خبرتیا!
ذوالحجې_۲۱مه_یکشنبه
موضوع: د هوايي مدافعې په رشتو کې د کانکور ازموینې لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!
د لوګر ولایت ټولو په شرایطو برابرو ځوانانو، د دولسمو ټولګیو فارغانو او درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د ملي دفاع وزارت د هوايي پوهنتون د هوايي مدافعې په رشتو کې د نویو محصلینو د جذب او نوم لیکنې پروسه پیل شوې ده.
د نوم لیکنې شرایط:
د فراغت سند: کاندید باید د دولسم «۱۲» ټولګي فارغ وي.
د نمرو معیار: د درې کلنو «۱۰، ۱۱ او ۱۲ ټولګیو» د نمرو په کچه «فیصدي» له «۷۵٪» څخه کمه نه وي.
د مراجعې وخت او ځای: داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۵/۰۳/۱۲ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۰۴/۱۰ نېټې پورې د نوم لیکنې د پړاوونو د بشپړولو لپاره د لوګر ولایت د جلب او جذب قوماندانۍ ته مراجعه وکړي.
په درنښت
د لوګر ولایت مقام د مطبوعاتو او عامه اړیکو لوی مدیریت