Home خانه
په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله
پل علم لوګر۱۳۹۳/۰۸/۱۰
د لوګر ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې پوليس وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. د بره کي برک ولسوال انجنير رحيم امين وويل، چې نن کابو ١٠ بجې د يادې ولسوالۍ د شېر دروازې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې. ولسوال وايي، د سړک د غاړې ماين چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، درې نور سخت ټپيان دي او رينجر موټر له منځه تللى دى.
په لوګر ولایت کې په ځان مرګي برید کې ۲۹پوځیان او عام خلک مړه وټپیان شول
د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد شوی، چې له امله یی نهه امنیتی ماموران مړه او شل عام افغانان وژل شوي دي. د دې ولايت د والي وياند دين محمد دورېش خبریالانو ته ویلی دي نن ماسپښین يوه نيمه بجه د دغې ولسوالۍ په کوزې چوترې سيمې کې د امنيتي ځواکونو د ګډ مرکز مخې ته زوروه وره موټربم چاودنه شوې چې دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.
یک حمله انتحاری ولسوالی ازر ولایت لوگر را تکان داد
مسوولان محلی لوگر از وقوع یک حمله انتحاری بر قرارگاه مشترک نیروهای پولیس و اردو در ولسوالی ازر این ولایت خبر می دهند.
این حمله چاشت امروز در منطقه کوزه چوتره ولسوالی ازر رخ داده است. تلفات ناشی از این حمله که با استفاده از یک موتر پُر از مواد انفجاری رخ داده تا حالا معلوم نیست، اما شماری از افراد ملکی زیر خاک شده اند. گفته می شود که تلاش ها به هدف نجات گیرمانده گان در زیر خاک، جریان دارد.
د لوګر د پوهنې ریاست
د لوګر د پوهنې ریاست:
د لوګر د پوهنې ریاست ویاړ لري، چې د لوګر د تعلیمي نظام د پراختیا او پیاوړتیا په لړکې به د یوه دارالحفاظ په ګډون پنځو ښوونځیو لپاره نوې جوړې شوې ودانۍ ، چې د جوړونې چارې یې سرته رسیدلي دي، ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپاري.
مراسم افتتاح شفاخانه ٢٠ بستر معتادين ولايت لوگر
مراسم افتتاح شفاخانه ٢٠ بستر معتادين ولايت لوگر. كه طي مراسم خاصي توسط جلالتماب الحاج نياز محمد اميري والي ولايت لوگر الحاج دوكتور محمد ظريف نائب خيل ريس صحت عامه ولايت لوگر و روساي و اراكين ولايت لوگر افتتاح شد.
د لوګر ښاروال احمد خان الفت ونيول شو
عبدالمقصود عزيزي:
د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو د رياست ځانګړو ځواکونو د لوګر ښاروال احمد خان الفت نيولى دى. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي د لړم په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ښاروال الفت نن سهار لس بجې د کابل ښار د سنګ نوشته په سيمه کې نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى د کورنيو چارو وزارت د لويو جرمونو د ځانګړو پوليسو له خوا په داسې حال کې نيول شوى چې الفت له لوګره د کابل پر لور روان و.
!مردم شریف و مجاهد لوگر
تبریک تبریک تبریک!
مبارزه و حق خواهی شما به جا و بر حق بود
به اثر پیشنهاد علما کرام ،موی سفیدان ،بزرگان ومردم مجاهد ولایت لوگر به مقام عالی ریاست جمهوری اسلامی افغانستان مبنی بر جلوگیری توزیع وفروش ساحه چوب فروشی شهر پل علم در بازار سیاه و مسمی نمودن آن به عنوان پارک تفریحی اینک خواسته ها وپیشنهادات بر حق مردم پذیرفته وساحه چوب فروشی رسما به عنوان پارک سبز تفریحی شهر پل علم تعدیل ومسمی گردید.
په لوګر کې عثمانیه دارالحفاظ ته نوې ودانۍ جوړه شوه
خبرپاڼه سه شنبه، لړم ۶مه
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ترجوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې، چې د جوړې شوې ودانۍ د پرانیستې لپاره د نوموړي دارالحفاظ په انګړکې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال وزیراحمد مهمند، د پوهنې ښاري آمر خواجه محمد سیف الرحمن، دیني عالمانو، قومي مخورو او طالب العلمانو پکې ګډون درلود.
په لوګر کې شپږو تنو ته د فضلیت پکړۍ ور وتړل شول
خبرپاڼه، سه شنبه، لړم ۶مه
د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند او مطبوعاتو دفتر
د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ ۶ تنو د قرآن کریم حافظانو ته د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې د فضیلت پکړۍ ور وتړل شوې.
