Home خانه

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکی منګل احمدزی له تښتولو وروسته په چاقوګانو وهلی او په بې رحمانه توګه یې وژلی دی

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د لوګر ولایت یو تن اوسېدونکی منګل احمدزی له تښتولو وروسته په چاقوګانو وهلی او په بې رحمانه توګه یې وژلی دی

710960491 971359145527035 8047967448357266549 nد وژل شوي ځوان نږدې دوستان او د کورنۍ غړي وايي، چې ناپېژاندو کسانو د عرفې په ورځ منګل احمدزی تښتولی او وروسته یې وژلی دی.

د مقتول د خپلوانو او نږدې دوستانو د مالوماتو له مخې، منګل احمدزی د عرفې په ورځ له تښتول کېدو وروسته د اختر تر دویمې ورځې پورې نادرکه و او کورنۍ یې په بېلابېلو سیمو کې د هغه د موندلو پراخې هڅې کولې. خو نن سهار د دغه ځوان بې ساه جسد په کابل کې د عدلي طب په مرکز کې وموندل شو.

دوی وايي "د منګل احمدزي پر مخ او بدن د چاقو د بریدونو ګڼې نښې لیدل کېدې او داسې ښکاري چې هغه د اختر په لومړۍ ورځ وژل شوی وي. وسله والو د هغه موټر، نغدې پیسې او ګرځنده ټیلیفون هم له ځان سره وړي دي."

د دغه ځوان بې ساه جسد نن د لوګر ولایت، محمداغې ولسوالۍ په سرخ اب سيمه کې خاورو ته وسپارل شو. د سیمې د خلکو په وینا، تر دې وړاندې د نوموړي مېرمن هم په یو بل برید کې وژل شوې وه.

د قرباني نږدې دوستان ادعا کوي چې منګل احمدزی په سیمه کې یواځینی قرباني نه دی، بلکې په وروستیو میاشتو کې ورته نورې پېښې هم شوې دي. د دوی په وینا، طالبان هم دوی ته خبر ورکړی و چې د پغمان په غرنیو سیمو کې د څو نورو کسانو جسدونه موندل شوي، چې ځینې یې د اوږدې مودې تېرېدو له امله زیانمن شوي او ځنګلي حیواناتو خوړلي وو.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دغو ټولو پېښو په اړه معلومات په پراخه کچه نه دي خپاره شوي؛ ځکه طالبانو د دغو جنايي پېښو د رسنیز کېدو مخه ډب کړې ده او د پېښو په پټولو سره غواړي د امنیت د خوندیتوب ادعا وکړي.

د قرباني کورنۍ، خپلوانو او ملګرو په کلکه غوښتنه کړې چې د طالبانو امنیتي بنسټونه دې د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي، د دغه وحشیانه قتل عاملان دې وپېژني او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ورته وژنې او قتلونه ورځ تر بلې زياتيږي او څوک نشته چې يې پوښتنه وکړي، ځکه طالبان ټولې قضيې د خپل دروغځن امنيت لپاره پټې ساتي.

#ABN | #KabulCrime | #Paghman | #Logar | #TargetKilling | #SecurityInAfghanistan