Home خانه

د هیواد تجزیی بله هڅه شنډه شوه!

د هیواد تجزیی بله هڅه شنډه شوه!

705365580 1712109859822426 984109626559098098 nانګلیسي، امریکايي اوپاکستاني استخباراتي شبکو به تیره میاشت کی هڅه وکړه چي د تاجکستان د غرني بدخشان خود مختاره ولایت سیمه، دافغانستان د شغنان، اشکاشم، واخان د بر او کوز دروازونو د ولسوالییو سیمی او همدا رنګه د پاکستان د ګلګت او قراقروم سیمی چی اکثره اوسیدونکی یی شیعه اسماعلیه مسلمانان دي د یوه اغاخانی امارت د جوړیدو هڅه وشوه چي د افغانستان په بدخشان کی د مرکزی حکومت دکلک پوځی غبرګون له امله دا هڅه د اوس لپاره شنډه شوه او هیواد له یوی بله غمیزی وساتل شو.

که څه هم امریکا له ایران سره په جګړه کی کمزوري ښکاري او پاکستان شتون په سیمه کی د انګلیسی استراتژی پایله ده په دا تیره اونی کی د اسماعیلیه ډلی مشر ښاغلی شاهزاده رحیم الحسینی چی د پنځم اقاخان مقام ورته ورکول شوی او د اسماعلیه فرقی پنځوسم امام بلل کیږي په پټه توګه پاکستان ته سفر وکړ چی د دي دسیسی د ناکامي ورورسته هغه بیرته اروپا ته ستون شو.

د دي نوی اسماعلیه یا اغا خاني امارت مخالفت په نړیواله کچه د روسیه مشر شاغلی پوتین او د چين حکومت او همدا رنګه په بدخشان کی د امنیت په خاطر د افغانستان د مرکزی حکومت د چټک او ځپونکي عملیاتو په پایله کی شنډ شو او هیواد بیا له یوی غمیزی وژغو ل شو.

فرض کړو چي که د اغاخان امارت د تاجکستان او افغانستان په بدخشانونو کی او د پاکستان په ګلګت او قراقروم ګي جوړ او هلته امریکايي او انګلیسي پوځیان ځای په شي د چین د سینکیانګ، د مرکزی اسیا هیوادونو اوسنی امنیت له ګواښ سره مخ او کیدای شی دی سیمه کي به د رنګي انقلابونو په څیر ګډوډي رامنځ ته شوی وای.

ياده وي چي کله په ٢٠٠١ کال کی دناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل هلته هم امریکايي او انګلیسي شبکو په افغانستان کی د اغاخانی امارت د جوړیدو پلان درلود چي د روسیه او د چين هيوادونو د مخالفت له امله هغه عملي نه شو خو د ترهګری پر وړاندی د مبارزی تر نوم لاندي په پامير کی ٩٠٠ امریکايي پو ځيان چي اوس هغه سیمه ملي پارک دي او کوچنی هوايي ډګر هم لري میشت ول.

تل دي وي افغانستان.

.تل دي وي د افغانستان ساتونکي.

نابود او شرمیدلی دي وي افغانستان دښمنان.