په هغه غونډه کې، چې د نوموړي دارالحفاظ په انګړکې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست پرمسوولینو برسیره، دیني عالمانو، قومي مخورو اوطالب العلمانو پکې لرله.
دغو حافظانو ته د پاک قرآن کریم د حفظ له نهو کالو زده کړو وروسته د فضیلت پکړۍ ور وتړل شول.
نتایج نهایی انتخابات شورای ولایتی لوگر
۱ - آصف صدیقی
۲ - حسیب ستانکزی
۳ - سید قریب الله سادات
۴ - محمد ناصرغیرت
۵ - عدالت عبدالرحیمزی
۶ - قسیم خوشیوال
۷ - داکتر عبدالولی
۸ - هما احمدی
۹ - نفیسه هجران
په لوګر کې ښوونکو، معلولو او معیوبو زده کوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړشو
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر، یکشنبه، لړم ۴ مه
د لوګر د مرکز او ولسوالیو د یو شمیر ښوونځیو ښوونکو ، معلولو او معیوبو زده کوونکو ته دوه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پیل شو.
د لوګر د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي محمد صادق "ستانکزي" د یاد ورکشاپ د پیل په مراسموکې وویل، چې دوی د معلولو او معیوبو زده کوونکو حقونو ته پوره درناوی کړی دی.
!!!د لوگر ولایت د ځوانانو پرمټ نوښت
د لوګر د ځوانانو ټولنېزي او کلتوري ټولني له لوري نن د محمداغي ولسوالۍ لسګونه تنه قومي مخورو، دیني عالمانو، د ښوونځيو ښوونکو او ځوانانو ستونزي د دغي ولسوالۍ د ملکې، پوځي، کلتوري، روغتیایي او د کرني مسولینو مخي ته کیښودي څو پوري د دوی ستونزی ژر تر ژره را لنډي او چارواکو کې د حساب ور کوني او ارزوني پروسه را ژوندی کړي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرستیال له لوګر څخه لیدنه وکړه
پل علم، د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتو دفتر، سه شنبه، میزان ۲۹مه
د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرسیتال نن لوګر ولایت راغی او د لوګر له ولایتي چارواکو او د یوشمیر تخنیکي اومسلکي ښوونځیو څخه یې لیدنه وکړه.
نن له غرمې وروسته د پوهنې وزارت مرستیال ښاغلی محمد آصف "ننګ" لوګر ته راغی او لومړۍ د لوګرد پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" له خوا ورته د کانونو په انسټیټوټ کې ښه راغلاست اوهرکلی وویل شو.
اطلاعیه ریاست معارف ولایت لوگر
ریاست معارف ولایت لوگر:
شماره اعلان ( ۱۲ ) تاریخ نشر اعلان ۱۳۹۳-۷-۲۸
لیسه افغان ترک برای سال تعلیمي جدید ۱۳۹۴ فارغان صنف هفتم را در صنف هشتم بعد از امتحان کانکور میپذیرد.
شاگردانیکه میخواهند درمکاتب افغان ترک درس بخوانند میتوانند بعد از سپري نمودن دو مرحله امتحان به مکاتب افغان ترک راه یابند.
شرایط ثبت نام:
تمام شاگردان شامل صنف هفتم سال ۱۳۹۳ باشند.
سن شاگرد از ۱۴ سال بلند نباشد.
د لوګر د پوهنې ریاست، د چهلتن او عثمانیه دارالحفاظونو ته نوې ودانۍ جوړې کړي دی
د لوګر دپوهنې ریاست:
د لوګر د پوهنې ریاست، په لوګر کې نجونو او هلکانو ته د عمومي زده کړو ترڅنګ دوی ته د اسلامي زده کړو په برخه کې هم تر ټولو ښه زمینه برابر کړې ده. همدا اوس په لوګر کې د یوه دارالعلوم په ګډون درې دارالحفاظونه او ۲۲ دیني مدرسي شتون لري ، چې شاوخوا ۳۶۶۱ تنه طالب العلمان پکې زده کړې کوي.
افغان اولس هیواد ته د سولې او پرمختګ غوښتونکي دي
لیکونکی: شیرمحمد((ستانکزی))
په اوسني حالاتوکې د هیواد د خلکو هیلې او غوښتنې سوله ده، چې هر وګړی ورته اړتیا لري. که چیرې د هر اوسیدونکي هیواد والو څخه وپوښتئ چې څه غواړئ؟ هغه به په ډیرتنده ووایي چې سوله، امناو د وطن د آبادولو پرمختګ غواړو، دا خبره د هر هیوادوال د زړه خبره ده. د همدې موخې لپاره په ټول افغانستان کې هڅه روانه ده ترڅو د هیواد شته ستونزې او نا امنۍ د سولې له لاری د حل چارې ورته پیدا کړي او دغه موجوده؛ بدبختیو ته د پای ټکی کیښودل شي. افغان ولس چې په هیوادکې کومې ناخوالې ویني، هغه ورځې وریادیږي، چې تل يي په جنګونو، نا امنیو او ډول ډول کړاونو کې ژوند تیر کړې ؤ.
