Home خانه
د لوګر مرستیال والي د ولایت مقام له کارمندانو سره تعارفي او د همغږۍ غونډه وکړه
د لوګر مرستیال والي د ولایت مقام له کارمندانو سره تعارفي او د همغږۍ غونډه وکړه
ذوالقعدې_۲۴مه_دوشنبه
نن له غرمې مخکې د لوګر مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله «صلاحالدین»، په داسې حال کې چې د ولايت مقام د کارکوونکو چارو آمر ملا محمدعظیم «امیري» هم حضور درلود، د ولایت مقام له کارکوونکو سره د پېژندنې او کاري همغږۍ ناسته وکړه. په دغه ناسته کې پر اداري اصولو، له مراجعینو سره پر نېک چلند او د وخت پر ارزښت هراړخیزې خبرې وشوې.
الحاج شیخ انعامالله «صلاحالدین» کارمندانو ته په خطاب کې وویل چې بریالی امیر هغه دی چې تر لاس لاندې کسان ترې خوښ وي او غوره مامور هغه دی چې مشران یې له کړنو رضایت ولري.
د لوګر مرستیال والي ټینګار وکړ چې د وخت ساتنه د اداري پرمختګ اصل دی او باید د مراجعینو کارونه په خورا سرعت او دقت سره ترسره شي.
ښاغلي «صلاحالدین» زیاته کړه:«له مراجعینو سره باید داسې نېک چلند وشي چې هغوی له ادارې څخه په ښه خاطره او ډاډه زړه رخصت شي.»
د لوګر مرستیال والي همداراز له ټولو کارمندانو وغوښتل چې د الله متعال او اسلامي نظام په وړاندې متعهد پاتې شي او خپل مسؤلیتونه په پوره امانتدارۍ سرته ورسوي.
د ناستې په پای کې د لوګر ولایت مقام کارمندانو ډاډ ورکړ چې خپلې ټولې چارې به د ولایت مقام د رهبرۍ په لارښوونه او پوره همغږۍ مخته وړي، ترڅو هېوادوالو ته په غوره بڼه خدمات وړاندې شي.
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مديریت






























































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه






























