پر ښځو د تیزابو برید؛ د انسانیت پرمخ تور داغ
په کوټه کې پر یوې ښځینه ډاکټرې د تیزابو وروستی برید یو ځل بیا دا پوښتنه راژوندۍ کړه چې ولې لا هم د ښځو پر وړاندې د کرکې او تاوتریخوالي دغه ناوړه دود ژوندی دی؟
دا ستونزه یوازې د نن ورځې نه ده. افغانستان هم د دې دردناکو پېښو شاهد پاتې شوی دی. په بېلابېلو دورو کې د نجونو، زدهکوونکو او ښځو پر مخ د تیزابو بریدونه شوي دي. د کابل، کندهار او نورو سیمو د داسې پېښو یادونه لا هم د خلکو په حافظه کې ژوندۍ ده. د دې بریدونو قربانیان اکثره هغه نجونې او ښځې وې چې غوښتل یې زدهکړې وکړي، کار وکړي او یا د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.
تیزاب یوازې د انسان څېره نه سوځوي، بلکې د هغه خوبونه، هیلې او راتلونکی هم زیانمنوي. هر هغه څوک چې د یوې ښځې پر مخ تیزاب شیندي، په حقیقت کې د علم، تمدن او انسانیت پر وړاندې جرم ترسره کوي.
اسلام ښځې ته عزت ورکړی دی. د اسلام په تاریخ کې ښځې سوداګرې، ښوونکې، مشاورې او د ټولنې فعالې غړې وې. له همدې امله د ښځو پر ضد هر ډول ظلم او تاوتریخوالی نه د دین له روحیې سره سمون لري او نه د انسانیت له اصولو سره.
نن که دا پېښه په کوټه کې شوې وي او پرون په افغانستان کې شوې وه، درد یې یو دی او قرباني یې انسان دی. د ظلم جغرافیه نه وي؛ ظلم هر ځای ظلم دی او باید وغندل شي.
پوښتنه دا ده:
تر کومه به د علم، پوهې او خدمت پر مخ تیزاب شیندل کېږي، او تر کومه به د دې جرم قربانیان د عدالت په تمه پاتې وي؟
رضا خان پاینده