د لوګر والی کور ناستی شوو
دولت خان:
افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی له خپل کور نه شروع وکړه اول عملیات یی د تیرې چهارشنبې د شپې په ۱۲ بجو د لوګر په والي عملیات وکړل کله چې غني د لوګر ولایت مقام ته ورسیده د والی د دفتر له ساتونکي یی پوښتنه وکړه چې والی صاحب چیرته ده د والی د دفتر ساتونکي ورته وویل چې والی کورته تللی نو د غني لخوا ورته وویل چې نور د په کور کې اوسي په داسې مشر ځان قرباني کول ستا ریښتوني خدمت ته سلام مشره!
دولت خان:
د لوګر د پوهنې ریاست لپاره د څلور پوړیزې ودانۍ د جوړیدو کار پنځه پنځوس سلنه بشپړ شوی دی
د لوګر د پوهنې ریاست:
د لوګر د پوهنې ریاست لپاره د څلورپوړیزې ودانۍ د جوړیدو کار پنځه پنځوس سلنه بشپړ شوی دی . دغه ودانۍ په لوګر کې ترټولو هغه لومړنۍ کمپلکس او لوړ پوړیزه ودانۍ ده ، چې د لوګر د پوهنې ریاست لپاره جوړیږي. د لوګرد پوهنې ریاست منسوبین هم د دې ودانۍ جوړیدو ته ډیر زیات خوښ دي او وایې ، چې د دغې ودانۍ په جوړیدو سره به د لوګرد پوهنې ریاست د اداري خونو د ګمښت ستونزه به په بشپړ ډول هواره شي.
د ځوانانو مسؤلیت او ځوانان باید څه وکړي؟
شیرمحمد((ستانکزی))
ځوانان دټولنې هغه اساسي بنسټ ایښودونکي دي، چې دیوې ټولنې ټول مسؤلیت دوی ته متوجه کیږي. دځوانانو سترمسؤلیت په چاپیریال کې خپله سیمې ته دخدمت کولو جوګه هغه لازمي او فرضي دنده پرمخ یوسي، چې دټولووګړو لپاره اړین دی، هغه علم او پوهه ده. دعلم اوپوهې په برکت دجهالت تورې اوتیارې ورځې رڼا کیږي . هغه اختراعات او اکتشافات (زیږندې او جوړونې) په همدې علم سرته رسول کیږي. نوځوانانوته پکاردی، دغه دپوهې کښتۍ په هیوادکې پیاوړې کړي، ځینې ځوانان نن ورځ چې نیشه يي توکوته مخه کړې اصلي لامل يې ناپوهي ده. ددې ناپوهۍ دله منځه وړولو لپاره ټول ځوانان کولای شي، چې په نیشه روږدې اخته کسانوته څنګه خلاصون ورکړي اویا په راتلونکي کې نوموړې کسانومخه څنګه ونیولی شي.
تصاویری تجلیل از روز معلم درلیسه عالی جهادی کلنگار

روزمعلم درلیسه عالی جهادی کلنگار ولایت لوگر تجلیل شد.
په لوګر کې د ښوونکي ورځ ولمانځل شوه
محمد شاه پورعرب، د لوګر د پوهنې ریاست ویاند او د مطبوعات و مسوول، چهارشبنه ، تله ۲۳ مه:
په لوګر ولایت کې د ښوونکي نړیواله ورځ د دولتي چارواکو ، د ښوونځیو منسوبینو او زده کوونکو له لوري د ځانګړومراسموپه ترڅکې نن ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې ، چې د دې ویاړلې ورځې د لمانځنې په مناسبت د بي بي آمنې د نجونو په لیسه کې جوړه شوې وه د والي مرستیال ښاغلي فیض محمد "میرزا زاده " ، د پوهنې رئیس ښاغلي انجینر محمد اکبر"ستانکزي" ،د مالي او اداري چارومرستیال ښاغلي محمد صادق "ستانکزي"، د پوهنې ښاري آمر ښاغلي خواجه محمد سیف الرحمن ، د ښوونکو د روزنې رئیس ښاغلي مولوي محمد ایوب "شیرزاد" ښوونکو او زده کوونکو پکې ګډون کړی ؤ.

































































د لوګر د دوو ښوونځیو د اوبو سیستم د فعالولو لپاره نغدي مرسته وشوه





























