسولو یوې نوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې.

دغې شبکې ته ١٦٠ متره ژوره څاه کیندل کیږي او یو منظم او پرمختللی لمریز سیستم ورته برابر شوی، چې په یوه وخت کې د ٦٠ متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

دغه راز د ١٠ میلیونه او ٣٥٠ زره افغانیو په لګښت په عصري او پرمختللې بڼه د ٣ میاشتو په موده کې جوړيږي، چې په دې سره به له ٤٠٠ څخه زیاتې کورنۍ د څښاک اوبو له نعمته برخمنې شي.